د ماشومانو د ساتنې اداره (Save the Children) پرد اقلیم د بدلون د اغیزو په اړه په یو تازه راپور کې ویلي چې په دغه هیواد کې د روان ۲۰۲۴ کال شپږو میاشتو کې د هغو کسانو شمیر چې د اقلیم د اغیزو اوړند پیښوڅخه زیانمن شوي د تیر کال د ۱۲ میاشتو پرتله زیات دی.
ددغې ادارې له خوا په یو راپور کې چې د سه شنبې په ورځ اګست شپږم ( زمري ۱۶) خپور شوی ويلي چې د روان کال په شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د اقلیم د بدلون د اغیزو اړوند پیښو له امله ۳۸ زره کسان خپلو کورونو او سیمو څخه بې ځایه شوي دي.
د ماشومانو د ساتنې د ادارې شمیرې ښيي چې د تیر ۲۰۲۳ کال په ۱۲ میاشتو کې په افغانستان کې د اقلیم د بدلون د پیښو څخه له ۳۷ زرو تنو څخه یو څه زیات کسان خپلوکورونو او سیمو پریښودلو ته اړ شوي وو.
په دې راپور کې ویل شوي: ” د داخلي ځاې پر ځای کیدو د څارنې د مرکز د معلوماتو ارزونه ښيي چې روان کال په لومړۍ نیمايي کې ځای پرځای کیدل د وچکالۍ، لوړ حرارت، سیلابونو، د ځمکې ښوویېدنې، برف کوچونو او توپانونو له امله د تیرټول کال پرتله زیات وو”.
د ماشومانو د ساتنې ادارې د راپور پر اساس په روان کال کې له خپلو مینو د بې ځایه شویو افغانانو ۵۰ فیصده یې ماشومان دي.
دغې ادارې ویلي چې د ۲۰۲۳ کال په پاې کې په افغانستان کې د اقلیم د بدلون د اغیزو څخه د ۷۴۷ زره ماشومان بې کوره شوي وو چې دا شمیر په نړۍ کې د اقلیم د اغیزو څخه د زیامن شویو ماشومانو تر ټولو لوړ شمیر وو.
ملګرو ملتونو ویلي چې په ۲۰۲۲ کال کې د کورونو څخه د افغانانو د بې ځایه کیدو اصلي دلیل وچکالي وه، چې د هرو اوو افغانانو څخه یو یې د اوږدې مودې له کوره د بې ځایه کیدو سره مخ کړی دی چې افغانستان د اسیا په جنوب کې ترټولو لوی شمیر بې ځایه شوي کسان لري او دا هیواد په کور دننه د بې ځایه شویو د شمیر له پلوه په نړۍ کې دوېیم هیواد دی.
د ماشومانو د ساتنې ادارې ویلي چې افغانستان د نړۍ په هغو لسو هیوادونو کې شامل دی چې د اقلیم د ډیرو سختو اغیزو سره مخ دی او ددغو اغیزو د کمیدو لپاره لازم چمتوالی هم نلري.
د ملګرو ملتونو شمیرې ښيي چې په افغانستان کې د اقلیم د بدلون د اغیزو او د خوراکي توکو د لوړو بیو د ټکانونو له امله د هرو دریو تنو څخه یو تن په بحراني کچه د لوږې سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو د وینا پراساس د افغانستان د ۳۴ ولایتونو څخه ۲۵ یې د وچکالۍ د سختو اغیزو سره مخ دي چې له امله یې ددغه هیواد تر ۵۰ فیصدو پورې وګړي زیانمن کړي دي.
د ماشومانو د ساتنې ادارې د افغانستان د دفتر رئیس ارشاد ملک په دې اړه ویلي: ” افغانستان کې د اقلیم بحران انساني بحران رامنځ ته کیدو ته لمن وهي. خلک خپلو کورونو پریښودلو ته اړ باسي، د اوبو زیرمنې له منځه وړي او ښوونځیو ته د ماشومانو د تللو مخه نیسی. د ماشومانو ژوند بدلوي. په افغانستان کې د ۶۰ کلنو د عمر لرونکو کسانو پرتله نوي زیږیدلي ماشومان به په خپل ژوند کې۵.۳ برابره د وچکالۍ سره مخ شي”.
د ښاغلي ملک د وینا له مخې افغانستان د موسم اوهوا د سختو پیښو د فریکونسۍ د خبرداري تر کچې شاهد دی، لکه چې په روان کال کې زرګونه کسان نه یوازې د وچکالۍ له امله بلکې د سیلابونو له امله هم خپلو مینو پریښودلو ته اړ شوي دي.
د ماشومانو د ساتنې ادارې د افغانستان د دفتر رئیس اندیښنه ښودلې چې د اقلیم د بدلون بحران د افغانانو معیشت له منځه وړي.
هغه ټینګار کړی چې د اقلیم د بدلون د اغیزو سره مطابقت او پر وړاندې یې چمتوالی باید چې په لومړیتوبونو کې ځای ولري او حتی چې د بودیجې د کمبود پرمهال هم دا مسله له پامه ونه غورځول شي.
هغه ویلي: ” درې کاله کیږي چې نړیوالې مستقیمې مرستې چې د داخلي ناخالص تولید ۴۰ فیصده وې او تر ۸۰ فیصده پورې یې عمومي مصارف تامینول پر[افغانستان] باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته کمې شوې. درې کاله له هغه وخت څخه [تیریږي]چې دا هیواد د مرستو د زیات کمښت سره مخ شوی. ددې تمه نشي کیدلی چې بشرپاله سازمانونه په یوازې سر دا تشه / کسر له منځه یوسي”.
دا راپور په داسې حال کې خپور شوی چې تازه د افغانستان په جنوب د زابل په ولایت کې سیلانونو د لس کسانو ژوند اخیستی دی.
د روان ۲۰۲۴ کال د اپریل او مې په میاشتو کې د افغانستان په شاوخوا ۲۵ ولایتونو کې سیلابونو په لسګونو کسان مړه کړي او سلګونو نور یې ټپیان او خپل کورونو او سیمو بې ځایه کړي دي.دغو سیلابونو تر ډیر ځاني او مالي تلفات په بغلان، بدخشان، تخار، غور، ننگرهار او هرات ولایتونوخلکو ته اړولي وو.
سویس کې میشت د “اې سي اې پي ایس” په نوم اضطراري او پیچلو بحراني شرایطو کې بشري اړتیاو د ارزونې یو بنسټ افغانستان کې اقلیم د بدلون اغیزو په اړه د جولاۍ ۳۱ ( زمري لسم) یو راپور کې نورمال حالت څخه د حرارت درجې پورته کیدل او ګرمۍ څپې، یخونو ویلې کیدل، وچکالي،سیلابونه او ځمکې ښویېدل دغه هیواد کې اقلیم بدلون د اصلي خطرونو په توګه ښودلي دي.
امریکا غږ
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.