د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر نوي قانون، چې د دوی په خبره مشر یې ملا هبتالله اخندزاده توشیح کړی، د ملګرو ملتونو په ګډون د ښځو د حقونو، مدني فعالانو او د بشري حقونو ځینو سازمانونو غبرګونونه راپارولي دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک د پنجشنبې په ورځ د اګست په ۲۲مه نیویارک کې په یوه خبري غونډه کې د طالبانو دا قانون وغانده.
نوموړي په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د طالبانو حکومت په خپل نوي قانون کې د ښځو پر غږ خپرولو او مخ لوڅولو بندیز لګولی، وویل: “د دې ډول پرېکړو د غندلو سربېره، دا تصور ډېر سخت دی چې یو هېواد دې د داسې فرمانونو په موجودیت کې وده او پرمختګ وکړي او وضعیت یې ښه شي.”
د طالبانو د حکومت په دې قانون کې چې د اګست په ۲۱مه یې اعلان کړی، ټول څلور فصلونه او ۳۵ مادې لري، په ۱۳مه ماده کې یې د ښځو د ټول بدن پټول لازمي بلل شوي او د قانون په ټکو “د فتنې له وېرې” د ښځو مخ پټول هم ضروري دي.
د دې قانون د یادې مادې په بل جز کې د ښځو غږ چې سندرې، نعتونه او قرائت په کې شامل دي په مجموع کې په لوړ غږ ویل یې هم عورت بلل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له دې اعلان وروسته په هېواد دننه هم د ښځو د حقونو او مدني فعالانو او د معترضو ښځو بېلابېلو ډلو اعتراضي کمپاینونه پیل کړي دي.
له دې ډلې د شنبههای ارغواني په نوم د معترضو ښځو ډلې رسنیو ته په استولو ویډیوګانو کې ویلي، د طالبانو حکومت د هېڅ ډول قانوني مشروعیت نه لرلو له امله د افغانستان پر خلکو په ځانګړې توګه پر ښځو د محدودونکو قوانینو د جوړولو او پلي کولو صلاحیت نهلري.
د دې ډلې یوې غړې ویلي: د طالبانو نومول شوی او نامشروع حکومت د افغانستان خلکو ته د قوانینو د تصویب حق نهلري، داعشي او طالباني حجاب نه انسانی دی او نه اسلامي، د طالبانو نومول شوي حکومت د امر بالمعروف قانون ښیي چې دا ډله د افغانستان د خکلو په ځانګړې توګه د ښځو د بشري حقونو ازادیو د ځپلو په لټه کې ده.”
د معترضو ښځو د خوځښتونو ډلې غړې ماریا نوري هم رسنیو ته استولې ویډیو کې ویلي: “د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف قانون د ښځو د حجاب په اړه د هغو ځپونکو او سخت دریځو قوانینو مجموعه ده چې ښځې په بشپړ ډول د ځان پټولو او ان د هغو د غږ محدودلو ته اړ باسي، دا قانون نه یوازې دا چې له ښځو د هغوی ازادۍ اخلي، بلکې هڅه کوي چې دوی له ټولنې څنډې ته کړي.”
د بشري حقونو ځینې بنسټونه هم دا قانون د ښځو تر څنګ د ټولو وګړو د بشري حقونو ښکاره نقض بولي.
د رواداري په نوم د بشري حقونو سازمان مشرې شهرزاد اکبر ازادي راډیو ته وویل: “البته طالبان له هغه وخته چې واک ته ورسېدل دا ټول سخت دریځه او ظلمونه محدودویته یې اعمال کړي، خو قانون یې بیا له بده مرغه وضعیت نور بدتره کوي، ځکه دا د طالبانو ادارو ته ډېر واک ورکوي چې دوی له عامو خلکو سره په ډېرو عادي مسایلو د یو مجرم په توګه چلند وکړي.”
د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د روانې اوونۍ د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی د تېر یو کال کې ۱۳زره کسان د “غیر اخلاقي اقداماتو” په تور نیولي او ۲۸۰ طالبان یې یوازې د ږیرې د نه پرېښودو لپاره له دندو شړلي دي.
ازادي رادیو
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.