نوی تېـزس-د علماو څېـړنې روانې دي چې ښځينه‌‌ زدکړو ته پرېښودل شي او که نه

 آصف بهاند

163

نوی تېـزس

«د علماو څېـړنې روانې دي چې ښځينه‌‌ زدکړو ته پرېښودل شي او که نه»

(مولوي ندیم)

«… تلختر از تلخترې می‌رسد»

چې دا ولې او تر کله؟

 مولوي ندیم: د علماو څېـړنې روانې دي چې ښځينه‌‌ زدکړو ته پرېښودل شي او که نه.

یوځل بیا په افغانستان کې تر شپـږم ټولگي لوړ، د نجونو ښونځیو د پرانستل کېدو په باب بحثونه تاوده شوي دي. طالبانو تل خپل شرطونه وړاندې کړې دي چې باید یاد ښونځي تړلي پاتې شي، خو عام افغانان او نړیوال تل هڅه کوي چې د نجونو د تړلو ښونځیو ستونزه حل او د وطن د پاملرنې وړ نوی نسل د زدکړو دایرې ته بېرته ورستون شي.

طالب‌چارواکو اوس یو نوی تیزس؟ وړاندې کړی دی چې میډیا تر دې سرلیکونو لاندې خلکو ته وړاندې کړی دی:

بي‌بي‌سي پښتو:

ــ مولوي ندیم: د علماو څېړنې روانې دي چې ښځينه‌‌ زدکړو ته پرېښودل شي او که نه،

تاند:

ملاندیم: که ثابته شوه د نجونو تعلیم روا دی، اجازه به ورکړو

 د طالبانو د لوړو زړکړو سرپرست وزیر په خپلو تازه څرگنونو کې فرمایلي: دي چې:

«په افغانستان کې د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو چارسمبالي وزیر ویلي چې د ښځینه‌و زدکړو په اړه د “علماو څېړنې روانې دي” او په پایله کې به یې پرېکړه کېږي چې پر مخ یې د منځنيو ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانستل شي او که نه.

په داسې حال کې چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو بندیز باندې نږدې درې او پر لوړ زدکړو محدودیت نږدې دوه کاله تېرېږي، مولوي ندا محمد ندیم وايي چې د نجونو لوړې زدکړې “حساسه مسئله” ده، “ډېر اړخونه” لري او په هکله یې پرېکړه په څو اوونیو یا میاشتو کې نه شي کېدای…»

په میډیا کې د دې څرگندونو په خپرېدو سره پرته له ځنډه خلکو وویل چې:

وه مولوی صاحب، وه طالب صاحب ته چې وايې د ښوونځیو د خلاصېدو په هکله پرېکړه په څو اوونیو یا میاشتو کې نه شي کېدای، دا ستاسو دا څواونۍ او څومیاشتې به کله خلاصېـږي، د خدای روی ته وگورئ څو نسلونه مو بېسواده کړل او د دې خویندو میندو له بې‌سوادۍ سره به د دوی ټوله کورنۍ له زدکړو او ژوند نه محرومېـږي، اکثریت خلک مو په رواني ستونزو اخته کړل او…

چې دا ولې او تر کله؟

د نجونو د ښونځیو د تړلو او بېرته خلاصېدو د ستونزې حل له پاره خو مو پخوا هم کمیټې جوړې کړې وې. د ۲۰۲۲ ام کال د می په ۲۶ مه میډیا خبر ورکړ چې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو پرانیستلو لپاره یوه اته کسیزه کمېټه جوړه کړې د او د دې کمیټې مشري د طالبانو د سترې محکمې مشر مولوي عبدالحکیم کوي. د دغې کومیټې کار او د کار پایلې څنگه شوې؟

د نجونو د تړلو ښونځیو له پاره د مولوي ندیم په نوي تیزس؟ کې ویل شوي دي چې: «د علماو څېـړنې روانې دي چې ښځينه‌‌ زدکړو ته پرېښودل شي او که نه.»

دا څېړنه هم لکه د پخوانیو کومیټو د کارونو په څېر وگڼئ، زه ډاډه نه یم چې پایله به یې د خلکو په خیر وي. څو ورځې وروسته په خپله د مولوی ندیم خپل تیزس هېر وي.

کورنیو او نړوالو تجربو ښودلې ده چې په افغانستان کې د نجونو زدکړو ته اشد اړتیا موجوده ده او پرته د نجونو له زدکړو به زموږ خلک د ژوند په ډېرو برخو کې له گڼو ستونزو سره مخ شي. څه موده وړاندې د ملگرو ملتونو یوې ادارې ویلي وو چې په افغانستان کې اتلس‌زره قابلو ته اړتیا ده.

زموږ په وطن کې د قابلو له‌پاره سخته اړتیا ده، متخصصین داسې وایي چې که په افغانستان کې د قابلو کمبود ته پام ونه‌شي، ښايي د زېـږون پرمهال ډېرې میندې خپل ژوند له لاسه ورکړي. که د قابلو د کمبود مسأله تاسو ته ارزښت لري، نو په دې پوه شئ چې قابلې لکه باران له اسمانه نه رااوري، بلکې ښونځي، پوهنځي او ځانگړو زدکړو ته اړتیا لري. تاسو خو د نجونو د تعلیم په مخنیوي سره د ژوند د نیالگي بېځ او سټه وچوئ.

چې دا ولې او تر کله؟

د نجونو د تړلو ښوونځیو پر مسأله باندې زما د مقالو په ترڅ کې ما څو ځایه دا خبره کړې ده چې طالبان دې د نجونو ښوونځي پرانیزي، که یې تړلي وساتي او پر ځینو نورو اړینو موضوعاتو نور هم ټینگار وکړي، کېدای شي نړیواله ټولنه بیا پخوانیو لیوانو ته مخه کړي او پر افغانستان یې حاکم کړي.

دا نظر اوس عام شوی دی او ان لا په کابل کې قلموال همدا موضوع په زغرده وایي چې طالبان دې پر خپلو منفي کارونو ټینگار نه کوي او ځان دې بدل کا. دا یې یوه

غوره بېلگه ده:

«د پخوانیو جنګسالارانو رد د اوسنۍ واکمنۍ د تایید په مانا نه دی او نه د اوسنیو چارواکو د ځینو افراطي کړنو رد د پخوانو ټوپکیانو د تایید مانا ورکوي . اوسنۍ واکمني ګڼې ښېګڼې هم لري او نیمګړتیاوې هم . د نورو نیمګړتیاوو تر څنګ یې له خپل ملت سره یو ستر ستم همدا دی چې د جونو پر مخ یې د تعلیم او کار دروازې تړلي ، که دوی څومره ژر دا مشکل حل کړي ، نو د ښېګڼو تله به یې ډېره درنه شي . ولس هېڅکله له اوسني تنګ حالت څخه د جنګسالارانو لمنې ته ځان نه غورځوي ، خو اوسني واکمن هم باید دې متوجه شي چې د خپلو ځینو افراطي کړنو له امله یو ځل بیا د نړۍ زبرځواکونو ته د دې زمینه برابره نه کړي چې هغوی یو ځل بیا دا مړژواندي ماران پر دې مظلوم ولس مسلط کړي.»

خلک یو بل وړاندیز هم لري:

که د افغانستان ښځینه زدکړو او کار ته نه پرېـږدئ، نو «سپینه مامدینه» یې ووایئ چې تاسو د «ښځه یا په کور، یا په گور» شعار تطبیقوئ، چې د خلکو زړونه بېغمه شي.

گورئ په هر ډول چې وي، خلک نه غواړي چې لوڼې او خویندې بې‌تعلیمه پاتې شي، کله چې تاسو تر شپـږم پورته د نجونو ښونځی وتړل او په حضوري ډول مو له زدکړو راوگرځولې، نو خلکو په ډېرو لږو او ضعیفو امکاناتو سره انلاین زدکړو ته مخه کړه او په رادیوگانو کې تعلیمي پروگرامونه پیل شول، همدا څو ورځې مخکې تاسو (طالبانو) په خوست کې رسنیو ته ویلي دي چې له شپـږم ټولګي پورته زده کړو پروګرامونه خپاره نه کړي.

چې دا ولې او تر کله؟

د طالبانو د دویمې واکمنۍ له پیل سره (۲۰۲۱کال اگست ۱۵مه) تر شپـږم پورته د نجونو ښونځي وتړل شول. کله چې خلکو د یادو ټولگیو بیا پیلېدو غوښتنه وکړه، طالبانو یو ځل نه، څو څو ځلې د «امرثاني» موضوع ورته رامخکې کړه. وروسته تر ډېرې مودې چې خلکو د طالبانو امرثاني ته د طنز په ژبه د «امردایمي» توری کارول پیل کړل، نو د طالبانو ځینو لوړو پوړو چارواکو داسې وویل چې د ښځینوو تعلیم «مباح» دی او تر دې راوروسته نور تېرایستونکي دلایل، خو خلک قانع نه شول او اوس هم د نجونو د ښونځیو د پرانستل کېدو له‌پاره خپل غږ جگوي.

پام مو وي چې خلک نه غواړي چې لوڼې او خویندې یې بې تعلیمه پاتې شي، دا د دوی حق دی او خلک په هرډول چې وي د خپل حق د ترلاسه کولو له پاره هڅې کوي.

له کوره وتل بند، ښوونځی بند، پوهنتون بند، حمام بند… او اوس غږ ایستل هم بند شول. دومره قیودات او دومره بندیزونه او په داسې اوسپنیزو خونو کې ښځې او نجونو اچول، له زغم نه وتلې خبره نه ده؟

چې دا ولې او تر کله؟

بیا نو حالات گوره، خلک هم غلي نه کښېني، ښځې او نجونې خو هم د ټولو خطرونو په منلو سره خپل غږ اوچتوي، دا یې یوه نوې بېلگه ده:

غږ مې حرام دی، مخ مې کافر دی

وطــن دوزخ دی، مـــلا رهـبــردی

ادکې مـورې، اوربـل مـې پـټ کړه

ایمان لـړزېـږي، دیـن ته خطـر دی

(شفیقه خپلواک)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.