غزل

شمائله سليمي

192
کړم تماشه د هر يو رنګ هوش و حواس کې يمه
خو غږ مې ځکه دى خاموش چې په وسواس کې يمه
د صورت غوښې تويوي د تن هډونه زبېښي
زه چې له کومو اندېښنو سره تماس کې يمه
د پښو څپلۍ سره مې هم برابري نه کوي
کوم پټکيوال ته چې ورپاتې په ميراث کې يمه
خلک منظر د خپل وطن ته سينګار کړي درومي
زه ورته ناسته د کفن غوندې لباس کې يمه
ما له سرکش تقديره کړى بغاوت د جنون
لکه د فال لکيره پاتې په خپل لاس کې يمه
په کوم اواز د حکايت دا شکايت وکړم چې
زه له خپل ځان نه په حِرمان کې يم په يأس کې يمه
د خپلولۍ احساس مې نشته شمائلې دلته
خدايزده دېره په خپل وطن او که پرتاس کې يمه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.