تل په یوه کورنۍ کې اقتصادي مشکلات رامنځته کیږي، که ستاسې کورنۍ زیاتې پیسې لري یا کمې خو مالي او اقتصادي ستونزې عامې دي او ورسره مخامخ کیدل ختمي دي لکه د پیسو له لاسه تلل یا کار له لاسه ورکول دغه ټول مالي ارزښتونه دي چې اقتصاد کمزوري کوي.
لکه څرنګه چې انسانان په یو ګډ چاپېریال او ټولنه کې ژوند کوي، د ډېرو فعالیتونو سربېره انسانانو ته اړینه ده چې په خپل کور کې، همدارنګه کوم ځای کې چې ژوند کوي د خپل ژوند ضرورتونه مهیا، برابر او یومنظم اقتصادي سیستم رامنځته کړي. لاندې څو مهم ټکي دي چې د کورني اقتصاد په جوړلوکې ډېره مرسته کوي:
بودیجه جوړول:
د بودیجې پلان: د میاشتني او کلني بودیجې جوړول چې په کې د اړتیا وړ او غیري ضروری لګښتونه مشخص شي.
یوې خارجۍ میرمنې لیکلي چی (مونږ په خپله کورنۍ کې په منظم ډول د هره میاشتۍ بودیجې په اړه فکر کوو، د هرې اونۍ لپاره لګښتونه په نظر کې نیسو او همدارنګه د سپماَ موخې ته رسیدو په اړه فکر او خبرې کوو ځکه پیسې زموږ لپاره یوه دوامداره او پرمختللي موضوع ده)
سپما (پسنداز)
د هر عاید یوه برخه سپما ته ځانګړې کړئ. د بیړنیو حالاتو لپاره یو فنډ جوړول ترڅو د ناڅاپه لګښتونو لپاره چمتو اوسئ.
په کورکې دپیاوړي اقتصاد رامنځته کولو لپاره اړینه ده چې پسنداز سیستم رامنځته کړئ که چېرې دخپل عوایدو یوه برخه دپسنداز په شکل ونه ساتل شي نو هېڅکله کورنې اقتصاد نه رامنځته کیږي ، ځکه پسنداز سیستم دی چې د ورځنېو چارو لګښتونو ته ځواب ویلای شي نودهرکور لپاره اړینه ده چې دخپلو عوایدو یوه کوچنۍ برخه دپسنداز یا (سیونګ) په شکل ځان سره وساتي.
پانګه اچونه:
کوچني او د منځنۍ کچې تشبثات په ټوله نړۍ کې د کاري بوختیاو په رامنځته کولو کې غوښنه برخه لري، که ارقامو ته ولیدل شي، نو د ټولې نړۍ ۹۰٪ کاروبار د همدې کوچنیو او منځنیو کچو کاروبارونو څخه جوړ دی، چې ۵۰٪ کاري مشغولتیا د همدې کاروبارونو پهوسیله رامنځته شوېده.
اسراف څخه ځان ساتل :
اسراف هغه ناوړه پدیده ده چې د اسلام مبارک دین په قرآنکریم او نبوي احادیثو کې ناروا بلل شوی، نو که هرڅه له اړتیا پرته په مصرف رسیږي،اسراف بلل کیږي ، ځکه الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایلي، وخورئ وڅښئ خواسراف مکوئ ، کله چې په یوې کورنۍ کې له اړتیا پرته توکي په مصرف رسیږي بې له شکه چې کورني اقتصاد ته زیان رسوي ، که چېرې اسراف څخه ځان وساتئ نو کورنې اقتصاد به مو پیاوړی شي.
د پورونو مدیریت:
پورونه مو کنټرول کړئ د پورونو کمولو لپاره پلان جوړ کړئ او هڅه وکړئ چې پورونه ژر تر ژره تصفیه کړئ.
د پور اداء کول یو الهي مسؤولیت دی، ستاسې د پورونو د بیرته اداء کولو غوره لاره دا ده چې لومړی خپل مالي وضعیت، او د پور مقدار پام کې نیولو سره د پور اداء کولو لپاره منظم پلان ترتیب کړئ.
انټرنیټ او موبایل مصارف مو راکم کړئ .
په افغانستان کې د انټرنیټ او موبایل مصارف هم یو سرخوږی دی ځګه چې بیې یې لوړې دي که په تېر کې مو په میاشت کې لس جي بي انټرنیټ مصرفوو نو اوس یې پنځه جي بي ته لګښت را کم کړئ یا هم که چیرته مو مخکې دوه زره دقیقې فرې کولې نو اوس یې زر یا هم پنځه سوه دقیقې فري کړئ .
هغه توکي مه رانیسئ چې وخت یې کم وي:
مشهور متل دی ، چې ارزان بې علت نه دی او قیمت بې حکمت نه دی همدې ته په کتنه موږ کوښښ کوو، چې ارزانه توکي را ونیسو او خپل ورځنی ژوند پرې روان کړو خو دا چاره زموږ لګښتونه نه شي را کم کولی بلکې ددې ناسم پوهاوي له مخې بیا مجبوره کیږو چې همدا توکي را ونیسو .
د توکو د نرخونو ټیټ والی یو علت دا هم وي چې د له منځه تلو موده یې کمه پاتې وي نو پلورونکی یې د یوه تکتیک له مخې بیې را کمې کړي او ډول ، ډول اعلانات ورته وکړي.
خپل عواید په سم ډول مدیریت کول:
څومره چې مو دعاید کچه لوړيږي ، هغومره مو ورسره دکور لګښت کچه هم لوړیږي ، نو په کومه اندازه چې عاید لری په هما غه کچه لګښت وکړئ ، که چېرې لګښت کې مو کموالې راغی نوپه مستقیم ډول په پسنداز سیستم کې مو زیاتوالی راځي، نو کوښښ وکړئ چې دخپل دعوایدو سطحې په کتو سره خپل لګښت وسنجوئ.
دا لارې چارې کولی شي ستاسو د کورنۍ اقتصاد پیاوړی کړي او تاسو سره په مالي ثبات کی مرسته وکړي .
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.