کابل (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۳): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی محمدنبي نن سهار کابل ته را ورسېد.
د افغانستان کرکټ بورډ نن پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د کرکټ ملي لوبډلې ځلانده ستوری محمدنبي نن سهار کابل ته راورسېد او د شپږیزه کرکټ لیګ نهم پړاو سیالیو کې به د مسعینک اتلانو لوبډلې په ګټه ولوبېږي.
ټاکل شوې وه چې شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو ته د کرکټ ملي لوبډلې د شل اووریزو لوبو لوبډلمشر راشد خان راشي چې هغه د سپینغر لوبډلې کپتان هم ټاکل شوی و، خو تېره ورځ د «ESPNcricinfo» ویب پاڼې ویلي چې راشد خان تېره اونۍ د ټپ له امله په انګلستان کې د روانو سل بالونو له لوبو بهر شوی دی.
دغه راز، د کرکټ ملي لوبډلې بل لوبغاړي نوینالحق هم پر خپله فېسبوکپاڼه د روانې اګسټ میاشتې په پنځمه یو انځور خپور کړی و او داسې ښکارېده چې په کوم روغتون کې بستر و.
هغه له خپل انځور سره لیکلي و: «هر څه ښه دي چې ښه پای ته رسېږي.»
دغه راز، د شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ پرون په کابل کې د هېواد د پنځو زونونو لوبډلو ترمنځ پیل شوې.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.