د غني په شعر كې د ملا انځور

محمد اکبر کرګر

189

د غني خان د ژوند له مطالعې جوتيږي چې هغه په ډيره تنكۍ ځوانۍ او زلميتوب كې ديني او مذهبي زده كړې كړي دي · هغه په اتمانزو کې ښوونځی ولوست· ارومرو چې عربي اوفارسي ژبې يې هم دغلته زده كړي وې·د دې زد ه كړو له بركته دهغه ذهن اوفكر ددينې اومذهبې مسايلو په درك ښه وس پيدا كړ · هغه دخدای دوحدانيت پيغمبر ،قران ،ژوند ، مرگ ، دوزخ اوجنت په باب ښه ژوره پوهه ترلاسه كړه · په دې لړ كې يې ددين اوالهی احكامو دروغجن مفسر ته هم پام واوښت · دا لامل شو چې دالهي مشيت اودهغه دكون وفيكون څخه دناسم پوهاوې دتبليغونكي څيره په خپلو شعرونو کې روښانه كړې ·
د غني خان ديو ملگري يادونه ده چې استاد بينوا هم په اوسني ليکوال کې را اخيستې ده ۔ وايي :
(( په هغو ورځو کې دباچا خان دا خيال و، چې دغني نه يو لوې اسلامي عالم جوړ کړي ۔ نو ځکه غني خان اوه کاله دعربې مروج علوم ولوستل په تيره يې بيا دقران تفسيرونه (مسلم ،بخارې ،احسن المسايل )(اسلامي قانون ) او(بلوغ المرام )تقريبا ټول يې يادوو اوعربي ژبه يې دخپلې پښتو په شان روانه ويله ۔))
وايي چې (( يو ځل دهند د(ديوبند ) داسلامي مدرسې يو مولانا دې ازاد ښوونځي ته راغلی و ، غني خان دټولو شاگردانو مخ کې ودريد اوشل دقيقي يې په فصيحه عربي ژبه وينا وکړه ۔ مولا نا پوښتنه وکړه چې دا هلک عرب دی ؟)) باچا خان موسکی شو وی ويل : نه ! دا زما زوی سوچه اشنغری پښتون دی ۔ ))
دغني خان په شعرونو كې ملا يوسمبول دی · دجهالت اوتاريك اندۍ سمبول · دښكلا ضد اودبدرنگۍ سمبول اوپه نهايت كې دمعرفت ضد سمبول · دوه حقيقته دملا په اړوند ديادوني وړ دي ·چې دغني په شعرونو كې ډير څرگند دي ·
يو دپښتنو دازادۍ سره دوښمني اودپرديو په خدمت كې كيدل دي · چې په همدي اساس دملا كردار په دواړو كې ډير څرگند دی ·
له بلي خوا ملا په ښكاره كې دخلكو دپوهاوي اوهغو ته دلارښوونې مدعي دي چې په سطحي اوابتدايي پوهه نه شي كولای دخلكو پوهه لوړه يوسي بلكې نور هم دخلكو دجهالت سبب كيږي · يا دده جهالت ټولني ته انتقاليږي ·
دريم دا چې ملا په پښتنې ټولنه كې په ټولنيز –اقتصادي لحاظ په ډيره ټيټه سطحه كې موقعيت لري ، اودرلود يې · خو ځيني عوامل اوسببونه وو چې ملا ته يې دلښكرو په سر كې ځای وركړ۔ ددې کتاب په يو بل بحث كې ورته اشاره شوېده ·

غني خان

څلورم ،دپښتنو په تاريخ كې ان دمغلو له دوران راهيسې ملا ددربار اوپرديو حاكمانو په خدمت كې شو · دبايزيد روښان پر ضد داخون درويزه دريځ او بيا دخوشحال خان پر ضد دملا ميانور پروپيگنډه اوتبليغ چې په سوات نامه كې يې مفصل تفسير شته همدارنگه دخدايي خدمتگارو پر ضد چې سرخپوشان يې دبلشويكانو سره ورته تبليغول ، ښه مثالونه دي · دې ټولو خبرو ته ملا وسيله شوی دی ·پرديوحاكمانو دملي ازادی اوخپلواكۍ دمبارزينو پر ضد له ډيرو وسايلو كار واخيست چې يوه عمده وسيله يې د دين اومذهب له سپيڅلي نامه گټه اخيستل وو چې د دې كار له پاره بيا هم ملا وسيله شوی دی · ملا ددربارونو دجيره خور په توگه كردار تر سره كړي دی · دانگريزي استعمار دلاسبرۍ په مهال هم انگريزانو تر هر څه دمخه دپښتنو دفرهنگ په اړه څيړنه وكړه · اوله څيړني وروسته يې ملا په خپل لاس كې ونيو ·
البته په دې كې استثنا هم شته · په ټول كې هر ملا داستعمار په خدمت كې نه بلكې ډير پياوړي اومبارز عالمان هم وو چې هغوۍ بيا په دې كتيگورۍ كې نه شو شميرلی ·
خو په هر صورت بيرته خپلې خبرې ته ورگرځو او هغه دا چې دا خبره څو دليلونه لري يو داچې په پښتني ټولنه كې په تاريخي لحاظ ملا دځمكې اوجايداد خاوند نه وو۔ (په تاريخي اوقومي لحاظ ) هغه زياتره وخت دكليوالو اوكورونو څخه دراټول شوي ټوك اومړۍ په وسيله تغذيه كيدلو · له بلې خوا سخت فزيكي اوجسماني كار كولو ته هم برابر نه وو · په نوموړي باندې دجومات دلومړيو ورځو لوږه او د بل مړۍ ته سترگې وازې پاتي كيدل د دې سبب شوې چې تل وږې پاتي شي اود((پټې لوږې)) حقارت دهغه دشخصيت برخه وگرځي·
دملا پوهه اودرك داسې جوړيږي چې زيات په تاريخ او د خپل هيواد په جغرافيه اگاه نه وي اوباور هم پرې نه لري بلكې هغه دملت اوقوم پر ضد د امه (امت ) دمفهوم ليوال دی · اوداُمٌه يا امت مفهوم يو ډول مذهبې بين الملليت جوتوي ·سره له دې چې دا يوه سپيڅلې انگيزه ده خو دظالمو حكامو او مستبدينو له خوا د ملتونو د مرېې كولو له پاره يې د يو دام حيثيت غوره كړ · په همدې اساس ملا ته ازادي او حاكميت هم دومره ارزښت نه لري چې موږ يې په معاصر تاريخ كې ژوندي مثالونه لرو۔
ددې خبرې يو ژوندی مثال دتېرې پيړۍ په اتيايمه لسيزه كې ديوه مذهبې –افراطي گوند له خوا له پاكستان سره دكانفدراسيون طرح منل وو · دغه بنست پالې ډلې غوښتل چې په مذهبې ايديو لوژيك بنسټ دافغانستان اوپاكستان كانفدراسيون جوړ كړي چې دفقيد داكتر نجيب الله شهيد له خوا په شدت سره وغندل شو اودا طرحه يې په پوځي اوسياسي ډولونو محكومه کړه ·
بل مثال يې دگوانتانامو ماتې زولنې داثر دليكوال (بدرالزمان بدر ) يوه كيسه ده چې په خپل ياد كتاب كې يې درج كړې ده چې كله دكونړ دجميل الرحمان سلفي وراره چې يو وخت داسلامي گوند غړې وو اووروسته يې جلا تنظيم جوړ كړپه باب ده · نوموړی ليکي : دجميل الرحمان وراره په افغانستان كې دمجاهدينو دراتگ په درشل كې ای اس ای ته يوه طرح وركړې وه · په دې ډول چې افغانستان بايد په كوچنيو ايالتونو وويشل شي · اوهر ايالت دې دمجاهدينو ديو قوماندان له خوا کنترول شي ۔پاکستان بايد ددغه ټولو ايالتونو کنترول په خپل لاس کې واخلي ۔ دا كتاب نور ډير حقايق هم رسوا كوي چې البته ددې مقالي له حوصلي بهر دي ·
دشلمې پييړۍ په نيماېې كې دهند دنېمي وچې دازادی نه وروسته دپښتنو ازادي بخښوونكی غورځنگ دملا تېر دملا اودهغه دايديو لوژی پر اثر مات شو ، ان دا چې دانگريزانو له خوا ددې له پاره چی دپښتنو ازادۍ وننگوي نو دپاكستان په گټه يې دراې وركولو په مهال دهندوانو گرنگ دقران پاك په خو اكې كيښود · حال داچې دين اومذهب دپاكې عقيدی اوباور بنسټ دی · نه دهيواد دخپلواكۍ اوخودمختاری دارزښتونو له پاره بنسټ · دصدر اسلام په مهال يهودو اومسلمانانو يو ځای ژوند كاوه ·
له بلې خوا پښتون ملا دژورې دېنې اومذهبې –اسلامي پوهې څښتن نه دی · بلكې دسطحې مالوماتو اومسايلو تكراروونكي دی·هغه چا يا كسانو چې له مدرسه يي زده كړو زياته گټه تر لاسه كړي هغوۍ بيا له دې دايرې څخه وتلي اومشهور عالمان بلل شوي دي چې دهيواد ،خلكو اوخپلواكۍ علمبرداران گڼل شوي دي · البته په دې بحث كې زموږ خبره دسطحي اولږ معرفته ملا په باب ده ·
همدارنگه ملا اودهغه پورې اړوند ځواك تل دمدرنيزم اوپرمختگ په وړاندې دريدلی دی ·
خو له بلې خوا غني خان چې ديو ډول اشراقي پوهي خاوند هم دی ·دهمدغه پوهي بنياد اوبنسټ په عرفان اوعرفاني پوهه كې دی ·څرگنده ده چې عرفان او مذهبې دوگماتيزم سره دومره څنگ نه لگوي ·
غني خان ديوه شاعر اوفلسفي په توگه چې له يوې خوا د ژورې پوهې اوصلاحيت خاوند دی نو ملا دجهالت ، ناپوهۍ ، سمبول بولي په يو شعر كې گورو ·
۱·غنې څه وايي ؟
غنې خان ملا مخاطب كوي او ورته وايي چې ته !دخدای په كور كې دبت سفير يې · ددې خطاب اواستنتاج دلايل په دې كې دې چې ملا اودهغه كوچنيوالي څخه دمحروميت اوعقدو په بنياد دگيډی اوخپل ځان سره افراطي مينه لري · پيسې ، خوراك ، حلوا ،پيتي داسې څه دي چې ملا له خپل جسم اووجود نه بت جوړوي· يا داياد شوی شوق دبت دجوړيدو سبب كيږي · نو ددې له پاره چې دهغه په روح اوروان كې خدايي جذبه را وپاريږي اوپه شور اوجذبه اذان اداء كړي په اذان كې خپل ژور عاطفي اوانساني خدايي جذبه نه شي ورځای كولی، دا ځكه چې دغني په باور د اذان كولو په مها ل هم دخپلې گيډې په غم كې دی ·
هم داشان دملا سترگې د جنت په تصور كې په حورو اوښځو سرې دي ·دميلو اوعياشۍ دمحل په توگه يې په ذهن كې ژوندۍ ساتي ·په ذهن كې له جنته پاريس جوړوي · دشاتو اوشيدو ويالي ويني او په خپل تصور کې يې ځانته حاضروي ·هلته چې دفيرنۍ اوحلو اکيسې وي نو بس يوازې دمادي نعمتونو داستان په ذهن كې پالي · خدايی جنون اوعشق په ملا كي نشته · يوازې څربې حورې ،بربنډې حورې، دشهوتو اوځان مړولو د مكان په توگه دجنت تصور له ځانه سره لري اوپرې فكر كوي ·
خو باالمقابل غني خان په خپل شعر كې دجنت واقعي او رښتينی تصوير لري · دا تصوير دهغه په ژوره اشراقي پوهه كې نغښتی دی · هلته چې انسانيت تعالي پيدا كوي· دشور اوجذبې ، سكر اوصحوكې ترعالي حده لوړيږي ·په هر څه كې ښكلا ويني او د هغه ښكلا يوداسې نور اورڼا ته ورته وي چې دهغې په درك اوپوهيدنې سره انسان خپل ځان اوهستې په يو لوی درياب كې محوه بولي ·
خو دجاهل بې ضميره اوناپوهه ملا درك څه دی ؟ دا پخپله دغني په شعر كې جوتيږي وايي چې ددونيا دمزو لټول · دحورو په سترگو كې دډمو خندا ليدل ،لكه په اسمان كې دډيران وږمه لټول دي ·خو غني وايي چې ملا يوازې خيټه پيژني · مستي اوجانان نه پيژني ·مردي او ميړانه او په ډگر كې له ځانه تيريدل اوسرښندنه نه پيژني ·يوازې ببره ږيره وسيله بولي ·ټول شعر په دې ډول دی ·
جنت
ډوډئ غړپ ملا، جنتی ملا
حلوا قب ملا، ولايتی ملا
په پيسو قربان اوستی ملا
د پولاؤ په شوق خوری پيتی ملا
دا بی عشقه ، بی جوشه او مړ آذان
دا چلی د ماغ او ارزان ضمير
د دی سپين د ستار د توهين يې ته
په دی کور د خدای کښې د بت سفير
ماته وايي چې ځه چې جنت ته ځو
ستا جنت ستا د لوږی ارمان دی
ستا جنت د خوراک او د ښځو ډک
ستا جنت نيم پيرس نيم طهران دی
ستا جنت کښی درياب دشوروا روان
پيمانی د فيرنۍ نه بر پوری دی
ستا جنت کښی جنون او تالاش نشته
ستا جنت کښی څربی حوری دي
ستا جنت کښی نه سوز نه ارمان شته دی
غټی خيټی ، لمدی، سپوری شونډی دی
ستا جنت کښی غوښتل او بيلل نشته
واړه حوری، رضا او بربنډی دی
ستا جنت د جنون بی خبره ژوند
ستا جنت يو اوښيار شان تصوير د ځان
ستا جنت د شهوت او د تندی ډک
ستا جنت ستا د لوږی د تاؤ امکان
ډوډئ غړپ ملا، جنتی ملا
په پيسو قربان ، اوستی ملا
راشه واوره ته چه جنت څه دی؟
د غنی جنت ، د غنی ملا
ته په جنت کښی مزی د دنيا لټی
د حورو سترګو کښی د ډمو خندا لټی
ته په آسمان کښی وږمه د ډيران لټی
او په تيرو کښی سپوږمۍ له مکان لټی
ليونی نه شوی ته خمار او مستی نه پيژنې
مستانه نه شوې دلربا پرستي نه پيژنی
تا د دنيا دپاره مينه د جانان ورکړه
مجنون په بيعه ، بيخودی د جانان ورکړه
لاس دې که اوږود بادشاهی لاړه فقير شولې
يا زما خان وې يا د کُنډو رنډو پير شولې
ټوله خيټه شوې مستي او جانان نه پيژني
ټوله ږيره ږيره شوې مردي او ميدان نه پيژنې
زما اميره!تالی څټ او ټکری خور شوې زما
زما سرداره ! ته مريي وظيفه خور شوی زما

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.