د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له افغانستان څخه بهر د داعش د بریدونو خطر د موجودیت د خبرداري په اړه د ملګرو ملتونو د یو چارواکي څرګندونو ته په غبرګون ویلي چې په دغه هیواد کې د داعش د پراخ موجودیت او په ګواښونو د بدلیدو په تړاو د لودیځو هېوادونو او سازمانونو اندیښنې بې ځایه او پروپاګند آمیزه دي.
ذبیح الله مجاهد د جمعې د ورځې ناوخته اګست نهم ( زمري ۱۹) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د طالبانو امنیتي ځواکونوپه افغانستان کې د داعش د پدیدې په وړاندې جدي مبارزه کړی او دا ډله یې سخته ځپلې ده.
هغه لیکلي :” په افغانستان د موجود امنیت، ثبات او د قوي امنیتي ځواکونو په موجودیت کې بیا هم د داعش او یا نورو ډلو د شتون او فعالیت په اړه تشویشونه ښکاره کول د هغو ډلو لپاره کمپاین دی چې باید ودرول شي او د عامه اذهانو د تخریب او مغشوشتیا هڅه ونشي”.
له ترهګرۍ سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د څانګې مشر ولادیمیر ورونکوف د پنجشنبې په ورځ اګست اتمه (زمری۱۸) خبرداری ورکړ چې د اسلامي دولت د خراسان څانګې داعش ډله، چې په افغانستان کې فعاله ده له دغه هیواد څخه بهر د بریدونو خطر موجود دی.
ولادیمیر ورونکوف وویل: “د داعش-خراسان څانګې په تېرو شپږو میاشتو کې د افغانانو او مرکزي اسیا د وګړو په ملاتړ خپل مالي او لوژیستیکي توان زیات کړی دی.”
نوموړي زیاته کړه: “دغې ډلې همدغه راز د ځواک (جنګیالیو) جذبولو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي دي.”
ورونکوف د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوې غونډې کې وویل چې لا هم په افغانستان کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو فعالیتونه “یوه جدي اندېښنه” ده.
هغه وویل: “باید متحد شو او پرېنږدو چې افغانستان بیا د ترهګرو په ځالې بدل شي.”
نوموړي د افغانستان له ګاونډیانو څخه وغوښتل چې د داعش- خراسان له لوري پیدا کېدونکی ګواښ کنترول کړي او د زیاتېدو مخه یې ونیسي.
خو ذبیح الله مجاهد ویلي چې د افغانستان ټوله جغرافیه د طالبانو حکومت تر کلک کنټرول لاندې ده چې له امله یې هیڅ خپل سرې کورني او بهرنۍ ډلې د فعالیت مجال نه لري.
هغه ویلي:” اسلامي امارت [ طالبانو حکومت ] چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد د امنیت په ضد وکاروي او یا چاته له افغانستان څخه تهدید پیښ شي”.
له ترهګرۍ سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د ادارې مشر همدغه راز خبرداری ورکړ چې د افریقا ځینې برخې د داعش د فعالیتونو مرکزونه دي او ورسره په لویدیځې افریقا او ساحل کې بې ثباتي زیاته شوې ده.
نوموړي وویل چې د داعش سیمه ایزې څانګې په افریقا کې د خپلو عملیاتو سیمې پراخې او همغږې کړي دي.
ورونکوف خبرداری ورکړ: “که دا ډلې په شمالي ساحل کې خپل نفوذ زیات کړي، له مالي څخه نیولې تر نایجریا پورې به یې ډېرې سیمې تر اغیزناک کنترول لاندې راشي.”
نوموړي وویل چې دا ډلې همدغه راز د کانګو په جمهوریت، د موزامبیق په شمال او سومالیا کې ګواښ دي.
ورونکوف وویل: “د داعش-خراسان څانګې ګواښ په اروپا کې د ګواښ د کچې د زیاتوالي لامل شوی. دا ډله د دغې وچې لپاره تر ټولو لوی بهرنی ترهګریز ګواښ ګڼل کېږي.”
له ترهګرۍ سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د ادارې ددغه چارواکي د څرګندونو دمخه د جولاۍ په ۳۱ د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش په یو راپور کې ویلي وو چې د داعش او له هغه سره د تړلو ډلو ګواښونه “په خپل حال پاتې او د ترهګرۍ د پرلپسې مبارزې سره سره داعش او ورسره نورې تړلې ډلې خپلې ودې او پراختیا ته دوام” ورکوي.
په دغه راپور کې ویل شوي دي چې د تېرکال د جنورۍ په میاشت کې د ایران په کرمان کې او د مارچ په میاشت کې په مسکو کې د کانسرت په یو تالار کې د داعش له بریدونو ښکاري او ویل کېږي چې د دې ډلې مرکز”په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې خپلو غړو ته لارښوونه کړې چې له هېواد (افغانستان) څخه د باندې بریدونه” وکړي.
ازادی رادیو
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.