
د عکس سرچینه،Getty Images
په اوسلو پوهنتون کې د سکاندینیویا د ادبیاتو پروفیسره الیزابت اکسفلد په وینا، ډېر نارویژیان د نړۍ د نورو برخو د وګړو پرتله چې “سخت او دردناک” ژوند لري ځانونه د لوړ معیار ژوند او ډېرې شتمنۍ د لرلو له امله “ګنهګار” او “مجرم” احساسوي.
ناروې د نړۍ یو له بډایه هېوادونو دی او نړۍ کې له روسیې وروسته د تېلو تر ټولو ډېرې زېرمې لري.
د دغه هېواد د حکومتي پانګونې اصلي صندوق د “تېلو زېزمې” په نوم هم یادېږي، چې د ۱،۷ تریلیون ډالرو په ارزښت زېرمې لري.
که د ناروې اقتصادي ځواک د هر وګړي په حساب اندازه شي، د دې هېواد سوکالي او ارامتیا د انګلنډ پرتله دوه برابره او ان د امریکا پرتله هم ډېره ده، ځکه چې د دې هېواد د وګړو شمېر یوازې پنځه نیم میلیونه دی.
پروفیسره اکسفلد په مسلکي توګه د ټولنې پر کلتور د سکاندینیویا فلمونو، کتابونو، ادبیاتو او تلویزیوني خپرونو اغېزې مطالعه کوي او باور لري چې د دې بډایه خلکو دا د “ګناه احساس” مخ په ډېرېدو دی.

د عکس سرچینه،Getty Images
د ناروې ځینو تلویزیوني سریالونو کې د هغو بډایه او هوسا خلکو ژوند ته شاره شوې چې د کډوالو کارګرانو پر خدمتونو تکیه دي چې د ټولنې تر ټولو ټیټه طبقه وګړي دي. یا هغه ښځې چې په کم معاش او امتیاز د ماشومانو د ساتلو لپاره د یوه بې زوله هېوادونو ښځې ګوماري او پخپله کار کوي او نارینه و سره برابر ښه موقف او دنده لري.
اغلې اکسفلد وايي: “د دې نښو په لیدو زه پوه شوم چې د نورو د رنځ او درد پر وړاندې د خوښۍ او نیکمرغۍ دا احساس د شرم او ګناه لامل کېږي. دا احساس خو په ټولو کې نه ولې ډېرو کې شته.”
د “نړۍ د نېکمرغۍ رپوټ” د شمېرو له مخې ناروې وګړي د نړۍ یو تر ټولو خوښ او نیکمرغه وګړي دي او اوس هم د نړۍ په اوو خوشاله هېوادونو کې ځای لري.
د ناروې د تېلو د صادراتو له درکه ترلاسه شوي عاید په ۲۰۲۲ کال کې د روسیې او اوکرایین له جګړې وروسته لوړ شول. منتقدینو ادعا کړې وه چې دا هېواد له جګړې ګټه پورته کوي، یا لږ تر لږه د جګړې قربانیانو سه د مرستې لپاره د بسپنې چمتو کولو کې پاتې راغلی.
ناروې تل د خپل هېواد د شتمنۍ ډېرولو لپاره سمندرونو ته سترګې نیولې دي. له پیړیو راهیسې د خوړو، انرژۍ کار او شتمنیو ځای یادېږي.
د ۱۹۶۰ لیسزې په وروستیو کې د تیلو او ګازو د دغه نسبتا وروسته پاتې هېواد شتمنۍ پام وړ زیاتوالي کې مرسته وکړه.
ناورې همدا راز له هېواده بهر د بشري مرستو په برابرولو کې هم خورا لویه برخه لري.
بی بی سی/ پښتو
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.