“مور جانه مو ونه پوهیږي چې په موږ کې یو مړ دی“
کله چې زما مور ته طلاق ورکړل شو، هغه په خپله لار ولاړله، پلار مو له هغې سره له ليدلو کتلو منعه کړو. وخت دا ښکاره کړه چې ما هغه هېره کړه، او يوه ظالمه ميره (نا سکه مور) مې خپله کړله.
زما ورور چې کله کله به د يوې لا دوو شپو له پاره له کوره پټېده، د وهلو له ډاره اوس بې پروا شوی وو
کله چې به دی بیرته راتللی,له سخت وهلو ټکولو وروسته به يې ځان په بې هوشۍ واړاوه، چې دا و نه وايي چې دی چېرته تللی وو.
زه د هغه يوازينی ملګری وم، خو ده کله هم ماته دا ونه ويل، چې په کور کې د ده د نه موجودګې ورځې دی چېري تېروي.
شايد د دې له پاره يې هم زه نه خبرولم، چې زه دومره ډارن وم چې له خپلې سيورې هم وېرېدلم.
ماته ياد دي چې يو ځل هغه تر دريو ورځو هم زيات ورک وو پلار مې له ډېرې خوشکې سور او شين سره اوښتلی، او د ميرې خبرو هغه نور هم غصه کاوه، تر دې چې هغوی غوښتل زما ورور سم د واره مړ کړي
ورور جان مې په يوه ساعت کې په وينو سور پور د کوټې پر غولې پروت وو
بیا ماته دا احساس هم وشو چې اوس به يواځيتوب هم هغه له ما هېر کړي.
يوه شپه وه ما د هغه تر بالښت لاندې يو ډېر حيرانوونکی خط پيدا کړ، چې په کې ليکلې وو
له مور جانې سره ليده کاته کوه، هغه ړنده ده، زموږ په ژغو کې هغه توپير نه شي کولی، د هغې پالنه او ساتنه کوه، خير دی که په تا هر رنګه تکليف راځي، خو پام چې “مور جانه مو ونه پوهیږي چې په موږ کې یو مړ دی”.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.