د افغانستان دعلومو اکادمۍ درانه مشرتابه ته

پوهاند دوکتور مجاوراحمد زيار

259

کره دېسېمبر ۲۰۲۱

پوهاند دوکتور م.ا.زيار

 د ژبپوهنې  سلاکار

            اکسفورډ،۹اکتوبر۲۰۲۲

د افغانستان دعلومو اکادمۍ

درانه مشرتابه ته

لکه څنگه چې د کابل پوهنتون او  د اکادمۍ  په رسمي اسنادو کې  خوندي دي، زه د سيمې او هېواد پر کچ د يوازني ژبپوهاندآريانپوهاند او بيا له څه  ناڅه پېنځوسو افغاني ژبتوکميزو ډلو څانگپوه (متخصص) او له لوړترين تعليمي او علمي-څېړنيز رېکارډ سره تر هرڅه له مخه له ۲۰۱۹ کال راهيسې  د دوه غورو اواړينو چارو او دندو پر بنسټ په دغه ستر علمي مرکز کې د  ژبپوهنې د مشر سلاکار په توگه ټاکل شوی يم:

په کار ده ، د اکادمۍ مشرتابه ته داهم څرگنده کړم چې زه د تېرعيسايي کال د کالنۍ رخصتۍ د ميا شتې دوو له مخې د خپلې کورنۍ د ليدو او روغتيايې ماينو لپاره اکسفورډ (انگلېنډ) ته راغلی وم، خو په خواشينۍ سره  د تېراگست پر دېرشمه دبايسکل ټکر له لامله ۴۷ ورځې په روغتون کې تر عملياتو او درملنې راروسته  بياهم تراوسه له روغتيا يي څانگو اوکتنځيو سره  په اړيکه کې پاتې شوی يم، خو دالوتنو له ستونزو سره سره  غواړم، هېواد ته درستون شم او د خپلې سلاکارۍ او د دوا ړو يادو مسألو په تړاو ستا سې له درانه مشرتا به سره له نژدې وگورم؛ په ترڅ کې دکابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنخي (پښتو پي اېچ ډي) په دفاع کې هم گډون وکړم.

لمړی- د (افغانستان د ژبپوهنې اطلس) پروژه:

هماغسې چې  په اړوندو لاسوندونو (اسنادو) کې  يادونه شوې، د دغې ستری ملي علمي پروژې له بهرنيو او کورنيو پرمخوړونکيو څخه  يوازې زه ژوندی پاتې يم، نو له دې لامله پر هماغه لمړني کال مې د پخواني لوی رئيس څېړنپوه عبدا لظاهر شکېب او منشي څېړنوال رفيع الله نيازي او دبهرچارو وزارت فرهنگي استازي په ملتيا مې اروپا ته يو رسمي سفر وکړ. ړومبی مو په پاريس کې د افغاني سفارت له لارې له يو نسکو سازمان سره موضوع شريکه کړه. ترهغې روسته چې هغه نړيوال علمي- فرهنگي سازمان ډاډ راکړ چې که د ( سويس) دولت د پروژې پاتې کار د منلي مالي اوفني مسووليت له مخې د برن پوهنتون د آريانپوهنې څانگې له لارې بشپړوي، ښه ترښه، که نه دغه نړيوال سازمان به راته يو بل مرستندويه (دونر)  هېواد را پيداکړي. نو هله بيا سويس ته ولاړو او په جېنواکې مو د افغاني سفارت له لارې له برن پوهنتون سره پر مسأله خبرې وکړې او دومره يې  را څرگنده کړه چې که  يوبل هېواد ورسره په فني او مالي دواړو برخو کې هم برخه واخلي.

که څه هم راروسته يې ديو رسمي ليک په وسيله د کرونا وبا په پلمه را سره  هغه چاره و ځنډوله، خو ما  له هغې راهيسې په خپلو ځانگړو هاندو هڅو وکړای شول،  له همدې انگليستانه  دناروې هېواد داړوند علمي انستيتوت  د  مشر او ورسره د يوې امريکايي پوهنتوني استادې چې څوکاله وړاندې د يوې بلې علمی بېلبرې (موضوع) لپاره زما دليدو  په موخه اکسفورډ ته راغلي ول، په دغه تړاو د همکارۍ ډاډ اوژمنه را ترلاسه کړه. په دې توگه هيله ده، ستاسې د نوي مشرتابه له خوا به پر هماغو مخنيو ملگرو سربېره د پلاوي  د مشر په توگه يو جگپوړی چارواک او د ياد شوي وزارت فرهنگي استازی هم  راسره د سويس او ناروې  په رسمي سفرکې  ملگرتيا وکړي

دويم- د پښتو ليکدودي يووالي غونډې پرېکړې او هوکړې

له دويمې رسمي(دري) پارسي ژبې سره د يوې مثبتې ملي سيالۍ په موخه د( يوې-يوازنۍ کره ليکنۍ پښتو) ليکدودي يووالی ربړه (مسأله) او ورسره ورسره د ملي نومَونپوهنې(ترمينالو جۍ) ترڅنگ پوځي دا (له بريدگي او بريدمنه تر ستر جنراله) او د نويو علمي نو مَونو يا اصطلاحاتو (دانشواژه ها)  او اداري هغه [ښاروال- ښاروالي، ولسوال،ولسوالي، روغتون، درملتون، درملځی، ديپوی ادويه)، زېږنتون، پوهنتون، پو هنځی،  ښونځی، پالنځی،سره مياشت، مرستون،څارنوال،  څارنوالي، ستره محکمه… له يو برابرکارونگ رښتې (حق) سره ، چې د تېرې پېړۍ د (پښتو ټولنې) د دوديزې(زړې) ژبپوهنې او لاسجگونې يا رای گېرۍ پرځای  مو غوره وگڼله، د اکاد مۍ)  تر سيورې لاندې  د نوې ساينتېفيکې ژبپوهنې د زرينو آرونو (اصولو)  له مخې د يو يونيم کلنو رابللو غونډو  په ترڅ کې تر هرڅه وړاندې د پښتو يو لړ بېخبنا يي ژور رغښتونه (ديپ سترکچرونه) او گڼ شمېر مخبنايي برسېرن رغښتونه (سرفېس سترکچرونه)  په پام کې ونيول.او د همدې سترې علمي- فرهنگي منځۍ د مخني مشرتابه له لارښونې سره سم  مو د ټاکلې چلنلارې (پرو سيجر)  پر بنسټ د (پښتو ليکدودي يووالي) په  موخه د اکاد مۍ تر څنگ له پخوانپو روزلو پو هتنتوني استادانو او ازادو ليکوالو سره ،هغه هم تر وسې وسې د بېلا بېلو سيمو او گړدودو  په استازۍ زياتره غونډې هملته په اکادمۍ کې  او پاتې دوه درې غونډې ورسره ما له اکسفورډه  پرليکه (انلاين) ترسره کړې چې متنونه له کړو  پر ېکړو او هوکې سره له پخواني مشر څېړنپوه ډاکتر عبد الظاهرشکېب ،علمي منشي څېړنوال رفيع اله نيازي، سيدنظيم سيدي، محمد آصف احمدزي..،د کابل پوهنتون او د ښونې روزنې پو هنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانگې استا دانو پوهنوال. شيراغا شېرزاد، پوهنوال عبدالجبار څپاند،  پوهاند لعل پاچا ازمون، پوهنوال اجمل ښکلي، استاد محمد آصف صميم، ډاکتر غلام سرور ظهيرآرمل…او بيا له ما سره  د ژبپوهنې د  سلاکار په توگه خوندي دي.

زه په دې هيله يم، ستاسې د نوي مشرتابه له خوا هم هغه پرېکړې له نوې هوکړې سره د خيبر پښتونخوا او سوېلي پښتونخوا د اړوندو اکادميو او د پوهې فرهنگ ازادو سټو او مخورو په گډون؛ _د ټولنيز-ژبپوهنيز ملاتړ يوه تشريفاتي تائيدي غونډه، نه د تېرې پېړۍ  د هغو په څېر د راي اخېستنې  لپاره،_کابل ته راوبلل شي!

                                                            په ټوله علمي او فرهنگي مينه او لورېينه

منندوی پوهاند دوکتور مجاوراحمد زيار

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.