جرمن ملت یو وخت یوازې جرمنان یعنې د همغې سیمې سپین پوستي خلک وو. همداسې برتانویان، فرانسویان، هالنډیان او نور یوازې د هماغو سیمو سپین پوستي خلک وو.
خو نن که افغان، که هندی، که چینایی، که ترکی، که افریقایی او که بل د دغو هیواد تابعیت ولري نو دوی ته هم جرمن، یا برتانوی، یا فرانسوی، یا هالنډی یا بل ویل کیږي او همغه اسناد او حقوق چې د هغه ځای سپین پوستي لري، دی یې هم لري.
د افغان کلمه هم که کوم وخت یوازې د پښتنو لپاره کاریده، خو نن پدې هیواد کې د هر اوسیدونکي لپاره کاریږي. که دا اوسیدونکی پښتون وي، که تاجیک، که هزاره، که هندو، که مسلمان، که یهود، که بیدینه او که کوم پردی چې د افغانستان تابعیت یې اخیستی وي.
مشکل دا دی چې یو شمیر خلک چې د جرمني، برتانیې، فرانسې او نورو اسناد اخلي هیڅکله نه وايي چې جرمن یا برتانوی یا فرانسوی یوازې د هماغه ځای سپین پوستي خلک دی او زما هوئیت نه دي. برعکس په ډیره خوشالي د هغه ملک هوئیت اخلي. خو همدا خلک بیا افغانستان کې خلکو ته وايي چې زه خو افغان نه یم. ښه چې افغان نه یې خو جرمن هم نه یې، برتانوی، فرانسوی او امریکايي هم نه یې، ولې له هغو هوئیتو انکار نه کوې؟ خو لکه څنګه چې د هغو هیوادو په اسنادو باندې جرمن، یا برتانوی یا فرانسوی یا امریکايي یې دغسې د افغانستان په اسنادو افغان یې.
د غرب متعصبین ځانته د هغو هیوادو هوئیتونه غواړي خو په وطن کې بیا خپلو قومیانو ته وايي چې افغان هوئیت مه منئ.
تاسې ته څوک نه وايي چې د تاجیک، هزاره، ازبیک او بل په ځای مو ځانته پښتون ووایئ. برعکس درته وايي چې د افغانستان د یو تبعه په حیث ستا ملت افغان دی که څه هم قوم دې تاجیک یا هزاره یا ازبیک یا پښتون یا بل دی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.