…خوست کې گرمي ده ما چوڼۍ ته کړه مينه
په باران پسې گلاسگو او سکاټلېنډ ته ولاړو
د اگست تودوخې د ننگرهار او پېښور دوبي را پر زړه کړل، داسې چې زموږ اکا دېميک ښارگوټي (اکسفورډ) او د پلازمېنې خواره واره ، څه له پاسه۱۵مليوني لندن ښارپه گډون يې گرد سوېلي انگلېنډ ولايت راباندې سور اور کړ …
داهم د گرانې پښتيانا لور، لورېينه وه چې ما او کشرۍ اوېستا په خپل گاډي کې له ځان سره واخلي او۷ تر کار لاندې ستونزمنه نيمه نيمگورې “لويه لاره” راباندې له دوه دمو سره اسانه کړي او څه کم ۶ميليوني شمالي ترين سکاتلېنډ ولايت ته مو ولېږدوي
لمړی يې هم د لویترين گلاسگو (Glasgow) ښار يه سيمې هماغه کوشنوټې څه ناڅه يو -يونيم ميل مربع روستاړي يا پياړمې ته، چې په اړوند پوهنتون کې يې د ( اسرې) درېم سېمېستر پايته رسېدونکی وو. او په دوه درو ورځو کې يې د اوړي چوټۍ له مخې له ځان سره اکسفورډ ته راولو. په ترڅ کې يې هم له تلونکې ټولگيوالې سره له گډ کرا کړي درې خونيز اپارتمانه گټه واخلو او هممهاله مو دا پخپله د گرځېدا راگرځېدا لپاره لارښوده شي.
Glasgow له کلو بانډو سره پاو کم دوه مليونو استوگنو سره د سکاټلېنډ لويترين ښار دی يا سيمه ده چې د کلايد سيند پرغاړه يې ټيکاو لرلی اوهمدغه سيند له اتلانتيک سمندر او هممهاله يې له شمالي سمندرگي (بحيرې) سره لنډ پر لنډه نښلولی؛ نو يوه گڼ شمېر استوگن يې د اوسنۍ برېتانيا او ان د گردې اروپا پرکچ د بادي بېړۍ چلونې او جوړو نې له لارې تر ټولو له مخه، ان تر فرانسې انقلاب(۱۷۸۹) هم يوه پېړۍ وړاندې پا نگوالي زېږتوگې (سرمايداري طرزتولي) ته لوړتيا موندلې، بې له دې چې (انقلاب) يې ونوموي او بياپکې وينې توی شي. ځکه دغلته نوي راټوکېدلې پا نگوالي له ساده باده مخځمکواکي- ټبريز (ماقبل فيوډالي- قبيلوي) رغښت (فورماسيونه) سر راپورته کړی وو. (؛ اکرداچې فرانسيانو د ځمکواکۍ (فيوډالېزم) دوه سوه کلن شاهي نظام د روستي استازي (پېنځلسم لويي) راپرځونې ته اړتيا درلوده ،که نه، برياليتوب يې شونی نه برېښېده. که هلته ستر فېلسوف او هومانېست ليکوال ژان ژاک روسو (Ruso) له خپل ټولنيز تړون (اجتماعي قرار داد) سره هغه پانگوالي انقلاب ته د دېمو کراتيکې او انساني لارې رَودې بنسټ ور پر گوته کړی؛ پر وړاندې يې هرگوره د در ستې گلاسگو بد لون هم د ورته کنوانسيون پر بنسټ ټيکاو موندلی وو- زموږ نورستان بيا چې نن سبا ان له لمړني کميونه پانگوالي زېږتوگې -ژوندتوگې ته ملا تړلې،لا ايډ ياله لېږد پېرې (عبوري) بېلگه کېدای شي!
د گلاسگو ښار(سيمې) په زړه پورې چکر
همدا چې پر سبا يې د درست گلاسگو ښار(سيمې) د چکر په تکل تر سرکاري زاړه ترين، (له سيندلاندې دوه پوړه ستېشن سره) ځمکلاندې اورگاډي ترهوايي ډگره او ورپسې ځانگړي ځمکباندې اورگاډي ترښار منځۍ (مرکزه) ورسولو، اسرې د هغه کنوانسيون د گډو نوالو په لړ کې د يوې لوړې دنگې پژۍ يا تنديس (مجسمې) مخې ته پر تورخارا مرمر توږل شوی (حکاکي شوي) اړوند متن ته ورځيرکړو او پر لوستنې سربېره يې په خپل ځيرک غږمل (موبايل) کې راکاپي هم کړ. منځټکی يې هم دا ستره وراشه راته په زړه پورې وا ېسېده: ((…زموږ ځواکمني د شتمنو او نشتمنو په يو موټيوالی کې نغښتی ده!))
Edinburgh (اېډنبره ) د گرد سکاټلېنډ ايالت منځۍ ياپلازمېنه
Edinburgh (اېدنبره) زموږ د درې ورځني يانه (سفر) روستۍ موخه وه، چې د درست سکاټلېنډ ولايت دويم لوی ښار اوهممهاله پلازمېنه ده. د کلو بانډو په ملتيايې د استو گنو شمېره د گلاسگو هغو شمېرې ته ور نژدې کېږي. بنسټيزه او لمړنۍ وداني يې هغه لښکرکوټ يا بالا حصار دی چې په دولسمه پېړۍ کې د (درېم مالکولم) واکمن له خوا پر هسکه غونډۍ ودان شوی او ښار هم ترې راروسته گرد چا پېره ورو ورو راټوکېد لی او له هما غه راهيسې يې پراختيا او پرمختيا موندلې ده. پر دغه تاريخي ياد گار سربېره، د خياباني نڅاوو، سندرو، نندارمو (نمايشنامو) او نورو هنرونو او هنري جشنونو دغه ښار تر گلاسگو راروسته ، هغه هم زياتره د دوبي له پلوه د دويم گرځند ويي(توريستي) ښارځانگړتياراخپله کړې ده.
کېلتي آره ژبه يې
د گلاسگو او د سکاټلېنډ دويم ښار (اېدنبره) چې هممهاله يې پلازمېنه هم بلل کېږي، يوه ورته کېلتي ژبه ده چې پخپله يې گايليک (Gylic) بولي. هرگوره، له هغه راهيسې چې د انگلېنډ او بيا در ستې برېتانيا شاهنشاهي واکمنۍ (Uk) سره خوښ ناخوښ يوځای شوي، د انگرېزۍ تر گونډو لاندې را غلې، خو بيا يې هم د گلاسگو غوندې په کلو بانډو کې لږ تر لږه گړنۍ بڼه ډېره ژوندۍ ده او په ښارونو کې يې يوازې ځاينومونه او سر ليکې (سرلوحې) نيم نيمژوانده راپاتې دي. د برېتاني بل کېلتي آري ايا لت(چېلس) ژبه له دوتر دېوان پرته پوره ليکنی-ادبي کارونگ لري، ان مشاعره يې ما او مېرمنې د استاد مېکنزي کره له تلويزونه واورېده. همداسې بې د شمالي ايرلېنډ هغه درواخله،چې نيم ازاد دريځ يې را خپل کړی او هرگوره،د بشپړ خپلواک سوېلي آيرلېنډ جمهو ريت بشپړه رسمي ژبه ده!
د برېتش- اميريکن انگرېزي توپير لامَل:
داچې ايرلېنډيان د امريکا له لمړنيو کډوالو، په نورو ټکو، نيواکگرو څخه بلل کېږي، نو پر کاتوليک مذهب سربېره يې د ايرلنډي ژبې داسې ځانگړتياوې هم له ځان سره لېږدولې چې د برېتش انگرېزۍ پر وړاندې يې ٌامريکنٌ هغه رامنځته کړې ده. په دغه لړ کې يې د خپلې اېر لنډۍ پوره اداکېدونکی وورۍ- تالوييزه رپنده-ر(r)، د پښتو ړپنده غبرگژبيز غږ (ړ) يو څه کلوله بلغږ (الو فون) ورته فونيم يې د دواړو ژب ځېلونو (وارينتونو) ترمنځ د مخامختيا (کونتراست) يو جوت (بر جسته) توپير را ښيي؛ همداسې يې /t / د څپې يا ويي په منځ کې درواخله چې امريکا يي انگر ېزي يې گړ سره پر غبرگژبيزې هندي-پښتو ورته(-ڼ-) اړوي، لکه (ټونټي) له(توڼي) وينگ سره او برېتش يې پر وړاندې له هند- پښتو وزمه (-ټ-) تون سره.ادا کوي؛ اکر داچې دغلته (r) په وازه (خوځنده) څپه کې زموږ د (ر) غوندې رپنده ويل کېږي او په تړلې هغه کې مخنی خپلواک (واوېل) ته څومرييز (کمي) بدلون وربښي او اړونده څپه ورسره هومره اوږدوي يا کشالوي: زور پر الف، لنډ-و(u) پر اوږد(o)،لنډه-ي(i) پر اوږده-ې(e) اړوي، چې سم له لاسه يې د زور-الف بېلگه وړاندې کوم، لکه:
?Where aryou
(وياآ يو)؟
هرگوره، د غږپوهنې څانگپوهانو او شاگردانو لپاره که ويې پوښتل، نورې بېلگې به يې هم پر فو نېتيکي ابېڅې ورواړوم !
کېلتيان څوک دي؟
دا سمه ده چې اکسفورډ ډيکشنرۍ درېواړه کېلتي ټبرونه (سکاتلنډيان- اېرلنډيان- چلسيان) هندواروپايي ژبتوکميزه ډله بللي، خو دا خبره يې له تاريخي ژبتوکميز (اتنولنگوېستيکي) آرونو او وگړپوهنيزو او توکمپوهنيزو (انتروپولوژيکي او اېتنولوژ يکي) لاسو ندونو سره اړخ نه لگوي. چې گوندې دوی د ژيړپېر (برونز مهالپېر) پای او د وسپنپېر(د وسپنې دورې) په پيل کې دغلته ځای پرځای شوي يا مېشتېدلي ، او وش و وده يې موندلې ده!
کېلتيان له آره د نوې ساينتېفيکې تاريخي ژبپوهنې، هغه هم د پښتو او درستو افغاني ژبو د استاد په نامه نومولي نارويژي استاد (مورگنستيرن) د څېړنې پر بنسټ د لرغونې لووچې (اسيا) له آرگډ ټا ټوبي (اناتوليا) يا اوسنۍ تورکي پلامېنې ٌانقرېٌ څخه تر بلې هرې ژب-توکميزې ډلې ټپلې وړاندې، هغه هم ډېری يې د اوسني انگليستان شمال ته راکوچېدلي او يوه کو شنوټې ډله يې د المان خواته ، چې يوڅه پاتشوني يې دالمان فرایبورگ په سيمه کې لکه يهود او نور (ناارين!) لږکي، د هېتلر له زنديو او زند انونو ځنې لا ژوندي پاتې دي. او د سکاټلنډيانو په څېر يې خپله کېلتي(سېلتي) ژبه يوازې د خپلمنځي گړنۍ او شعري ژبې په توگه تر اوسه ژوندۍ ساتلې ده!
داچې د نوي زيلاند د آکلنډ پوهنتون بيولوژېستانو اوژبپوهانو د نوي څېړندود (مېتو دولوژۍ) د څېړنو پر بنسټ د هندواروپايي ژبتوکميزې (اتنولنگوېستي) کورنۍ گڼشمېر ټبرونه له اسيايي (هندوارين) شاخه اروپايي لووچې څخه اروپاته دراتگ تاريخ تر ۹-۹ نيم زرو کلونو پر شا يوړ، نو د مخکښ کېلتي ټبر نېټه هم همدومره کلونه پرشاولاړه؛ خو نه د اکسفورډ ډېکشنرۍ په خبره تر دېرشزرکلن وسپنپېره !( زيار:پښتو او پښتانه ۴۷)
هرګوره، تر درې ورځنی يانه روسته مو د گلاسگو کوشنوټي پوهنتوني ښارگي مېلمه پاله او زدکړياله اسره جانه مو د يو مياشتنۍاوړي چوټۍ له مخې،لکه څنگه چې مو ارمان وو، له سړې باراني هوا سره اکسفورډ ته را وسته، او له همدې خوږې يادې(خاطرې) سره بيرته د څلورم سېمېستر په تکل د لندن کورنيو الوتنو له کوشني (لوتون) هوايي ډگره پر ټاکلې نېټه بیرته والوتله… که نه، د لندن نور۳-۴ لوی ډگرونه، ان د سکاټلېنډ تر پلازمېنې ايډنبرې پورې د ټولمنلې خدای بښلې ملکې (دويمې اېليزابتې) دجنازې د لېږد له کبله تړلي ول!
د هغې ارواښادې ملکې او زموږ د ژوندۍگړندۍ اسرې يادُونه دې تلپاتې او تلتاند وي!
ستاسې د ټولو فرهگيالانو منندوی زيار
اکسفورډ-۲۲سېتمبر۲۲
د پي ډي اف بڼې د لیدلو له پاره لاندې عنوان کلیک کړئ
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.