غزل

عبدالهادي هادي

200

سخته مرحله وه عجیبه راباندې تیره شوه
یاره د جنون یوه څپه راباندې تیره شوه

موږ ایله همزولي هدیرو ته بدرګه کړلو
ټوله زندګي وه همدغه راباندې تیره شوه

شور وو، لیونتوب وو، د چا سترګو نه مو ځار کړله
لاړله ځواني لکه نیشه راباندې تیره شوه

خوب مې لید، خپه وې، ستا له سترګو نه لویدلی وم
ګرده شپه په تبه او خوله راباندې تیره شوه

زما د انزوا په دې تیاره برهوت کې څرنګه؟
ستا د تن خوشبو لکه وږمه راباندې تیره شوه

چا په بڼو ویشتی وم، زخمي وم، د چا ښکار ومه
مرګ ته مخامخ وم حادثه راباندې تیره شوه

ستا د خوږو سترګو په دیدن پابندي ګرانه وه
نن خو د قیامت د اور لمبه راباندې تیره شوه

لا دې هم هادي د التفات په تمه ژوند کوي
ګوره د کلونو شوګیره راباندې تیره شوه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.