مشران وایي ، چې که دې خپل لاس ونیوه (لګښتونه) مو را کم کړل نو نورو ته به دې لاس نه نیول کیږي اګر چې موږ په هغه کچه عایدات نه لرو، چې د خپلو ورځنیو لګښتونو تر څنګ سپما هم وکړو خو بیاهم ستونزو ته په کتو باید خپل لګښتونه را کم او چاته مو لاس اوږد نه شي .
تر هر څه مهمه خبره داده ، چې موږ له لګښت کولو څخه مخکې څو ځل فکر وکړو ، لومړیتوبونه په نښه کړو ، د خپل بریالي مالي ژوند لپاره مسؤلانه ترتیبات ولرو او سپما وکړو ، خو سپما کول پدې مانا نه چې موږ سخت او تنګ دست ژوند وکړو او په خپل ځان ، کورنۍ او ملګرو باندې مصرف ونه کړو ، بلکې د بې ځایه او بې ترتیبه لګښتونو څخه مخنیوی وکړو تر څو په راتلونکې کې د نورو له احتیاجه خلاص شو .
هغه څوک چې په ډیرو لګښتونو کولو عادت شوي وي ، د لګښتونوکنترول ورته سخت کار دی ، خو دا کار ممکن دی ، که چیرته ټینګه اراده ولرو کولای شو ، چې د غوره شویو لارو په ټاکلو سره خپل ځان باندې کنترول ولرو او لګښتونه را کم کړو.
تر ټولو مهمه خبره داده ، چې موږ په ټول ژوند کې اعتدال غوره کړو ، یو معتدل انسان هیڅکله زیات لګښت نه کوي او په اصطلاح له خپلې بړستنې سره پښې غځوي او د شریعت لارښوونه هم همدا ده ، چې له اصراف څخه ځان وساتو او میانه رويي وکړو .
د حکومتونو له لورې په مصرفي اقتصاد کنترول او د خلکو له لورې په لګښتونو سپما د یوه هېواد اقتصادي بنسټونه ګڼلی شو ، موږ په اقتصادي قاموس کې د ټایګر اقتصاد په نوم یو اقتصادي اصطلاح لرو چې دا (Asian Tiger Economy ) اصطلاح د جنوب ختیځې اسیا هېوادونو چټک اقتصادي پرمختګونو ته کارول کیږي چې معمولا، هانګ کانګ ، جنوبي کوریا ، سنګاپور ، او تایوان هېوادونو ته ځانګړې شوېده دا اصطلاح ځکه ورته کارول کیږي چې، پورته هېوادونو اقتصادي وده له معمول څخه زیاته وه د پورته ذکر شویو هېوادونو اقتصادي پیاوړتیا کې ددې هېوادونو د خلکو پوهې کچې د زیاتوالي ، صنعت ډېر والي، صادراتو او همدارنګه د خلکو او حکومتونو د کنترول له وجهې د سپما زیاتوالی یې ستر لاملونه دي . نو همدې له مخې، سپما او کنترول د یوه ارزښت په توګه یادولی شو .
اوس چې مو هېوادوالو له خورا سختو شرایطو رنځ وړي نو پکار ده چې له کمو سرچینو زیاته ګټه پورته شي او همدا د اوسنۍ نړۍ د بریا راز دی .
لومړی: له ځان سره محاسبه ولرئ .
تل له خپل ځان سره د یوې ، یوې روپۍ محاسبه وکړئ ، د لګښتونو په کولو سره ځان ته باید قناعت ورکړې چې ایا دا لګښت مې پر ځای دی ؟ ګټه یې څه ده ؟ زما څومره لومړیتوب دی ؟ همداسې د یوه دلیل په توګه د هرې روپۍ په مصرف باندې فکر وکړه او بیا لګښت وکړه .
د لګښتونو لپاره پوله وټاکۍ ، تر خپلې پولې مه اوړئ ، خپل اصلیت مه ورکوئ او له خپلې بړستنې پښې مه بیرون کوئ ، پدې سره به تاسې له خپل ځان سره محاسبه کړې وي او د همدې محاسبې له مخې به خپل مالي ژوند لپاره د یوه حد په توګه قایل اوسئ او دا چاره ستاسې د ډیرو لګښتونو مخنیوی کوي .
په لګښتونو کې محاسبه پدې مانا هم ده ، چې د توکو د رانیولو په وخت کې بیې سره پرتله کړئ ، څو ځایه یې بیه وکړئ له خرڅوونکو سره چڼې ووهئ او بیا یو څیز را ونیسئ پدې سره موږ ته د بازار نرخونه معلومیږي او د کیفیت او قیمت په کتلو سره پریکړه کول راته اسانه کیږي .
همدا کوچنۍ ، کوچنۍ محاسبې دي ، چې پر مټ به مو د میاشتې تر اخیره د زرګونه افغانیو د بې ځایه لګښتونو څخه مخنیوی شوی وي.
دویم: د انټرنیټ او موبایل مصارف مو راکم کړئ .
په افغانستان کې د انټرنیټ او موبایل مصارف هم یو سرخوږی دی ځګه چې بیې یې لوړې دي که په تېر کې مو په میاشت کې لس جي بي انټرنیټ مصرفوو نو اوس یې پنځه جي بي ته لګښت را کم کړئ یا هم که چیرته مو مخکې دوه زره دقیقې فرې کولې نو اوس یې زر یا هم پنځه سوه دقیقې فري کړئ .
یا هم که چیرته دنده لرئ او هلته د انټرنیټ سهولت برابر وي نو بیا خپل ځانته بیل نیټ مه فعالوه بلکې ټول ضرورتونه دې د وخت په کتو او اداري سیستم په رعایت سره په دفتر کې پوره کړه ، که ددې ټولو خبرو با وجود بیاهم نیټ کارول مو بیخي اړتیا وه ارزانه او شپني پیکجونه فعال کړه ، که یوازې د پیغام او چیټ کولو معتاد یئ نو عادي او د کمې بیې بنډل هم درته کفایت کوي خو بیا له یوټیوب او فیسبوک کې د ویډیو لیدلو شوق مه کوئ چې پدې سره به مو ډیر انټرنیټ مصرف شي او بنډل به مو ژر خلاص شي .
د انټرنیټ مصرف د کموالي لپاره یو روش دا هم کارولی شو و چې هغه بې ځایه اپلیکشن چې موږ په خپل ځیرک موبایل کې را ډانلوډ کړیدي هم لرې کړو تر څو د اپډیټ کولو په وخت کې د زیات انټرنیټ مخنیوی شوی وي.
درېیم: نوي لپټاپ ، موبایل ، ای پاډ او ګوشکیو له رانیولو مخنیوی وکړئ .
لپټاپ ، موبایل ، ای پاډ او ګوشکي اوس وخت کې د هر چا اړتیا ده ، خو اوس وخت کې د اقتصادي ستونزو په راتلو سره کوشش وکړئ چې له خپل زاړه لپټاپ ، زاړه موبایل او زړو ګوشکیو څخه استفاده وکړئ او خپله ګوزاره پرې روانه کړئ که مخکې مو د موبایل ګوشکي یوه غوږۍ کار پریښوده نو نوې ګوشکي به مو اخیسته خو اوس ګوزاره وکړئ او له هماغه یوې غوږۍ استفاده وکړئ .
ځېنې ځوانان شوق لري چې بازار ته د نوي ماډل موبایل ، لپټاپ او ګوشکیو په راتګ سره کوشش کوي چې د خپلې خوښې نوي ماډل توکي را ونیسي ، داچې اوس شرایط بدل شويدي او اقتصادي او مالي ستونزې د هر کور کیسه ده نو بیا سخته خبره ده چې پدې شرایطو کې دې هم موږ خپل ذوق وپالو .
که بیاهم ډیره شدیده اړتیا ورته لرئ نو د نوي ماډلونو پر ځای زوړ ماډل توکي را ونیسئ ځکه چې زاړه توکې هم زموږ اړتیا پوره کولی شي پدې برخه کې بیا روز مود ته مه ګورئ بلکې خپلې اړتیا سره سم مخته لاړ شئ .
څلورم : نوې جامې ، کورتۍ ، بوټان او جمپر مه اخلئ .
په افغانستان کې د موسمونو په راتلو سره خلک د پوښاک وسایل رانیسي د ژمي په راتګ سره د ژمې جامې ، بوټان او جمپر را نیسو که چیرته د تېر کال جامې ، بوټان او جمپر لرئ که زاړه او مښلي هم وي نو ستونزه نشته ګوزاره پرې روانه کړئ او خپلې روپۍ سپما کړئ همدارنګه د پوښاک د نوې او قیمتي ډیزاینونو او برانډونو پسې مه ګرځئ د عادي بیو او برانډ لروونکي توکي واخلئ چې نرخونه یې نسبت کم او د ډیرې استفادې وړ وي .
تاسې پدې باور ولرئ د برانډ توکي تقریبا په کیفیت کې یو شان دي خو په قیمت کې دوه چنده یا هم تر دې لا زیات نو له برانډ توکو څخه ډډه وکړئ بیا چې مو ښې ډیرې روپۍ پیدا کړې او یاهم د برانډ توکو شوقیان یاست ، د مشهورو نړیوالو کمپنیو مشهور توکي را ونیسئ او خپل شوق مو پوره کړئ.
له دې سره مل د ساعتونو ، ګوتمو او بېلا ، بېلو عطرونو او سپرای له رانیولو هم ډډه وکړئ یوازې د خپلې اړتیا له مخې مو ورځنۍ چارې عیارې کړئ او د خپلې وسې مطابق په خپلو مصارفو کنترول ولرئ .
پنځم : په رستورانتونو او مجللو هوټلونو کې له ډوډۍ خوړلو ډډه وکړئ .
له کوره بهر خواړه نږدې د هر چا د ذوق موضوع ده ، خو په اوس وخت کې دا ذوق نه شو پوره کولی نو ددې پر ځای چې ډیر لګښت راڅخه وشي پکار ده چې بیروني خوراک سره هم احتیاط وشي پدې کې یوازې د خوړلو موضوع نه ده شامله ، بلکې له ملګرو سره په ګډه د ښار عصري هوټلونو او رستورانتونو ته تلل هم د ډیر لګښت سبب ګرځي .
که مو په سهار کې د میوو جوس د څښلو عادت وي یا هم د ورځې په جریان کې د بېلا ، بېلو خوراکونو معتاد یاست او یا هم د مازدیګر او ماښام پر مهال د سوپ ، انرژۍ، جوس، ایسکریم او شورمې خوړلو شوقیان یئ نو لدې حالت سره مبارزه وکړئ او لږ تر لږه په پورته عادتونو کې تر نیمایي ډیر یې را کم کړئ .
که تاسې له کوره بهر په خوراک او ډوډۍ خوړلو عادت یاست ، او زړه مو غواړي چې بیاهم بهر خوراک وکړئ نو بیا لږ تر لږه هغه هوټلونو او رستورانتونو ته ورشئ ، چې لګښت یې کم وي مثلا د ښار په مجللو هوټلونو کې د خوراک پر ځای په عادي رستورانتونو او د سرک غاړې له هوټلونو استفاده وکړئ تر څو مو لګښتونه راکم شوي وي .
شپږم : ځېنې مناسبتونه چې بیا یې هم ترسره کولی شئ اوس یې مه ترسره کوئ .
په اوس کې وخت د لوږې سره مبارزه او لږ تر لږه په خیټه موړ پاتې کیدل زموږ د ټولو لومړیتوب دی ، نو همدې لومړیتوب ته کار کول پکار دي. هغه مناسبتونه چې د وخت په تیریدو سره یې کولی شئ اوس ترې ډډه وکړئ لکه د بچیانو سنت ګیرۍ مراسم ، د عقیقې مراسم ، عادي میلمستیاوې ، د عمرې ، خیرات او صدقې اداینه ، د اولادونو د ښادۍ مراسم ، د خپلو خپلوانو کره د تللو ، راغوښتلو مجلسونه ، تفریحي پروګرامونه او ګڼ نور مراسم د خپلو امکاناتو له مخې ترسره کړئ او د لومړیتوبونو په ورکولو سره یې کټګوري کړئ او بیا یې برنامه ریزي کړئ.
که چیرته بیا هم د خوښۍ مراسم لرئ او ترسره کول یې بیخي لازمي وي نو بیا له ډیر لګښت کولو څخه ځان وساتئ هسې نه چې د شیرین خورۍ ، کوژدنې او واده څخه وروسته بیا دومره دیوالي شوي یئ ، چې د عادي لګښتونو لپاره پیسې ونه لرئ ، د خوښیو مراسم ساده اجرا کړئ په هوټلونو کې د ترسره کېدو پرځای يې په خپل کور کې ترسره کړئ او پدې سره د ډیرو لګښتونو مخنیوی وکړئ .
پدې برخه کې د کور له ښځو هم د مرستې غوښتنه وکړئ ، چې ستاسې ستونزو ته په کتو د ښادۍ د مراسمو په ساده کولو او مصارفو په کنترول کې درسره مرسته وکړي ځکه د هغوی ونډه بارزه ده او کولی شي ستاسې د مراسمو د لګښتونو ګراف را ښکته کړي .
همدارنګه د هغه روغتیایي خدماتو په تړاو هم بیړه مه کوئ ، چې لږ وروسته یې هم ترسره کولی شئ لکه د مخ او غاښونو د ښکلا تداوي ، د تشویش د لرې کولو لپاره ځینې غیر اړین لابراتواري ټیسټونه ، د ویښتانو کرل ، د چاغ والي او ډنګروالي قیمتي درمل او داسې نور غیر ضروري طبي خدمات ، که چیرته تاسې د درملو په وسیله د مخ د ښکلا او نورو موضوعاتو په تړاو درملنه کوئ اسانه او ارزانه لاره یې غوره کړئ چې جانبي عوارض هم ونه لري او لګښتونه مو هم کنترول شوي وي .
که چیرته مو په مخکې کلونو کې د خپل ، مور ، پلار، میرمنې ، بچیانو د زوکړې کلیزې لمانځلې اوس همدا مراسم ستونزو ته په کتو مه لمانځئ که یې بیاهم د لمانځلو طرفدار یاست ، عادي مراسم ونیسئ او له زیاتو لګښتونو پکې ډډه وکړئ .
اووم : پیاده مزل وکړئ .
ټرانسپورتي مصارف زموږ په لګښتونو کې یوه ښکاره برخه جوړوي نو په همدې اساس دا برخه هم باید کنټرول شي پدې توګه پلی تګ مو عادت وګرځوئ چې دا چاره د اقتصادي ګټې تر څنګ ګڼې روغتیایي ګټې هم لري .
د ښار بېلا ، بېلو ځایونو ته د تګ لپاره له پیاده مزل څخه استفاده وکړئ که مو چاسره وعده وي یا هم خپلې دندې ته ځئ نو د وخت په سنجش سره مخکې له کوره ووځئ او خپل ټاکل شوي ځای ته ځان ورسوئ .
که بیاهم مو داسې ځای ته تلل وه ، چې تر څو کیلو متره واټن وو ، نو د دربست موټر او ریکشه پر ځای له عامه ترانسپورت او ټیکسي څخه استفاده وکړئ ، پدې سره به د ټرانسپورت لګښتونه را کم شوي وي او سپما به مو کړې وي .
د ښار په داخل کې له یوه ځای څخه بل ځای د تګ لپاره له بایسکل څخه کار واخلئ په دې سره به مو وخت هم نه وي ضایع شوی او خپل هدف ته به هم رسیدلي یاست ، په ښارونو کې د زیات رش او راه بندۍ له وجهې خپل هدف ته ژر نه شو رسیدلی نو د بایسکل څخه استفاده دا ستونزه هم نلري که مو دنده او کار ځای نږدې وي په بایسکل باندې تګ یې بهترینه لاره ده .
که چیرته موږ ترانسپورتي لګښتونه منظم کړو نو هم ، د لګښتونو په کموالي کې ډیره مرسته کولی شي که د کورنۍ غړي مو دندې ، درس او بل څه موضوع لپاره هره ورځ له کوره وځي نو له داسې لارې او ټرانسپورتي وسیلې څخه استفاده وکړئ ، چې ارزانه او محفوظه وي لکه د میاشتني قرارداد په بڼه چې هم چلوونکي او هم تاسې ته ښه تمامیږي ، کار واخلئ ، یاهم له هغه موټر څخه استفاده وکړئ ، چې ستاسې په چم ګاونډ کې دی او د تګ مسیر مو یو دی پدې سره هغه هم خوشحالیږي چې سهار له کور سره نږدې سوارلي پورته وي او مازدیګر یې بیرته خپل کور سره نږدې ښکته کوي .
اتم : نغدې پیسې له ځان سره مه ګرځوئ .
چې پیسې مو په جیب کې وي ، نو هرومرو به یو څه اخلئ ، لګښت به کوئ او هوس به لرئ چې د خپلې خوښې مطابق توکي راونیسئ . که په همدې وخت کې فکر وکړو چې اوس وخت کې خو روپۍ شته اما د نشتون په وخت کې به بیا څه کووم ؟ نو لږ تر لږه کنترول کیدای شو خو بیاهم لارښوونه داده، چې له ځان سره له اړتیا پرته نغدې روپۍ او ( ATM ) کارت مه ګرځوئ ، همدارنګه له بانکي کارتونو یوازې د ستونزې په وخت کې استفاده وکړئ .
پدې خو موږ تاسې ټول پوهیږو ، چې نغدې پیسې هیڅکله همداسې نه شي پاتې کیدای نو کوشش وکړئ چې نغدې پیسې د جیب سربیره په کور کې هم ونه ساتئ یوازې د اړتیا مطابق او د خپل مړي ، ژوندي لپاره که یو څه ولرئ بیا صحیح ده .
یوه بله مهم خبره ، هغه داده چې میده روپیو ته هم ارزښت ورکړئ یانې په دې توګه د پنځه ګون نه نیولې تر لس ګون او شل ګون پورې موږ ته عادي ښکاره کیږي او بې ترتیبه یې مصرفوو خو که همدا لس ، شل روپۍ د میاشتې تر اخیره سپما کړو نو ډیره سپما به مو کړې وي .
نهم : د خپل استعال څخه اضافه توکې په کور کې مه ساتئ .
که مو مخکې پیسې لرلې ، او عادت مو درلود چې د خپلې خوښې اضافه توکې واخلئ اوس دا عادت پریږدئ یوازې هغه توکې ځان ته واخلئ چې ورته بیخي شدیده اړتیا مو وي ، یاهم په کور کې مخکني اضافه توکي لرئ او اوس یې استعمالولی نه شئ یا یې د لګښتونو له کبله نه شئ استعمالولی، نو همدا توکي وپلورئ چې پدې ډول به تاسې له نورو لګښتونو څخه خلاص شوی یئ او له بل پلوه به مو توکې په کور کې د ډیر پاتې کېدو له امله خراب شوی نه وي .
د بېلګې په ډول مخکې تاسې په کور کې څلور یا هم درې یخچالونه لرل اوس یوازې یو یخچال ستاسې اړتیا پوره کوي نو همدا یو یخچال پریږدئ نور خرڅ کړئ تر څو د بریښنا د لګښت سپما شوي وي او همدارنګه د جامو وینځلو ماشین ، ترانسپورتي وسایط لکه موټر ، موټر سایکل او بایسکل ، بریښنایي توکي لکه موبایل ، لپټاپ ، ای پاډ او پاور بانک هم یوازې د خپلې اړتیا له مخې پریږدئ او له نورو ځان خلاص کړئ .
په کور کې له هغه اطاقونو چې تاسې ترې ډیره استفاده نه کوئ یا هم ترې بیخي استفاده نه کوئ په مکمل ډول یې بریښنا قطع کړئ او پدې توګه مو بریښنا سپما کړئ .
لسم : ښځینه مو پوه کړئ چې ستاسې سره مرسته وکړي .
مهمه خبره داده ، چې ستاسې د کور ښځینه ستاسې اقتصادي حالت درک کړي او تاسې هم پدې پوه کړې وي چې حالت سخت دي او عایدات کم شويدي نولګښتونه هم باید کنترول شي .
که موږ د کور له ښځینه وو مرسته وغواړو، هغوی کولای شي ، چې د لګښتونو په برخه کې موثره تمام شي ځکه زموږ ډیر لکښتونه د کور په چارو ترسره کیږي که ښځینه د کور د توکو په سم استعمال ، د پخلنځي د چارو کنترول او سمه څارنه او زموږ د اولادونو روغتیایي برخې ته سمه توجه وکړي نو د لګښتونو ډیره برخه به په سمه توګه کنترول شوي وي .
د مراسمو په راتلو سره مو ښځینه وو ته ووایاست ، چې د جامو ، سینګار توکو او میلمستیاوو سره له حده زیاته ګوزاره وکړي او ستاسې سره د مرستې په ډول له خپل ذوق څخه لږ ټیټ توکي راونیسي. خو داسې هم نه شي چې په خپلو میرمنو او ښځینه وو باندې دومره کنجوسي وکړئ، چې بیا یې له پام بد راشئ او د کنجوس لقب ګټئ .
کله چې د کومو مراسمو یا هم د کور توکو لپاره د سودا لپاره بازار ته ځئ د یوه مخکي ترتیب شوي لیست له مخې سودا وکړئ ، لیست ددې لپاره ښه دی چې یو خو د لیست په جوړولو جنجال به مو کور کې ترسره شوی وي په بازار کې به له خپلو ښځینه وو سره جنجال ته اړتیا پاتې نه وي او بل به مو د نرخونو په نظر کې نیولو سره په هماغه اندازه نغدې روپۍ راوړي وي او زیاتې به درنه مصرف نه شي که چیرته مو نغدې روپۍ زیاتې راوړې وې او ښځينه وو درسره ولیدې بیا یې خیر نشته یوازې تر کوره کرایه به درته پاتې وي .
همدارنګه دا سپارښتنې زموږ درنو خویندو ته هم دي چې په لګښتونو کې له احتیاطه کار واخلي او د خپلو نارینه وو ملا وتړي . که چیرته د کورنۍ سرپرستي او د لګښتونو مسؤلیت د دوی په غاړه وي له نارینه وو څخه مرسته وغواړئ تر څو لکښتونو مو کم شوي وي همداسې چې نارینه وو ته سپارښتنه شوې ، چې د خریدارۍ په وخت کې هماهنګ شوي خرایداري ترسره کړي دوی دې هم د توکو په رانیولو کې نارینه کنترولوي او ډیر لګښت ته دې نه پریږدي .
یوولسم : عضویتونه مو ختم کړئ.
که چیرته تاسې ورزشي کلپ کې یاست یا هم د کومې ادارې او ګوند سره عضویت لرئ او مکلف یاست چې هره میاشت یا هم په کلني ډول خپل حق العضویت ورکړئ دا چاره د یوه وخت لپاره ودروئ تر څو مو لګښتونه کنترول شوي وي .
پدې کې د لیني تیلیفون ، انټرنیټ کیبل ، تلویزیوني کیبل ، د چاپي برخې لکه اخبارونو ، مجلو او نورو خپرونو کې میاشتنی او کلنی ګډون او داسې نور عضویت اداینه هم شامله ده پدې باید فکر وکړو چې زموږ ګډون کول او عضویت اخیستل موږ ته څومره مهم دي او تر کومه وخته باید زه همداسې ګډون وکړم او پیسې تحویل کړم ؟ زما په ژوند کې دا چاره څومره مهمه ده ؟ همدا مهمه پوښتنه ده چې باید ځواب شي او خپل لومړیتوبونه درک کړو او بیا د همدې له مخې لګښتونه وکړو او حق العضویت ادا کړو .
که چیرته د ورځنیو خبرونو څخه د ځان خبرونې لپاره اخبار ، ورځپاڼې او جریدې پلورئ ددې په ځای د خپل د موبایل له راډیو استفاده وکړئ او پدې سره خپل لګښت راکم کړئ .
که چیرته په داسې یوه کلپ کې میاشتني فیسونه ورکوئ ، چې یوازې په اونۍ یا میاشت کې یو ځل ورځئ نو دا چاره مو مدیریت کړئ ځکه تاسې د ټولې میاشتې فیس ورکوئ خو یوازې څو ځل ورځئ یا مو خپل ورتګ نورمال کړئ او یا بیخي خپل عضویت ورسره ختم کړئ البته که د وزن کمولو شدیده اړتیا وي بیا سمه ده چې عضویت وساتل شي.
دولسم : خپل فامیل او ملګرو سره دا خبره شریکه کړئ چې تاسې غواړئ لګښتونه راکم کړئ .
د لګښتونو د راکمولو یوه غوره روش دا هم دی ، چې خپل فامیل او ملګرو ته ووایاست چې زه غواړم خپل لګښتونه مې را کم کړم او له بې ځایه خرچو ځان وساتم لږ تر لږه به هغوی په هغه مواردو کې چې مخکې به تاسې لګښتونه کول او دوی به درسره وه ستاسې په اړه د احتیاط فکر ولري .
په تیره برخه کې مو یادونه کړې وه چې د لګښتونو د راکمولو په برخه کې د کورنۍ رول بیخي زیات مهم او د اغیز وړ دی نو په همدې اساس که چیرته مو ملګري خبر کړئ چې تر دې وروسته غواړئ لګښتونه راکم کړئ نو کله چې کوم مناسبت وي او مخکې به تاسې پکې ګډون کاوه نو ملګرې به مو ستاسې له حالته خبر وي تاسې به د ګډون بلنه نه درکوي.
دیارلسم : شته پیسې غنیمت وګڼئ \ د پیسو مدیریت وکړئ.
کله چې موږ سره د شته امکاناتو او پیسو قدر وي نو هیڅکله به زیات لګښتونه ونه کړو د همدې لپاره په لاس کې د شته امکاناتو قدر په کار دی او په سمه توګه ددغه پیسو لګول د ژوند یو له مهمو مسایلو وګڼئ او خپل ځان لپاره د ځانګړو شرایطو له مخې د پیسو لګښت وضع کړئ چې پدې سره د ډیرو لګښتونو مخنیوی کیږي او کولای شو چې کافي اندازه سپما مو کړې وي .
تر ټولو مهمه خبره داده ، چې موږ د خپلو پیسو کنټرول په لاس کې ولرو او د توکو رانیولو په وخت کې په ځیرکتیا خریداري وکړو په ځان کنترول زموږ لپاره مهمه خبره ده او پدې سره ډیر لګښتونه کنترولی شو.
د پیسو د خوندې کولو لپاره ډیرې لارې چارې شته په همدې خاطر اقتصاد پوهان د لګښتونو په کموالي کې د پیسو مدیریت خورا مهم ګڼي ځکه د پیسو په مدیریت کې د عایداتو ، مصارفو او سپما چارې د یوه منظم پلان له مخې کنټرولیږي او نه پریږدي ، چې پیسې بې ځایه ولګیږي.
انسان فطرتا هغه څه ډیر مهم ګڼي ،چې ارزښت ورته لري او پدې خو موږ ټول پوهیږو،چې پیسې زموږ په ژوند کې څومره ارزښت لري نو د همدې ارزښت له مخې د پیسو ساتنه ، مدیریت او سپما زده کړو او لګښتونه راکم کړو .
څوارلسم : پورونه مه اخلئ .
بارکر وایي ، موږ ته دا خبره اسانه ښکاره کیږي ، چې پورونه واخلو خو ددې ډیر بد عواقب دي ځکه چې د پورونو په اخیستلو سره موږ یو ډول د مالي فشار لاندې راځو او تر لاسه شوی پور مو په سمه توګه د مصرف کیدو پر ځای په بې ځایه لګښتونو لګیدلی شي پدې مانا چې پور مخکې له دې چې موږ پلان ولرو اخلو یې او پیسې یې هم په بې پلانه او بې ترتیبه توګه مصرفیږي چې همدا غټه ستونزه ده موږ د لګښتونو د کنترول لپاره وړاندیز لرو ، چې بې پلانه او بې ترتیبه لګښتونه دې را کنترول شي.
پنځلسم : د کاریدونکو وسایلو ساتنه وکړئ.
د خپلو ټولو کاریدونکو وسایلو ساتنه ددې سبب ګرځي، چې زموږ لګښتونه راکم شي یانې پدې مانا چې که کاریدونکي وسایل سم وساتو او په سمه توګه یې وکاروو نو اړتیا نه پیدا کیږي، چې د خرابیدو له امله یې بیرته ترمیم کړو او یا هم بل را ونیسو که چیرته په کور کې د کاریدونکو وسایلو د سم استعمال لپاره فکر موجود وي ، نو دا برخه زموږ د لګښتونو په کموالي ډیر تاثیر لري د مالي او پیسو مدیریت ځینې پوهان وایي، چې زموږ د عایداتو تر 38٪ سلنه برخه د کور د وسایلو او توکو باندې مصرفیږي نو د همدې له مخې ویلی شو ، چې په کور کې د کاریدونکو وسایلو ساتنه موږ د عاید د یوې لویې برخې د ساتنې لپاره عملي ګام اوچت کړیدی.
د وسایلو ساتنه کې د موټر، موبایل ، کمپیوټر ، د کور د اړتیا توکي ، د پوښاک څیزونه ، د بریښنا وسایل ، او داسې نور څیزونه شامل دي.
شپاړسم : هغه توکي مه رانیسئ چې وخت یې کم وي .
مشهور متل دی ، چې ارزان بې علت نه دی او قیمت بې حکمت نه دی همدې ته په کتنه موږ کوښښ کوو، چې ارزانه توکي را ونیسو او خپل ورځنی ژوند پرې روان کړو خو دا چاره زموږ لګښتونه نه شي را کم کولی بلکې ددې ناسم پوهاوي له مخې بیا مجبوره کیږو چې همدا توکي را ونیسو .
د توکو د نرخونو ټیټ والی یو علت دا هم وي چې د له منځه تلو موده یې کمه پاتې وي نو پلورونکی یې د یوه تکتیک له مخې بیې را کمې کړي او ډول ، ډول اعلانات ورته وکړي.
موږ تاسې په بازار کې ګورو، چې یو ځانګړی توکی په کمه بیه پلورل کیږي او پلورونکي چغې وهي، چې د کمپنۍ د مشهورتیا لپاره یې بیه را کمه کړیده دا په اصل کې یو ډول فریب دی، چې موږ د ځان په لورې جذبوي او باالاخره مجبوره کیږو، چې همدا توکي را ونیسو دلته یو احساس دا هم رامنځته کیږي، انسان طبعا حریص دی کله چې نرخونه کم وګوري نو که یې هغه توکي ته اړتیا هم نه وي بیا یې هم اخلي د همدې لالچ له مخې بې کیفیته توکي رانیسي.
پدې کې هغه توکې هم شامل دي ، چې موږ یې یو ځل استفاده کوو که چیرته یې په بدیل فکر وکړو هم کولای شو چې ډیر لګښت به مو را کم کړی وي .
شپاړسم : له دولتي خدماتو څخه استفاده وکړئ .
شخصي سکتور زموږ او ستاسې په امکاناتو روان دی موږ ورته پیسې ورکوو او هغوی موږ ته خدمات وړاندې کوي که چیرته ستونزې لرئ او لګښتونه مو زیات وي نو له دولتي خدماتو استفاده وکړئ د بېلګې په ډول د کورنۍ غړي مو په شخصي ښوونځي کې درس وايي، نو معلومه خبره ده چې فیس به ورکوئ که چیرته غواړئ لګښتونه را کم کړئ نو په دولتي ښوونځي کې یې شامل کړئ ځکه په افغانستان کې د دولتي ښوونځي کې زده کړې وړیا دي همداسې که مخکې مو په شخصي روغتون کې تداوي کوله اوس په عامه او دولتي روغتونونو کې تداوي وکړئ او پدې سره لګښتونه را کم کړئ پدې برخه کې له دولتي دستګاوو ، ترانسپورت ، د ګازو او تیلو پمپونو او دولتي تصدیو استفاده د ډیرو لګښتونو د کنټرول سبب ګرځي .
په افغانستان کې ډیری دولتي خدمات ددې لپاره چې مشتریان پیدا کړي او یا هم ددې په خاطر چې عامو خلکو سره مرسته شوي او په اسانۍ خلک خدماتو ته لاس رسی ولري، خپل نرخونه کم ساتي یو برخه پکې دا هم راځي چې پدې سره دولتي دستګاه وې غښتلي کیږي او پدې سره دولت ته ډیر عواید لاسته راځي .
که چیرته د کتاب لوستنې علاقه لرئ او دومره پیسې نه لرئ، چې کتابونه پرې واخلئ نو له دولتي عامه کتابتونونو څخه استفاده وکړئ د خپې خوښې موضوعات پکې وپلټئ او له ځان سره یې یاداشت واخلئ همدارنګه که د کوم کتاب د اخیستلو توان نه لرئ ، په بیلا ، بیلو سایټونو کې په سافټ بڼه کتابونه ښکته کړئ او بیا یې مطالعه کړئ.
اوولسم : د ارزانه خدماتو پلټنه وکړئ او بیا ترې ګټه واخلئ.
په باید په یاد ولرو، چې زما موخه له ارزانه خدماتو بې کیفیته خدمات نه دي بلکې موخه مې داده ، چې د یو کیفیت لرونکي خدماتو کې له ارزانه خدماتو ګټه پورته کړو دلته یې یوه ساده بیلګه ذکر کووم که چیرته تاسې د ښار په یوه لوکس سوپر سټور کې یو څه رانیسئ حتمي خبره ده ، چې نرخونه به یې لوړ وي ځکه د هغه پلورنځي له کرایه رانیولې تر ورځنیو مصارفو ټول په همدې توکې کې په تا حسابیږي نو ځکه به یې بیه لوړه وي او بله خبره داده، چې د ستر پلورنځي مالک پوهیږي، چې دلته هغه خلک راځي چې اقتصاد یې ښه وي او د بیو په اړه چڼه نه وهي نو په همدې خاطر یې نرخونه لوړ ټاکلي وي که چیرته د ښار له بیلا، بیلو ځایونو معلومات ولرو نو همدا توکې په ارزانه بیه هم پیدا کولی شو او پدې سره لګښتونه راکمولی شو . دا اوس زموږ په ځیرکتیا پورې اړه لري، چې د خپلې اړتیا لپاره ارزانه توکي او خدمات پیدا کړو او استفاده ترې وکړو.
بل مثال یې په زده کړه ایز او تحصیلي برخه کې دی، که چیرته موږ یا مو د کورنۍ غړي په داسې یوه ښوونځي او پوهنتون کې وي چې فیسونه یې لوړ وي نو د کیفیت په نظر کې نیولو سره یې ارزانه لاره ولټوو او بل ځای انتخاب کړو .
اتلسم : د تخفیفونو پلټنه وکړئ.
ډیری ادارې او تولیداتي کارخونې د خپلو تولیداتو لپاره د یوې ځانګړې مودې لپاره تخفیف ورکوي که چیرته موږ دې برخې ته متوجه اوسو نو کولای شو چې ځېنې د اړتیا وړ توکې په تخفیف سره هم را ونیسو البته پخوانۍ خبره به مو په یاد وي چې د توکو رانیول به د یوې مخکې ځانګړې شوې اړتیا له مخې ترسره کوو ، په پلان به توکي رانیسو او د خپلې اړتیا مطابق به خریداري کوو .
که په زده کړه ایز او تحصیلي برخه کې متوجه شو هم لدې فرصت څخه ګټه اخیستلی شو هغه پدې مانا چې ځېنې تعلیمي او تحصیلي ادارې په بېلا ، بېلو وختونو کې ځانګړي تخفیفونه اعلانوي همدا فرصت باید وګورو او ترې استفاده وکړو.
همدارنګه د افغانستان په کلیوالي ساحو کې اکثره توکې په ارزانه بیه پیدا کیدای شي نو که چیرته د ځېنو توکو د رانیولو په خاطر کلیوالي توکو او محصولاتو څخه استفاده وکړئ نو په ښه بیه به یې ترلاسه کړئ لکه د غنمو، وریژو، لرګیو، سبزیو او د تازه او وچو میوو ډیره برخه یې په کلیوالي ساحو کې په ارزانه بیه پیدا کیږي.
یا هم په داسې یوه ځای کې په کرایه کور کې اوسیږې چې کرایه یې لوړه ده نو ددې لپاره چې لګښتونه دې کنترول کړې، پکار ده چې د کمې کرایه لرونکی کور ونیسې اګر که لږ لرې وي او یو څو قدمه پیاده مزل دې وکړ خو پدې سره به په لګښتونو کې کموالی راغلی وي.
د لویو کورونو پر ځای د خپلې اړتیا سره سم واړه کورونه انتخاب کړئ تر څو یې کرایه کمه وي .
نولسم : د نویو عایداتو په لټه کې شئ.
مشهوره خبره ده که دې دنده اړتیا نه پوره کوي مه یې کوه یانې پدې مانا چې هغه دنده او کار کې چې ستا لګښتونه نه شي پوره کولی او ورځ تر بلې قرضداره کیږې نو لازمه ده ، چې د یوې بلې دندې او کار پلټنه وکړئ او د ډیر عاید لرونکي دنده او کار پیدا کړئ.
یوازې دا خبره نه ده ، چې موږ دې لګښتونه را کم کړو ددې لپاره یوه ښه لاره دا هم ده ، چې د نویو عایداتو او پیسو لپاره خپله هم لاس او پښې ووهو که چیرته کوشش وکړو، چې په میاشتني معاش او عاید کې زیاتوالی راولو نو د لګښتونو په برخه کې ګټور ثابتیږي البته دا پدې مانا نه چې لګښتونه به ورسره کنترول شي بلکې پدې مانا چې زموږ د لومړیتوبونو په نظر کې نیولو سره به د عایداتو نوې لارې ومومو او لا ډیرې پیسې زموږ لاس ته راشي.
که چیرته دنده لرئ او میاشتنی عایدات مو کم وي، له رسمیاتو وروسته د یوې بلې دندې او یا هم د یوه کوچني کاروبار لپاره فکر وکړئ که اړتیا وه او ادارې درسره ومنله د پیسو په مقابل کې د اضافه کار غوښتنه وکړئ، پدې سره د اضافه کارۍ کمې خو مهمې پیسې هم تاسې سره په ډیرو مواردو کې مرسته کولی شي.
شلم : د خپلې کورنۍ د غړو په لګښتونو کنترول ولرئ.
زموږ د عایداتو ټوله برخه زموږ په لاسونو نه مصرفیږي ، بلکې زموږ په لاسونو ګټل شوې روپۍ زموږ د کورنۍ د مختلفو غړو له لورې په مصرف رسول کیږي که موږ دکورنۍ مشر یو نو حتمي خبره ده ، چې اولادونه به مو مصارف لري او د خپلې اړتیا او ذوق له مخې به مصارف کوي که چیرته همدا د لګښتونو مدیریت په سمه توګه شوی وي او یا هم که چیرته امکان ولري تر څو د لګښتونو لپاره یو شخص وټاکل شي نو یې کنترول په اسانئ ترسره کیدای شي .
مخکې مو یادونه وکړه ، چې د کورنۍ غړي کولای شي زموږ د لګښتونو په کنترول کې راسره مرسته وکړي نو پکار ده چې د هغوی سره په ګډه د یوې سالمې کورنۍ او د کور د ټولو اړتیاوو په نظر کې نیولو سره لګښتونه وکړو تر څو سالمه او خوشحاله کورنۍ ولرو.
پایله:
پایله داده چې موږ د لګښتونو د کنترول مدیریت وکړو، په سمه توګه د خپلو اړتیاوو لومړیتوبونه په نښه کړو همدارنګه د پیسو د مدیریت په کولو سره د خپل ژوند د ورځنیو چارو د ښه پرمخ بیولو په پار د پلان له مخې خوشحاله او سالمه کورنۍ ولرو.
تر هر څه مهمه خبره داده ، چې موږ له لګښت کولو څخه مخکې څو ځل فکر وکړو ، لومړیتوبونه په نښه کړو ، د خپل بریالي مالي ژوند لپاره مسؤلانه ترتیبات ولرو او سپما وکړو ، خو سپما کول پدې مانا نه چې موږ سخت او تنګ دست ژوند وکړو او په خپل ځان ، کورنۍ او ملګرو باندې مصرف ونه کړو ، بلکې د بې ځایه او بې ترتیبه لګښتونو څخه مخنیوی وکړو تر څو په راتلونکې کې د نورو له احتیاجه خلاص شو .
د خپل ځان لپاره د یو داسې لارې چې زموږ د سلامتیا او خوشحالۍ راز پکې نغښتی وي وټاکو همدارنګه موږ ته پکار ده چې په ټول ژوند کې اعتدال غوره کړو ، یو معتدل انسان هیڅکله زیات لګښت نه کوي او په اصطلاح له خپلې بړستنې سره پښې غځوي، دلته د شریعت لارښوونه هم همدا ده ، چې له اصراف څخه ځان وساتو او میانه رويي وکړو.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.