د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي چې اوس مهال له ۱۶ زرو څخه زیات افغانان په دوو ګاونډیو او یو شمیر عربي هیوادونو په زندانونو کې بندیان دي.
ددغه وزارت د پلان او پالیسۍ رئیس محمودالحق احدي د یکشنبې په ورځ اګست ۱۱ (زمري ۲۱) د طالبانو د حکومت له خوا د رسنیو له لارې ملت ته د حساب ورکولو د پروګرام په لړ کې خبریالانو ته وویل چې په تیر یو کال کې د کډوالو اوستنیدونکو د چارو وزارت د نورو ادارو په ملتیا په دې توانیدلی چې پنځه زره او ۷۶۶ افغان کډوال د ترکیې او پاکستان له زندانونو خوشې او افغانستان ته ستانه کړي.
همداشان محمودالحق احدي وویل چې له څلور زرو څخه زیات افغان بندیان د هغوی نسبتي دوسیو سره د ایران له زندانونو د طالبانو حکومت ته سپارل شوي او له دغه هیواد څخه د نورو افغان بندیانو د انتقالیدو هڅې روانې دي.
هغه وویل: “په پاکستان کې شاوخوا ۷۵۰۰ بندیان لرو، په ایران کې اوس مهال څلور زره بندیان لرو، په تیر یو کال کې نږدې ۴۰۰۰ بندیان له ایران څخه انتقال شوي او یو شمیر يې خوشې شوي دي او د څلورو زرو بندیانو دوسیې افغانستان ته انتقال شوي دي”.
د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت ددغه چارواکي د څرګندونو دمخه ددغه حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د تیرې سه شنبې په ورځ له ایران غوښتي وو چې د اعدام په سزا د محکومو بندیانو په ګډون دې ټول افغان بندیان افغانستان ته وسپاري.
د ایران او افغانستان ترمنځ د بندیانو د سپارلو یو تړون د پخواني جمهوري رژیم پرمهال لاسلیک شوی چې د جمهوري رژیم د ړنګیدو وروسته هم ایران افغانستان ته د افغان بندیانو سپارلو ته دوام ورکړی دی.
همداشان د ایران او د طالبانو د حکومتونو ترمنځ د هغو افغانانو د برخلیک په اړه هم خبرې شوي چې د ایران په زندانونو کې د اعدام د سزا سره مخ دي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د شمیرنو له مخې د ایران په زندانونو کې شاوخوا ۲۰۰ افغانان د اعدام د سزا سره مخ دي. همداشان دغه وزارت ویلي وو چې د ایران حکومت سره دې موافقې ته رسیدلی چې دغو افغان بندیانو باندې د اعدام سزا تطبیق نشي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت او د قضایه قوې چارواکو د جولاۍ ۱۴ (چنګاښ ۲۴) ویلي وو چې اوس مهال ددغه هیواد په زندانونو کې د مختلفو جرمنو ترسره کولو له امله ۵۳۹۹ تنه افغانان بندیان دي.
خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ددغو څرګندونو سره سره د ایران د بشري حقونو یو سازمان تازه ویلي چې د ایران په زندانونو کې په تیرو شپږو میاشتو کې ۲۰ افغان بندیان اعدام شوي دي.
دغه سازمان چې مرکز یې په ناروې کې دی تیره اونۍ هم د ایران په زندانونو کې د دوو نورو افغانانو د اعدام خبر ورکړی دی. طالبانو حکومت لا ددغو اعدام شویو افغان بندیانو په تړاو خپرو شویو رپوټونو ته لا غبرګون نه دی ښودلی.
په عین وخت کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت شمیرنې ښيي چې شاوخوا ۴۶۶۴ افغانان د سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو او نورو عربي هیوادونو په زتدانونو کې پراته دي.
ددغه وزارت د پلان او پالیسۍ رئیس محمودالحق احدي خبریالانو ته وویل چې په تیرو دوو کلنو کې تر ۶۰۰ پورې افغان بندیان ددغو هیوادونو له زندانونو خوشې شوي او د پاتې نورو خوشې کیدو لپاره هڅې روانې دي. دغه وزارت وايي چې دا شمیر افغان بندیان د مختلفو جرمونوترسره کولو له امله په دغو هیوادونو کې بندیان دي.
ازادی رادیو
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.