رنګ

عبدالغفور لیوال

244

هغه اسونه،
چې د نقاشۍ د تابلو په شنه ورشو کې څري،
هیڅکله نه خولې کیږي
***
کډواله مرغۍ
د هغو ونو پر څانګو نه کیني،
چې د تختوځالې يې
د نجار په میخ نښلول شوې وي.
***
میخونه ښه پوهېږي
چې «سر» به ونه ساتي
سر
څه په څټک وهلی
او څه بایللی له څټکه د درواغجنې خپلواکۍ په نامه
***
هغه سروې،
چې باغوان یې سینګاروي،
هيڅکله
د ځنګله په هغو نښترونو ودېدلای نه شي،
چې د توپان د قهرجنو اسونو لاره نیسي

هغه اسونه،
چې د نښترو په ډګر کې ځغلي
خولې کیږي
او که ځنګله ته را کوز شوی د غره باز
په نښترو کې د ځغستلي اس خوله وڅښي
څلویښت شېبې روسته به
د باز ججوري کې یو سور غمی پردې نه ووځي
ستا د سرو شونډو رنګ د دغه سور غمي غوندې دی
دا رنګ لا هېڅ نقاش لیدلی نه دی.
ځکه نو
هغه اسونه،
چې د نقاشۍ په شنه ورشو کې څري
نه خولې کیږي.

.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.