یاکوف ستالین او زموږ گاونډی ـ ښاغلی واگنر‎

ژباړه: بریال حبیبي

308
تازه د ایسین ښار ته راغلي وو.
زموږ د هستوګنې ودانۍ څلور پوړیزه ده او په ټوله کې پکښې د بېلابېلو ملیتونو او فرهنګونو څوارلس کورنۍ ژوند کوي؛ پینځه کورنۍ ترې آلمانۍ دي او پاتې نورې یې د ایران، ترکیې، اوکراین، کامرون، کوسوو او… .
ښاغلی واګنر چې آلماني الاصل دی، له خپلې مېرمنې سره په هغه پوړ کې اوسېږي، چېرته چې موږ هستوګن یو.
عمر یې ډېر، ونه یې لنډه او په بدن خوار دی؛ په تګ کې ستونزه لري او ښۍ پښه ورپسې داسې رااخلي، لکه مصنوعي چې وي؛
خو له دې ټولو سره سره ښاغلی واګنر پر تټر داسې روان وي، چې ته به فکر کوې تازه یې د ځوانۍ پر درشل قدم اېښی؛ د ښاغلي واګنر مخ او صورت ګونځې ګونځې او کله چې خبرې کوي، نو ته به وایې چې مصنوعي غاښونه به یې دغه دي، راولوېږي.
ښاغلی واګنر له هیڅ یوه ګاونډي سره نږدې اړیکې نه لري، د ډېرې ناستې پاستې والا سړی هم نه دی او له هیچا سره ډېرې خبرې نه کوي؛ کله چې له کوم ګاونډي سره مخ کېږي، یوازې (سهار پخیر!)، (ورځ پخیر!)، (شپه پخیر!)، (مهرباني!)، (هیله کوم!) او دا رنګه نورې کلیمې ترې اورو؛ خو د ښاغلي واګنر سپین سرې بیا دده برعکس ډېره مهربانه او له ټولو ګاونډیانو سره سلام علیک لري؛ په بدن کمزورې او نسبتاً لوړ قدې او له دغه بدن او قد سره یې سپین او سپوږمۍ ته ورته مخ بنیادم ته سمه دمه د بالټ نڅاګره وریادوي؛
چې خبرې کوي، ساه یې لنډه لنډه کېږي او له ستوني نه یې تر خولې پورې کلیمات په هغومره سختۍ رادرومي، چې ته به وایې هسې نه پر ژبه تر جاري کېدلو وړاندې یې زیاتې ساه ډوبه شي.
هېره مې نه شي چې د ایسین ښار کې زما کار، موټرواني ده؛ هو؛ د ټکسي موټروان یم یعني له هغو خلکو نه یم چې ټکسي مې خپله او چې کله مې زړه وي، کار راپیل او چې کله وغواړم، پای ته یې رسولی شم.
اوس ساعت، د سهار اته بجې دی؛ سباناری مې کړی او چمتو یم چې کار شروع کړم؛ بوټونه مې په پښو کوم، چې د دروازې زنګ اوچتېږي؛ ور خلاصوم او په ډېرې حیرانۍ ګورم چې ښاغلی واګنر د دروازې مخې ته ولاړ دی.
سلام اچوم او لکه خپله آلمانیان هغسې، له دې پرته چې ورته د راننوتلو ست وکړم، ترې پوښتم:
سهار پخیر، ښاغلی واګنر! مهرباني؟ ستاسو سره څه مرسته کولای شم؟
په زیږه غږ یې راته وویل:
وبخښئ، چې مزاحم مو شوم؛ سبا ماښام مې زوی له سوئیس نه راځي؛ ومې غوښتل پوه شم چې تاسو مې تر دوسیلدورف هوایي ډګره پورې وړلای او راوړلای شئ؟
وایم:
هو، البته؛ خامخا به ورشو؛ زوی به مو څو بجې هوایي ډګر ته راورسېږي؟
وایي:
د دوی الوتکه ماښام شپږ نیمې بجې هوایي ډګر ته رارسېږي؛ خو هیله ده لومړی راته دا ووایئ، چې څومره کرایه به رانه واخلئ؟
له ایسین نه تر هوایي ډګره او له هوایي ډګر نه تر ایسین پورې لومړی ورته معمولي کرایه او بیا ورته زما له خوا د ځانګړي تخفیف خبره کوم؛ په ښکاره د تګ راتګ کرایه ورمعلومېږي، زما په ویلي شوي مبلغ یې زړه لګي او دواړه د سبا ماښام لپاره ځله ژمنه کوو؛
له مننې وروسته خدای پاماني کوي او ځي.
له کومې ورځې نه چې مې د ښاغلي واګنر زوی له دوسیلدورف هوایي ډګر نه تر کوره پورې راوړی او دوې ورځې وروسته مې بېرته تر هماغه ځایه پورې رسولی، ښاغلی واګنر مې هم همېشنی گیراک شوی؛ دی چې کله ټکسي ته اړتیا لري، زموږ د دروازې زنګ ووهي؛ که زه په کور کې یم، نو هغه ورځ او ساعت راوښایي چې دده کار وي او که زه په کور کې نه وم، نو د تګ ورځ او ساعت پر یوه سپینه او پاکه ټوټه کاغذ لیکي او مېرمنې ته مې یې وسپاري.
اوس نو څو کالونه کېږي، چې ښاغلی واګنر زما ګیراک دی؛ اوس یو له بل سره ډېر بلد یو او له هماغه پخواني رسمي حالت نه هم راوتلی، چې هڅه به یې کوله په یو ډول نه یو ډول له نورو سره واټن ونیسي؛ خو له بده مرغه نن سبا ډېر ناروغ دی او میاشت وړاندې ورته ډاکټرانو ویلي:
سرطان يې دی.
ښاغلی واګنر اوس آن د پېرلو او تر ډاکټر و روغتون پورې د تللو او یا په لنډ ډول د هغه هر لوی او واړه کار لپاره د ټکسي غوښتنه کوي، چې له کور نه بهر وي؛ په څرنګوالي یې نه پوهېږم، خو پر دې پوهېږم چې پر ما خورا زیات باور لري او د هرې ورځې پر تېرېدلو سره یې دا باور لا نور هم ډېرېږي؛ هر ځلې چې ټکسي کې سپور شي او ترڅنګ مې کښېني، د زړه غوټه خلاصه او چې څومره یې وس وي، هغومره زړه تشوي.
نن سبا یې له خبرو نه دومره وپوهېدم، چې په دویمه نړیواله جګړه کې د آلماني اردو یو له هغو ځوانو افسرانو نه وو او هلته یې د استخباراتو څانګه کې دنده لرله؛ هغه څانګه کې، چېرته چې به د سرو پوځونو له نظامي اسیرانو نه تحقیقات کېدل.
د جګړې په اړه یې حیرانونکې کیسې لرلې؛ خو ځینې وختونه د خاطرو ویلو کې ناڅاپه سکوت کوي او خبرې نیمایي کې پرېږدي؛ لیاړې تېروي، وروسته سترګې پټوي او په ډېرې ستړیا سره سر پر څوکۍ ږدي؛ په دغسې حالتونو کې یې څېره داسې توره لمبه وخوري، لکه یو شي چې په درون کې چیچلی دی.
زه ډېر کله له دې پرته چې څه ووایم، یوازې خبرو ته یې غوږ وم؛ هڅه کوم، یو ښه غوږ نیونکی واوسم او په هیڅ وجه یې د خبرو په مېنځ کې ور ونه لوېږم؛ زما چوپتیا او هغه ذوق چې زه یې دده د خبرو د اورېدلو لپاره راڅرګندوم، دی نور هم په خبرو کولو راپاروي؛ خو ما تر اوسه پورې ورته نه دې وېلي، چې زه کیڼ اړخي فکرونه لرم؛ ډاډه یم، چې که چېرته نوموړی له هغه ټول باور سره سره چې پر ما یې پیدا کړی، وپوهېږي، چې زه یو کیڼ اړخی او کمونیست یم، نو د خپلو ډېرو خاطراتو له ویلو څخه به ډډه وکړي.
آخري ځلې یعني دغه دوه ـ درې ورځې وړاندې چې مې ډاکټر ته ور ووړ، برلین ته نږدې د زاکسن هاوزین د اجباري کار او په هامبورګ کې یې د جنګي اسیرانو د زندانونو په اړه راته معلومات راکړل او زیاته یې کړه چې:
څرنګه د شوروي اتحاد د رهبر ـ ستالین مشر زوی یاکوف جوګاشویلي، چې د ۹۱۴۱ زېږدیز کال د جنوري په ۱۶ نېټه د سمولنسک جبهه کې آلماني ځواکونو اسیر کړ، د دوی قرارګاه ته لېږدول شوی وو؟
دوې ـ درې ورځې کېږي، چې د ښاغلي واګنر حالت هيڅ ښه نه دی؛ سرطان یې شدت پیدا کړی او دده ناروغ بدن کې یې رېښې نورې هم اوږدې شوې؛ نن ورځ ماسپښین یوه بجه باید دی، ډاکټر ته یوسم؛ زموږ تر ترسره شوې ژمنې څو شېبې وړاندې ورپسې ورځم؛ ټکسي د ودانۍ دروازې ته نږدې ودروم، په لیفټ کې پورته کېږم او بیا د ښاغلي واګنر هستوګنځي ته ورځم؛ ده جامې اغوستې او چمتو دی؛ چې ما ویني، د راولاړېدلو هڅه کوي؛ لاس یې نیسم او مرسته ورسره کوم، چې په لیفټ کې راښکته شو.
د موټر د کلینر دروازه خلاصوم او مرسته ورسره کوم، چې کښېني؛ په بې حالۍ سره چپه پښه ټکسي کې ږدي او څوکۍ کې ځان اچوي؛ محافظتي کمربند یې تړم، موټر ته کښېنم او روانېږم؛ لا تر اوسه څو متره نه یم تللی، چې بېرته د څلورلارې سره څراغ ته درېږم؛ چې څنګه ودرېږم، مخ زما خوا ته رااړوي او په موسکا کولو، چې ډېره چټکۍ سره یې په الوتې څېره کې ورکېږي، وایي:
نن مې څو عکسونه راسره راواخیستل، ومې غوښتل تا ته یې در ښکاره کړم؛ ډېر کالونه یې کېږي، څلوېښت ـ پینځوس کاله؛ زاړه عکسونه دي… !
ښاغلي واګنر د څنک له جېب نه یو پاکټ راوکېښ، پاکټ خلاصوي، له هغه نه یو تور و سپین عکس راکاږي او ماته یې نیسي؛ لاس ور اوږدوم او رااخلم یې، دغه وخت کې څراغ زرغونېږي او مجبورېږم چې حرکت وکړم؛ په هر سره څراغ کې یو عکس راکوي، زه یې هم ګورم او بېرته یې ورته سپارم؛ عکسونه تر اوو ـ اتو ډېر نه دي.
له انځورونو نه یې په یوه کې یو دېرش ـ پینځه دېرش کلن په بدن برابر او ښایسته ځوان، چې نظامي لباس یې هم په تن دی او په څرګنده یې لاسونه تر شا تړلي، د دریو آلماني پوځیانو ترمېنځ لیدلی کېږي؛ تر هغوی لږ آخوا څو نور کسان په ملکي جامو کې ولاړ او په داسې حال کې چې لاسونه یې په تشو نیولي، په ډېرې حیرانۍ د هغوی ننداره کوي.
هغه ځوان چې نظامي لباس یې اغوستی او لاسونه یې شا ته تړلي شوي، راته ډېر آشنا معلومېږي، باید دا عکس مې کوم چېرته لیدلی وي؛ خو چې هر څومره فکر کوم، ذهن ته مې نه راځي چې څوک دی؟
عکس، ښاغلي واګنر ته ورکوم او هغه بل عکس راکوي؛ بیا هم هماغه ځوان دی، خو دا ځلې د څلورو نازي سرتېرو ترمېنځ او لاسونه یې هم خلاص کړلي شوي دي؛ تر شا یې څو کسه بیا هم ښکارېږي او په هماغسې حیرانۍ د هغوی ننداره کوي؛ پوښتم:
ښاغلی واګنر؛ دغه ځوان چې په دې مېنځ کې ولاړ دی، څوک دی؟
وایي:
یاکوف جوګاشویلي، د ستالین مشر زوی؛ پېژنئ یې؟
داسې ځان اچوم، چې ته به وایې چې دا نوم مې تر اوسه نه دی اورېدلی؛ وایم:
څوک؟ جوګاشویلي؟ نه، له بده مرغه؛ نه یې پېژنم! دا څوک دی؟
غواړي، څه ووایي، خو ټوخی یې نیسي؛ له څو پرلپسې ټوخیو وروسته چوپېږي، سینه صافوي او په نیمه خلاصو سترګو یوه نامعلوم ځای ته داسې ځیر کېږي، لکه په لرې افقونو کې چې یې څه شي پام ور اړولی وي؛ څو شېبې همداسې چوپتیا کې تېرېږي، بیا په ډېره آرامۍ مخ ما ته رااړوي او شونډې یې ښوري؛ ډېر ورو لکه له ځان سره چې خبرې کوي، وایي:
د ۱۹۴۱ کال د جولای په ۱۶مه یې خبر راکړ، چې ویتبسک ته نږدې د سمولنسک جبهه کې د شوروي پوځ ټانکیست افسران نیولي شوي؛ له نیولو شویو افسرانو نه په لومړنیو پوښتنو کروېږنو کې دا په ډاګه شوې وه، چې په دوی کې د ستالین مشر زوی ـ یاکوف جوګاشویلي هم دی؛ له مرکز نه امر وشو، چې هغه دې هر څومره ژر له جبهې نه وایستل شي؛ یاکوف ستالین د هامبورګ یوه زندان ته ولېږدول شو، څه موده هلته تر تحقیقاتو لاندې وو، بیا یې د لوبیک ښار یوه زندان ته یووړ؛ ډېرې پوښتنې کروېږنې ترې وشوې، خو خورا ټینګ و سرسخته سړی وو.
کله چې د یاکوف ستالین تحقیقات تمام شول، بیا یې برلین ته نږدې د زاکسن هاوزین زندان ته ولېږداوه؛ د زاکس هاوزین زندان یو له هغو لویو او مجهزو زاندانونو نه وو او خوا و شا ترې داسې اغزن سیمونه راچاپېره ول، چې برېښنا هم ورکړله شوې وه.
زاکسن هاوزین ته د یاکوف تر انتقال وروسته له روسانو سره اړیکه ونیوله شوه؛ آلمان ډېره هڅه وکړه، چې نوموړی له روسانو سره د آلمان د زنداني شوي ستر جنرال ـ فریدریک پایولوس پر ځای تبادله کړي؛ خو د ستالین له لوري د آلمان دا وړاندیز په ډېر قاطعیت رد شو او پیغام یې راولېږه چې:
د شوروي ټول سرتېري زما اولادونه دي، زه یو ساده سرتېری په یو جنرال نه بدلوم!
موږ آن کوښښ وکړ، چې نوموړی په شوروي کې د هیټلر د زنداني شوي خوریي ـ لیو رودولف سره تبادله کړو؛ خو ستالین بیا هم زموږ دا وړاندیز رد کړ؛ پلار او زوی ـ دواړه یو ډول سرسخته او نه تسلیمېدونکي انسانان ول.
جګړې همداسې دوام درلود او نږدې دوه کالونه کېدل چې د ستالین زوی ـ یاکوف له موږ سره اسیر وو؛ په وروستیو ورځو کې خورا ناآرامه او عصبي معلومېده، زندان کې به ګرځېده راګرځېده او سپکې و سپورې به یې ویلې، تر دې چې د ۱۹۴۳ کال د اپرېل په څوارلسمه خبر راورسېد، چې یاکوف ستالین د زاکسن هاوزین له ساتونکو نه د کنراد هارفیک په نوم د یوه سرتېري په ډزو وژل شوی دی؛ د چمتو شوي راپور پر بنسټ ویل کېدل، چې یاکوف د اغزنو سیمونو ترڅنګ بیا بیا قدم واهه؛ ساتونکو ګومان کړی وو، چې د تېښتې نقشه یې جوړه کړې؛ هغوی یې تر تعقیب لاندې نیسي، آن څو ځلې ورته سپارښتنې کوي چې له سیمونو نه رالرې شي…؛ همدغه وخت کې یاکوف ناڅاپه په ډېره غوسه یوه ساتونکي ته ور نارې کوي چې:
ډز وکړه، حرام زاده!
یاکوف دا وایي او د اغزنو سیمونو پر خوا منډه وراخلي؛ کنراد هارفیک چې له ده نه یې ډېر واټن نه درلود، سر یې په نخښه او ډز کوي… .
ښاغلی واګنر ژوره ساه راکاږي، وروسته چوپېږي؛ ښه اوږده چوپتیا؛ اندېښمنېږم، لږ را مخې ته کېږم او ورته ګورم؛ سترګې یې پټې کړې، سینه یې ډېره ورو ورو ښکته و پورته کېږي؛ له دې پرته چې څه ووایم، لارې ته مې دوام ورکوم.
د ډاکټر کتنځي ته رسېږم، موټر د کتنځي مخې ته ودروم؛ دی کتنځي ته بیایم او ژمنه ورسره کوم چې:
څنګه یې کار خلاص شي، زنګ وهي او زه ورپسې ورځم؛ له دوو ساعتونو وروسته زنګ وهل کېږي، له کتنځي څخه دی؛ خبر راکوي چې د ښاغلي واګنر کار خلاص شوی او چې هرڅومره ژر کېږي، باید تر کوره پورې یې ورسوم؛ پسې ورځم، ستړی معلومېږي، رنګ یې الوتی؛ مرسته ورسره کوم، چې له کتنځي نه راووزي؛ ورو او په ګڼلو شویو قدمونو تر موټره پورې ځو؛ په موټر راګرځو، د موټر دروازه ورته خلاصوم؛ د موټروان ترڅنګ څوکۍ کې کښېني، ځان اچوي، ژوره ساه راکاږي او د کمربند تر تړلو وروسته بیا سترګې پټوي.
د کور پر لور روان یو…؛ کور ته په رارسېدو کې یو، لکه نور کله موټر د ودانۍ دروازې ته نږدې دروم؛ دی تر خپل کوره پورې رسوم، د دروازې زنګ وهم، مېرمنه یې په ډېره خلاصه ټنډه دروازه راخلاصوي؛ ښاغلی واګنر یې مېرمنې ته سپارم، له دوی نه خدای پامانی اخلم او بیا مې په کار پسې ځم.
تر هغې چې مې وروستی مسافر تر کوره پورې رسوم، د شپې اته بجې شوې دي؛ کار پرېږدم او د کور پر لوري روانېږم؛ د شپې ناوخته کور ته رسېږم، ماشومان ویده شوي؛ غواړم د لاس او مخ وینځلو لپاره دستشویي ته ولاړ شم، چې مېرمنه مې وایي:
خبر شوې…؟
ـ په څه شي؟
ـ په ښاغلي واګنر؟
ـ نن مې پخپله ډاکټر ته وړی وو!
ـ هو، پوهېږم؛ خو تا چې کله کور ته راووړ او ترې ولاړې، دوه ساعته وروسته یې حالت بېخي خراب شو، امبولاس یې راوغوښت، اوس په روغتون کې دی!
وایم:
نو خو درځه، چې په مېرمن واګنر پوښتنه وکړو، چې اوس څنګه دی؟
وایي:
تر اوسه لا له روغتون نه نه دي راغلي!
په سبا سهار د ښاغلي واګنر، مېرمن وینم؛ کله چې د ښاغلي واګنر احوال ترې پوښتم، په خورا غمجنه څېره، بې روحه سترګو او په داسې حال کې چې په آرامي پخپلو اوږدو او ظریفو ګوتو لوبې کوي، وایي چې:
تېره شپه یې خاوند په روغتون کې وفات شوی دی…!
مېرمن واګنر ته تسلیت ورکوم او خدای پاماني ترې رااخلم؛ په نه زړه ټکسي کې سپرېږم او کار را پیلوم؛ د ټکسیو تم ځای کې کلیزه رااړوم، تر څو د ښاغلي واګنر د مړینې ورځ یادداښت کړم؛ چې سترګې مې په پروني تاریخ نښلي، له حیرانۍ نه مې خوله خلاصه پاتې کېږي…؛ عجیبه جالب تصادف دی؟
د اپرېل څوارلسمه… د یاکوف ستالین د مړینې ورځ!
پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.