منظور پښتین له ټولو پښتنو د یووالی غوښتنه وکړه

203
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين پخپل پيغام کې يو ځل بيا له ټولو پښتنو وغوښتل چې د قومي عدالت جرګې بريالي کېدو لپاره خپل اتحاد وساتي او په وينا يې، د دښمن ټولو هغو دسيسو ته متوجه اوسي چې غواړي پښتانه مشران او کشران سره جلا کړي او په يو او بل نوم يې سره وښکنځي.
منظور پښتين وويل، د خپل حق غوښتلو لپاره د پښتون قوم غږ او هڅې د اسلام مبارک دين امر دی او پښتانه د اسلام مبارک دين د اصل پر اساس د تعصب خلاف دي او د بلوڅانو او سنديانو په ګډون له ټولو هغو قومونو سره ولاړ دي، چې د تاريخ په اوږدو کې پرې ظلم شوی او د جابرانو له لوري يې حقونه تروړل شوي دي.
ښاغلي پښتين د اتمانزي قومي جرګې، د قبايلو مشترکې جرګې، د خېبر قبيلو او نورو جرګو او جوړښتونو ترڅنګ له ټولو عوامو پښتنو څخه مننه وکړه چې په يوه غږ يې د قومي عدالت جرګې ملاتړ کړی او د اتحاد لپاره بايد ټول اړخونه هغه که د هر سياسي ګوند او نظريې خلک وي، بايد سره يو شي: «قوم له يو لوی امتحان سره مخ دی، پوره احتياط وکړئ، يو بل مه ښکنځئ، ستړیا مه منئ او خپل ملي مسوولیت ترسره کړئ.»
نوموړي زياته کړه، د تحريک ملګري کار کوي چې په تېره جګړه کې په هر کلي او کور کې پښتنو ته د اوښتو ځاني او مالي زيانونو دقيق ارقام سره راټول او ټولې نړۍ ته يې وښيي.
په پای کې منظور پښتين وويل، د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو په غوره ډول د خپل دې لوی مسووليت ترسره کولو لپاره ګڼ شهيدان ورکړي او د علي وزير او د غورځنګ د نورو غړو په ګډون ګڼ شمېر همدا اوس په زندانونو کې پراته دي، خو موږ به کله هم له خپلې مبارزې پر شا نشو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.