فضا تړلې ده له سترګو روښنايې تښتوی

هاجره حرکت

144
تا  چې زموږ ځـوان ارمانونه د ژونـدون قـربان کړل
کـونـډې پـر اوښـکو لژند، دا خپل بچي يـتـيمـان کـړل
پر خپلـه خـاوره، مور مقام ته دوه لاسـي کـړو سـلام
تاريـخ پـرې ويـاړې چې رالـوي اتـلان ځوانـان کړل
هر هېواد وال زړه کې له درده يو جـټکه پورته شـوه
ساقي توبه کړه، ميخانـه کې يې مات ټـول خمان کړل
زلـمـي او پـيــغــلې د ایـوب او مــلالــۍ  پـر لار  ځــی
یووالي لور تـه چـې يـون وکـړ، هغوي يـې روان کړل
زمـوږ د غـرونـو لـوړ سـرونـه تـرابـان ديــو څـــاري
لار د خلاصون هله مونده شی که يې پوه پرځان کړل
د ګـيلـه مـن شـهيـد سـره ويـنـه غـورزنـګونـه وهـــي
بابـیـزه مه ګنئ، اسمان او زمکه يې سـم لړزان کـړل
موږ لـه ګـودره راستـنې وو پـرمخـتـګ پـر هــيــله
ښوونځي  وتـړل شاتـګ يـې نـړيـوال حـيران کـړل
هـوډ مـو وو دا چـې قـلـم اخـلـو او تـيـارې رڼـــوو
خبرې نه وو چې واکدار مو بې سـواد مشران کړل
کور کې مو پلار او مور ته ژاړو، يوو تیارو کې پاتې
واکدار مو شاته تمبوي، زړونه يې خپل بې ايمان کړل
دا څـه خـيـرات نـه دی ظــالـمـه اسـلام حــق راکــړی
څوک چې له حقه منکريږی خداي(ج) کورونه وران کړل
هـېـواد ساتـنــې تــه  نــړۍ  لـــري  د عــلـم اړتــيــا
په پرمختګ سـره يې پيغلې ځـوانان ټــول ودان کړل

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.