پښتو او پښتونولي د ملي مفکر محمد ګل بابا، له نظره

محمد داؤد مومند

202

تبصره: په هغه مهال چی استاد بینوا د پښتو ټولنی مشر وه، د یوی ګیلی په ترڅ کی د بابا نه د څه لیکلو، هیله کړی وه، مفکرمحمد ګل مومند، د یوی کوچنۍ رسالی په توګه د پښتو او پښتونولۍ په باب خپله لیکنه مرحوم بینوا ته استولی وه.

د پښتو ټولنی ریاست، دا رساله په کال  ۱۳۲۷ یعنی ۷۱ کاله د مخه نشر ته وسپارله، دا رساله دوه ځلی وروسته په پيښور او کوټه کی چاپ شوه.

ما ۱۶ کاله د مخه د (د بینوا فرهنګی ټولنه – کندهار) سره تماس ونیو او د دی رسالی د بیا چاپولو هیله می ورڅخه وکړه. د بینوا فرهنګی ټولنی زما هیله ومنله او هغوی د سترعلمی شخصیت پوهاند علامه رشاد صاحب سره هم دا خبره شریکه کړی وه، علامه صاحب رشاد خورا خوښ شوی او هیله من وه چی پردی رسالی یوه سریزه هم ولیکی.

ولی د بدی طالع، د دی رسالی د نشر نه د مخه ، علامه صاحب رشاد د دی فانی نړۍ نه سترګی پتی کړی او پښتنی ستر انګړ، د علامه صاحب رشاد په څیر د یوی لویی علمی، ادبی، سیاسی او ټولنیز شخصیت او هستۍ، د لرلو څخه محروم شو.

چی چراغ  د هنر زمکی  پوشیده  کړ

که یی زه په اوښکو ډوبه کړم سزا ده

مرحوم استاد بینوا د دی رسالی «لنډکی پښتو او پښتواله» د نشرولو په مهال داسی لیکلی وه:

دا رساله د پښتو او پښتونولۍ لنډه پيژندنه کوی.

د پښتو او پښتونوالی ښیګنې او مزایا څرګندوی

د پښتو او پښتونوالی حقیقي مفهوم، لوستونکو ته ښیی.

د پښتو او پښتونوالی د هسکی دنیا پیغام دی.

د پښتو او پښتونولی د آسمان د ځلیدونکی لمر یوه ځلیدونکی وړانګه ده.

خو تر ټولو، د دی رسالی د ستایلو د پاره یوازی د هغی د لیکونکی شخصیت بس دی چی لوستونکی یې په اهمیت پوه شي.

هو! پوه پیاوړی پښتون محمد ګل مومند د پښتو ژبی د ژوند په دی نوی دوره کی د پښتو د خدمت د لیاری له پیاوړو او ښاغلو لارښوونکو څخه دی، نو پښتو ټولنه دا رساله په ډیر افتخار نشروی او هم د دی پښتون مشر څخه ډیر ډیر تشکر او مننه کوی.

عبدالرئوف بینوا

زما غښتلی ورور عبدالرؤف خان

پښتو د پښتنو نیکونو را پاتی میراث دی، چی پدی میراث کی، درست پښتانه برخه لری او درست پښتانه، بشپړه ګټه ځنی اخستلای شی، خو ویشلای یی نشی.

پښتو په پښتون لیا نړۍ کی داسی ده، لکه په کورکی بله ډیوه، چی د یوه لیا، د دوو لیا، د درو کسو نده بلکه د درست کاله او کهول د وګړو مشترکه پانګه ده چی هر یو ځنی په بیلا بیله توګه ګټه اخستلای شی، مګر ویش او برخه برخه کول یی امکان نلری.

خو چه د ټولو ده، ښایی ټول ولس پری پام وکړی او ښه یی وساتی او ښه یی سمباله کړی.

که ورانه یا ورکه شوه، تاوان یی هم ټولو ته رسیږی.

رشتیا ده چی پښتو یواځی ستا، لیا زما، لیا د یو څو تنو نده، بلکه د درستو او ټولو پښتنو، مشترک معنوی میراث دی او ټول به یی په یوه شان روزنه او پالنه کوی.

پښتو خورا ګران امانت دی، چی د نیکونو را پاته ده او زموږ د نیکونو وصیت دی، چی باید دا امانت د درست ولس د ګټی او فایدی د پاره، بی له خیانته، خپلو زامنو، نمسو، کړوسو او کودو، او د هغوی نه وروسته نسلونو ته، پرله پسی ورورسوو او روغ یی وروسپارو.

وړاندی وروسته، خوا او شا، ټول ښه او بد، ګته او تاوان هرڅه په پښتو راڅرګندیږی.

پښتو ده چی ننګیالی نیکونه راپيژنی او هغوی ته مو رسوی.

پښتو به وي چې زموږ نمسی، کړوسی او کودی او د هغوی نه وروسته نسلونه  به زموږ سره رانښلوی.

د پښتونولۍ اثبات په پښتو سره کیږی، د دی کارد پاره چی اوسنی او وروستنی پښتانه، ځانونه خپلو پښتنو لیکونو ته ورسوی او ثابته کړی چی دوی په رشتیا سره د هغوی رښتنینی نمسی دی، نو ښایی چی د صرف د اشتقاق د اصولو په شان لفظی او معنوی بشپړ مناسبت یی په منځ کی موجود وي او دا مناسبت بې له کوم تغییر او خلل څخه ټینګ وساتل شی. که نه په تشو دعواګانو او خوشی خبرو او پرړو، نه څوک پښتون کیدای شی او نه یی څوک پښتون ګڼلی او منلی شی.

پښتانه د پښتو اطلاق یوازی پرهغی ژبی چی دوی پری ګړیږی نه کوی، بلکه د پښتنو د وړاندی د پښتو معنی او مفهوم د ژبی نه پرته په حقه دیانت، اسلامی او پښتنی خوی او اخلاق، پښتنی آداب او عادات، پښتنی دود او دستور او ددوی پرټولو ولسی خصایلو. خصایصو، صفاتو او مزایاوو شامل دی چی دی ممیزاتو ته (پښتونواله) هم وایی.

د ژبی د اهمیت په موضوع کی، ما «د پښتو ژبی لیاری» په نامه یو کتاب په مقدمه کی چی څو کاله دمخه می تألیف او نشرکړی دی. لنډ شانته څه لیکلی دی. ښایی ځینو وګړو به لوستی وی، زما په فکر ښایی چی پښتانه کاکا ګان هغه ولولی او ورته ځیر شی او ښه چرت په کی ووهی.

د پښتونوالی په موضوع کی می هم غوښتل چی یو کتاب ګوټی ولیکم او پیل کړی می هم وه، خو رسمی چارو، دا فرصت رانکړ او بشپړ کول یی راڅخه پاتی شول.

په هر تقدیر، منظور دا دی چی پښتو د پښتنو په ولس او ټولنه کی لکه روح په کالبد کی ته ورته ده. څنګه چی په کالبد کی روح نه وی، کالبد هسی خوشی شی دی، همداسی که په پښتنی ټولنه کی، پښتو نه وه، نو د پښتنو ټولۍ به هم خوشی شی وي، بلکه لکه چی روح له کالبده بیل شی، خورا ښایسته وجود خراب، بی ډوله او نږمن ګرځی، همداسی که د پښتنو نه پښتو لاړه نو د پښتنو جامعه به هم، همدا رنګه بی هویته شی.

(ښه مثال یی په ارګ کی د ستراحمد شاه بابا، بی پښتو، بی کماله او بی ننګه درانی محمد زی، پوبلزی، بارکزی لمسی، پادشاهان او سرداران دی – تایپست)

پښتو، پښتو منل، پښتو ویل، پشتو کول او پښتو چلول دی. پښتانه په پښتو سره، پښتانه وه، ان په پښتو سره به پښتانه وی.

پښتانه په پښتو چلیدلی وه او په پښتو به وچلیږی. پښتانه په پښتو پیژندل کیدل، او په پښتو به وپيژندل شی.

پښتانه په خپل منځ کی هم یو د بله سره په پښتو پیژنی، پښتانه په پښتو سره، عزیزان او یو د بله، ګران دی. د پښتنو خپلوی په پښتو سره ده، خپل او پردی، په پښتو سره څرګندیږی او بیلیږی. پښتانه په پښتو باندی سره پوهیږی، د پښتنو خوږه مرکه په پښتو کیږی. او ترټولو  مرکو، خوندوره مرکه، د پښتو او پښتونولۍ مرکه ده.

پښتانه په پښتو سره خواله کوی، له عزیزه سره عزیزولی، له خپله سره خپلوی، د مشرانو احترام، د کشرانو قدر اوعزت، پر وړو مهربانی او شفقت، د هغوی روزنه، پر هغوی د هر پښتانه پاملرنه، دا ټول په پښتو سره کیږی.

پښتانه په پښتو سره، یو د بل باباګان، داداګان. کاکاګان، ماماګان، لالاګان، ورونه، زامن، چوچی او بچی دی، او پښتنی میرمنی او پیغلی هم، په پښتو سره، د هر پښتانه ببۍ، اناوی، ادی ګانی، تریندي، توړۍ، مویندی، خورکۍ، لوڼی، لورکۍ، چوچۍ او بچی دی.

د ولس بیلوالی او نفاق په پښتو ورکیږی، ځکه چی یو والی او اتفاق په پښتو سره راخی. پښتو ده چی د پښتنو نه یو کور، یوه کورنۍ، یو ټبر، یوه کوړمه، یو کهول، او یو ولس جوړوی.

پښتو د پښتنو تفکرات، تخیلات، ذوق، هنر او هرڅه یی سره یو شانته او یو کوی.

پښتو خورا خوږه ورورلولی ده، پښتو د پښتنو سره خواخوږی ده، پښتو صله رحمی ده، پښتو شفقت دی، پښتو مرحمت دی، پښتو مهربانی ده، پښتو مروت دی، پښتو ښیګڼه ده.

د پښتو له امله پښتانه یو تربله سر او مال جاروی او په دی چاری کی، یو تر بله ړومبی کیږی.

کونډی، رنډی، یتیمان، بیوزلی او مسکینان، ړانده او ګوډ، په پښتو ساتله کیږی. ژوبل، پرهارژلی، ټپی، ویشتلی، او ناروغه په پښتو پالل کیږی.

د ضرورت په وخت کی د هر مسلمان ورور سره، بیا به تیره د هر پښتانه سره، هر ډول مرسته په پښتو سره کیږی.

پښتو، پښتانه په غم او ښادۍ کی سره شریک کړی او شریکوی یی. پشتو پالنه ده، چی پښتو نه وی نو بیا به موږ سره څه وی؟

په بښتو مو سره سازه وه، په پښتو مو سره سازه ده او په پښتو به مو سره سازه وی.

په پښتو مو سره ورانه وه، به پښتو مو سره ورانه ده او په پښتو به مو سره ورانه وی.

که پښتو وه، یو د بله خوښ، یو پربل راضی، یو پر بل به ښاد یو.

که پښتو نه وه، یو د بله نا خوښه، یو د بل نه ناراضه او یو به هم ، پر بل ښاد نه شو، ښاد والی، چیرته او خبره چیرته؟

که پښتو وه، زه به تا درنوم، ته به ما درنوی، که پښتو نه وه، ته به ما دګی او سپکوی، زه به تا دګم او سپکوم، دواړه د ګلی شو، دواړه به سره سپک شو، ګته مو وکړه که تاوان؟

که پښتو وه، زما شته ستا دی، ستا شته زما دی، که پشتو نه وه، زه به تا شکوم، ته به ما شکوی، ته به ما تالا کوی، زه به تا تالاکوم، که پښتو نه وه، ته به ماته کوهی کینی، زه به تا ته کوهی کینم، نپوهیږم چی څوک به مخکښی ورلویږی.

که پښتو وه  زه به ستا په شته والی خوښ یم، ته به زما په شته والی خوښ یی.

که پښتو نه وه، ته به زما ورکه غواړی، زه به ستا ورکه غواړم.

که پښتو وه ټول به پښتانه یو او درست په یوی خوا یو، که پښتو نه وه، د هرچا خپله خوا ده، یو به یوی خوا ته ځی، بل به بلی خواته، یو به یی یوی خواته راکاږی، بل به یی بلی خواته، ملک به مو غوبل وی، اور به په کی بل وی.

که پښتو وه ته به ما سره خواخوږی لری، زه به تا سره، که پښتو نه وه زه به ستا سر خوږوم او ته به زما سر خوږوی. ټول همداسی در واخله.

د پښتانه سره د پښتو د لیاری سره روغه کول هم پښتو ده، د پښتو له لیاری سره سم، پښتانه ته ننواتی کول، پښتو ده. پړه منل او پړه ورکول پښتو ده.

پښتو اصیلتوب دی، پښتو سیالوالی ده، پښتو نجات دی، پښتوعالی جنابی ده، پښتو عزت دی، پښتو کی بی پتی، دګلتوب (حقارت) نشته، پښتو مشرتوب دی، پښتو دروندوالی (وقار) دی، پښتو د پښتنو درنول دی، پښتو کی ټیټال او تملق نشته، پښتو کی سپکه نشته، نو ځکه سپک سړی پښتون ندی، پښتو کی پوچه (بد زبانی- تایپست) نشته، نو ځکه پوچخولی (بد زبان- تایبست) پښتون ندی، پښتو د پوچخولی خوله څیری، پښتو شرافت دی، پښتو نجابت دی، پښتو د پښتنو او مسلمانانو خیرغوشتنه ده، پښتو ښه اخلاق دی، پښتو څپیڅلتوب (تهذیب) دی، پښتو روغه پوهه ده، پښتو تدبیردی، پښتو پاکوالی دی، چټلتوب پښتو نه ده بلکه بی پښتوګی ده، پښتو فضیلت دی، پښتو د پښتنو معنویت دی، پښتو د پښتنو د روح او ژوندانه ښکارندوی (تابلو، منظره) ده، پښتو سړیتوب دی او سړیتوب پښتو ده، پښتو انسانیت ته خدمت دی، پښتو کی لویی (خود خواهی) نشته، پښتو د لویجن (خود بین) سړی په سر په تیږه ټکوی، پښتو کی ظلم نشته، د لږ زورو سره زور کول، پښتو نده، پښتو کی مظلومیت نشته، پښتو په خپله خبره او وعدی باندی دریدل دی، خپله خبره تر سره کول او په عهد، وفا ده، پښتو غناء ده، پښتو استغناء ده، پښتو کی غوښتنه او سوالګری نشته او غوښتنه پښتو نده، پښتو قناعت دی، پښتو په حق دریدل دی، پښتو کی ناروا نشته او ناروا پښتو نده، پښتو صبردی، پښتو استقامت دی، پښتو زغم (تحمل) دی، پښتو کارکول دی، پښتو هاند او کوشش دی، پښتو زیار ویستل دی. زیار کښل په پښتو کی داسی یو صفت دی چی دوی پری سرلوړی کیږی او پښتانه پری ستایل کیږی، لټی، بیکاری او نازولتوب بی پښتو توب دی، پښتو دین، وطن، او ولس ته خدمت دی، پښتو ایثاراو فداکاری ده، پښتو د اسلام، د پښتو او پښتنو د شته والی او بقاء دپاره د ځان نشت کول او قربانی ده، پښتو نارینتوب او تکړه توب دی، پښتو غښتلتوب دی، پښتو ښاغلوالی دی، پښتو رشتیا ده، پښتو کی خیانت نشته، پښتو کی دروه نشته، پښتو کی ټګی نشته، تګ سړی بښتون ندی، پښتو کی غلا او تالا نشته، پښتو کی ظلم نشته، ظلم بی پښتووالی دی، پښتو د مظلوم حمایه ده، په نیمی شپی کی له غږه سره سم د پیښی ځای ته ځان رسول پښتو ده، غله، جانی او خائن پسی چیغه ویستل او نیول او یا یی وژل پښتو ده، پښتو صداقت دی، پښتو کی درواغ نشته، او درواغ بی پښتو توب دی، نو یو پښتون نشی کولای چی د ځان د ګټی، لیا کومی ناوړه هیلی، یا د خپل موقعیت د ساتنی، لیا کوم ضرراو تاوان نه د ځان ژغورنی دپاره دروغ ووایی، پښتون رشتیا وایی که څه هم پردار وخیږی، پښتو پاک زړه او سلیم وجدان دی، پښتو ده چی پښتانه له بدو چارو وساتی. پښتو ده چی پښتانه له بدو لیارو څخه راجار باسی، ښو ته په مخه په پښتو کیږی، پښتو د ولسی درد دوا او شفاء ده، د پښتنو رنګ په پښتو ښه کیږی، پښتو د پښتنو د ځلمو ښکلا او د پیغلو ښایست دی، پښتو د پښتنی میرمنو ګاڼه ده، پښتو پۍ ول (زینت) دی، پښتو حیا ده، پښتو د پښتنو جامه او د حیا او شرف لنګۍ ده، پښتو د بښتنو د نارینه وو پګړۍ او د میرمنو ټيکری او پوړنی دی، پښتو عفت او عصمت دی، پښتو د پښتانه د ناموس ساتنه پرهر پښتانه لازمه ګرځولی ده، پښتانه د پښتانه د ناموس په ساتنه کی په سراو مال ولاړ دی.

که یو پښتون په خپل کاله کی نه وی او نږدی خپلوان هم ونلری، د هغه د مال او ناموس ساتنه، د کاله خدمت یی حتی چی د کاله لګښت او مخارج یی پر کلیوالو او ګاونډیانو دی، پښتو همداسی معامله د هر چا، په حق کی لازمه ګرځولی ده، چی د پښتنو په سیمه کی پروت وی. که څه هم پښتون نه وی او د کوم بل قام یا مذهبه څخه وی.

پښتو ده چی د پښتنو سر او مال د ناموس څخه جاروی، پښتو سمه عقیده او ایمانداری ده، پښتو پر مسلمانۍ ټینګیدل دی. پښتو پیاوړتوب او غښتلتوب ته ورغلی سمه سیخه لاره ده، پښتو ډاډ (اطمینان) دی. پښتو انیتی (توکل) دی، پښتو پر پښتنو اعتماد دی، پښتو پرځان باور دی، پښتو، پښتونواله، ملمه پالنه او ډوډی ماری ده.

ورکړه او سخاوت، د بی زلو سره مرسته، لویه پښتو ده، د پښتنو په سیمه کی د هرچا سراو مال او ناموس په پښتو سره ساتلی دی او څوک چی د پښتانه هیوادوالو ته تاوان ورسوی، د هماغه پښتانه دشمنی به هم منی، د پښتو تقاضا دا ده چی د سیمی خاوند د متجاوز نه د خپل سیمیوال، مال یا یی تاوان واخلی، د پښتانه به سیمه کی تجاوز، لدی پرته ځانګړی جریمه او تاوان هم لری.

که د پښتانه په سیمه کی د پښتانه پرسیمه والو حمله لیا د هغه پر ناموس تجاوز وشی، لیا په کی څوک ووژل شی، نو د متجاوز جزاء، وژل دی او وینه یی توی ده، او که په تیښته بریالی شو، نو وروسته به هم د سیمی خاوند د پښتو د لیاری سره سم له هغه نه بدله او کسات اخلی.

زده کړه په پښتو کیږی، پوهه اوعلم په پښتو تر سره کیږی، جهالت په پښتو ورکیږی، پښتو د علماوو او استادانو احترام دی، له سیالانو سره سیالی او له نړۍ سره برابری، په پښتو کیږی، د وطن مینه پښتو ده، کار کول او د وطن ودانول په پښتو سره کیږی، پښتو د پښتنو د بری او لوړوالی ضامنه ده، پښتو د لوړوالی وسیله ده، یعنی د پښتنو او پښتونوالی، ترقی په پښتو سره کیدلای شی.

پښتو د سعادت او سر لوړۍ وسیله ده، د آزاد ژوندانه خوند په پښتو اخستل کیږی، پښتو شته (ثروت) دی، پښتو پانګه (سرمایه) ده، پښتو ګته ده، پښتو اقتصاد دی، ولی چی پښتو پښتنو امرکوی چی کار وکړی او زیار وکاږی، پښتو پښتانه ته اجازه نه ورکوی چی بی ځایه لګښتونه (مصارف) وکړی، یعنی پښتو نه پریږدی چی پښتانه په ناروا او نا جایزو لارو کی چی دین، اخلاقو او پښتو روا کړی ندی، څه ولګوی.

پښتو، پښتون ته اجازه نه ورکوی چی د ځان شخصی ګټی دپاره بل چاته تاوان ورسوی، لیا خیانت وکړی، بلکه بالعکس، پښتو غواړی چی پښتون سړی د نورو پښتنو او مسلمانانو د ګټی دپاره د ځان تاوان وکړی او پری خوښ هم وی.

پښتو آزادی ده، قوت دی، مقاومت دی، مشری ده، حاکمیت دی، عظمت دی، شوکت دی.

وطن په پښتو ژغورل کیږی، سیمه په پښتو ساتله کیږی او درنیږی.

پښتو د پښتنو ککرۍ د پښتنی او ولسی غروره څخه ډکی کړی او پښتانه یی په پښتو نشه کړی دی.

پښتو زړورتوب دی، خکه چی پښتانه په دی خبره ایمان لری چی ګټه او تاوان، عزت او ذلت د خدای څخه دی، نو ځکه پښتو کی ډار او ویره نشته او پشتانه بی له خدایه، له بل چا نه ډاریږی.

پښتو لوړ همت دی، ننګ دی، حمیت دی، غیرت دی، جرئت دی، اراده ده، هوډ او عزم دی، متانت، ثبات او استقامت دی، عزم او حزم دی، حلم دی، توره ده، تورزنتوب دی، نارینتوب دی، مړانه ده، معنی ده، دعوه ده، حکم دی، قانون دی، محکمه ده، محاکمه ده، پریکړه او فیصله ده، قضاوت دی، جرګه ده، مشوره ده، مشری ده، خان پیژندنه ده، ظابطه ده، نظام دی، انتظام دی، سمبالونه ده، عدالت دی، انصاف دی، خوا خوږی ده، همدردی ده، مساوات دی.

پښتو د پښتنو هغه وسله ده چی په هر ډګر کی د پښتنو د بریالیتوب ضمانت کوی، او تر هری بلی وسلی یی، غښتلتوب اوپیاوړتوب څرګند شوی دی. دا د پښتنو کلک سنګر او مستحکمه کلا ده. پښتو د ژوندانه د لاری رڼا ده او د ژوندانه ټولی او درستی ګرانی چاری په پښتو زغمل کیږی او له مخه لیری کیږی.

په پښتو کی هغه رشتینی ډیموکراسی ده، چی ټګی، چل ول، افراط او تفریط په کی نشته، ظلم او استبداد په پښتو کی نشته، ظلم په پښتو خربشوی کیږی، د مستبدانو سرد پښتو په ډبره ټکول کیږی.

د ولس او هیواد رښتینی مشر او خادم په پښتو پيژندل کیږی، د دین، وطن، پښتو او پښتنو خائن، په پښتو څرګندیږی، د ظالمانو، مستبدانو سټه او جړلی په پښتو ویستل کیږی.

پښتو کی کشران د مشرانو دپاره او ولس د حکومت دپاره ندی، بلکه مشران د کشرانو دپاره او حکومت د ولس د خد مت دپاره دی، د دوی موقعیت اواحترام د پښتنو به سترګو کی د دوی د خدمت په تناسب اټکلیږی.

پښتو د سمو مشرانو مننه ده، پښتو د خائنو مشرانو رټنه ده، ډګر به پښتو ګتل کیږی. خلاصی او نجات په پښتو کی دی، پښتو د پښتنو د دواړو نړیو د سعادت ضامنه ده.

پښتو د پښتنو د وړو او کوچنیانو روزنکی (مربی) ده، د زلمو د زڼو قوت او خوښی ده، د زړو او سپین ږیرو لکړه او امسا ده.

پښتو پښتنو ته د پښتنی ژوندانه لاره ورښیی، پښتو د پښتانه د ژوند نه بدلیدونکه کړنلاره، دستورالعمل دی.

پښتو د پښتنو لوی قاموس دی، پښتو د بښتنی تولنی روح دی، یعنی پښتو د پښتنو د روحیاتو او معنویاتو مرکز دی.

پښتون په پښتو او پښتنی فطرت، نړی ته سترګی پرانیزی، خکه پښتو پښتونواله ده.

پښتو په پښتنو دریدل او سراومال ترینه ځارول دی.

پښتانه په پښتو نازیږی، پښتانه په پښتو سرلوینه او افتخارکوی.

په وروستۍ کی، تللی پښتو هم په پښتو را ګرځی، لنډه یی داچی د پښتو شته والی په پښتو سره دی او پاینه (بقاء) یی هم په پښتو سره وی.

پښتانه په پښتو ولاړدی، که پښتو کمزوری شی پښتانه غورزیږی، پرزیږی، سټه یی خیږی او ورکیږی.

پښتو ِغواړی چی د پښتنی کهول ټول ویښ زلمیان، هر یو پوه، حساس پښتون، د تللی پښتو د ستاینی، راګرځونی، ارتوالی، لوړوالی او خپرونی (تعمیم) په لیارکی، خپله ټوله مادی او معنوی انرژی او قوت په کار واچوی او خپلی انتهایی وسعی او توانه سره سم، هاند وکړی. ټولی او درستی بی نظمۍ، ټولی ناکلاری او نا هوسایی چی د بی پښتوګۍ څخه را ولاړی او راپيښی دی، سمی کړو، بی پښتوګی بیرته پاتی کړی یو، د بی پښتوګی له امله ټيټ لویدلی یو، د بی پښتوګی له لاسه ټوتی ټوتی یو، ځانځانی دبی پښتوګۍ څخه مینځ ته راغلی ده.

درستی بښکولی (فلاکتونه او مصیبتونه) د بی پښتوګی والی له کبله رارسیږی او نوری لانجی به له همدی کبله راته پیښیږی.

حکومت د بی پښتوګۍ له امله اریان (حیران – تایپست) دی او لاره تری ورکه ده، او ولس هم د بی پښتوګی له لاسه بی پته، خوار، زار او بی وزله دی، ټول د بی پښتوګي په اور سوی یو، د بی پښتوګی په اور به سوځو، د بی پښتوګی په اور کړیږو، ورتیږو، ژړیږو، کوکی او سوری وهو! وای پښتو! ارمان پښتو!

پخوانیو پښتنو، پښتو، تر هرڅه ښه، او پښتانه یی ترهرچا لوړ ګڼلی او په ځپلو ټول قوت سره سره به یی هاند کاوه، چی پښتو وکړی او پښتو وساتی ، پدی لاره کی به یی مالونه او سرونه ښیندل، بی پښتوګی به یی خورا بده لیده او سپیتانه یی ګڼله، په هغه مهال کی پښتونواله او مړانه په سیالی وه، لکه چی اوس بی پښتوګی او سپیتانه په سیالی ده.

پښتو ده چی د وطن، نامه، ناموس، شرافت، حیثیت، حریت، خپلواکی او بالاخره د خپلی پښتو د ساتنی دپاره یی پښتانه د سکندر، چنګیز، تیمور، مغلو، صفویانو او انګریزانو او نړی نیونکو په مخکی ودرول او د نامه خاوندان یی کړل، چی تاریخ پری شهادت وایی او نړي پری آمنا، چی اوس د دوی چارلیکونه (کارنامی) په غټ قلم او سرو زرو لیکل کیږی او موږ پری سرلوړی کوو.

هو! همدا پښتو وه چی پښتانه یی د پښتو نیاڼی له غرو څخه لکه د اوبو څپانده څپی وبهول او د کلکتی او برما تر وچو پوری ورسول.

هوکی! پښتو وه چی د پښتنو یو ټولګی یی تراصفهانه پوری ورساوه او هلته یی څه و څه پری وکړل، دا خو پښتو وه چی پښتنو منځنی آسیا وخوځوله، پښتو د منخنی آسیا تالنده (رعد) او پښتانه یی تندر (صاعقه) وو، پښتو وه چی پر پښتنو یی د سرور زرو مرغۍ ساتله او شندان یی ورته نه پریښودل چی ویی نیسی او که چیری وبه یی نیوله، ژر به یی بڼه او بڼوکی ورشکولی او منګولی او وزرونه به یی ورمات کړل او د سرو زرو مرغۍ به یی ترینه خلاصه کړه.

دا خو پښتو وه چی د پښتنو نه د هرچا سترګه سوځیده، او دا پښتانه وو چی د سرو زرو مرغۍ ته یی څوک نه پریښودل او له همدی کبله د سرو زرو مرغۍ مینان او لیوالان تل پښتو او پښتنو ته په غوسه وو او غاښونه یی به یی ورته چیچل، خو د پښتنو نه د پښتو پولادی کلا او سنګر چاپیره و او د پښتو خورا اغیزمنه وسله یی په لاس کی وه. هرچا چی برید پری کړی دی ماتی یی کړی او ناکامه او شرمیدلی، بیرته ګرځیدلی دی، نو د پښتو سره هیڅ نه کیدل، او هیڅ قدرت خپل بریالیتوب نه لیده. نو چرتونه یی وهل چی ګوندی په کوم پلان او پروګرم سره د پښتنو سنګرمات او د پښتو کلا ورانه کړو، د پښتنو وسله د پښتنو له لاسه وغورځوی او پدی دول پښتانه مغلوب کاندی. همدا وه چی متخصصین یی ورته کینول چی د پټو او مخفی جګړو ییزو وسلوپه څیر نوی چل ورمینده کړی، تر څو ډیرو ماهرو متخصصینو، د دینی، ټولنیز، سیاسی، اقتصادی اوعلم النفس د علومو او فنونو په مرسته، د نوو عصری آلو او وسلو په څیر نوی چلونه یی وایستل، چی حقیقتاْ چی پښتنو د هغو نوی چلونو په مخکی مقاومت ونشو کړای، مغلوبه او حتی چی په وروستی کی خوار او ذلیل شول او دا خبره چی کلا له دننه فتح کیږی، دلته بیا، خورا ښه مصداق مینده کړ. څه یی وکړل؟ او څنګه یی وکړل؟

ددی تشریح او بیان پدی مختصر کی نه ځاييږی، بلکه د کتابونو لیکل غواړی.

د پښتو او پښتونوالی تشریح چی د انسانی، اسلامی او پښتنی فضائلو بیان دی او د پخوانو پښتنو د اخلاقو، آدابو، عاداتو، دود او دستور او د ژوندانه د ډول او څه او څه ښوونه ده، حقیقتاْ خورا ګران کاردی او د هرچا د لاسه نه ده پوره، لکه چی کره وینا او متل دی چی (پښتو چا ترسره کړی نده) همداسی، چا بشبړه څرګنده کړی هم نده، بالفرض که څوک وغواړی چی په دی موضوع کی څه ولیکی نه په یوه کتاب نه کیږی، بلکه باید چی کتابونه ولیکل شی، زما په څیر وګړی چی بشپړ علمی استعداد او قلمی توان ونلری، د تیرو او اوسنیو پښتنو له حال او احواله څخه پوره خبرنه وی، پښتنو کی شوی او د پښتنو سره لوی شوی نه وی، د ټولو پښتنو په کلیو او کامونو کی ګرزیدلی او ډیری شپی یی په کی سبا کړی نه وی، زیږه پښتانه، سپین ږیری او سپین سرو یی مرکه نه وی کړی، د هغوی له خولی یی د پخوانی پښتنو غوری او کیسی اوریدلی نه وی ، پیښی او واقعات یی له سترګو نه وی تیرشوی، روغه پوهه، تیره نظر او مکمله ممیزه قوه ونلری، لنډه داچی دا یو  پیاوړی او داهی سړی نه وی ، نو هغه به د پښتو له بشپړ بیان او تشریح څخه عاجز وی.

زه هیله کوم چی په موږ کی داسی وګړی مینده شی چی بی له اروپایی او امریکنی، لیا نورو پردو سترګو نه په خپلی پښتنی سترګو، پښتنو او پښتو او د دوی اوس او ماضی ته په زیر سره وګوری او د رشتینو پښتو او پښتونوالی حقیقت، څنګه چی ښایی، بیان او څرګند کړی، تر څو چی ننی پښتانه زلمی پوه شی چی د څه راز خلکو لمسی او اولاد دی، او د دوی نیکونو څنګه مزایا، اخلاق او هڅوب (کلتور) درلودل؟

پښتو او پښتونواله څه شی وه؟ او څه شی ده؟ چی د هغی له مخی نه ځان او خپلی دندی او وظایف وپیږنی او د تګ لاره او لیکه ور څرګنده شی، اوس خو ډیر د پاړسو او خیټی او نورڅه په غم کی دی، موږ یو اروپایی ولس نه یو چی د هغوی دیانت، معتقدات، اخلاق، آدابو عادات، دود او دستور او د ژودانه، ډول ومنو، زده کړو او هغی پسی روان شو، دا مدنیت زموږ ندی پکار، دا زموږ د ټولنی دپاره لوکس او نا آشنا ښکاری. موږ امریکایی، اروپایی، چینی لیا جاپانی، لیا بل څوک نه یو، چی د بیزو ګانو په څیر د هغوی پیښی وکړو او ځانونه د هغوی په څیر کړو، موږ نه ترک نه پاړسیوان «ایرانیان» ، نور خو لا څه کوی!

موږ بی نومه او بی هویته نه یو، یو ورکوټی ولس هم نه یو، موږ د آسیا په منځ کی د زړه مثال لرو.

آسیا یک پیکر اب و ګل است

ملت افغان درآن پیکر دل است

منځګوری آریایی ولس پښتانه یو او مهم جغرافایی موقعیت لرو چی نړی مو پیږنی او زموږ د نیکونو چارلیکوته (کار نامی) په تاریخ کی ښکلی شوی دی.

څه کیږی که نن پریتولی یو، زمانه ډیر مد او مد او جزر لری. په نورو ټولنو هم داسی ناخوالی او حالات راغی دی، مګر په هغه ویاله کی چی یو ځل اوبه تیری شوی وی بیا هم تیریږی، اوسنی پښتانه چی غورځید لی، پرځیدلی او پریوتلی او په خورا بد حال کی دی، بیا به هم د هماغه تیرو پښتنو، لمسی او اولاده ده، د یو څو کسه او محمد زو سردارانو کورنۍ نه مستثناء، په نورو کی لا د اروپا ښکلی مدنیت دومره ډیره اغیزه نه لیدل کیږی، چی ګوندی خپل پښتنی هویت او مدنیت ورسره معاوضه کړی.

د اوسنیو پښتنو وینه هماغه پخوانۍ څپیڅلی وینه ده، فطرت خو یی هم ندی بدل شوی، نو ځکه ګمان نه کیږی چی ګوندی خپل استعداد یی هم بایللی وی.

نه! هماغه وینه ده، هماغه ذکاوت او استعداد دی، خدای ته مو هیله ده چی بیا سر جګ کړی او له خپلو نیکونو هم پسی ورتیر شی.

څه ګران کار ندی که پوه، پیاوړی او څپیڅلی پښتانه مشران مخکښی شی او د پښتو په غږ، پښتانه راویښ کړی، ټول یو ځای او یو کاندی او د پښتو پر خوا یی ور وخوځوی، د بی پښتوګي مخه یی و نیسی او بی پښتونواله ورکه کړی، او یو نسل زموږ د رښتینی پښتو له روحیی سره سم وروزی او د عصری تعلیم خاوندان یی کړی.

موږ پښتانه د پښتو له مخی پوهیږو چه څه نشو کولی؟

هغه څه کولی شو چی نور یی نشی کولای.

هرڅه او هر څنګه چی وی، زه وایم چی موږ ته د اروپا، زهرو ته ورته مدنیت ندی پکار.

آدمیت زاز نالید از فرنګ

زندګی هنګامه بر چید از فرنګ

ښایی د ځان دپاره، ځانګړی مدنیت جوړ کړو، چی هغه مدنیت، پرته د اروپا او استعماری مدنیتونو څخه وی.

د پښتو پښتنی مدنیت وی هوکی!

موږ د فن او صنایعو له پلوه دوی ته اړ یو، ښایی او پکار دی چی دا کمالات له دوی څخه زده کړو، چی په عین حال کی دا زموږ دینی ارشاد هم دی څنګه چی امر کوی:«الحکمة ضالة المومن اینما وجده اخذه».

خو پرته له علم او فن څخه د دوی تهذیب، تفکراتو او فلسفو ته اړ نه یو او نه ښایی په هرڅه کی د بیزو په څیر ددوی تقلید وکړو، او د دوی معتقدات، اخلاق، آداب، دین، ایدیالوژی او دود او دستور په پټو سترګو ومنو.

اګر تقلید بودی شیوۀ خوب

پیمبر هم ره اجداد رفتی

هو! زموږ په هیواد کی داسی خوانان او زلمی شته چی د اروپای تهذیب، معاشری او د ژوندانه د سلوک مینان او او لیوالان دی، او غواړی چی زموږ ټولنه په هرڅه کی د اروپا په څیرشی، د اروپا هرڅه ومنو او خپل هرڅه ایسته بهر واچوو، دوی پښتو او پښتونوالی نه نفرت لری، که څه هم په ظاهر کی ځان «اوغان» بولی مګر په زړه کی د پښتو او  پښتونوالی او پښتنو نه نفرت لری.

زما خپل نفس یی نه منی چی بل چا پسی ولاړ شو، ړانده نه یو چی لکړه مو د بل چا به لاس کی وی، دومره ناپوه نه یو چی لکه واړه ماشوم چی د خپل ژوند د چارو د سمبالولو نه بی وزله اوعاجز پاتی شو او دنور پسی منډی ووهو چی څه رازده کړی.

بیزو ګانی هم نه یو چی په هرڅه کی د نورو تقلید وکړو.

موږ خپلواک، مستقل مزاجه انسانان یو، زموږ هرڅه به زموږ په واک کی وی، مدنیت به مو هم خپل پښتنی مدنیت وی.

دلته یوه غوره روایت دی چی کوم سړی د یوه (کاکړ) نه پوښتنه وکړه چی کاکړ په چا ورځی ؟

مدعا یی دا وه چی کاکړ په کوم ستر کام باندی ګډیږی، هغه (کاکړ) جواب ورکړ چی :«کاکو، کاکړ په هیچا نه ورځی. که څوک په کاکړ پسی راځی، راځی دی، او که نه راځی خوښه یی، خو کاکړ په چا نه ورځی.»

موږ مجبور نه یو چی په خوراک، پوشاک، مړی ژوندی د کور او کلی په جوړونی، ناسته او ولاړه، په خبرو اترو ، معاشره او په هرڅه کی، د اروپایی مدنیت د مینانو په څیر شو!

خو موږ موږ یو، او اروپایان، اروپایان دی او نور نور دی.

اوس پښتانه هم، له مخی ورک ندی، پښتو او پښتونواله هم بشپړه نده، خو زموږ ویښ زلمی (نګه، پښتانه زلمی) په خپله پښتو راڅرګنده کړی، راوبه یی ګرځوی او داسی مدنیت به راته جوړکړی چی د وطنوالو سترګی وبریښوی، که څوک راپسی راځی، راخی دی ، که نه، موږ د بل چا پسی نه ځو، هغه څوک چی د نورو پسی، هغه پښتون ندی.بیزو پښتون کېدای نشی او پشتون، بیزو، که څه هم سمدلاسه پښتانه پرزیدلی او د ونی څانګی یی پریوتلی او پرستونی باندی یی دشمنانو خپی ایښی دی، د سا کښلو مجاری هم بنده ده، د ملا تیر یی دوه بولګه څه چی ټوتی ټوټی دی، ددی ټوټو یو د بله سره نښلول او پیوند کول او بیا د یوی تنی جوړیدنه او آزاده سا ویستنه سلامتیا او تکړه توب یی، لکه پخوا ډیرګران بریښی، دا تیری خبری که څه هم یواځی تمنیات دی، مګر خدای لوی او قادر دی او پښتانه دده سپین مسلمانان دی، په اسلام کلک ولاړ او تل یی خپل مالونه او سرونه د دین په لاره کی ښندلی او اوس یی هم ښیندی، که چیری شیطان کله د دوی به پوټکو ورننوتلی وی او په ځینو برخو او مواردو کی یی غولولی وی او د نشتمنۍ، فقر، او لوږی له امله، او ناپوهۍ څه سهوه او تیروتنه، تری شوی وی، هیله ده لوی خدای موږ ته د نیکۍ هدایت وکړی او د پښتنو د بدن ټوټی ټوټی شوی، غړی بیرته سره ورولی، پرهارونه یی ورغوی، د ستونی مجرا یی ورخلاصه کړی، د کار سړی پکی وروزی، او په رښتیا سره یی د خپل تاټوبی او ملک واکمن وګرځوی.

والله غفور الرحیم

ښایی چی پښتانه زلمی او زموږ د کار سړی، ځانونه ونه بایلی خپل همت ټيټ نه کړی، خپل متانت او استقامت له لاسه ورنه کړی.

پر خدای توکل وکړی، پښتو او پښتونواله را برسیره کړی، پښتانه د پښتو په غږ، ویښ او د پښتوالی پر لاری یی وخوځوی، د مسلمان او پښتانه دپاره بی هیلی او نا امیدی نشته (الا ان حرب الله هم الغالبون )

بی هیلی او نا امیدی کفر دی، بی هیلی ډیر خلک د نجات او موفقیت له وره څخه بیرته را ګرځولی دی، میړه او بیا په تیره پښتون سړی، ښایی هیڅکله بی هیلی نشی.

پښتانه زلمی باید خپله پښتنی او دینی وظیفه پرځای کړی.

هر زده کړی او تعلیم لرونکی او حساس پښتون، په خپل کور او کاله کی، په خپلی کورنۍ کی، د خبلو عزیزانو سره، په دیرو کی، به هره ډلی او غونډو کی، په جوماتونو کی، په ودونو کی د خپلو عزیزانو ، دوستانو او ملګرو سره د خپلو ګاونډیو او کلیوالو سره، او پر هری ټولنی کی، ښایی چی د پښتو مرکه سمبال کړی، چی کومه خبره د پښتو ده او کومه پښتو نده،  بی پښتوګی څه ته وایی، او پخوانی پښتو څنګه وه؟

او اوسنۍ بی پښتوګۍ، له کومه شوه؟

نورله کومه ځایه راغله، څنګه راغله، څنګه پاتی شول؟

هغه لږکۍ څنګه راباندی غښتلی شول؟

لږکی ولی ښاغلی شول؟

پښتانه ولی نتلی شول؟

پښتو به څنګه راوګرخی؟

څوک به یی راوګرزوی؟

د نورو بیزوتوب څنګه پریږدواو څنګه تری لاس وخلو؟

د پښتو او پښتونوالی په ساتنه او را ګرزونی کی د هر پښتانه وظیفه څه ده ؟

منډی دی ووهی، هاند به کوی، ځان به وژنی او پښتو به ګرځوی.

څوک چی څه لیکلای شی، په اخبارونو کی، به مجلو کی دی مقالی ولیکی، دا ضرور نده چی خورا لوړه ادبی مقاله دی وی. نه! چا چی څه زدکړه کړی وی ، هرڅه او هرڅه چی لیکلی شی، هغه دی ولیکی، د پښتو غږ اوچت کړی او خپل فکر او خپل اخلاص دی څرګند کړی.

څوک چی کولای شی، په ټولونو کی، په مجلسونو کی، په جماتونو کی په جرګو کی، په راډیو کی دی ویناوی وکړی، کتابونه دی په پښتو ژبه واړوی، که پښتو سره پښتو ونشی، پښتو تللی او پښتانه به هم د همدی امله، وږی، تږی، بربڼد، بی کوره، خوار، زار، سپک، نتلی او څه څه به وی.

موږ هم خاوره لرو، اوبه لرو، غرونه لرو، معادن لرو،، ډاګونه لرو، خنګلونه لرو، اوپه نورو ولسونو، وطنونو کی هم همدا وی، نه بل څه.

بلکه زموږ د ملک شتمنۍ به ډیرو هیوادونو لوړوالی لری، زموږ په غرونو کی خورا هر ډول درنګونه (معادن) شته. چی په ډیرو ملکونو کی نه میندل کیږی.

ککرۍ لرو، ماغزه لرو، لاسونه او پښی لرو، نو ولی وږی یو، تږی او بربڼډ یو؟

هیواد لرو، نفوس لرو، دولت او مفاخر او تاریخ لرو، استقلال هم لرو، نو ولی خوار یو، نتلی یو، رټلی یو، ورک یو.

دا ځکه چی پښتو نلرو، پښتونواله نلرو، هر څه رانه خلکو تالا کړی، وړی یی دی او لیا، وړی یی.

کار کوو د بل دپاره، ځانونه وژنو د بل دپاره، خپلوان او وروڼه، عزیزان، خپل مشران سپکوو او وژنو د بل دپاره، ولی؟

ځکه چی پښتو نشته، پښتونواله ندی پاتی، خلک خپل شته والی ساتی، خلک خپل نفوس ډیروی، خپله ډله لویوی، د خپل ولس غم خوری، خپلو بی وزلو او وږو ته ډوډی پیدا کوی، خپل لغړ پټوی، خپلو بی کورو ته کور جوړوی، خپلو وزګارو ته کار مینده کوی، خپل ټاټوبی ودانوی، خپل واړه روزی، خپل وران اخلاق سموی، خپل علم، خپل صنایع ډیروی، خبل مدنیت لوړوی، د خپل ولس د عزت د ساتنی دپاره هاند کوی، مګر زموږ وجود ټوټی ټوتی دی، په غونډیلو کی نه یو، پښتنی شته والی نشته او نه یی غواړو، د نفوسو ډیروالی مو څه کوی، چی په لږوالی کی حسابیږو، د تربګنی، ګوندي او څه او څه په نامه د پردو په دسیسو یو بل سره وژنو، خپله ډله کوچنی کوو، خپل نفوس لږوو، د ولس غم مو نشته، د هرچا سره د خپل ځان غم او ځان خانی ده، که د بل په لاس څه روټه یا سکړک وی هغه هم تری اخلواو لا یی پسی وړی کوو.

آن یکی اندر سجود این در قیام

کار و بارش چون صلوة بی امام

وطن دومره ودان نشو، هومره چی وران شو، د وړو او ماشومانو روزنه نشته، د وګړو بد اخلاقی سمول لا پریږده، چی سم اخلاق مو ور وران کړل. علم نشته، صنایع نشته، خپل مدنیت پسی نه ګرځو، خو د اروپا مدنیت د شپی او ورځی ستایو، دا په موږ فضیلت دی، خپل ولس ته عزت ورکول او درنول څه کوی، بلکه د شپی او ورخی د خپل ولس د بی پتۍ او سپکوالی پسی یو، پالنه نشته ، خواخوږی نشته، څه او څه نشته …. هیڅ نشته، مشران مو ځانله دی او موږ ځانله یو، ولی؟

ځکه چی پښتو او پښتونواله مو هیره شوی ده.

خبره لنډه کړم چی د پښتنو دپاره که پښتو او پښتواله نه وی، هیڅ به هم نه وی.

اروپایی توب او نور هیڅ زموږ به درد نخوری او یو هم زموږ دردونه، نه دوا کوی .

مشک این سوداګر از ناف سګ است.

زموږ د ملی او ولسی پرهرونو او دردنو دوا او علاج ، همدا یوه نسخه ده، چی هغه هم پښتو او پښتونواله ده، زموږ د ټولو پرهارونو، مرهم، همدا یو مرهم ګڼل کیږی، زموږ د ژوندانه، زموږ د مستقبل، زموږ د ټولو چارو، او ولسی او ملی هیلو او امیدونو دپاره همدا یو پروګرام او کړنلاره ده، چی هغه هم پښتو او پښتونولی ده.

بیا وایم که چیری زموږ زلمی د نورو تقلید و نکړی او د نورو پسی ولاړ نشی، وړاندی وروسته وګوری، پښتو او پښتنواله ولټوی، مینده یی کړی. ټینګه یی کړی او د پښتو او پښتونولۍ تلقین او تبلیغ خپله ملی وظیفه وګنی، هاند او جدیت وکړی، د بی پښتوګۍ په وړاندی کلک ودریږی، مخه یی ونیسی، خدای ته هیله ده چی پښتانه ژر ددی ذلت او بدی ورځی څخه ووځی.

زه خو په خپله، د پښتو او پښتوالی او پښتنو د مینانو او چوپړیانو (خادمانو) څخه یم، ما د پښتو او پښتونوالی په رابرسیره کولو او د پښتنو په خدمت کی هغومره هاند کړی دی، څومره چی می له واکه او وسع نه کیده او کیدای شو، پدی لار کی له ډول ډول ګرانو او مشکلاتو سره مخامخ شوی یم، چی شرح ته یی ضرورت نشته، ټول می ځغمل او ځغمم یی، که هر چا دومره کړای وای، پښتو او پشتونواله به راژوندۍ وه، او که هرڅوک دومره هاند وکړی، ډیره ژر به ژوندۍ شی او تللی پښتو او پښتنولی به هم بیرته راوګرځی او بښتانه به لدی بد حالۍ څخه ووځی.

خدای ته څرګنده ده چی موږ خپله برخه کړی، خپل وار مو تیر کړی او لاره مو پښتنوته ښودلی او پرانستی ده، اوس پر نورو وطنوالو ده چی ډګر ته راووځی، ورپسی شی او خپله  دنده تر سره کاندی.

که څه هم ما اوس هم د پښتو او هم د پښتنو د خدمت نه هسی چی ښایی لاس اخستی دی، خو اوس هم د موجوده شرایطو او خپله وسعی سره، هغومره می له واکه کیږی او هومره چی کیدلای شی، خپل هاند ته تر مړینی دوام ورکوم، ځکه چی پښتون یم، پښتو د پښتنو د ژوندانه او مړینی مسئله او خبره ده، رشتیا هم همدا ده چی هر پښتون چی د ځان او درستو پښتنو، پښتنی ژوند، په درواغو خبرو او هغه ستاینو وستایی، چی دی پری معتقد نه وی او ځان یی پری نه وی سمبال کړی، لکه نا پوه په پوهه، جاهل په علم، ظالم په عدالت ، بخیل په سخاوت، بی زړه په زړورتوب، بی دیانته په دیندارۍ او دیانت پناهی وستایی او فاسق ته والی الله ووایی.

عزت او حیثیت هم په دی کی ندی چی څوک خپل ځان غټ او ستر وبولی، د خپل دروندوالی او وقار د ساتنی دپاره ځانله چیری ناست وی، که د چا سلام اخلی، هغه هم په ډیره استغناء او د سر د سترګو په اشاره وی، دا څه عزت او لویی ده چی څوک له چا سره لاره چاره ونلری، د چا سره دوستی، عزیزولی، تګ راتګ، ناسته ولاړه ونکړی، د چا په غم او ښادۍ کی شریک نشی، د ناروغانو او بی وزلو، پوښتنه ونکړی، چاته یی بی ګټی او سوده، یوه پیسه پورنه وی ورکړی، په استغناء سره، په مثقالی تلی، تللی او په سوهان، سوهان کړی، څو رسمی خبری وکړی، د هرچا او هرڅه نه، بی ځایه شکایتونه وکړی او ټول چرت یی د خپل خان د پړسولو د پاره وي، داسی مشرانو او وګړو ته د عزت خاوندان نشی ویل کیدای.

له پښتو او پښتون والی سره، زما مینه، زما د مقام او او رسمی رتبی پوری اړه نلری، او که څوک داسی خیال کوی په اشتباه کی دی.

ګرانو پښتنو عزیزانو ته څه لیکل، دوی سره د زړه خواله کول، د زړه د خوږ او درد بیانول سړیتوب دی، پت، شرافت او سړیتوب، بی پښتو او پښتونواله نشی تر سره کیدای.

که پښتو او  پښتونواله په منځ کی نه وی، د پښتنو ژوند به د نوکرانو ژوند وی، هسی سا، ښکل را ښکل ته، ژوند ویل، داسی ژوند خو څاروی هم لری.

هر څوک چی پښتون او د پښتانه زوی وی، نو هرو مرو به، په پشتو او پښتونواله فخر کوی، پشتواو پښتونواله به خپله سا بولی او خپل ژوند او ملی موجودیت او هویت به ورسره تړلی ګڼی.

د پښتو او پشتونولۍ په مینه او خدمت کی د حیثیت خبره نده مطرح، زما په فکر د پښتانه وګړی حیثیت د پښتو، پښتونوالی او پښتنو په خدمت کی دی.

 د وګړو عزت او حیثیت د ټولۍ او ولس د عزت او هیئته سره تړلی دی، که ولس عزت او حیثیت درلود، نو دهغه ولس هر وګړی به هم د عزت او حیثیت خاوند وی، او که ولس عزت او حیثیت ندرلود، نو دهغه ولس وګړی به څه عزت او حیثیت ولری؟

حیثیت او عزت په مقام او منزلت، په عیش او عشرت، پیسو او بډای توب، اقتدار او قدرت، سرداری او حکومت، د ماڼیو، ګاډو، موټرونو او فاخره جامو او معطرو حمامونو، ځان د نورو نه په لوړګڼلو، په تجارت، غرور او تکبر، فرعونیت او ظلم، لقب او منصب نه تر لاسه کیږی.

دا عزت ندی چی ټيټ خلک او د غرض خاوندان، چاته ملک، چا ته خان، چا ته بادار او سردار ووایی.

حال احوال او حقایق بیانول، د بد معاشی سره مقابله کول، د ولس او هیواد چوپړی او خدمتګار کیدل، د ملی مبارزی دګر ته وردانګل، پښتو او پښتوالی ته د زلمو پام ور ګرزول، سمی او کږی ورښودل، خپل انسانی، اسلامی او پښتنی وظایف پر ځای کول، د عزت او حیثیت لازمی پړاونه دی.

د دی د پاره چی ستاسی او د وطن زلمو، غږ اوهیله بی جوابه پاتی نشی، دا څو کرښې می ولیکلی، خدای دې وکړی چی بی تأثیره پاتی نشی.

په وروستۍ برخه کی، د پښتو او پشتونوالی ویښو او بیدارو او هوښیارو زلمو ته د هسک څښتن نه توفیقات او بری غواړم، چی د خپل ملی شعور او وجدان او پښتنی اصولو او لار ښودنو سره سم، د پښتو، پښتونولی او خپل ولس او هیواد ته د هسی خدمتونو مصدر شی، چی  پښتنی ټولنه په ژوندون او په قبرونو کی د مشرانو او بابا ګانو روح پری ویاړ وکړی.

په درناوی

نوټ: د یوه مبتدی تایپست په توګه، پدی لیکنه کی د خپلو محتملو تاپستی نیمګړتیاو نه معذرت غواړم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.