د آسیا په زړه کي د آزادۍ د آسمان لمر

486

که څه هم د غازي امان الله خان لس کلنه دوره لنډه وه، خو له پراخو پیښو، بدلونونو او چلنجونو ډکه وه. زموږ غازي لومړی افغان واکدار و چي د ټولني د عصري کولو لپاره یې په پراخ ډول او افغاني زړورتیا اقدامات او اصلاحات پیل کړل.

دا چي منافق نه و، نو د مذهبي افراطیانو او د تیارې د زامنو لخوا د انګرېز په دستور له وطنه وشړل سو.

افغان تاریخپوه ارواښاد پوهاند حسن کاکړ لیکي: په نوي افغانستان کي درې دورې سره ورته دي:

لومړۍ: “۱۸۶۸ ـ ۱۸۷۸م” د امیر شیرعلي خان دوهمه دوره.

دوهمه: “۱۹۱۹ ـ ۱۹۲۹” د باچا امان الله خان واکمني.

درېیم: “۱۹۶۴ ـ ۱۹۷۳” د قانوني باچاهۍ لسیزه.

په یادو درېیو دورو کي افغانستان د پرمختګ او عصریتوب یو شمېر پړاوونه ووهل، خو درې سره نظامونو، د زور، جبر، وسلې او ناپوهۍ “مُقدس جهالت” په ګرداب کي د خپل ژوند وروستۍ سلګۍ ووهلې او له منځه ولاړل.

دا بدلونونه د افغان وطن د عصري کېدا او افغان انسان د ښېرازۍ لپاره ختمي ول، خو جاهل مخالفین یې د وخت د زورور “انګرېز” په لمسون هدف ته ورسېدل.

حبیب الله د غازي امان الله خان پلار د ۱۹۱۹م په فبرورۍ کي لغمان ته د ماهیانو/کبانو په ښکار پسي تللی و چي د خوب پر مهال ووژل سو.

وژنه یې سیاسي وبلل سوه او تاریخ یې د مشروطه غورځنګ د ځینو غړو کار بولي او د امیر ورور سردار نصرالله ته هم ګوته پکي نیول کیږي.

په ځینو روایتو کي د مرګ دا قضیه د حبیب الله پر مېرمني سرور سلطان “علیا حضرت سراج الخواتین” تاوانیږي چي دا وخت د امیرحبیب الله خان ورسره جوړه نه وه؛ حتا ورسره ویدېدئ نه؛ په ښکار، عیاشیو او نورو پټو و لوڅو کي کیسو و معاملو کي به مصروف و، دا د غازي امان مور وه.

تاریخ د حبیب الله اصلي قاتل د دربار یو غلام بچه شجاع الدوله “غوربندی” چي د مشروطه خوآهانو څخه و یادوي. خو د حبیب الله خان د وژني په جرم کرنیل علي شاه د محکمې په پرېکړي ووژل سو، دی د آمر ساتونکی و.

د هغه وخت غلام بچه ګان مریان نه ول، د وخت د نفوذي کسانو اولادونه به ول چي په دربار کي د نظامي او ملکي چارو لپاره روزل کېدل.

د امیر حبیب الله خان تر وژني سمدستي سردار نصرالله په جلال آباد او امان الله خان په کابل کي ځانونه آمیران وټاکل چي وروسته نصرالله د غازي امان الله خان باچاهي ومنله او ورته تېر سو.

موده وروسته پر امان الله خان باندي د اکا نصرالله خان یو شمېر پلویانو د پغمان پر لار ناببره ټکان/ډزي وکړې چي وروسته حکومت سردار نصرالله “د امان الله خان اکا” وواژه. غازي امان الله خان چي د پلار درېیم زوی و؛ د کورني رقیب د نه درلودلو له امله خپلي شاهۍ ته دوام ورکړ.

د فبروري ۲۴نېټه وه، باچا د خپل عالیشان غرور او وقار په موډ کي د کابل د مرادخانې پر یوه دښت یوازي را ښکاره سو، پر دغه میدان عام خلګ او عسکر را ټول سوي ول، غازي دلته د خپل هیواد بشپړه خپلواکي او د خلګو برابري اعلان کړه.

خلګو یې په زړورتیا هرکلی وکړ او د هیواد له ګوټ ـ ګوټ څخه بیعت لیکونه ورته راورسېدل.

باچا امان الله خان له دې وروسته سمدستي د هند وایسرای ته لیک ولېږئ د پلار له مړیني او د ځان د پاچا کېدو یې خبر کړل او د اپریل پر ۱۳مه یې په کابل کي په یوه عام دربار کي د وطن خپلواکي په دغه الفاظو څرګنده کړه:

“ما خپل ځان او خپل هیواد پوره آزاد، په خپل اختیار او خپلواک اعلام کړ. له دې وروسته به زما هیواد هغسي خپلواک وي، لکه د نړۍ نور دولتونه او قدرتونه چي دي. هیڅ باندنی هیواد به پرې نه ښودل سي چي یوه ویښته قدر حق ولري چي د افغانستان په دننیو او دباندنیو چارو کي ګوتي ووهي او که کوم چا دغسي وکړل، زه تیار او اماده یم چي په خپلي دغي توري سره یې مرۍ پرې کړم”

باچا امان الله خان د خپلي اوږدې وینا په پای کي انګرېز ایجنټ “جاسوس” حافظ سیف الله ته مخ ور واړوئ او په نرمه یې ورته وویل: “وه سفیره ته پوه سوې چي ما څه وویل؟!”

هغه ځواب ورکړ: “هو زه پوه سوم”

د هند وایسرای چي د امان الله خان لخوا د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو لیک تر لاسه کړ، نو سمدستي یې غازي ته د خپل منافقت څخه ډک لیک ور ولېږئ چي د خپلواکۍ هیڅ یادونه نه وه پکي سوې، ځکه برتانیا لا حاضره نه وه چي افغانستان په خپلواک ډول ومني.

افغانستان چي تر ډېره یې پر خاوره د چا واک نه و چلېدلی، په خپلو کورنیو چارو کي خپلواک و، خو دباندنۍ اړیکي یې له ۱۸۸۰م څخه بیا د غازي د خپلواکۍ تر اعلام پوري د برتانوي هند په خوله وې.

ګریګوریین لیکي: “په ۱۹۱۹م کال کي هیڅ واکمن نه سوای کولای په افغان ملت باندي په ټینګه حکومت وکړي، خو دا چي د پوره خپلواکۍ لپاره یې ژمنه کړې وي”

پاچا امان الله خان دغه جذبه پوره درک کړې وه او خپله یې هم درلوده. ده به ویل چي د بشپړي خپلواکۍ اخیستلو په کیسه کي به یا سوله وي یا جنګ چي ټول ولس به د شاه تر شا درېږي، دا خبره کټمټ همداسي سوه.

باچا امان الله خان چي پوه سو انګرېز یې خپلواکي نه مني، نو یې د جنګ لاره ونیوله او د انګرېز د حاکمیت پر ضد یې هم په دننه د وطن، هم په شمالي هندوستان کي د مسلمانانو، هندوانو او سِکانو په را پارولو شروع وکړه، هندي حکومت لا پخوا د رولت “Rowlett” په نامه یو سخت جزایي قانون جوړ کړی و چي د هغه پر ضد د ۱۹۱۹م کال په پسرلي کي په ډېرو ښارونو کي لاریونونه وسول، کاروبار په ټپه ودرېدئ؛ حتا کار تر دې حده غړکه سوی و چي د پنجاب په امرستر کي پر یوې لویي غونډي ټکان/ډزي وسوې چي ۱۵۰۰ تنه پکي ووژل سول.

ګاندي جي د همدې کال په فبروري کي د دې سخت قانون پر ضد د “ستیاګراهه” په نوم د مدني، سوله ییزي او د عدم تشدد پر لار د نافرمانۍ شپېلۍ ووهله چي لږه موده وروسته د شپېلۍ دا ږغ د هندوستان د آزادۍ سبب سو.

د خپلواکۍ ږغ چي لومړی له افغانستان څخه پورته سوی و، نه یوازي شمالي هند بلکي پېښور ته هم په خورا کش و پش کي ورسېدئ او په خلګو کي یې د آزادۍ ساه پوُ کړه.

په پېښور کي افغان وکیل عبدالرحمن او د پوستې آمر غلام حیدر؛ باچا غازي امان الله خان ته راپور ورکړ چي هندوستان د انقلاب په درشل کي دی، یوازي ټېله کولو ته اړتیا لري چي د انګرېز حاکمیت پای ته ورسوي.

غلام حیدرخان باچا صاحب ته دا هم ولیکل چي که پر هندوستان هجوم ور نه وړي؛ مسلمانان او هندیان به خوابدي سي.

غازي امان بېله دې چي د جنګ اعلان وکړي د هندوستان پر لوري یې پوځونه ور مرش کړل، خیبر ته د سپه سالار صالح محمد، کندهار ته د صدراعظم سردار عبدالقدوس خان او خوست ته د جنرال محمدنادر خان “چي دا مهال لا د لستوڼي مار نه و” په قومانده د تیارۍ امر وکړ.

د می مېلادي میاشتي پر څلورمه نېټه د صالح محمد پوځ پر انګرېزي استعمار حمله وکړه، په دې ډول د افغان ـ انګلیس درېیم جنګ پیل سو.

جنرال نادر د وزیرستان په ټل او واڼه کي له انګرېزي پوځیانو سیمي او مهمات ونیول، دې بري په ختیځ کي د انګرېزي پوځ فشار لږ کړ.

په درېیو سره جبهاتو کي ولس له پوځ سره ولاړ و، دا معلومه او ښکاره خبره وه چي د خپلواکۍ جذبه په ټولو قومونو کي؛ خصوصاً په پکتیاوالو او د وزیرستان په وزیرو کي ښکاره وه.

د ډیورنډ د کرښي دواړو غاړو قومونو د آزادۍ په دې جنګ کي برخه واخیسته، د انګرېز قامي ملېشو هم خپلي دندي پرېښوولې او پر کورونو کښېناستل، دغه ملېشې د ډیورنډ کرښي له هاخوا قومونو څخه جوړي وې، له انګرېزانو سره د دوی خواخوږي د انګرېز معنوي حالت کمزوری کړ.

د خپلواکۍ په جنګ کي دغه پښتنو ثابته کړه چي لا هم د افغانستان اصلي مدافعان دي، همدا لامل و چي د برتانیې حکومت د هند د وایسرای دغه وړانديز رد کړ چي ویل یې د هندوستان د ناارامۍ د غلي کولو لپاره غوره داده چي جلال آباد ونیول سي.

په دې اړه په لندن کي د هندوستان لپاره د حکومت وزیر د وایسرای وړاندیز په دغه الفاظو کي ونه منئ: ” زه په دې ډاډه یم چي تا به د تاریخ درسونه نه وي هېر کړي، هغه دا چي موږ د افغان منظم پوځ څخه دومره ویره نه لرو، لکه د قومي ملېشو او زموږ د کمپونو د مخابرو پر کرښه د هغوی له حملو څخه”.

د خپلواکۍ یوه نښه دا ده چي آزاد هیواد په خپله خوښه د نړۍ د هر ګوښه و ښکاره هیواد سره د خپلو استازو له لاري بېله سانسوره سیاسي او ډیپلوماټیکي اړیکي ټینګولای سي.

تر دې دمه د افغان واکمنانو اړیکي یوازي د برتانوي هند سره وې، خو پاچا غازي امان الله خان مخکي تر دې چي وطن د آزادۍ لوړ مقام ته ورسوي هم په دې هڅه کي و چي څه وړ کولای سي د نړۍ له نورو هیوادونو سره هم اړیکي جوړي کړي؟ د نړۍ حالت هم د هغه د هڅو مرستندوی وو.

باچا صاحب د ۱۹۱۹م کال په آپریل کي محمدولي په بخارا کي سفیر ټاکلی و، محمدولي د درواز تاجک او تر هغه مخکي د دربار د غلام بچه ګانو مشر و، مهم ماموریت یې دا و چي د اروپا د سولي په کنفرانس کي ګډون وکړي.

محمد ولي له خپلو لوړرتبه ملګرو سره روسیې، جرمني، ایټالیا، فرانسې، انګلستان او امریکا ته سفر وکړ او د ۱۹۲۲م کال په جون کي وطن ته راستون سو. له هغه خنډونو سره ـ سره چي د برتانیا د بهرنیو چارو نوي وزیر لارډ کرزن د دغه پلاوي پر وړاندي اچول، پلاوي بریالی سفر وکړ.

له شوروي اتحاد، پاریس او ترکیې سره یې سیاسي تړونونه وکړل او نور هیوادونه یې هم وهڅول چي له افغانستان سره سیاسي اړیکي جوړي کړي.

دا د افغانستان لپاره لوی بری و. له دې وروسته اروپایانو کابل ته مخه کړه، په دې سره افغانستان له عنعنوي ګوښه توب څخه د تل لپاره ووت او کابل ښار داسي بڼه غوره کړه چي د بهرنیانو شتون یې یوه ښکاره نښه سوه.

په دې کار سره ولي محمد ـ ولي محمد خان سو او وروسته تر هغه یې نور کش هم واخیست چي باچا یو میلیون نغده او د مستوفي میرزا محمد حسین ضبطي سوي مځکي هم ورته انعام کړې “دغه مستوفي راځړول سوی و”.

باچا امان الله خان نور ښه هم ورسره وکړل او هغه یې د خپل خُسر محمود طرزي پر ځای د بهرنیو چارو وزیر کړ، خو د افغانستان اړیکي له برتانوي هند سره د سرحد د پښتنو پر سر هماغسي ترینګلي پاته سوې او له شوروي اتحاد سره یې د مرو، بخارا او داسي هم د بسمه چي غورځنګ او د باچا امان الله د پان اسلامي فکر له امله د دوستۍ لومړۍ تودوخه له لاسه ورکړه.

د بولشویکي انقلاب د بري، د عثماني امپراتورۍ د ټوټه کېدو او د افغان ـ انګلیس د درېیم جنګ له امله شوروي اتحاد، برتانیې او د آسیا یو شمېر هیوادونو ځانونه په منځنۍ آسیا کي د “ستري لوبي” په یوه نوي پړاو کي وموندل.

په دغه لوبه کي باچا امان الله خان د بخارا د امیر او د هغو غورځنګونو چي یا یې په پان تورانیزم یا په پان اسلامیزم باندي تکیه کوله، په دې تلاښ کي ول چي د منځنۍ آسیا هغه تشه ډکه کړي چي د ترازي امپراتورۍ په له منځه تللو سره پیدا سوې وه.

باچا امان الله په منځنۍ آسیا کي د پرمختللو فعال سیاست غوره کړی و، خو بیا له هغه ځایه د شوروي اتحاد په پرمختګ سره پر شا ولاړئ.

د باچا غازي امان الله خان سیاستونه په دغه پراخي سیمي کي محسوس ول او د شوروي اتحاد سره په اړیکو کي هم څرګندېدل.

د محمد ولي خان پلاوي په مسکو کي د ۱۹۲۱م کال د فبروري پر ۲۸نېټه له شوروي حکومت سره یو تړون لاسلیک کړ. په هغه کي دواړو خواوو ومنله چي هیڅ خوا دي له درېیم دولت سره هیڅ دغسي نظامي یا سیاسي موافقتونه نه لاسلیکوي، چي د تړون کوونکي کوم طرف ته ممکن تاوان و نه رسوي.

شوروي اتحاد به په افغانستان کي قونسلګرۍ خلاصوي، مسکو ومنله چي د افغانستان د سوداګرۍ مالونه به د محصول له ورکولو پرته د روسیې له خاوري تېرېږي.

نه یوازي له روسیې سره د تجارت اړیکي جوړي سوې، بلکي د نړۍ له بېلابېلو هیوادونو سره سوداګریزي او ډیپلوماټیکي اړیکي ورغېدلې او افغانستان د پرمختګ زیات پړاوونه ووهل او د خلګو په اقتصادي چارو کي بېساری پرمختګ رامنځته سو.

د ۱۹۲۰م کال په پسرلي کي د افغان ـ شوروي اړیکي سره کمزوري سوې او شورویانو بیا د منځنۍ آسیا د لاندي کولو نیت وکړ. شورویانو چي د ۱۹۱۹م کال په پای کي ماسکو له تاشکند سره د اورګاډي په وسله وتړئ، ورسره سم یې هلته منظم پوځ هم واستاوه، فرغانه او خېوه یې لاندي کړل او د بل کال په راتګ سره یې په پنجده کي د افغانانو بریا پای ته ورسوله.

له دې وروسته د افغانستان او شوروي اتحاد پوله هغه سوه چي د تزاري روسیې په وخت کي وه. د ملیسن په نظر افغانانو داسي ګڼله چي انګرېزان نور بې زوره سوي دي، نو دی په دې لټه کي سو چي د بلشویکانو لوبه بې اغېزې کړي او له افغانستانه یې لیري وساتي. ده وروسته په ۱۹۲۲م کال کي په لندن کي د منځنۍ آسیا په ټولنه کي د یوې وینا په ترڅ کي وویل: “زموږ دنده دا سوه چي هر هغه ممکن څه وکړو چي په هغه سره د یوه دفاعي او یرغلیز اتحاد په مقصد د افغان او شوروي د پلانونو د واقعي کېدو مخه ونیسو”

باچا امان الله خان په منځنۍ آسیا کي د کنفدرېشن جوړېدو امکان بیا ولید. په کابل کي جمال پاشا چي د محمود طرزي له ملاتړه برحمن و، غازي په دې قانع کړ چي انور پاشا غواړي، روسي ترکستان په افغانستان پوري وتړل سي او دا چي د بخارا امیر هم غواړي چي له افغانستان سره یو ځای سي. وروسته امان الله خان هم برتانیې ته احوال ورکړ چي د بخارا سره د وسلو مرسته وکړي او د افغانستان له لاري یې هغوی ته ور ورسوي.

په معاصر افغانستان کي امیر شېرعلي خان لومړی افغان واکمن و چي د دولتي نظام د عصري کولو پر لور یې ګامونه پورته کړل.

باچا غازي امان الله خان نه یوازي د نظام په موډرنتوب کي بلکي د ټولني د ځینو اساسي اړیکو په بدلون کي یې پراخ او کارینده کار وکړ.

غازي امان الله خان د واکمنۍ په لومړي کال کي اجرائیوي قوه تنظیمه کړه، په دې ډول چي په سر کي یې صدراعظم او وزیران وګمارل، خو د وزیرانو نومونه په معاصر افغانستان کي د لومړي ځل لپاره امیر شېرعلي خان پر خپلو لوړ پوړو مامورانو ایښي ول.

باچا امان الله خان بیا په افغان تاریخ کي لومړی باچا و چي درې ګونو قواوو “مقننه، قضایه، اجرائیه” ته یې عصري بڼه ورکړه، خو حکومت یې له سلطنت څخه په پوره ډول جلا نه کړ.

امان الله خان په غیرِمسؤل ډول د صدراعظمۍ چاري هم مخته وړلې.

دا چي غازي د اصلاحاتو پراخه دوره پیل کړې وه، نو په دغسي یو حالت کي قانون جوړونکو او قانون ته تر ټولو اشد ضرورت لیدل کېدئ، نو د دې چاري د تر سره کېدو لپاره یې د “ریاست محفل وضع قوانین” په نوم اداره جوړه کړه چي مشر یې سردار شېراحمد وټاکل سو، تر څو د ټولني د ښېرازۍ لپاره غوره قوانین جوړ کړي.

د قانون ایستلو د اعیانو پخوانی مجلس “دارالشورا” په شورا واوښته چي نیمایي غړي یې ولس ټاکل او پاته باچا غوره کول، وروسته په ۱۹۲۸م کال غازي امان الله خان له لویي جرګې سره ومنله چي دغه شورا په ملي شورا واړوي، د هیواد په هر اداري واحد کي مشورتي مجلس هم ومنل سو چي غړي یې د حکومت مامورین او د ولس استازي ول.

د دولتي شورا، وزیرانو او لویو جرګو قوانین جوړول او هغه د باچا صاحب امان الله خان تر لاسلیک او مُهر وهلو څخه وروسته عملي کېدل.

د باچا امان الله خان په لس کلنه دوره کي د نظامیانو په نومونو دومره قوانین جوړ سول چي په هیڅ بلي لسیزي کي یې ساری نه لیدل کیږي.

د ده د واکمنۍ بله لویه خاصه د لویو جرګو را بلل وه، امان الله خان به ویل: “لااقل در سال یک دفعه علی العموم وکلا و نمایندګان و کلان شوندګان قومی و علمای ملت داران اجتماع نموده…(تا) همه مسایل مهمه و افکاریکه در تعالی و ترقی مملکت خویش مدنظر داشته باشم مواجهتأ بمشاوره و تصویب و تصفیه قرار دهم” د غازي امان الله خان په دوره کي څو جرګې وسوې، لومړۍ یې په جلال آباد او وروستۍ یې په پغمان کي وه، هغه د لویو جرګو نوښتګر و، د غازي تر مخه په افغانستان کي بل واکمن داسي جرګې نه وې جوړي کړي چي د افغانستان له ټولو برخو ولس پکښي شامل وي.

لویه جرګه په اصل کي د قومي جرګې توسعه ده او قومي جرګې د افغانستان په ځینو قومونو په تېره په پښتنو کي رواج وې چي هم یې فردي او هم یې عمومي کشالې په تېره جزایي موارد هوارول.

د باچا صاحب د لویو جرګو بله خاصه د هغوو لویوالی و چي د ځینو جرګو د غړو شمېر یې زرو تنو ته رسېده.

د حکومت لپاره په تېره په مالي لحاظ ګرانه وه چي هر کال دې کار ته اوږه ورکړي.

باچا امان الله لومړی افغان واکمن و چي ملت ته یې د لویو جرګو له لاري په دولتي چارو کي برخه ورکړه او دولتي نظام یې د قانون له مخي پر مشورې بنا کړې.

لاچا امان الله خان د تمسک القضات امانیه له مخي چي د مولوي عبدالواسع کندهاري تالیف و، د قاضي پراخ واکونه مقدر کړل، په دې ډول چي په هغه کي د هر جرم لپاره جزاوي ټاکل سوي وې، قاضي نه سوای کولای چي د یوه مجرم جزاء لږه و ډېره کړي.

افغانستان د غازي په وخت کي په دې شروع وکړه چي پانګوالو ته د پانګه اچوني ډګر تر بل هر وخت ښه کړي تر څو افغانستان په دې برخه کي پر خپلو پښو ودرېږي.

کومو اصلاحاتو چي خلګ پر ښور راوستل، هغه ټولنه د مدنیت، موډرنایزېشن او پوهني د خپرولو په پار هڅي وې.

دلته دوه اصلونه په نظر کي نیول سوي ول:

یو: عواید باید وګټل سي.

دوه: ټول افغانان د قانون له مخي سره برابر دي.

د دې چارو په تر سره کېدو پر مُلایانو، پیرانو، سیدانو، خانانو، ملکانو او د کابل پر محمدزو پارِخدایي معاشات بند کړل.

افغانان د باچا امان الله خان تر وخته رعیت ګڼل کېدل، خو غازي په نظامنامه اساسی “اساسي قانون” کي چي په ۱۹۲۳م کال کي لویي جرګې په پغمان کي پاس کړ، ټولو وګړو ته دغه حقوق ومنل:

“تمام مردم افغانستان نزد دولت حقوق مساوی دارند. تمام مردم افغانستان دارای ازادی های فردی اند و از هر ګونه تجاوز بر ازادی های دیګران منع میباشد. حریت غردی از هر ګونه تعرض و مداخله مصئون است…”

اشراف، مُلان او پیرخانې هغه کسان ول چي د غازي په دې اصلاحاتو یې ټیرونو ډبري واخیستې او د خپل نفوذ په ساحو کي یې سر له دې شېبې تخریب پیل کړ، په اوس تازه لیکل سوو تاریخي کتابونو کي ملاطبیعته مؤلیفین او لیکوال دا بهانه کوي چي د دوی پلرونو اروپا ته د امان الله خان د سفر وروسته خپلي لګي درګي ته دوام ورکړ؛ خو اصلي خبره داسي نه وه، غازي دا چارو ته په پوره ریسک اخیستلو اوږه ورکړې وه.

د ټولني په ټولو په تېره د پوهني او کلتور په برخو کي باچا امان الله داسي کار وکړ چي د هغه تر مخه او وروسته چا داسي اساسي کارونه نه و کړئ.

څرنګه چي دی د افغانستان د پرمختیا په فکر کي و، تر بل هر اړخ یې د پوهني چارو ته زیاته توجه کوله.

باچا سواد د پوهي او فن کیلي او پوهنه د پرمختګ کیلي ګڼله.

په کندهار کي یې خلګو ته په وینا کي وویل: “بمجردیکه اولاد شما خواننده و نویسنده شدند ګویا کلید تمام علوم و فنون را یافتند و پس از ان برای آنها بسیار سهل و اسان است که هر علم و فن را که خواهش داشته باشند در دیګر مکاتب عالی تحصیل کنند”

د افغانستان د عصري پوهني بنسټ په کابل کي په ۱۹۰۳م کال کي د حبیبي ښوونځي په پرانیستلو سره د امیر حبیب الله په وخت کي ايښودل سوی و، خو امان الله خان لا او لانوره پرمختیا او پراختیا ورکړه.

تعلیم د پخوا په څېر وړیا او لومړنۍ زدکړي جبري وې، په دې لاره کي زیاتي پیسې هم مصرفېدلې، د پوهني سکټور د حربې وزارت او دربار وزارت څخه وروسته د زیاتو مصارفو له لحاظه په درېیمه درجه کي و او د زدکړو دروازې د هیواد په ټولو برخو کي د هلکانو او نجونو پر مخ د جنس، قامولۍ او مذهب پرته خلاصي وې.

په همدې ډول د روغتیا برخي ته هم زیاته پاملرنه وسوه، ملکي او نظامي روغتونونه جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل سول، له دې سره لګښتونه هم زیات سول، نوي لګښتونه په کابل او ښارونو کي پر ودانیو، روغتونونو، په خارج کي پر سفارتونو او قونسلګریو، د وسلو او الوتکو په رانیولو او دباندنیو متخصصانو ته په معاش ورکولو باندي کېدل.

د لګښتونو دې پاړسوب ته دولتي مامورانو اوږه ورکړه او د خپلي یوې میاشتي معاشات یې دولت ته د “وطن” لپاره ور پرېښودل او د مالیاتو راټولولو ته ځانګړې توجه وسوه.

دې چاري د دولت په دننه کي یو شمېر کړیو ته خوند ور نه کړ او د حکومت پر وړاندي یې له بېلابېلو منافقتونو او دسیسو جوړولو څخه کار واخیست.

په لوړي حکومتي سویې د محافظه کارانو او نوښت و اوښتون غوښتونکو تر منځ درز موجود و. صدراعظم سردار عبدالقدوس خان او د باندنیو چارو وزیر محمود طرزي د دغه دواړو ډلو څارنه کوله.

لومړنی چي د امیر عبدالرحمن خان د وختونو مامور و “د زوکړي کال ۱۸۴۰م” په دې فکر و چي: “از طرف شرع انور مسروطه طلبان را باید واجب القتل دانست” د ده په فکر مشروطیت هسي خطاایستل دي.

ده لا په کال ۱۹۲۰م کي خپل دا وړ فکر د کابل د شور بازار حضرتانو یاني شمس المشایخ مجددي او نورالمشایخ مجددي ته په یوې اوږدې استفتایې کي څرګند کړی و.

تر هغه د مخه یې د کندهار له عالمانو څخه هم په دې اړه فتواء غوښتې وه، خو وروستیو که مشروطیت رد کړی و، د مشروطه غوښتونکو له منځه وړل یې هم رد کړي وو. صدراعظم عبدالقدوس خان که څه هم د عمل سړی نه و، سره له دې هم د هغه استفتا او سلوک د شوربازار حضرتان او نور د دین عالمان په هغه اول سر کي د موډرنتوب په اړوند بدبینه کړل چي وروسته د دوی مخالفت سختي پاروني وکړې.

د باچا امان الله خان د واکمنۍ د پیل څخه سیاسي ډلي فعالي سوې، که څه هم قانون اجازه نه ورکوله.

باچا په عمل کي د هغوی لپاره میدان خوشي کړی و، دا په دې چي  هغه د خپل پلار و نیکه د وختونو خپه کوونکې فضا د آزادۍ په فضا بدله کړې وه، خو د هغوو په هکله د غبار او منشي علي احمد لیکني چي د هغه وخت خلګ وو، سر نه سره خوري. له دغه سیالو ډلو څخه یې مهمه د جمهوریت ډله وه. د منشي علي احمد په وینا: “په کابل کي یو شمېر کسان چي زدکړي یې کړي او په باندنیو هیوادونو کي ګرځېدلي وو، د محمد ولي په ګوند کي په پټه ننوتل او د افغان جمهوریت جوړولو په امکاناتو یې په پټه بحثونه کول. غبار بیا د حزب نقابدار تر نامه لاندي د جمهوریت غوښتونکو په اړه ږغیږي، سخت یې غندي او وایي چي هغوی په اصل کي د دیموکراسۍ او جمهوریت دښمنان او د نورو په خدمت کي ول.

غبار له یوې بلي سیاسي کړۍ څخه هم ږغیږي په نامه د “جوانان افغان” چي تندلاري او چپي اړخي دي، خو دی د دغه ډلو په اړه دوه ډوله ږغیږي، د نقابدار حزب د غړو نومونه هیڅ نه اخلي، خو د “جوانان افغان” نومونه اخلي او په دوی کي د خپل ځان او لودین یادونه هم کوي.

منشي علي احمد بیا د جمهوریت په ګوند کي د میر غلام محمد د نامه ذکر کوي چي هغه ممکن همدغه غبار وي چي په هغه وخت کي مهم شخص نه و. دی د افغانستان یو لوی تاریخپوه دی او د ژوند تر پایه یو سیاسي شخص هم و.

د منشي علي احمد لیکنه په دې هم مهمه ده چي د جمهوریت ډلي فعالیتونه او دسیسې بیانوي چي پر نظام یې ناوړه اغېزه وکړه.

دغه ګوند دې نتیجې ته ورسېدئ چي د پوځ له مرستي پرته هدف ته نه سي رسېدلای او د مصطفی کمال اتاترک او رضاخان پهلوي مثال د دوی په مخ کي و، نو دوی پرېکړه وکړه چي د جنګ وزیر نادر خان له صحنې وباسي او پر ځای یې محمد ولي خان د جنګ وزیر کړي.

دوی د محمدنادر خان پر ضد په دسیسو لاس پوري کړ او باچا امان الله خان یې په پټه قانع کړ چي هغه او ورور یې محمدهاشم د هغه د خور، نورسراج پر سر له هغه څخه اوښتئ او په دې لټه کي دی چي هغه خپله کړي او که دغسي و نه سول، نو دوی به خپل ځانونه او یا امان الله خان ووژني.

دا د داخلي کشمکشونو تر ټولو ناوړه لاري وې چي د نظام پر ضد اخیستل کېدې او افغانستان د بربادۍ لور ته د نړیوالو جاسوسانو له لوري ټېل وهل کېدئ.

دا هغه وخت و چي امان الله خان له خپلي پرېکړي اوښتی و، چي خپله خور نورسراج سردار محمدهاشم ته په نامه کړي، په عین حال کي دسیسه ګرو محمدنادر ته حال ورکړ چي امان الله خان خپله دغه خور د کورنیو چارو وزیر عبدالعزیز ته په نامه کوي.

باچا امان الله خان محمد ولي لومړی د حرب وزارت مرستیال او وروسته وزیر کړ او محمدنادر ته یې اجازه ورکړه چي اروپا ته ولاړ سي.

په دې سره نظامي سیسټم سره وشاربل سو او ګډوډي رامنځته سوه، ځکه د یوه مسلکي جنرال پر ځای یو بې مسلکه او بې تجربې کس ټاکل سوی و او په خوست کي د یاغیتوب څپې پر راتلو وې.

غبار په حکومتي دستګاه کي د اختلافاتو په اړه وایي: “از مطالعه این جریانات فهمیده میشود که در کابینه افغانستان چګونه اختلاف نظر در مورد سیاست داخلی و خارجی موجود باعث صعف دولت جوان افغانی میګردید، نه انکه صدراعظم با وزیر خارجه و شخص شاه اختلاف نظر اساسی داشت بلکه در حکومت مرکزی و ولایات کشور یک قسمت عمده مامورین دولت با طرح های جدید دولت مخالف و یک فسمت دیګر بدشمن حکومت تبدیل شده میرفتند”.

لنډه دا چي هغه به څه ولس وي چي تر يوې پېړۍ تېرېدلو وروسته لا هم د خپل يوازني رهبر- آزادۍ ګټوونکي اتل او په سيمه کي د تر ټولو غښتلي مډرنيسټ واکمن د فکر د تدرویج او عامېدو په پار کوم سیاسي و شعوري مکتب ونلري؟ او لا یې هم د کافر په نوم یادوي!.

هلته به خود په ښوونیزو مرکزونو کي کوچنیو ماشومانو ته د هیواد په زړه کي د محمدعلي جناح پېژندونه وړاندي کیږي.

غوره به وای، چي موږ د اماني فکر د پراخېدا لپاره “اماني فکري” مکتب درلودای. له دې مرکزه باید د ویښتیا، روښانیا، عدالت، پرمختګ او بدلون رڼا خپرېدلای.

شاه غازي د افغاني رنسانس او مودرانیزېشن د پیل کېدو کریشمه وه خو؛ د یوه مړه، بې شعوره، پرديپال، بېسواده او پراګنده ولس څښتن و چي تر ده وروسته یې درې نور مترقي واکداران هم په ورته برخلیک اخته کړل.

د درېیو واړو ارواوي دي د افغانستان په یاغي وجدان کي لاوایي او آتشفشاني سي.

جنت تصور نه دی، حقیقت دی؛ خو خپلواکي حقیقت او واقعیت دواړه ده. د وطنپرستانو اول، دوهم، درېیم، څلورم، پنځم او… جنت ریښتنې خپلواکي ده.

شاه غازي امان الله خان د نیمي آسیا د آزادۍ اخیستني پیل کوونکی او سیمبول و.

ځیني کسان یوه پېړۍ عمر لري، خو د ځینو هغوو اروا د یوه وطن لپاره تلپاتې وي.

د افغانستان ريښتنې مانا، تعریف و پېژند او وجودي فلسفه یوازي او یوازي شاه غازي امان الله خان دی.

امان بابا ځکه لوی او حتا ستر انسان و چي د خپل هیواد د خپلواکۍ اخیستني تر څنګ یې؛ شاوخوا پرتو او ویدو ولسونو ته هم د آزادۍ اخیستلو ساه ور پُو کړه.

زموږ د دې ستر او یګانه غازي “رح” اروا دي ښاده!! لاره دي یې روښانه، ودانه او مستانه وي.

لیکنه: نقیب احمد قریشي.

ماخذونه: بېلابېل.

#دخپلواکۍ105_کالیزه_مو_مبارک_سه🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫

#Happy_independence105AFG

#AUGUST19

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.