ون کواین د کریپټو کرنسۍ نړۍ تر ټولو لویه تېروتنه

انجنیر بشير

428

په تېرو څو کلونو کې، د کریپټوکرنسۍ نړۍ د پام وړ پرمختګ او همدارنګه د پام وړ ننګونو سره مخ شوې ده. د دې نوښتونو تر څنګ، ځینې پروژې د خلکو د غولولو لپاره هم رامنځته شوي دي. د دغو پروژو له ډلې یوه هم ون کواین دی، چې د کریپټوکرنسۍ په تاریخ کې یوه له تر ټولو لویو مالي تېروتنو یا سکيم څخه ګڼل کیږي.
ون کواین په 2014 کال کې د روجا ایګناتووا لخوا پیل شو. دا پروژه د “بیټکوین وژونکي” په توګه وړاندې شوه او ادعا یې وکړه چې د بیټکوین لپاره به یو جدي سیال وي. پانګوالو ته وعده ورکړل شوه چې د ون کواین په “ماینینګ” کې به ګډون وکړي، خو په حقیقت کې داسې کوم سیستم موجود نه و.
د دې پروژې له لارې، ملیاردونه ډالر د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه راټول شول، په ځانګړي توګه له هغو هېوادونو څخه چې خلکو یې د ژر شتمن کېدو په هیله د کریپټوکرنسۍ نړۍ ته مخه کړې وه. خو په 2017 کال کې، کله چې په دې برخه کې څېړنې پیل شوې او ون کواین تر شک لاندې راغی.
د څېړنو په بهير کې، روجا ایګناتووا په 2017 کې وتښتېده او تر اوسه یې درک نشته چې له دې پېښې سره دا په ډاګه شوه چې دا یوه غلوونکې ډيجيټل پیسه ده. سره له دې چې روجا غيبه شوه خو بیا هم د هغې ورور کونستانتین ایګناتوف چې د روجا مرستیال و ددې پروژې مشری ته را وړاندې شو. کونستانتین ایګناتوف هم په 2019 کې په امریکا کې ونیول شو. د دې پېښې په پایله کې، زرګونه خلک د دې تېروتنې قرباني شول او خپلې سپماوې یې له لاسه ورکړې.
اوس مهال، په ګڼو هېوادونو کې د ون کواین په اړه قانوني دعوې روانې دي. دا پېښه د کریپټوکرنسي په نړۍ کې د یوې لویې تېروتنې په توګه پېژندل کیږي او اوس د کريپتو کرنسۍ په برخه کې د غولونکو کرنسیو په سر کې خلکو ته مثال ورکول کېږي.
په افغانستان کې اوس هم ځينې خلک د کريپو کرنسۍ په برخه کې دلچسپي لري نو ځکه مې غوره وګڼله چې په دې اړه درته دا یادونه وکړم چې د هر ډول پانګونې په اړه باید احتیاط وکړو، په ځانګړي توګه د هغو پروژو په اړه چې ډېرې ښې ښکاري او تاسې ته ډاډ درکوي چې په لږ زحمت یا پانګونې سره به شمتن شئ.
د کریپټوکرنسۍ نړۍ، سره له دې چې ډېر پرمختګ کړی، خو لا هم د ځینو خطرونو سره مخ کېدای شي. اړينه ده چې په دې برخه کې د پانګونې په اړه تل خپلې څېړنې په انګلیسي ژبه وکړي او په دې برخه کې د اقتصاد او پانګونې له مسلکي اشخاصو سره مشورې وکړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.