غرونه او غمونه

صدیق کاوون توفاني

176

ته خو ښه وې، ښايسته وې وطندارې
د بـد رنـگو شپـو ډيوه وې وطندارې
شنې وږمـې دې جـگېدلې له وربـله
د دښـتي گلو غـونچه وې وطـندارې
*****
پسرلي دې له رخساره رنگ اخيستی
ښاپـیرۍ دې ښـکلا گانو تـه حيرانې
تـوده غېـږه دې د مـينې مدرسه وه
په ککو کې دې د عشق ډيوې ځلانې
*****
دواړه سترگې دې چينې د رڼايي وې
بـهېدلې تـرې ويـالې د څـراغـونـو
د خاطر په نندارتون کې دې ويده وو
انـځـورونـه د عـشقـونـو د خـيالـونو
*****
په کـتو کـې دې غـزل غـزل خبرې
موسېدو کې دې کتاب کتاب شعرونه
په تندي کې دې سپېدې د سباوون وې
گـرېـوانـه کې دې د ټول جهان باغونه
*****
اوس دې ستوری د هبوط پرکرښه سم شو
د ښايست تاندې غونچې دې شوې خځلې
پـه خـيرنـو تـروږميو کې دې شپې دي
د نـــاولـــو اروا گـانــو يـرغـمـلـې
*****
بـيا د تـيږو پـه کـلا کې زنداني يې
لټـوې د ژونـدون راز پـه کتيبـو کې
بيا دې پروت کړۍ کړۍ ځنځير په غاړه
تـېروې ترخې شيبې په زولنو کـې
*****
زه خـو لاړم تورو غرونو نه پـناه شوم
راسـره دي سـتا د گل غوندې يادونه
زخمي زړه مې په سينه کې دی راوړی
گـرځـومـه پـکې غـرونـه او غـمـونـه
*****
زه خو لاړم له سورۍ تيږې نه تېر شوم
ستـا د اوښـکو سېـلاو يـوړم نـازنينې
هـره شپه، هره شيبه درپسې سوځـم
زمـا ځـانـه، زمـا ژونـده، زمـا مينې
*****
تور کميس دې چا گنډلی تورو شپو نه
شين ټيکری دی ښوېدلی له اوږو نه
انـنگو نـه دې د گلو سـرخي تـللې
اور دې نه څاڅي د شونډو له خوږو نه
*****
د خندا په باغ دې باد د خزان گډ دی
امـيدونـه دې غـوټۍ غـوټـۍ رژېـږي
د زړه کور دې اور اخيستی، تور لوگی يې
د آرمـان پـر شنـو غـونـډيـو راغوړيږي
*****
زه خـو لاړم له سورۍ تيږې نه تېر شوم
ستـا د اوښـکو سېـلاو يـوړم وطـندارې
لټـوم د تـورو شپـو تـورو کـوڅـو کـې
ستـا د زړه د تـالا شـوي جــنـت لارې.
رېده
۲۰ ـ ۳ ـ ۱۹۹۳

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.