ذبیح الله مجاهد: ننګرهار کې د پاکستاني جټ الوتکو د بمبار په اړه تحقیقات کوو

147
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د ننګرهار په باسول کې د پاکستاني جيټ الوتکو د بمبار او د کونړ پر فضا د دورو وهلو په اړه آريانا نيوز ته ويلي، په دې تړاو تحقيقات کوو او تر اوسه تثبيت شوې نه ده چې دا دې پاکستاني الوتکې وي.
نوموړي ويلي: «که د پاکستاني الوتکو غږ اورېدل شوی هم وي، تر اوسه تثبيت شوې نه دي. موږ په دې اړه تحقيقات کوو او په جدي ډول يې مخه نيسو.»
په ورته مهال نوموړي د افغانستان پر فضا د امريکايي بې پيلوټه الوتکو ګزمې غندلي او وايي، موږ يې څو ځل له امريکا د مخنيوي غوښتنه وکړه، خو هغوی لا هم دغه نقض ته دوام ورکوي: «دا يرغل دی، موږ يې غندنه کوو. هڅه کوو وړتياوې مو دې حد ته ورسېږي چې خپله فضا خوندي کړو.»
نوموړی داسې مهال د مومندرې ولسوالۍ په باسول کې د پاکستاني جيټ الوتکو په بمبار بې خبري ښيي، چې دغلته د پاکستان په وينا، د پاکستاني طالبانو يو مرکز نښه شوی او طالبانو په هماغو لومړیو شېبو کې قربانيان په امبولانسونو کې له سيمې انتقال کړل.
زاویه نیوز

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.