په ایران کې له افغان کډوالو سره د حکومت او خلکو چلند ناورین وبلل شو

115
ايران کې افغان کډوال

د ایران د بشري حقونو سازمان هه‌نګاو په ایران کې له افغان کډوالو او حتي هغو ایرانیانو سره چې افغاني سابقه لري، چلند ناورین وباله او له افغان کډوالو سره یې د حکومت او خلکو د توکمپالنې په وړاندې خبرداری ورکړ.

هه‌نګاو پرون دوشنبې په یوه راپور کې د ایران په اسلامی جمهوریت کې د انتخاباتو په اړوندو بحثونو کې د افغان کډوالو د شړلو له بحث څخه نیولې په ټولنیزو رسنیو کې د افغان کډوالو د شړلو تر غوښتنې پورې مواردو ته اشاره کړې او ویلي چې په وروستیو میاشتو کې په ایران کې د حکومت او ټولنې له لوري د افغانانو ضد توکمپالنه اوج ته رسېدلې.

د هه‌‌نګاو د احصایې له مخې، په تېرو اوو میاشتو کې لږ تر لږه ۲۵ افغان بندیان د ایران په زندانونو کې اعدام شوي دي.

په ایران کې د اعدام پړی یا زندۍ
په ایران کې د اعدام پړی یا زندۍ

تر دې یوه ورځ وړاندې، د یکشنبې په ورځ په ناروې کې دېره د ایران د بشري حقونو سازمان وویل چې ایران په تېرو اوو میاشتو کې شل تنه افغانان په بېلابېلو تورونو اعدام کړي دي.

دغه سازمان ویلي چې په دې موده کې لږ تر لږه ۳۰۰ کسان د ایران په زندانونو کې اعدام شوي دي.

په دوی کې ۱۵ ښځې، ۴۲ بلوڅان، ۲۰ کردان او ۲۰ افغان اتباع وو.

راپور ښیې چې له ۳۰۰ اعدامونو څخه ۱۷۲ یې د مخدره توکو په جرمونو پورې تړاو لري.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پخوانی استاد او د حقوقي چارو متخصص پوهاند نصرالله ستانکزی وايي، په ایران کې افغانان د نړیوالو منل شویو حقوقو او د دوه اړخیزو تعهداتو خلاف اعدامېږي.

ستانکزي ازادي راډیو ته وویل: “هغه نړیوال ستندردونه یا د عادلانه محاکمې موازین چې ایران یې هم د ملګروملتو د غړي هیواد په توګه مني، د افغان مجرمینو په تېره بیا د اعدامیانو په هکله نه دي رعایت شوي، له بلې خوا هغه قونسلي اړیکې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته او د قونسلي اړیکو د ۱۹۶۳ کال د کنوانسیون له مخې ایراني مقامات باید په ټولو حالاتو کې د مجرمینو وضعیت مربوطو قونسلګریو ته اعلان کړي، خو متاسفانه د دې څرک نه لګېږي. همدارنګه د ملګروملتو د اتم پرېکړه‌لیک چې په ۲۰۲۰ کال کې تصویب شو او د اعدام په هکله موضوعات پکې راغلي، له هغه نه هم ایراني مقاماتو سرغړونه کړې ده.”

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پخوانی استاد او د حقوقي چارو متخصص پوهاند نصرالله ستانکزی
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پخوانی استاد او د حقوقي چارو متخصص پوهاند نصرالله ستانکزی

پوهاند ستانکزي همداراز وویل چې پر یادو ستونزو سربېره د ایران له لوري د افغانانو په اعدامونو کې بله ستونزه دا ده چې افغانستان او ایران په خپل منځ کې د مجرمانو د استرداد موافقه لري چې ایراني چارواکو دا مسله له پامه غورځولې ده.

ده په عین حال کې د افغانستان تېر حکومت او د طالبانو حکومت دې مسلې ته پر پام نه کولو ملامت وبلل.

هه‌نګاو ویلي افغان کډوال په ایران کې له څو لسیزو ژوند او کار کولو سره سره، د استوګنې معتبر کارتونه نه لري او اجازه نه ورکول کېږي چې د ایران په ۱۶ ولایتونو کې واوسي او له تهران، البرز او قم ولایتونو پرته یوازې په ځینو ولسوالیو کې د اوسېدو اجازه لري چې دې کار په ایران کې د اپارتاید وضعیت ته ورته حالت رامنځته کړی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.