زه چې له ټيکسي ښکته شوم، د غاړې دستمال مې په سر واچوه چې پېژندل مې سخت شي!
د نوي جوړ شوي عصري مارکېټ مخ ته لګېدلې لوحې مې له نظره تېرې کړې. ښکلا د پوستکي د ناروغيو مرکز. د ويښتانو…. او په پای کې د ډاکتر مندوګر لوحه وه، چې زما په کار و. په زينه کې څه خلک بره تلل، څه راکېوتل، رش ښودله چې د دې ځای ټولو ډاکترانو بهرنيو هېوادونو کې زده کړې کړي، ځکه ورته په کم وخت کې خلک رامات شوي وو.
دوهم منزل ته چې پورته شوم نو د اوږد دهلېز دواړو خواوو ته پرتې چوکۍ ډکې وې، د هرې دروازې مخ ته يو کس کاغذ په لاس ولاړ و، ما دا ځل په دروازو د ځړېدلو لوحو لوستل پيل کړل، چپ لاس ته ټولې خونې د ډاکتر مندوګر د روغتون وې، د لابراتوار خونه، د ښځينه وو برخه، درملتون او دوهمه دروازه باندې د مندوګر نوم ليکل شوی و. شکر مې وويست چې له مخکې مې نمبر اخېستی و، په دروازه کې ولاړ ځوان ته مې خپل نوم واخېست، څه شېبه لاس کې نيولي کاغذ ته په کتو شو، قلم يې په نومونو وګرځوه: نمبر دې رانېژدې دی.
دروازې ته نېژدې د يوې درې کسيزې چوکۍ څنګ ته چې څلور کسان پرې ناست وو، د پښو په سر کېناستم، موبايل مې راوويست، ويل مې فېسبوک ته ننوځم چې انتظار مې ژر تېر شي، چې ډيټا مې خلاصه کړه، د مېرمنې مېسج مې راغلی و: چرته يې؟ څنګه دې ناوخته کړ؟
ورته مې وليکل: پر لار يم، رش دی.
دروغ مې ځکه وويل چې نه مې غوښتل دلته په راتګ مې څوک پوی شي، خو د مېسج له لېږلو لږه شېبه وروسته مې پام شو چې ډاکتر به درمل راکوي او هغه درمل به کور ته څنګه وړم؟ بيا مې داسې پرېکړه وکړه چې ډاکتر ته به ووايم زه فقط مشورې ته راغلی يم، درمل راته مه ليکه چې کور کې رسوا نه شم، په همدې کرلو رېبلو کې وم چې ځوان راغږ کړ: راځه.
ورپورته شوم، د دروازې لاستی يې په يو لاس او قلم او کاغذ يې په بل لاس نيولي وو، پوی شوم چې اول به د ډاکتر فيس تحويلوې. جېب ته مې لاس کړ: فيس څو دی؟
هلک مې له نوم سره د فيس د تحويلولو نښه وکړه: اته سوه!
حيران شوم، په لومړي ځل مې داسې ډاکتر ليده چې يوازې فيس يې اته سوه و، يو ځل مې زړه کې تېره شوه چې اوس هم سر وخت دى، ډاکتر ته له ورننوتو تېر شم، دا بېخي ډېرې پيسې وې، خو بيا راتګ او نمبر نيول مې تصور کړل، بل زما ستونزه جدي وه، فيس مې ورکړ او ډاکتر ته ورننوتم.
په لويه خونه کې د ايرکنډيشن يخه هوا خپره وه، ډاکتر کړکۍ ته نېژدې د شيشه ايي مېز مخې ته په چوکۍ ناست و، دواړه لاسونه يې د سر شا ته تکيه کړي او په ټايري چوکۍ کې مخکې وروسته کېده، ږيره، بريت يې خريلي وو، د غټو شيشو عينکې يې په سترګو وې، په موسکا يې ستړي مه شي راکړه او د ناستې يې راته وويل، بيا يې په مېز څنګلې را تکيه کړې، د نسخو په کتابچه اېښی قلم يې راواخېست. چلند يې ارام او مهربان و: مهرباني، ستونزه دې ووايه.
زه نه پوهېدم چې له کوم ځای نه ورته شروع وکړم؟ په همدې فکر کې وم چې راغږ يې کړ: شرمېږه مه؛ د ستونزې حل همدا دی چې له ښکاره کولو يې و نه ډار شې!
په دې خبره يې ډاډه کړم، لکه زما په زړه نا زړه توب چې پوی شوی و، زړه مې غټ کړ: ډاکتر صيب په خوله مې هم نه راځي، خو خبره داسې ده چې زه له لاس نه په کار اخېستو روږدی يم.
هغه مې سترګو کې سترګې راخښې کړې، زه په خپله خبره وشرمېدم او سترګې مې مړې کړې.
قلم يې په مېز وټکوه: دا دومره لويه ستونزه نه ده، هر بې واده ځوان له لاس نه کار اخلي، يو طبيعي عمل دی، شکر وباسه چې خپل جنسي هوس په نورو بدو او تاواني لارو نه پوره کوې…
ما يې خبره ور پرې کړه: زه بې واده نه يم!
حيران او په فکر کې شو، بيا يې د مېز يو اړخ ته اېښو کتابونو ته سترګې واړولې: خامخا دې په خوښه واده نه دی کړی او يا دې ښځه جنسي تنده نه درماتوي!
ما د ښي لاس ګوتې له يو بل سره مښلې، بې له ورکتو مې وويل: داسې نه ده ډاکتر صيب، شکر دى خداى ډېره ښاېسته ښځه را په نصيب کړې او ښه ترې خوشاله يم!
خبره يې راغوڅه کړه: نو بيا چيشي ته له لاس نه کار اخلې؟
اوس نو خبره شوې وه، د چا خبره خپله لمن مې په سر اړولې وه: همدې چيشي ته خو زه تا ته راغلی يم!
زما خبرې وخندوه: بېخي بل رقم خبرې کی، بې واده نه يې، ښځه دې جنسي تنده درماتوي او بيا هم له لاس نه کار اخلې… لږه شېبه غلی شو، بيا يې وويل: ښځه دې لکه چې له يو ځل کوروالي وروسته درسره بيا نه يو ځای کېږي؟
– بيا ځل مې ورته زړه نه کېږي ډاکتر صيب!
– خو لاس نه کار اخېستلو ته دې څنګه زړه کېږي؟
لږ غلى شوم: که په دې ځواب پوهېداى، تا ته به ولې راتلى؟ هغه قلم ليکلو ته برابر کړ: د نورو ډاکترانو غوندې درته زه هم نسخه تر بېخه ډکولاى شم، خو ستا په خير يې وايم، ته روغ جوړ يې، ستونزه دې ښځه کې ده، ښځه دې راوله چې اصلي ستونزه حل شي، د سهار له اړخه ښځينه ناروغان راځي!
ډاکتر خپله وروستۍ خبره کړې وه، زه له چوکۍ راپورته او مېز ته ورتکيه شوم: ډاکتر صيب تاسې د شهوت د کمولو لپاره راته يو څه وليکئ!
هغه دواړه لاسونه د زنګانه په سترګو کېښودل، اوږده ساه يې واخېسته: ښه به دا وي چې ستا د شهوت د کمولو پر ځای دې د ښځې د شهوت اندازه هم درسره برابره شي، ستا ښځه جنسي سړښت لري، خو زه به بيا هم ستا د تسلۍ لپاره دوه قلمه ګولۍ درته وليکم.
نسخه يې وليکله، مننه مې ترې وکړه او راووتم، بهر د ټولو خلکو سترګو کې غوسه ښکارېده، پوی شوم چې وخت مې ډېر تېر کړی.
درمل مې واخېستل، د مارکېټ له مخې مې کور ته ټيکسي ونيوه، ټيکسوان له حرکت سره د احمد ظاهر سنده ولګوله او د سر په خوځولو/ نڅولو روان شو، زه دې ته فکر کې وم چې ښځه به مې څنګه راضي کړم چې ډاکتر ته راسره راشي؟ بيا مې دواړه پاکټه ګولۍ له پلاستيکه راوويستي چې پرې ليکل شوی متن ولولم. دا شکر چې شربتونه يې راته نه و ليکلي، ګولۍ خو پټېداى شوې، ډريور سترګې راکږې کړې: ډاکتر مندوګر ته تللی وې؟
پوی شوم چې له پلاستيک نه يې په نسخه د ډاکتر ليکل شوی نوم لوستی، د دې لپاره چې ورته و نه شرمېږم، و مې ويل: نه، دا د بل چا دي!
هغه د سندرې غږ ټيټ کړ: وروره دا ډېر د نه سړي زوی دی.
زه حيران شوم، په ډاکتر کې مې هېڅ نه سړيتوب و نه ليده، مطلب به يې دا و چې يا تکړه نه دی او يا فيس زيات اخلي. کارته مامورين درې لارې کې ترافيکي اشاره سره شوه، بل موټر پسې يې برېک وواهه او شروع يې وکړه: د يو شخصي ښوونځي مديره هر سهار ښوونځي ته رسوم، مياشتنی قرار داد مې ورسره کړی.
داسې مې وګڼله چې سړي بله کيسه شروع کړه، خو ورته غوږ شوم.
د اشارې شنې کېدو ته څو ثانيې پاتې وې، چې څنګه شنه شوه، حرکت يې وکړ: مدير صاحبه ډېره نېکه او مهربانه ښځه ده، يو نيم کال يې شي چې واده يې کړی، يوه ورځ يې راته زنګ وواهه چې د ډاکتر مندوګر روغتون ته يې ورسوم.
زه پوی شوم چې ډريور کيسه له بېخه را شروع کړې، و مې پوښتل: دا خو د جنسي ناروغيو روغتون دی.
لنډ يې راوکتل: مېړه يې جنسي ستونزه لرله، خو دې د نه سړي زوی ورته ويلي و چې ښځه دې بايد يو ځل راشي. مدير صاحبه يې مېړه مجبوره کړې وه چې ډاکتر ته لاړه شي، خپله ورسره نه و راغلى چې زه شرمېږم.
هغه ډاکتر ته وخاته او زه همدغه ځای کې ورته انتظار شوم چې اوس مې ته راوخېژولې، دا زما همېشنی سټاپ دی، نه پوهېږم څومره وخت به وتلی و؟ خو چې يو وخت مې پام شو مدير صاحبه سور مخ او په غورېدا زينه کې راښکته شوه، حيران شوم چې څه شوي؟ دا چې ښاېسته وه، نو ويل مې کېدای شي چا پرې کوم کمنټ پاس کړی وي، ټيکسي ته راوخاته او په درز يې دروازه بنده کړه، ما ترې پوښتنه وکړه چې څه شوي؟
ډاکتر ته په ښکنځلو شوه او نور يې هېڅ و نه ويل، کور ته مې ورسوله او بېرته خپل همدې سټاپ ته راغلم.
زما تلوسه شوه، کور ته نېژدې کېدو، کرايي مې ورته راوويسته: نو څه شوي و چې مدير صاحبه غوسه وه؟
کرايي يې واخېسته: زه هم څو ورځې نه پوهېدم چې څه شوي؟ د مارکېټ د مخې ټيکسوانانو رقم، رقم تبصرې کولې، خو اصلي کيسه راته څو ورځې وروسته د همدې ډاکتر د ښځينه برخې يوې نرسې وکړه، چې ډاکتر له کاره ځواب کړې وه. ويل يې دا ډاکتر په اکثره ناروغانو ښځې راغواړي، بيا موږ ته وايي چې تاسې پرې له خاوند سره د کوروالي کيسې وکړئ، چې زه د دوی ستونزه او ناروغي معلومه کړم، خپله د پردې شا ته ودرېږي، خدای خبر چې د هغې ښځې، مدير صاحبه يې ښوده، څنګه پام شوی و چې ډاکتر يې کيسو ته له لاس نه کار اخېستو باندې لګيا و!
د ډريور له دې خبرې سره مې سر خلاص شو چې ډاکتر ولې ما ته د ښځې په راوستو ټينګار کوه؟
Comments are closed.