افغان ملت او افغان ملتیان د یوه بګیل ګوند او
غړو په نقش کی
د دیمکراسی د لسیزی، د شروع څخه، چی وروسته د غازی امان الله د وری څخه تر سردار داؤد خان د صدارته پوری د استبداد او سیاسی اختناق دوره وه، د نوی دیمکراتیک او مترقی بنسټیز قانون د آزادی غوښتونکو مصرحاتو په رڼا کی، سمدلاسه کیڼ لاسی، ښی لاسی او معتدلی ډلی ټپلی مینځ ته راغلی.
دی ډلو، خپل نشراتی ارګانونه او اخبارونه لرل، لکه خلق، پرچم، مساوات، شعله جاوید، افغان ملت، صدای عوام، جبهه ملی، اتحاد ملی، روزګار او داسی نور.
دا ډلی ټپلی، د همدوی د نشرګاتی ارګانونو په نامه شهرت و موند.
د مثال په توګه د مرحوم میوندوال ګوند چی (مترقی دیمکرات) نومیده، دی ګوند نشراتی ارګان (مساوات) په نامه شهرت و موند او غړی یی په مساواتیانو یادیدل.
همدا راز د (افغان سوسیال) دیمکرات ګوند هم د ګوند د نشراتی ارګان یعنی (افغان ملت) په نامه وپیژندل شو. او دا نورهم همداسی واخله.
چپی ګوندونو لکه خلق او پرچم، چی مارکسیست لینیست ګوندونه وه، د مسالمت آمیزی او پارلمانی مبارزی، په اصولو ځان عیار کړ. دی ګوندونو خپل الهام د میرغلام محمد غبار د وطن ګوند او د وطن ګوند د نشراتی ارګان، د چپی نشراتو څخه اخسته.
د شعله جاوید ګوند د ماو اندیشه نظریاتو خاوند او د ډلی غړی یی د انقلابی نظریاتو خاوندان وه، دوی په مسالمت آمیزه پارلمانی مبارزی عقیده ندرلوده بلکه د قهرآمیزی مجادلی چیغی یی وهلی، ددی ګوند په تشکل کی د مرحوم داکترعبدالرحمن محمودی کورنۍ دروند نقش درلود.
په عمومی دول، نورو ټولو ګوندونو په پارلمانی مبارزه عقیده ښکاره کوله.
د ګوندونو په تشکل کی د شخصیتونو د قدرت او ټولنیز وجاهت رول، خورا بنسټیز او د توجه او پاملرنی وړ وه.
مرحوم میوندوال د خپل ګوند بنسټ د صدارت په دوره کی، کیخود، چی خورا مخورعلمی او سیاسی او ټولنیز شخصیتونه دده په خوا، راغونډ شول، لکه استاد بینوا، علامه حبیبی، پوهاند الهام، علامه رشاد، شریف ایوبی او داسی نور، چی د میوندوال د صدارت په ختمیدو سره، ډیر وګړی تری ولاړل، د صدارت له مقامه د یوه سیاسی ګوند تشکل، په حقیقت کی د مرحوم میوندوال لویه سیاسی اشتباه وه.
د افغان ملت ګوند د مرحوم غلام محمد فرهاد تر مشرۍ لاندی تشکل وموند، مرحوم غلام محمد فرهاد د خپلی ښاروالی او د بریښنا د ریاست، د دوری نه د یوه صادق، پاک نفسه، فعال او خیرغوشتونکی او خیر رسوونګی، شخصیت په توګه د کابل د ولایت د اوسیدونکو په زړونو کی خورا لوړ مقام درلود، څرنګه چی د ولسی جرګی انتخاباتو په لړکی د فرهاد په مقابل کی چی د بچه احمد شاه ګاډیوان په نامه مشهور یو شخص ولاړوه،۱۶ لکه افغانی یی د رأیو د ګټلو دپاره مصرف کړی، خو د فرهاد په مقابل کی مغلوب شو، پداسی حال کی چی فرهاد، اصلا پیسی ندرلودی چی مصرف یی کړی.
د افغان ملت د ګوند مخورغړی عبارت وه د سناتور استاد قیام الدین خادم، فدا محمد فدایی چی د بریښنا په ریاست کی د غلام محمد خان فرهاد همکار وه، دوه ملی تاجران: بابری او بختیاری، د مرحوم عبدالملک خان د تره دوه زامن: قدیر خان عبدالرحیمزی او حفیظ الله خان عبدالرحیمزی، د کابل د ښاروالی مرستیال او داسی نور.
پدی ګوند کی د لمړی انشعاب په نتیجه کی سناتوراستاد قیام الدین خادم، قدیر خان عبدالرحیمزی او حفیظ الله خان عبدالرحیمزی، د ګوند څخه ووتل.
خادم صاحب بیا د یوه ځانګړی ګوند د تشکل دپاره هڅه وکړه، په دی لړ استاد خادم صاحب ننګرهار کی زموږ کورته تشریف راوړ، ما پدی اړوند د استاد خادم نه پوښتنه وکړه چی خادم صاحب! ګوند په څو نفرو جوړیړی؟
هغوی وفرمایل په پنځه نفرو، ما د خادم صاحب په احترام څه ونه ویل، خود استاد خادم د حزب جوړلو هڅو کومه نتیجه ورنکړه، خو هغوی خپل مسلکی او خپل مطبوعاتی فعالیت او د کتابونو لیکلو او ثقافتی مبارزی ته په لوړه سویه دوام ورکړ. چی د نثر په څنګ کی یی شعری شاهکارونه هم له ځانه پریښودل. نو ځکه خادم صاحب د پښتو د ملتی او جنتی ژبی د ځلانده روښانه ستورو څخه یو ځلانده ستوری بلل کیږی. او زه پدی باور یم چی د خادم صاحب علمی او قلمی خدمت، نظر ګوندی او سیاسی فعالیت په نسبت خورا ګټور او اغیزمن وه.
یو ځل خادم صاحب، پروفیسر اسلانوف او پروفیسردوریانکوف په خپل کور کی ملمانه کړی وه، چی خادم صاحب، زه او زما مشر ورورهم بللی وو، پروفیسراسلانوف په خپلو خبرو کی وویل چه ښاغلی خادم زما استاد دی.
د افغان ملت د ګوند په اړه باید ووایم چی دی ګوند زموږ د پښتنی حجرو د غونډو او مرکو بڼه درلوده، یعنی هرعلاقه مند سړی کولای شو چی په غیر له کوم قیده اوشرطه په غونډو کی کډون وکړی، یعنی ګوندی دسپلین اصلا وجود ندرلود.
ما شخصا د افغان ملت د ګوند سره هیڅکله کومه حزبی او د حزب د عضویت تعهد پاڼه نده امضاء کړی، زما روابط د افغان ملت د اخبار سره د قلمی مرستو نه شروع شوه، او د ګوند د ټولو مشرانو سره می د ملګرتوب او دوستۍ اړیکی کی ټينګی کړی، دا علایق دومره پیاوړی شول، چی ګوندی زه یو مخورغړی وبلل شوم.
مرحوم غلام محمد خان فرهاد یو سیاسی شخصیت نه وه بلکه یو لوی اخلاقی شخصیت وه، او د همداسی اخلاقی شخصیت په رڼا کی، ده د کابل د خلکو په زړونو کی لار پیدا کړی وه او ولسی جرګی ته د کابل د ولس لخوا وټاکل شو.
خو د پاپا غلام یا مرحوم فرهاد او د افغان ملت د ګوند لویه سیاسی اشتباه هم، پارلمان ته دده کاندید کیدل وه، مرحوم فرهاد نه د پارلمانی اصولو نه څه پوهه درلوده او نه په ولسی جرګه کی د مطرح شوی مسایلو باندی ده کومه مسلکی احاطه درلوده، نو مرحومی یو کال وروسته د ولسی جرګی د غړیتوب نه استعفی ورکړه او په خپل کور کښیناست.
هغه د ستر داهی او مفکر خوشحال بابا فرمایش دی چی:
هر سړی پیدا دی خپل خپل کار لره کنه
د مرحوم فرهاد بله سیاسی اشتباه، د ولسی جرګی او هم د وثایقو کمسیون ریاست ته کاندید کیدل وو، چی په دواړو کی یی ماته په برخه شوه.
فرهاد ویلی وه: که چیری د ولسی جرګی رئیس شی نو د ډوډی قیمت به نیمایی ته راښکته کړی، نو د کاروان اخبار یوه ژورنالست تری پوښتنه وکړه چی دا خو د ښاروالی د چارو څخه شمیرل کیږی، او د شوری د ریاست پوری څه اړه نلری؟
نو مرحوم فرهاد ورته په جواب کی وویل (برادر من یک ګپ زدم، چی پشتش را میګیری؟) یعنی ما یوه خبره وکړه، ته څه ورپسی دومره ګرځی؟
د ولسی جرګی د ریاست د پاره، واصفی د فرهاد په نفع تیر شو، خو په نتیجه کی محمد عمرخان وردک د ولسی جرګی د رئیس په توګه وټاکل شو.
فاروق عثمان هم تر فرهاد زیاتی رایی وګټلی، د وثایقو د کمیټی د ریاست دپاره هم، فرهاد د مولانا ابلاغ، په مقابل کی ماتی وخوړه.
مرحوم فرهاد د کمونستانو په دوره کی څه موده بندی شو او د حفیظ الله امین په وخت کی مجبورکړی شو چی ووایی:( د افغان ملت ګوند منحل شوی دی.)
ولی په جهادی دوره کی افغان ملتیانو په پیښور کی سیاسی مبارزه کوله چی ددی ګوند دوه غړی، یو ډاکټر نسیم لودین او بل معلم ذاکرچی د مولوی خالص وراره کیده، د آی اس آی په اشاره د ګلبدین لخوا په شهادت ورسیدل.
مرحوم فرهاد د نوراحمد اعتمادی د صدارت د اعتماد د رایو اخستلو په درشل کی، د اعتمادی په هیله د مرحوم انجنیرغلام صفدر خان اعتمادی چی د نور احمد اعتمادی اکا کیده، په مشایعت قرغه کی د اعتمادی کورته ورغی، او نور احمد اعتمادی، فرهاد پدی متقاعد کړ چی باید او هرو مرو، اعتمادی ته رأیه ورکړی، د اعتمادی د انتخاب په ورخ، غلام محمد خان فرهاد، هغه ته ورکړل شوی ګوندی بیانیه و نه لوستله او خپله لیکل شوی یو بیانیه یی ولوستله چی د ګوند د نیمایی غړو لخوا یوارتجاعی حرکت وبلل شو او په ګوند کی د دوهم ځل دپاره انشعاب موجب وګرزید.
د غلام محمد خان فرهاد ډیره کردکی بیانیه د مساوات په اخبار کی نشر شوه، چی تر نن ورځی پوری د هغی په سیاسی دلیل او علت پوه نشوم، ګوندی، د مترقی دیمکرات حزبی غړی او پیاوړی لیکوال ښاغلی محترم محمد ولی اریا، په دی اړه رڼا واچوی.
د افغان ملت کیڼه څانګه د فدا محمد فدایی د مشرۍ لخوا تشکل وموند. فدا محمد فدایی د نشراتی ارګان مدیریت چی د (ملت) په نامه مسماء وه ترلاسه کړ.مرحوم فدا محمد خان فدایی خورا غښتلی لیکوال وه، دی د روان او سلیس سبک خاوند وه، او د افغان ملت په هره ګڼه کی دده اقتصادی مضامین نشریدل.
د سردار د جمهوریت په دوره کی، څرنګه چی فدایی ماته په خپله وویل، د پلان د وزارت په طمع وه، خو هغه د سردار په دوره کی یو ریاست هم تر لاسه نکړ. مرحوم فدایی دیوه مقام د اخستلو په هیله د نړی نه سترګی پټی کړی.
د مرحوم فرهاد د وفات نه وروسته، څه موده میا محمد امین واکمن په متحده ایالاتو کی د افغان ملت د ګوند د مشری دعوی دار وه، او په پیښور کی مرحوم شمس الهدی شمس، چی یو فقیر او ډیر بی وزله او په عین حال کی ډیر صادق او رشتینی وطن دوسته انسان وه، ځان د ګوند، مشرباله.
اګاهو۲۴ کاله دمخه، افغان ملتیانو په شمالی کلیفورنیا کی د یوی غونډی ترتیبات ونیول او زما څخه د احسان الله خان چی پخوا د زراعت د پوهنځی استاد وه لخوا هیله وشوه چی د غونډی ریاست په غاړه واخلم خو ما په دی دلیل چی زه د افغان د ګوند غړی نه یم، د غونډی ریاست می ونه مانه، نو بیا دوی پوهاند ډاکترحسن کاکړ د غونډی د رئیس په توګه وټاکه او کاکړ دا کار په افتخار سره ومانه، په داسی حال کی داکټر کاکړهم افغان ملتی نه وه. خو مرحوم حسن کاکړ د ریاستونو خورا شوقی سړی وه، که نه، ده ته په کار نه وه چی د یوی ګوندی غونډی ریاست ومنی.
ددی غونډی په نتیجه کی، یو نسبی اتحاد منځ ته راغی او انورالحق احدی د ګوند د مشر په توګه ومنل شو.
ما نه ځانله چی د ِغونډی مشری می قبوله نکړه، بلکه په غونډه کی می ګډون هم ونکړ، خو د پخوانی روابطو او دوستۍ په احترام می هغوی په یوه وطنی رستوران کی میلمانه کړل.
څرنګه چی انورالحق احدی د پیر سید احمد ګبلانی د لور فاطمه ګیلانی سره واده کړی وه، نو د لوړ مقام او منزلت خاوند شو او د اشغال په دوره کی د وزارت تر مقامه ورسید.
احدی د افغانستانن بانک د ریاست په دوره کی یوه میړانه وکړه چی د افغانی نوتونو په چاپولو کی یی د مسعود د عکسونو پرځای، په بیړه او عجله سره د هیواد تاریخی عکسونه چاپ او نشر ته وسپارل.
ولی پنجشیرته د پنجشیر لوی مږ یعنی مسعود ګورته روغی، تر څو د نظار شوری، د تخریب نه ځان وژغوری.
اما د افغان ملت د ګوند غړو د اشغال په دوره کی، د مستعمراتی حکومتونو د حامد کرزی نه نیولی د اشرف غنی د دوری پوری، د ناتو د اشغال په خدمت او نوکرۍ کی دندی او وظائف درلودل.
ددی ګوند غړو په علانیه توګه د اشغال نه دفاع کوله او هغه یی قانونی باله، چنانکه په یوه تلویزیونی مرکه کی، د افغان ملت د ګوند د چپی او انقلابی غړو د جملی نه (ډاکټررحیم پښتونیار) زما د سؤال په اړه وویل چی:(هیواد د اشغال لاندی ندی، دا اشغال د شوروی اشغال په څیراشغال نه بلل کیږی)
ما په داسی جواب باندی تعجب وکړ، ځکه چی په اصطلاح همدی مترقی او انقلابی او چپی ذواتو، مرحوم غلام محمد فرهاد، پدی دلیل تکفیر کړ چی مرحومی، د نور احمد اعتمادی حکومت ته د اعتماد رایه ورکړی وه او د فرهاد دا عمل ارتجاعی او غیر مترقی وبلل شو، او چی نن هیواد د متحده ایالاتو، ناتو او رضاکارو هیوادونو لخوا عملاْ اشغال شوی دی، دا استعبادی او استعماری او د دوی په اصطلاح امپریالستی عمل ته دوی په مشروعه او قانونی سترګه ګوری.
یا الله څه اورم!!!!
پداسی حال کی چی د هیواد سیاسی او حقوقی شخصیتونو، لکه داکتر صاحب حامد، استاد داکټر روستار تره کی، استاد محمد عزیزنعیم، داکتر سید خلیل هاشمیان، داکتر غلام سخی مصئون، داکتر میرعبدالرحیم عزیز، مرحوم حبیب الله خان کرزی، حفیظ الله خان کرزی او نورو وطن پالو وګړو او د سیاسی او حقوقی بصیرت، خبرت او تبحر خاوندانو، د ناتو، تور اشغال وغانده او هغه یی د نړیوالو حقوقی پرنسیپونو او ملتونو د بنسټیزو حقوقو سره په تباین او مباینت کی وشمیره.
د جمهوریت په انتخاباتی فعالیتونو کی، هم انورالق احدی او هم میا محمد امین واکن د ډبل عبدالله په حمایت کی ودریدل، او تاریخی شرم یی ځانته وګاټه.
همدا راز د یوه سیاسی شخصیت د روایت په بنسټ، میا محمد امین واکمن منلی وه چی د داکټر نجیب د رژیم د صدارت چوکۍ ومنی.
انورالحق احدی اوس په سویس کی د افغانستان د بانکی دری ملیارده ډالره پانګی، د دوه نورو غړو تر څنګه، د خزانه دار وظیفه اجراء کوی.
احدی څه موده دمخه په یوه تلویزیونی مرکه کی وویل:( چی هغه اوس کوم ګوندی او حزبی مسئولیت په غاړه نلری) یعنی په ګوندی لحاظ، په اصطلاح فالتو مشر دی.
د اشغال او مستعمراتی حکوماتو په دوره کی یو تعداد افغان ملتیانو د ډیرو پیسو خاوندان شول او په غربی نړۍ کی یی کورونه او جایدادونه وپلورل.
هغه د دری ژبی وینا ده چی:
خوش بود ګر محک تجربه آید به میان
تا سیه روی شود هرکه در اوغش باشد.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.