که د تاریخ مسیر ته وکتل شي. د هرې ټولنې په اقشارو کې مذهبي قشر تر ټولو زیان منونکی او ځان منونکی ده. او همدا علت ده چې د پیړیو په اوږدو کې یې خپل اقتدار آهسته آهسته له لاسه ورکړی. یو وخت داسې و چې ټول قدرت یې په لاس کې وه، بیا د بورژوا او ملاک سره شریک شو او تر هغې وروسته څندې ته شو.
دا حالت په ټوله اروپا، امریکا، افریقا او آسیا کې یو شان مخته تللی. په اسلامې ټولنو او هیوادونو کې مذهبي قشر او یا زموږ په اصطلاح ملا او مولوي خپل موقف د ولس او خلکو په منځ کې ساتلی. خو سره د دې د دیموکراسي په نظامونو کې چې اساس یی ولسونه جوړوي، حکومتونو ملا او مولوي صاحب نه پارلمان ته پریښی، او نه حکومت ته.
همدا اوس ټول عربي هیوادونه چې هغه شاهي دي او یا په نوم دیموکراسي. اکثریت مذهبي قشر یا طبقه یې د همدې حکومتونو چې د غرب یا استعمارګرو له سیوري لاندې خپل حاکمیت ته دوام ورکوي په خدمت کې دي.
د افغان انګلیس په درې واړو جنګونو کې علما او روحانیون له قومي مشرانو سره د رهبرۍ په موقف کې وه، د انګلیس له ماتې وروسته دا علما او روحانیون څنډې ته شول. دوی غیر لدې چې په حکومت کې برخه ولري په ناچیزه امتیاز د پاچا د سر د سلامتۍ دعاګانې کولې.
که د خپل هیواد تاریخ ته وګورو په افغانستان کې د عصري علومو یا په بله معنا ساینسې علومو له رواجیدو سره چې د مکتبونو او پوهنتون له لارې حاصلیدل، زموږ د هیواد علماوو ښه نظر نه لاره. په همدې شان په اسلامي نړۍ کې هم د مکتب او مدرسې لارې سره بیلې پاتې شوې.
دوه خبرې دي، یا د اسلامې علماوو برتریت غوښتنه ده یا ضعف ده، چې ندي توانیدلي د عامو خلکو نه غیر د عصري علومو زده کړیالان هم ځان پسې راکاږي.
څه کم یوه پیړۍ مخکې په مصر کې د مکتب او عصري علومو تحصیل کرده د اسلامي نظام د قیام لپاره سره جرګه شول او د اخوان المسلمین آساس او تهداب یې کیښود، بیا دا تنظیم په ټولو اسلامي هیوادونو کې څه نا څه خور شو. خو په یو ځای کې هم غرب او یهودو حاکمیت ته پرينښودل. په مصر او الجزایر کې یې انتخابات وګټل اما غرب د خپلو افرادو لخوا چې د همدې هیوادو په فوځ کې یې درلودل د کودتاګانو له طریقه یوې خوا ته کړل. له اعدام علاوه یې زندانونه پرې ډک کړل.
په افغانستان کې د شوروي اتحاد یرغل هم ملا او مکتبي سره یو نه کړل. په پیښور کې د دواړو لارې سره بیلې وې. هر چا خپل تنظیم او ډله ټپله درلوده، په پاکستان کې د اسلامي فکر او اسلامي نظام د قیام لپاره د ملا او مکتبي لارې سره بیلې دي ( جمعیت علما اسلام او جمعیت اسلامي).
له وړوکتوبه مې د ملا او مولوي سره مخه ده، له هیڅ مولوي مې ندي اوریدلي چې ووایې هغه فلانی ښه عالم ده. په طالبۍ کې به یې د خپل استاد صفت کړی وي دا مې له طالبانو اوریدلي، اما چې همدا طالب د مولوي توب پګړۍ تړلې بیا یې د بل مولوي صفت ندی کړی.
تر کومه چې پوهیږم مذهبي قشر د پیړیو په اوږدو کې د سر له مسحې وزګار نه شو، همدا علت ده چې اسلامي نړۍ په دومره پراخي د خپل یو ډېر مظلوم او ستم لاندې ورونو (فلسطین) دفاع نشي کولی حتا غندلی یې نشي.( په سعودي کې د هغه ملا ویډیو چې د فلسطین په دفاع یې غږ پورته کړ، بې عزتي به هر چا لیدلی وي).
هر څه موږ په خپله په ځان کړي، د اسلامي هیوادو ډېری یې د مصر الازهر او د لبنان د بیروت پوهنتونو ته خپل ګلالي او د لوړ استعداد ځوانان استوي (دیني او عصری علومو دواړو برخو کې). د دې ځوانانو ډېری یې غربي هیوادونه د خپلو شومو مقاصدو لپاره روزي د مالي امتیاز مقابل کې یې خپل اجنټ جوړوي.
مکتب خپل مشکلات لري، د مکتبیانو سیاسي یا اجتماعي برخه کې قلیل تعداد له ګنده ګي ډک وي اما د مکتبیانو د ساینسي علومو برخه سر په دنیا جنتیان دي. کار کوي، زحمت باسي، څیړنې کوي، کتاب لیکي، تولید کوي او هیواد جوړوي.
زموږ د ګران او مجاهد پروره هیواد په ځانګړي ډول او د اسلامي نړۍ په عام ډول برخه لیک لدې خبرې سره تړلی ده چې دې سوال ته ځواب پیدا کړو چې آیا ملا او مکتبي ریښتیا آشتي نا پذیره دي؟
ډېر وړاندې نه ځو د هیواد او د اسلامي نړۍ د ريښتیني بچي ملا محمد عمر مجاهد(رح) ژوند ته لنډه کتنه کوو.
په تنکۍ ځوانۍ د روس په مقابل کې جهاد ته راپورته شو، یو پرهر به یې جوړ نه و چې بیا به زخمي شو، په تازه پرهارونو یې خپل هیواد او خلک د ازادي په زیور ښایسته کړل، بیرته مسجد او تدریس ته لاړ.
مکتبیانو نه کار خراب شو، په شر او فساد اخته شول. د لوی مجاهد زخمونه لا رغیدلي نه وه چې دوهم ځل د شر او فساد په مقابل کې راپورته شو. ریښتینی وه، الله پاک په دوهم ځل د شر او فساد په وړاندې بری ورکړ.
دا ځل یې په چا باور نشو کولی خپله یې اسلامي امارت تاسیس کړ. په خالي لاس په جواري او سبو یې ګذاره کوله، نړۍ ورته ګوته په غاښ وه. د رسمیت پیژندلو خو لا لرې خبره وه. کفري طاقتونه په ټوله اسلامي نړي کی د یواځيني اسلامي امارت د ړنګولو په فکر کې وه. په همدې شرایطو کې د دې عظیم انسان مرستې ته د یو مکتبي مجاهد اړتیا پیښه شوه، اسامه بن لادن(رح) یادوم. دې لوی مجاهد په افریقا کې د خپلو مکتبي یارانو سره ځان خوندي احساس نکړ.
• افغانستان ته یې د راتګ اراده وکړه، دا داسې وخت وه چې د تانزانیا د مرکز نایروبي پیښه تازه تیره شوې وه او اسامه بن لادن په دې وخت کې په ټوله اسلامي نړۍ، د خپل هیواد په شمول د پناه ځای نه درلوده.
په همدې شرایطو کې ستر غازي ملا محمد عمر مجاهد له ټولې ډلې ټپلې سره په غیږ کې ونیو. دا د اسلامي اخوت تر ټولو ستره بیلګه ده، او د افغانستان د خلکو لپاره تاریخي ویاړ. که اسلامي امارت د خپل رهبر په شان ستر کارونه نشي کولی، د ملا او مکتبي د آشتي په لورخویوګام اخستلای شی دوی باید دا درک کړی وی چی همدا د اسلامي امارت د بري یواځینۍ لار ده.
مکتبی تا مکتبی فرق دارد، نه ټول مکتبیان کمونستان او د غرب اجنټان دي او نه ټول ملایان زیان منونکي او ځان منونکي دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.