د کمپيوټر د ټڼيو په ټکارکې ډوبه وه، نوره چوپه چپتيا وه. لا يې ګوتو ته زور ورکړ، ژر ژر لګيا سوه، د تڼيو ټکار لا زيات سو. شېبه وروسته يې ګوتې بې حسه سوې، سم زور يې نه اخيسته، غاړه يې کږه کړه، درد يې وکړ، بيا يې ملا ونيوله په ټول وجود کې يې درد حس کړ.
سوړ اسويلى يې وايست، اخر له دې دردو سره به څه کوم!؟
سترګې يې اوښلنې سوې، د کور سړې هوا ته يې وکتل، ګوتې يې ډېرې يخې سوې وې.
د فکر نړۍ کې ډوبه سوه، د ناروغې مور زګيرويو يې په مغزو کې انګازې وکړې، هېڅ يې د زګيرويو اواز له غوږو نه ليرې کېده، وروسته يې په بستر کې پروت ناروغه ورور سترګو ته ودرېده.
دا يې له ځان سره ويل اخر څنګه وکړم؟ زه په خپل کم معاش کور څنګه وچلوم؟ دا پيسې خو به يوازې د مور او ورور درمل نه سي، نور مصارف څنګه پوره کړم؟
سات ته يې پام سو، چې شل دقيقې په چرتونو کې غرقه ده.
لاسونه يې سره وسولول، نه له چرت او خفګانه څه نه جوړېږي، زه بايد پياوړې اوسم، زه بايد ډېر کار وکړم او خپله کورنۍ له دې ستونزو وژغورم.
مسکۍ سوه، له ځانه سره يې و ويل زه پياوړې يم، ماته نه منم.
د زړه له درده يې دا بيت له ځانه سره زمزمه کړ
آه، آه، په نازک وجود لا زه څومره پياوړې يم
هېڅ مې ستړي ژوند ته، ګيله ونه کړه چې ستړې يم
امنه فنا
د کړکۍ لور ته يې وکتل، د لمر شغلې خونې ته دننه سوې وې، کمپيوټر او کمپله يې ور واخيسته، لمر ته کښېناسته، بلښت ته يې ته تکيه وکړه، کمپله يې هم په پښو وغوړوله.
ژر ژر يې په کمپيوټر کې ليکل پيل کړل، تر څو ډېره ژباړه وکړي او ډېرې پيسې وګټي.
ناڅاپه يې ورينداره خونې ته دننه سوه، دې ژر ژر ليکل کول، له ځانه سره يې و ويل دا به اوس بيا څه وايي، زړه يې ده د کور کار هم ورته وکړم.
وريندارې يې په تنده و ويل: اوه! اوه! دغه ده خاني!!
په ګرمه خونه کې لمر ته ناسته يې کمپيوټر کې دې ښه سات تېر دى.
نجلۍ سوړ اسويلى وايست، ورته کړل يې دا خاني دې خداى ستا کړي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.