د طالبانو د حکومت له لوري افغانستان ته د دې هېواد لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بېنيټ په ورتګ بندیز په افغانستان کې دننه د یو شمېر افغان ښځو، نجونو او همدارنګه د بشري حقونو ځینو سازمانونو اندېښنې راپارولي.
دوی وايي، د طالبانو پهدې اقدام سره به تر نړیوالو د دوی غږ رسول نور هم ستونزمن او په خبره یې بالاخره به افغان ښځې څنډې ته شي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد “طلوع نیوز” په نوم یوې خصوصي رسنۍ ته پرون سهشنبه ناوخته (د اګسټ په ۲۰مه) ویلي دوی د ښاغلي بېنیټ په اړه دا پرېکړه ځکه کړې چې په خبره یې “هغه د افغانستان پر ضد تبلیغات” کول.
مجاهد ویلي: “نوموړی د افغانستان پر ضد تبلیغاتو ته ګومارل شوی و او هغه کس نهدی چې موږ باور پر وکړو، یوه کوچنۍ موضع به یې ستره ښودله او له هغه به یې پروپاګند جوړاوه.”
د فرانسې خبري اژانس (AFP) هم پهدې اړه خپل راپور کې د یوې ډیپلوماتیکې سرچینې په حواله ویلي چې: “ریچارډ بېنیټ څو میاشتې مخکې لهدې پرېکړې خبر شوی و چې افغانستان ته به د تګ اجازه ورنهکړل شي.”
طالبانو افغانستان ته د ملګروملتونو د ځانګړي راپورتر پر سفر بنديز لګولی
خو افغانستان ته د نوموړي پر ورتګ بندیز په کور دننه له زدهکړو او کار د راګرځول شویو نجونو او ښځو اندېښنې راپارولي دي.
د کابل ښار دوه اسېدونکو او د بېلابېلو پوهنځیو محصلانو چې نهغواړي په راپور کې یې نومونه خپاره شي، ازادي راډیو سره خبرو کې پر همدې پرېکړې اندېښنه ښودلې.
يوې محصلې وويل: “طالبان ان پهدې هڅه کوي چې د افغانستان له خلکو په ځانګړې توګه ښځو سره، د دوی له حقونو سره په ظالمانه کړنو نړیوال خبر نهشي، که دا ډول بندیزونه دوام ولري د ښځو د غږ اورېدل به نور هم سخت شي.”
د کابل يوې اوسېدونکې ازادي راډيو ته وويل: “دا چې ښاغلی بېنیټ به لهدې وروسته دلته افغانستان ته را نهشي، مطمئناً چې د ښځو حقونه به نور هم ننګونکي شي، د افغان ښځو غږ به کم تر نړیوالو رسېږي، زه باوري یم چې دلته ان د ښاغلي بېنیټ تر راپورونو هم نورې ټکان ورکوونکې ستونزې شته چې له بدهمرغه د اوسنیو شرایطو اومحدودیتونو له امله هغه ستونزې چې موږ یې لرو، په اړه یې راپورونه نه خپرېږي او د نړیوالو تر غوږه نه ور رسېږي.”
بېنیټ د طالبانو حکومت په جنسیتي توپير پالنه هم تورن کړی، خو طالبانو هر ځل د هغه د راپور موندنې رد کړي دي.
بلخوا د بشري حقونو ځینې بنسټونه وایي، د طالبانو د حکومت دا ډول اقدامات او د هېواد د روان وضعیت په اړه د نړیوالو د بحث او خبرو اترو پر سر بندیز بیه به عام وګړي پرې کوي.
“که روان وضعیت دوام کوي او طالبان له نړۍ سره د مثبت تعامل خلاف وي او دوی د خبرو اترو او مستند سازۍ دروازې وتړي، افغانستان به په بشپړ ډول څنډې ته او هېر به شيشهرزاد اکبر
د رواداري په نوم د بشري حقونو د سازمان مشرې شهرزاد اکبر ازادي راډيو ته وویل: “که روان وضعیت دوام کوي او طالبان له نړۍ سره د مثبت تعامل خلاف وي او دوی د خبرو اترو او مستند سازۍ دروازې وتړي، افغانستان به په بشپړ ډول څنډې ته او هېر به شي، د ملګروملتونو ځانګړي استازي ټاکلو په اړه هم د طالبانو دریځ مثبت نهدی، نو دا په یو ډول مثبت تعامل ته د طالبانو نه ویل دي، ځکه دوی د بدلون او مذاکرې همدارنګه خپلو مخالفانو ته د دې فرصت ورکولو لېوالتیا نهلري چې د افغانستان واقعیتونه انعکاس ومومي او د دې بیه به بیا عام افغانان پرې کوي.”
په نیویارک کې د ملګروملتونو د دفتر ویاند ستیفان دوجاریک پهدې اړه راپورونه نه رد او نه هم تایید کړي خو ویلي یې دي چې، ښاغلی بېنیټ د نړیوالو بشري حقونو په ټینګښت کې مهم رول لري او ملګري ملتونه له هغه سره پوره همکاري کوي.
بېنیټ د ۲۰۲۲ کال د مې په لومړۍ نېټه د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګروملتونو د ځانګړي راپورتر په توګه وټاکل شو.
هغه د خپل ماموریت له پیل راهیسې څو ځله افغانستان ته سفرونه کړي او هر ځل یې د طالبانو حکومت د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو پر نقض تورن کړی دی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.