ماغزه مو څرنګه منظم تنفس کولی شي

هاجره حرکت

160

موږ ټول په ورخ کی په زرګونو ځله تنفس کوو. دغه راز پرته له دې چې پام مو شی، له موږ څخه هر يو تن تر ۱۰ زره لیتره تازه هوا خپل بدن ته ښکته کوو. په دې توګه, نو په سم ډول تنفس کولو سره موږ خپلو مغزو ته په لوړه کچه تازه هوا رسوو او د تمرکز وړتیا يې غښتلی کوو.

له ډیرو علمي څيړنو جوته شوې چې په پرله پسي ډول په ارامۍ سره ساه اخيستل زموږ د مغزو وړتيا د اوږدي مودې له پاره ښه لوړوي. ورسره د وينی فشار ښکته کيږي، د زړه ضربان مو منظم او د فشار هورمون مو ازادیږي.

په څه ډول سره چې موږ ساه اخلو په هغه ډول زموږ پر رواني او فزيکي حالت نيغ په نیغه اغيز لري. په ارامي سره  د ساه اخیستلو له پاره په دي ډول ساه واخلئ:

څلور ثانيې ژوره ساه واخلئ، لنډه شيبه اخيستل شوی ساه وساتئ او ورپسي اوه ثانيې دغه کش کړي هوا  بيرته بهر ته وباسئ.

د لا ښه ساه احیستلو له پاره خپلې سترګي پټي کړئ او په پزه ساه واخلئ.

ښه دا ده چې په ژور پام يا په شعوري توګه ورته پام وکړئ چې دغه اخيستل شوي او طبعي هوا ستاسی بدن ته څنګه ورځي او بيا بیرته ترینه په څه ډول  وځي.

په ازاده هوا کې ګرزیدل او ورسره ژوره ساه اخیستل، څلور ثانیې ساتل او اوه ثانیې بیرته ویستل یې زموږ سږي پیاوړي کوي او زموږ ماغزه اراموی،په اوږده موده کې یې تکرار زموږ روغتیا نوره هم غښتلې کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.