خوست کې امنیتي مسوولان وايي: دغه ولایت کې یې، د غلو یوه پنځه کسیزه ډله نیولې ده

151

خوست کې امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې، د غلو یوه پنځه کسیزه ډله نیولې ده.

د خوست امنیه قومنداني څخه سلام‌وطندار ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د جنايي جرمونو سره مبارزې مديريت ځواکونو د علي‌شېرو او ترېزیو ولسوالي کې دغه ډله نیولې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د غلو یادې ډلې به د دې ولسوالي په بېلابېلو سیمو کې پر لویو لارو او د شپې پرمهال به یې، د خلکو له کورونو څخه غلاوې کولې.

خبرپاڼه زياتوي چې له نیول شویو کسانو سره د بې‌هوښۍ لپاره استفاده کېدونکې سپرې هم نيول شوي چې د غلا پرمهال به يې، پرې خلک بې‌هوښه کول.

نیول شوي غله د يادې ولسوالي اوسېدونکي دي او په خپلو جرمونو يې، اعتراف هم کړی چې د دوسیو له بشپړېدو سره سم به اړوند ارګانونو ته وسپارل شي.

سلام‌وطندار

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.