ډګروال صیب هغه د خلکو خبره نور د پولۍ پړک ته ناست و. د کور له ټولو شتو ورته ایله خپل شخصي زوړ موټر پاتې و، چې نه خو يې ورته دومره روپۍ کولې او نه يې پرې د خرڅلاو زړه کېده. څو ځله يې د پلورلو پرېکړه وکړه، خو بيا به يې ورته زړه وويل، چې « که مې دا له ګوتو ووځي، نو ورسره به مې د خلکو له زړونو پاتې باور هم کډه وکړي». هغه هره لوبه وکړه. د جلال اباد ښار د وچ ډنډ پر غاړه د بورې خرڅول، په لاسګاډي کې د بانجانو پلورل او په پای کې کوڅه په کوڅه د سړوبیو یا آیسکريمو ګرځول، خو دغو ټولو هلو ځلو يې ماشومان په ګېډه ماړه نه کړل.
له ډېرې ناهيلۍ لا تر زنې پر کور کېناست. هغه بې له سويو اسوېلیو نور څه نه شو کولای، خو يوه ورځ يې مېرمنې ورته وويل:
ـ تر څو به ناست يې؟! ته خو بسم الله که. که همدا حال دې وي، نو نور به چم ګاونډ کې وشرمېږو. سبا ته اوړه بيا له چا نه وغواړم؟
څه شېبه وروسته ډګروال صیب ښار ته زړه نه زړه لاړ. خدای به يې څه پورې ایستي و، هغه دوست يې په مخه ورغی،چې هغه يې له ډېرې مودې د ليدو ارمان کاوه.
دوست يې چې له ستړي مه شۍ نه وروسته د ډګروال صیب له بد حالت او ستونزو خبر شو، نو بې له کومې سريزې يې په ډېر اخلاص پنځوس زره کلدارې د صرافۍ د کارو بار لپاره ورکړې. د هغه سره چې څومره د مننې الفاظ وو، خپل دوست يې پرې ونمانځه. هغه له واره روپۍ په افغانیو بدلې کړې او دومره ډېرې شوې، چې په وسو وسو يې په تورې پلاستيکې کڅوړې کې پر ځای کړې. مازيګر مهال و، چې کور ته روان شو. په لار کې يې د کور یو يو شی سترګو ته ودرېد. يو ځل يې زړه کې وګرځېدل، چې راشه له هر څه لومړی خو يوه بوجۍ اوړه واخله. هغه ګرم نه و. له اوو کلونو راهیسې يې مېرمنې په خپل کور کې د اوړو بوجۍ ليدلې نه وه، خو بيا يې غوره وګڼله، چې له خپلې مېرمنې سره سلا وکړي.
لږ وخت وروسته له ډېرو خوښيو سره کور ته ورسېد. مېرمنې يې له برنډې نه لاندې تنور لمبه کړی و، خو پخپله نه وه.غوښتل يې چې له هغې سره ټوکه وکړي، نو ځکه يې کڅوړه په برنډه کې کېښوده او پخپله کوټې ته لاړ. هغه په څه کار بوخته وه، چې ورته ويې ويل:
ـ ورشه په کڅوړه کې مې اوړه راوړي ! هغې په خندا ترې وپوښتل:
ـ تا سره خو روپۍ نه وې، له چا نه دې واخيستل؟
هغوی دوه درې خبرې نورې هم وکړې او بيا يې مېرمن لاړه. لږه شېبه وروسته يې مېرمنې ورغږ کړ:
ـ کڅوړه چېرته ده؟
د دې خبرې په اورېدو هغه په منډه ورغی، خو چې ويې کتل، نو کڅوړه نه وه. دواړو په منډه دوه درې ځايونه ولټول، خو چې ويې نه مونده، نو له خپل کوچني زوی نه يې پوښتنه وکړه. هغه چې له تناره سره نږدې ولاړ و، په خوله يې هېڅ و نه ويل، خو تناره ته يې ګوته ونيوله. دواړه په ډېر هيبت تناره ته ورغلل او چې ور ويې کتل، نو ټولې روپۍ سوې وې. د يوه نیم لوټ روغه څنډه لا پاتې وه، چې ډګروال صیب خپل سر په دواړو لاسونو کلک ونيو.
ماشوم زیړ ځبېښلی ولاړ و، چې هغه پرې ورمنډه کړه. پورته يې کړ او پر ځمکه يې وويشت. له ویشتلو سره هلک ټک و پتری شو. مور يې چغې کړې او له ژړا سره يو ځای يې ورته وويل:
ـ لاسونه دې مات شه، زوی دې راته مړ که!!
هغه ته يې د مېرمنې دې خبرې دومره غوسه وروسته، چې د تناره سره پرته د مندستې چومبۍ يې راواخيسته او هغه يې پرې وويشته. ګوزار نه و، د عزرائیل څپېړه وه. پر سر د لګېدو له امله پر ځمکه جوخته راولوېده او څو شېبې وروسته يې ساه وخته. ډګروال صیب له ځانه سره فکر وکړ، چې دوه مړي دې وکړل، تښته! له همدې سره له کوره ووت. موټر يې چالان کړ، خو لا يې پوره ایکسېلېټر نه و ورکړی، چې موټر لومړی لږ جيګ شو او ورسره يې يوه وړه کړيکه واورېده. هغه په هیبت راکښته شو او چې ويې کتل، نو يو بل زوی يې چې له وېرې د موټر لاندې پټ شوی و، هم وواژه. هغه ته ځمکه او اسمان يو ښکاره شول. هغه ته خپل ژوند نور عذاب ښکاره کېده. په منډه کور ته لاړ، تېره روسۍ برچه يې راواخيسته، غوښتل يې چې په يوه ګوزار خپل ځان ووژني. برچه يې په لاس کې کلکه ونيوله، بيا يې هوا ته پورته کړه، خو په ډېر زور سره يې چې کله په خپل زړه ګوزار وکړ، نو د دېوال سره د لاس د لګېدو د سخت درد له کبله له خوبه راويښ شو.
څمکني ـ پېښور
۲۰۰۰ اګست ۲۸
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.