د عکس سرچینه،Manzoor Ahmad Pashteen
د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا د اعلان شوې (د پښتنو عدالت په نوم قومي جرګې) پیل ته پوره دوې میاشتې پاتې دي، په ورته مهال د دغه غورځنګ مشر منظور احمد پښتین ویلي چې د جرګې جوړولو بنسټیز کارونه بشپړ شوي دي.
منظور پښتین د خپلو ټولنیزو رسنیو پاڼو له لارې په یوه توضیحي وینا کې دا د پښتنو “تاریخي جرګه” بللې او په وینا یې دا جرګه به د اکتوبر په ۱۱مه د دریو ورځو لپاره جوړېږي.
نوموړې اعلان وکړ چې د دغې جرګې په وخت او ځای ځایګي هم سلا شوي خو دا یې و نه ویل چې د پښتنو دا جرګه به چېرې جوړېږي؟
پښتون ژغورنې غورځنګ ویلي، له دې وروسته د ځينو معلوماتو د راټولولو او خلکو د رابللو لړۍ پیلوي.
په جرګه کې څوک ګډون کوي؟
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د لومړي ځل لپاره تېره جولای میاشت کې د دغه غورځنګ د یوه مخکښ فعال ګیله من وزیر د جنازې په مراسمو کې اعلان وکړ چې د پښتنو پر وضعیت “یوه ستره ولسي جرګه” رابولي.
له دغه اعلان وروسته پر ټولنیزو رسنیو هم د دغې جرګې په اړه ډېر څه ښکته پورته کېږي او یو شمېر قومي جوړښتونو او د فعالانو ټولنو د دغه غږ هر کلی کړی دی.
منظور پښتین وايي ”په دغې جرګه کې څوک میلمانه نشته او ټول ګډونوال په ګډه کوربانه دي او هره پرېکړه به د خلکو په خوښه کېږي.”
ښاغلي پښتین ویلي له استثنا پرته ټولو مذهبي، قومي سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو ته ورځي او دوی ته نه یوازې بلنه ورکوي، بلکې په ټينګه ورڅخه غواړي چې په جرګه کې ګډون وکړي.
همدا راز ویل کېږي پښتون مېشتو هرې ولسوالۍ او هر کلي ته به هم پلاوي ځي چې خلک جرګه کې ګډون ته راوبولي.
دغې جرګه کې د ګډونوالو ټول شمېر نه دی معلوم خو منظور پښتین تازه ویلي چې تمه ده له هرې ولسوالۍ له ۴۰۰ تر ۵۰۰ د بېلابېلو برخو استازي پکې ګډون وکړي.
“پښتنو ته د اوښتو زیانونو کره معلومات جمع کوو”
د بېلابېلو قشرونو د را بللو تر څنګ منظور پښتین اعلان کړی چې سر له ننه به ټولو پښتون مېشتو سیمو ته د کره شمېرو ټولولو ځانګړې فورمې لېږي.
د ښاغلي پښتین په ټکو هڅه کوي چې “په پښتنو د تپل شوې جګړې” له کبله دوی ته د اوښتو هر ډول زیانونو کره حساب (ډېټا) را جمع او بیا یې د جرګې پر ورځ تر ګډونوالو ورسوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي له دې جرګې باید ”قومي عدالت” ته یوه زمینه برابره شي داسې چې پرېکړې به یې ولسي بنسټ ولري.
بی بی سی پښتو
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.