د مشرۍ درس – ناکاميو منل

قدرت الله هېوادپال

347

په هغه ورځ ما ډېر مهم درس زده کړ. د ناکامۍ په صورت کې مشر مسئوليت اخلي او کله چې برياليتوب وي نو هغه دا هر څه ډلی ته منصوبوي او هغوی ته يې پريږدي. ما د مشرۍ تر ټولو مهم درس له کتاب نه بلکی له يوه ښه مشر زده کړ.

په غونډه کې له ښاغلي عبدالکلام څخه پوښتنه وشوه: ایا داسې پيښه رايادولی شئ چې وښيي مشر بايد ناکامي څرنګه اداره کړي؟

عبدالکلام: زه به له خپلی تجربی درته کيسه وکړم.

زه په ۱۹۷۳م کال کې د هند د خلا څيړنی په اداره کې د سپوږمکۍ داغلو، چې عموماً د SLV-3 په نامه ياديږي، پروژې رئيس شوم. زموږ هدف د هند روهني په نامه سپوږمکۍ تر ۱۹۸۰ کال د ځمکی مدار ته داغل وو. ما ته مالي او بشري زيرمی دواړه راکړل شوی، خو په څرګنده توګه راته وويل شول، چې د ۱۹۸۰ کال له پای وړاندې بايد موږ دا سپوږمکۍ حتمي مدار ته وليږدوو. په زرګونو خلکو په ساينسي او تخنيکي ډلو کې دی هدف په لور کار کاوه.

د ۱۹۹۷م کال فکر کوم د اګست مياشت وه، احساس مې وکړ چې د سپوږمکيو داغلو ته تيار يو.

د پروژی د رئيس په توګه زه د څارنې او کنټرول خونی ته ولاړم، د سپوږمکۍ له داغلو څلور دقيقی وړاندی د کمپيوټر او اړوند ټولو ضروري توکو ازمويل مو پیل کړل چې له داغلو وړاندی په اتومات ډول له نظره تيريږي. يوه دقيقه وروسته کمپيوټر دغه پروسه او داغل ودرول او پر پرده يې راښکاره شو چې ځينی شيان سم نه دي.

زما متخصصينو، چې څلور پنځه راسره هملته ولاړ وو، وويل چې د انديښنې خبره نه ده، زموږ سپوږمکۍ کافي تيل لري، هر څه یې سم دي، له کمپيوټره به تير شو او پخپله بې يې وداغو. نو ما له کمپيوټر صرفنظر وکړ او د سپوږمکۍ داغلو راکټ لاسي حالت مې فعال او سپوږمکۍ راکټ مو وليږدوه.

د سپوږمکيو داغلو راکټ له څو مراحلو تيريږي، په پیل کې هر څه سم وو، په دوهمه مرحله کې ستونزه پیدا شوه. د دی په ځای چې سپوږمکۍ د ځمکی مدار ته ولاړه شي، ټول راکټي سيسټم وچاوديد، په هوا کې يې سقوط وکړ او ټول سوځيدلي توکي يې د بنګال په خليج کې راپريوتل.

پدغه ورځ د هند د خلا څيړنی اداری عمومي مشر، پروفيسور ساتيش ډي هون نړيوال او ملي خبريالان راغوښتي وو، سپوږمکۍ موږ سهار ۷ بجی له سويلي هند اندرا پراديش داغله او خبري کنفرانس ۷ بجی او ۴۵ دقيقی وو. ټولې نړۍ زموږ دغه سقوط عملاً وليد.

پروفيسور ډی هون خبري کنفرانس ته پخپله کيناست او خبريالانو ځوابونه يې ورکړل. د ناکامۍ ټول مسئوليت يې په خپله غاړه واخيست، هغه وويل چې ډلی ډېر کار کړی وو، زيار يې ويستی وو خو نوری تخنيکي مرستی او وخت ته يې اړتیا لرله. موږ به بيا هڅه وکړو او زه باوري يم چې بل کال ته به بريالي شو.

زه د پروژی رئيس ووم او دا زما ناکامي وه، خو زما پر ځای، هغه د اداری عمومي مشر په توګه ټول مسئوليت په خپله غاړه واخيست.

ورپسې کال د ۱۹۸۰ په جولای کې، موږ بيا د سپوږمکۍ داغلو هڅه وکړه او دا ځل بريالي شو. ټول ملت خوښ وو، دا ځل بيا خبري کنفرانس وو، پروفيسور ډي هون زه ډډی ته کړم او راته يې وويل، چې: نن ستا ورځ ده، خبري کنفرانس ته کښينه او خپل ځوابونه ورکړه، پخپله يوې ډډې ته شو.

په هغه ورځ ما ډېر مهم درس زده کړ. د ناکامۍ په صورت کې مشر مسئوليت اخلي او کله چې برياليتوب وي نو هغه دا هر څه ډلی ته منصوبوي او هغوی ته يې پريږدي. ما د مشرۍ تر ټولو مهم درس له کتاب نه بلکی له يوه ښه مشر زده کړ.

(د هند پخوانی ولسمشر ای. پي. جی عبدالکلام د وارټن هند اقتصادي غونډه، فيلاډلفيا، امريکا، مارچ ۲۲، ۲۰۰۸)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.