د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر ځانګړې مېلمنه حسینه ګل تنها کاکاخیله

140

ځای: انلاین

وخت: د کابل پر وخت د شپې نهه بجې

نېټه: ١٤٠۳\کال، ۴ د سنبلې، د اګسټ ٢٥مه

وړاندې کونکې: ولوله دهقان

راپور لیکونکې: میمونه کامران

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر غونډه د څلویښت تنو ګډونوالو په شتون چې د هېواد له بېلابېلو سیمو او له بهرنیو هېوادونو یې ګډون کړی و، د تل په څېر په خپل وخت ولولې دهقان پیل کړه. د دې غونډې ځانګړې مېلمنه شاعره حسینه ګل تنها کاکاخیله وه.

غونډې دوه برخې درلودې، د غونډې په لومړۍ برخه کې له مېرمن حسینه ګل تنها سره ځانکړی بحث و، په دویمه برخه کې د ګډونوالو پوښتنې له کاکاخیلې څخه وې. چې تر څنګ یې حسینه ګل تنها خپل شعرونه بهیروالو ته واوارول.

مېرمن حسینه ګل تنها د پښتو ژبې زړوره، خلاقه شاعره او لیکواله ده. اغلې تنها په کوزه پښتونخوا کې زېږېدلې ده. چې نوموړې تر اوسه ٨ شعري ټولګې، دوه ناولونه، دوه د لنډو کیسو پوره مجموعې، یو د تنقید یا کرکتنې کتاب او د امریکا یولینک چاپ شوی دی. دا ډېر ګڼ شمېر نور ناچاپه اثار هم لري، چې د هغې له ډلې یوه د لنډو کیسو ټولګه به په نږدې وختونو کې چاپ شي. اغلې تنها په کوزه پښتونخوا کې یوه له لومړنیو پښتنو مېرمنو وه، چې په خپل نوم یې په زغرده په شعر کې د ښځو او د هغو عواطفو او احساساتو انځورګري کړې ده، چې زموږ سنتي ټولنې شرم او عار بلل. حسینه ګل تنها د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر پدې ځانګړې غونډه کې د خپل ادبي ژوند د سفر په اړه وغږېده، چې د يوې شاعرې په توګه د نوموړې لپاره د شاعري دا سفر څنګه و؟ له کومو لوړو ژورو ډک و؟ څنګه يې وکولای شوای چې په داسې نرواکه ټولنه کې خپل ښځینه عواطف سانسور نکړي، بلکې په زغرده یې د ټولو مخته کېږي؟

له یو پراخ او هر اړخیز بحث وروسته اغلې تنها له نویو لیکوالو او شاعرانو سره هم خپلې تجربې او مشورې شریکې کړې او سپارښتنې یې ورته لرلې. د غونډه په بله برخه کې د غونډې ګډونوالو هرې یوې نعیمې غني، مينا نظري، پاکیزې ارزو، مهر تاج، میمونې کامران، نسیمې باري، ګلالۍ مومند، ځلا نور، شبانې پوپلزۍ له اغلې تنها څخه پوښتنې درلودې. چې له نوموړې څخه یې د دې د شعر، لیکوالي او ادبي ژوند په اړه یې وپوښتې. اغلې تنها هم د ټولو بهیروالو پوښتنې په پراخ بحث، سړه سینه، په ډېر فصاحت او خوږې ژبې سره ځواب کړې.

حسینه ګل تنها د خپلو خبرو په پای او د غونډې په وروستۍ برخه کې د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر ټولو ګډونوالو ته خپل شعر په خپل غږ دکلمه او ډالۍ کړ.

د غونډې په پای کې مهرتاج د حسینه ګل تنها څخه په مننې دوه ساعته غونډه را ټوله او په خپلو خبرو یې پای ته ورسوله.

تاسې کولای شئ، د غونډۍ نور جزییات د سه شنبې په ورځ د اکسټ په ٢٧مه د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر پر فیسبوک پاڼې واورﺉ.

پای،

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.