د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۵امه  کليزه او د طالبانو ۳ کلنه واکمني

هاجره حرکت

156
 نن له انګريزانو څخه د خپلواکۍ بیرته اخيستلو ۱۰۵ امه لمانځنه ده، په هېواد کې هم درې کاله کیږي چې طالبان خپل واک چلوي.
په دې موده کې د تعليم او روزنې وضعيت، د ښځو کار، په ټوله کې د خلکو ژوند له راز راز ستونزو سره مخامخ شوی دی. نن په کابل کې د امارت د د دفاعي چارو وزير مولوي محمد يعقوب مجاهد د خپلواکۍ د بيرته اخيستلو په لمانځغونډه کې، خپل د پوځ کارکونکو او نورو چارواکو ته هر اړخیزه وينا وکړه.
هغه په خپلو خبرو کې ټينګار په دې وکړ، چې له ولسونو سره نرم چلند وکړي، د دغه زوريدلي او کړيدلي ولس، چې شل کاله یې د بهرنيانو پر وړاندې زموږ ملاتړ کړی او پر مټ يې موږ بريا ته رسیدلي يوو، د هغوی غوښتنې او اړتیاوې په پام کې ونيسئ.
ښاغلي محمد يعقوب مجاهد وويل:« موږ لومړی له انګريزانو ورپسې له روسانو او بيا له امريکايانو خپله ازادي د خپل ولس پر مټ اخيستي ده او اوس ترينه بايد ساتنه وکړو»
د هغه په خبره، موږ باید د خپل لوي خداي شکرادا کړو او نور پرې نه ږدو چې بيا له پرديو څخه د ازادۍ اخيستلو ته اړشو، موږ بايد دا ازادي وساتو.
د ده خبرې په هېواد کې يې له دري کلن واک او د دوي له کړنو سره څومره اړخ لګوي. د طالبانو د واکمنۍ درې کاله پوره شول، خو په هېواد کې د بشري حقونو، د جينکو د تعليم او د ډير عمر کسانو د تقاعد مسلې ته هيڅ پام نه کيږي.
په نړۍ کې ميشت ولسونه تل د خپلو حقوقو له پاره مبارزه کوي او د مستبدو زورواکو رژيمونو پر وړاندې خپل غږ پورته کوي، خو کله چې د دوي مبارزه بريا ته رسیږي او دوي واک په لاس کې اخلي، بيا د ولس ټولې هغه غوښتنې او ستونزې په پام کې نيسې کوم چې تیر مستبد رژيم له پامه غورزولي او دوي يې پر وړاندې مبارزه کړې وه.
طالبان په تيرو شلو کلونو کې د مبارزې يادونه کوي، خپل ځانونه د ولس استاذي ګڼي او وايې چې ولسونو يې ملاتړ کړی، هغوي يې شاته ولاړ وو او دي.
 بيا دوي واک ته له رسیدلو سره سم د ولس غوښتنو او اړتياو ته څومره پام کړی دی؟ ايا دې پوښتنې ته ځواب لري، چې په دې دريو کلونو کې د ولس ښيګنو، غوښتنو او د هغوي په ژوند کې د يو ښه بدلون له پاره يې کوم کار کړی دی؟
 هغه ولس چې دوي يې پر مټ دغه ستره بريا تر لاسه کړه او د واک پر ګدۍ کښيناستل.
ايا د طالبانو په حکومت کې پرته له خپلې ډلې يې، چې دوي ډير کله دعوه کوي او وايې، چې له هر قوم، ټبر نه په کې کسان شته دی، خو اصلي پوښتنه داده، چې پرته د دوی له ډلې څخه کوم تحصيل کړي ځوان او کارپوه ته، په کومه لوړه څوکۍ کې کار ورکړل شوی؟ چې ځواب نه دی.
تر ټولو زيات په کوم هېواد کې چې  يو نوي حکومت رامنځ ته کيږي، تر هر څه د مخه د هېواد اقتصاد پياوړي کولو له پاره اغيزمن ګامونه پورته کوي او خلکو ته د کار پيدا کولو اسانتياوې برابروي.
دا سمه ده، چې دوي اوس يو لړ ودانيز کارونه، او هم يې ځني نووښتونه کړي دي، يا د تير حکومت څخه نيمه کاره بندونو او سړکونو جوړول دي. خو اصلي او بنسټيز کار په يو هېواد کې د ښووني او روزنې مسله ده، چې جګړه زپلي افغانستان د خپلو خلکو د بې سوادۍ او ناپوهۍ له کبله، څومره ستر زيانونه ليدلي او زغملي دي، دغه ټولو بايد د اوسني حکومت د کاري پلان په سر کې ځاي درلوداې.
د ډير افسوس خبره دا ده، دوي لګيا دي د پاکستان پوځ پلانونه عملي کوي. د هغوي ټول کوښښ دا دی، چې افغانان له تعليم او لوړو زده کړو لري وساتي. که نه د ټولو به په ياد وي، همدا پاکستان و، چې د روسانو سره د جهاد پرمهال يې افغان مجاهدين هڅول، په هېواد کې ټول ښوونځي، روغتونونه او عام المنفعه ودانۍ له منځه يوسې.
 آيا زموږ به له ياده ووځي، چې په په تيرو شپږ څلويښت کلونو کې په زرونو افغان پوهان او عالمان يې په پاکستان کې په خپله د همدې افغانو مهاجرو په لاس وژلي، چې لامل يې همدا بې سوادې او بې علمي وه.
داسې ښکاري، چې زموږ په هېواد کې د پاکستان لاس ډير اوږود دی، نو ځکه د طالبانو په واکمنۍ کې هر څه ټکني دي. بيا په خاصه توګه په دغه دري کلنه دوره کې د جينکو پر مخ د ښوونځيو دروازو تړل او له کارونو څخه د ښځو راګرزول دې.
له پخوا څخه د طالبانو پلوی او د نړيوالو چارو کارپوه، په برتانيا کې ميشت افغان ښاغلې سيد بلال احمد فاطمي د طالبانو اوسنۍ چارې د ولس په خير نه ګڼي او د انتقاد ګوته ورته نيسې:« لومړی په نظام کې د خلکو ګډون مهم دی چې په اوسنې حکومت کې نه شته، که موږ يوازې دې ته وګورو، چې په هېواد کې امن دی او حکومت په يو لاس کې دی، دا د ښه حکومت والۍ بيلګه نه شي کيداي.»
د ښاغلي فاطمي په خبره، کله چې صنعتي بدلون نه وي راغلی، اساسي قانون شتون نه لري، خلکو ته کار نه وي او د تعليم دروازې تړلي وي، اساسي قانون نه وي او رهبريت غايب وي، دغه راز موثريت، شفافيت لکه څنګه چې ښايې شتون ونه لري، دا بيا په ښه حکومت والۍ کې نه شي راتلايې.
ښه حکومت والي هله راتلاي شی، چې د ولس لومړيو اړتياو ته پام وشي او تر ټولو زيات هغه طبقه چې د کورنۍ جګړی له کبله يې ډير زيان ليدلی، هغه ښخې، ماشومان او زاړه خلک دي.
 په داسې حال کی چې په ۲۰۱۸ م کال کې يوازي د کابل په ښار کې په لکونوکونډو ښځو ژوند کوو، چې د خپلو يتيمو ماشومانو روزنه او پالنه ورپه غاړه وه.دوي د دغه يتيمو ماشومانو ميندې له کارونو راګرزولي او بيا دا هم وايې، چې خلک يې ملاتړ کوي.
ولي په دې نه پوهيږي، چې هره مور په يوې کورنۍ پورې اړه لري او هغه کورنۍ کې به لس شل او ديرش کسان، لکه مور، خور، ترور، پلار، ماما، کاکا او نور وي، هغوي به د خپلې کورنۍ دغه غړې، خوار او بيوزله ژوند ته نه زوريږي او له اوسنې حکومت نه به ډير خوشاله وي، چې داسې يې بدمرغه کړې دې.
ورته شمير د جينکو د زده کړي په هکله هم دی، چې په ميلونو افغانان له اوسنې حکومت څخه ناراضه دي.
دغه حالاتو ته په پام سره طالبان تر اوسه مخ پر وړاندې نه دي تللي او نه هم د پرمختللو خيال لري، بلکې شاته روان دي. يو حکومت هغه مهال د خلکو زړونو ته لار پيدا کوي، چې د هغوي په ژوند کې اړتياو او ښيګنو ته پام وکړي. دا سمه ده، چې د دوي مبارزه د ښکيلاک پر وړاندي بریا ته ورسیده، خو آيا دوي اوس له بهر سره تړلي نه دي؟ په دې هکله ډير څيړونکي ورته نظر لری، چې د طالبانو مشر او يو شمير لوړ پوړي چارواکي د پاکستان( اي اس آي) په امر کارونه کوي او د هغوي غلامان دي.
 په خپله سيد بلال احمد فاطمي وايې:«د طالبانو په تير پنځه کلن واک کې نورمحمد ثاقب و، چې د جينکو د زده کړي او تعليم خلاف و او اوس هم په عدلي چارو کې په لوړه څوکۍ کې کار کوي او دغه ستونزه او ټول مصيبت ده او ورته نورو کسانو جوړ کړی دی. لکه حبيب اغا، نديم ندا او يو څو  تنه نور دي، دوي د پاکستان د جاسوسي ادارې سره اړيکي لري.»
هغه امنيت چې دومره ډير ياديږي او په بهر کې د هېواد ټول مينه وال ورته خوشاله دي، خو په ټول هېواد کې هره اونۍ د وژنو او تيريو خبرونه اوريدل کيږي او پرته له دې چې رسنيز شي، خلک يې په چوپه خوله زغمي.
 يوازي په تيرو دریو ورځو کي د خوګاڼيو ولسوالۍ اوسیدونکی يو غريب کار ځوان د عبدالولي په نوم د جشن لمانځلو په ورځ ، د نامعلومو کسانو په ډزو وژل شوی دی.
دويم ځوان د حميد جلال په نوم په کابل کې چې اصلي ټاټوبې يې جلال اباد دی او د يو شخصي پوهنځي د اقتصاد په رشته کې د وروستي کال محصل و، د طالبانو له خوا په ډزو وژل شوی او دا وژنه د طالبانو د کورنيو چارو وزارت هم منلې ده.
 دريم ځوان هم په جلال اباد کي  په ډزو کي وژل شوي، چې دې په نږدې موده کې هېواد ته د پخلايني کميسون په بلنه راستون شوی و او د ځاي اوسیدونکي په خبره د اسلامي امارت د امنيتي ټاور لاندې په ډزو ويشتل شوی دی. طالبانو ويلي چې نامعلومو کسانو ډزې کړي، خو عيني شاهد په خبره د ډزو په ځاي کې هيڅ کوم نااشنا څوک نه و او که وو، په خپله طالبان وو.
 د ډيرو ځاي اوسیدونکو  په خبره په هره اونۍ کې داسې پيښې رامنځ ته کيږي، خو د دوي په نظام کې هر څه سانسور دي او څوک حق نه لري، چې په اړه يې کوم خبر خپور کړي.  د ښاغلی محمد يعقوب مجاهد دا سپارښتنه، چې خپلو کارکونکو او همکارانو ته يې کوي، چې له ولس سره نږدي پاتې شئ او د هغوي اړتياوې او غوښتنې په پام کې ونيسئ، په چک پاينټونو کې له ولس سره نرم چلند وکړئ دا به کله عملې بڼه خپله کړي.
 ځکه خو دا پوښتنه راپورته کيږي، چې داسې د جبر او زور حکومت والي به نور تر کومه دوام وکړي؟  چې زموږ هېواد کې يو تل پاتې پايداره حکومت پاتې شي او د ملا يعقوب په خبره نور بيا د کوم بل هېواد د نښې ښکار نه شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.