زه د کار لپاره ساحې ته تللی وم، سخته ګرمي وه، له ما خولې روانې وې، ښه مې وګڼله چې د یوې ونې سیوری ته کښینم. کله چې د ونې سیوري ته کښیناستم؛ مخامخ مې د یوه زاړه کور پر کړکۍ نظر ولګېد. فکر مې وکړ په دې دومره زاړه کور کې به هم څوک اوسېږي. شېبه وروسته د کور هماغه کړکۍ خلاصه شوه، د کړکۍ تر شا ولاړ کس چې زما حالت ولیدلو، په اشاره یې وویل “اوبه څښې؟” ما هم ورته د “هو” سر وخوځولو.
زه په فکر کې شوم چې څومره ستر او د ښه زړه والا انسان په دې کور کې ژوند کوي. زه یې نه پېژندلم خو بیا یې هم زه درک کړم او د اوبو ست یې وکړ.
زه په انتظار وم چې اوس به اوبه راوړي، خو ډېر وخت وروسته هم اوبه رانغلې. ما خپله پرېکړه بیرته بدله کړله، له ځانه سره مې وویل: دا خو ډېر چټي انسان دی، خو چې اوبه دې نه راوړلې زه دې ولې په انتظار کړم. زه په همدې فکرونو کې وم، چې د کور دروازه خلاصه شوه، کس په لاس کې د اوبو لوښی نیولی و او زیاته یې کړه: ما فکر وکړ ته به ډېر تږی شوی یې، نو د ساده اوبو پر ځاې مې ښه وګڼړله چې شربت درته جوړ کړم.
ما بیا خپله پرېکړه بدله کړله او ومې ویل چې دا خو ډېر نیک انسان دی، اصلاً زما فکر ناسم دی.
کله یې چې راته شربت په ګیلاس کې واچولو او خولې ته مې نږدې کړ، پیکه و، سخته غصه راغلله، له ځانه سره مې وویل: دا خو ډېر احمق انسان دی، دومره زیات وخت یې د شریت په جوړولو تېر کړ او اوس یې شربت هم پیکه راوړی.
زه په همدې فکر کې وم، چې نوموړي کس له جېبه د بورې کوچنی پاکټ وویست او زیاته یې کړه: ښاغلیه ما په شربت کې ځکه بوره ګډه نکړله، چې فکر مې وکړ کیداې شي ستاسې شکر وي، نو ځکه مې بوره په جلا ډول راوړله. ووایه څومره بوره درته پکې واچوم؟
ما بیا فکر وکړ چې یاره دا خو ډېر د کمال والا انسان دی…
زما فکر دومره ژر ژر بدلیدلو چې ما د بل فکر په اړه دا پرېکړه هم نه شوه کولې چې دا فکر مې ښه دی که بد!!!
نوټ: وړاندې له دې چې په خبره مو ځان سم نه وي پوه کړی او مالومات مو نه وي ترلاسه کړي؛ هېڅکله د چا په اړه د بد یا ښه قضاوت مه کوئ!!!
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.