د امر بالمعروف نوی قانون
هبت الله د الوهيت په مرتبه کې
شارع يوازې او يوازې الله تعالی دی انبياء عليهم الصلوة والسلام د دې اختيار (واک) نه لري چې پر ځان يوشی منعه کړي
يا ايّها النبيُّ لم تحرِّم ما احل الله لک تبتغي مرضات ازواجک
په الهي احکاماتو کې د هېچا واک (اختيار) نشته، البته سلاطين، امراء او حاکمان د عامه نظم و دسيپلين لپاره ځانته ځانګړي ضوابط جوړولی شي. په دغه قانون کې ډېرې نيمګړتياوې شته او په ډېرو مواردو کې له اسلامي ارزښتونو او هم له مُډرنو مدني قوانينو سره سر نه خوري او ان د خلکو په شخصي ژوند کې يې هم ډېر زيات تشبث کړی دی. په دين کې زور زياتی نشته، نديم، حنفي وامثالهم هېڅ حق نه لري چې خلک د نجونو د زده کړوو او د هغوی د ښوونځيو د خلاصون په تړاو له پوښتنې کولو هم منعه کړي. دغه فرعوني انګېزه دې له ذهن وباسي
*** *** ***
يا ايُّها النبيُّ النّاس انّا خلقناکم من ذکرٍ وانثی …[الحجرات : ۱۳]
نارينه او ښځينه د الله تعالی يو شانته مساوي مخلوق دی او تفوق يې يوازې پر تقوی دی. د نارينه او ښځينه ترميځ همدومره توپير دی چې رب العالمين ښځه مور ګرځولې او درنښت يې ورکړی، ځکه خو يې له ځان سره په الهي حکم کې يوځای راوړې ده چې ((وقضی ربک الا تعبدوا الا اياه وبالوالدين احسانًا))
پوښتنه : ايا د ښځې اواز عورت دی؟
https://www.youtube.com/watch?v=FRvxE75Vl98
Shaykh Akram Nadwi on the ‘Awrah of the voice
https://www.youtube.com/watch?v=dHs47Ub2HRo&t=437s
Are Men and Women equal in Islam? | Shaykh Akram Nadwi
https://www.youtube.com/watch?v=kyRQI67yaJ4
Learning Arrangements for Women | Shaykh Akram Nadwi
ولمّا توجّه تلقاء مدين قال عسی ربّي أن يهديني سواء السّبيل ؛
ولمّا ورد ماء مدين وجد عليه أُمّة من النّاس يسقُون ووجد من دونهم امرأتين تذودان ، قال ما خطبکما – قالتا لانسقي حتّی يُصدر الرِّعاء ، وأبونا شيخٌ کبيرٌ ؛
فسقی لهُما ثمّ تولّی الی الظّلّ فقال [ربّ انّي لما أنزلت اليّ من خير فقير] ؛
فجاءته احداهما تمشي علی استحياء قالت انّ أبي يدعوک ليجزيک أجر ما سقيت لنا، فلمّا جاءه وقصّ عليه القصص قال لاتخف، نجوت من القوم الظالمين ؛
قالت احداهما يا أبت استأجره، انّ خير من استأجرت القوي الأمين ؛
قال انّي أريد أن أنکحک احدی ابنتیّ هاتين علی أن تأجرني ثمانی حجج، فان أتممت عشرًا فمن عندک، وما أريد أن أشقَّ عليک، ستجدني ان شاء الله من الصالحين ؛
قال ذلک بيني وبينک، أيّما الأجلين قضيتُ فلان عدوان علیّ، والله علی ما نقول وکيل.
موسی عليه السلام دواړه نجونې [خويندې] وپوښتلې چې ((ما خطبکما؟))
نجونو [خويندو] ورته وويل چې ((لانسقي حتی يُصدر الرِّعاء وأبونا شيځٌ کبيرٌ)).
هلته د څاه (کوهي) پر غاړه يوه ډله خلک ول چې هغوی د دې نجونو مالونه [غنم او مواشي] اوبو ته نه پرېښوول او منعه کول يې او خپل مالونه به يې رامخته کول او هغه به يې اوبه کول، نو دوی خوارانې به ورته ولاړې وې او تر هغې به انتظار کولو چې دوی ټول خلاص شي او بيا به يې خپل مالونه اوبه کول. موسی عليه السلام له لېرې دا صحنه کوله، نو له خپل ځايه راپورته شو او راغی او له دوی يې وپوښتل چې ((ما خطبکما)) ولې او څه خبره ده؟
هغوی ورته خپل حال ووايه چې دوی زورو دي او موږ د خپلو مالونو اوبه کولو ته نه پرېږدي تر هغې چې دوی ټول خلاص شي او زموږ پلار بوډا دی.
موسی عليه السلام ورسره مرسته وکړه او د هغوی ټول مالونه يې شا ته کړل او د دوی مالونه يې اوبه کړل او بيرته خپله هغې ونې ته ستون شو چې ورلاندې ناست وو او نجونې خپل کور ته ولاړې او په دې وخت کې يې دوعا وکړه چې ((رب اني لما انزلت الیّ من خير فقير)) دا يوه ډېره مقبوله دوعا وه او سملاسي الله تعالی ومنله.
لږ ساعت وروسته يوه جنۍ راغله او موسی عليه السلام ته يې وويل ((انّ أبي يدعوک – ليجزيک أجر ما سقيت لنا))
موسی عليه السلام ورسره راروان شو او چې کور ته راغی او له پلار سره يې کېناست او روغبړ يې سره وکړ، نو له روغبړ وروسته يې ورنه وپوښتل او موسی عليه السلام ورته خپله ټوله کيسه وکړه، نو هغه [شعيب عليه السلام] ورته وويل او ډاډ يې ورکړې چې ((لاتخف – نجوت من القوم الظالمين)).
په دې وخت يا دې مينځ/جريان کې يوې لور يې ورته وويل چې مقرر يې کړه او سپارښتنه يې د ده هم وکړه چې دا ډېر ښه تندرسته او أمين دی.
نوټ : نن چې څوک په کور دننه او بهر په نړيوالو دندو کې مقرريږي، نو په پيل کې ترې CV غواړي او له CV سره په خوا کې ترې دوه ريفرينسه غواړي چې هغې ته reference letters وايی. په هغې کې ستا تزکيه او ستا د کاري وړتيا تاييد او سپارښتنه کيږي.
دلته خو جينۍ خبرې کړي او په خبرو کې خو خامخا اواز (غږ) راپورته کيږي، نو دا چې د ښځې اواز ستر او عورت دی، نو اوس موږ د أمر بالمعروف او نهې عن المنکر د دې قانون سره څه وکړو؟
نو اوس موږ د،
له الله تعالی سره څه وکړو؟
له قرآن سره څه وکړو؟
له شعيب عليه السلام او د هغه له لوڼو سره څه وکړو؟
له موسی عليه السلام سره څه وکړو؟
له غيبي اميرالمؤمنين سره چې بېګانه استخباراتو دلته راوړی او پر موږ يې راتپلی دی څه وکړو؟
د طالبانو دا قانون د الله تعالی له احکم الکتاب محکم او مافوق وګڼو که څنګه؟
د اميرالمؤمنين شان و منزلت سره څه وکړو؟ ايا په الوهيت او ربوبيت يې ومنو؟
پېغمبر شعيب السلام سره څه وکړو؟
ملا هبت الله، ملا نديم، خالد حنفي او داسې سرتنبه سرزوري له الله تعالی او له پېغمبره ډېر غيرتيان دي که څنګه؟
د شعيب عليه السلام د لوڼو لپاره خو د ((تمشي علی استحياءٍ)) کارول شوی او حال دا چې موږ د دغه سرزورو او نګه سرتنبه ګانو لپاره خو هېڅ اسماني او نه ورته فقهي لاسوند لرو، نو موږ د دوی حياء ، پاکي او غيرت څنګه ومنو؟
احيانًا که بېګانه استخباراتو او يا نړيوالې ټولنې ورته داسې کوم لاسوند ورکړی وي، نو لږ تر لږه هغه دې هم راوړاندې کړي چې ويې لولو او سوچ پرې وکړو. که د منښتې وړ، خو وبه يې منو او کنه، نو ملا نديم په کوم مدرک او لاسوند ګردې نړۍ ته د نجونو د تعليم د فرضيت په تړاو ننګوي؟
موسی عليه السلام چې لا ماشوم وو او فرعون يې پيدايښت زغملی نه شو او د ده د پيدايښت د مخنيوۍ لپاره يې پوليس او استخبارات پر ښځو ودرولي وو چې له پيدايښت سره سم يې ووژني، نو فرعون لا د مخه اويا زره ماشومان وژلي وو چې الله تعالی ورته د استحسان لپاره بني اسرائيلو ته وريادوي چې تاسې خو هغه وخت راياد کړئ چې ستاسې زامن به يې وژل او لوڼې به د خدمت لپاره پرېښوولې.
څښتن تعالی د موسی عليه السلام مور ته چې دا لا تنکی ماشوم وو او تازه پيدا شوی وو، که ته وېرېږې، نو،
وأوحينا الی امّ موسی أن أرضعيه، فاذا خفت عليه فألقيه في اليّم ولاتخافي ولاتحزني، انّا رادّوه اليک وجاعلوه من المرسلين [القصص : ۷]
دا ډاډ ورته الله تعالی ورکړی وو چې نه به وېرېږې او نه به تشويش کوې. موږ به يې تا ته بيرته راوړو او موږ به يې رسول کړو، نو دا ډاډ او تضمين ورته لا د مخه په ماشومتوب کې ورکړ شوی وو، نو زه د ملا نديم، ملا خالد حنفي او د هبت الله دغه قانون ته يم چې دوی له اخلاقي پلوه هم ټولې سرې کرښې ماتې کړې او په ډېره سپين سترګۍ او بې شرمۍ د ښځو اواز سترعورت بولي، نو له أم المؤمنينو خو به وخت ناوخت صحابه کرامو پوښتنې کولې او هغوی به ځوابولې، نو دا موږ څنګه توجيه کړو؟
نه يې له الله تعالی او د هغه له کتابه حياء وکړه.
نه يې له پېغمبره حياء وکړه.
نه يې د پېغمبر د خاندان شرف او عزت ته وکتل.
نه يې له خپل وجدان او ضميره حياء وکړه، نو له داسې بې نزاکته خلکو سره يارانه به څنګه وي؟
نديم، حنفي او ملا هبت الله دې پرې ښه سوچ وکړي.
*** *** ***
((شاركت نسيبة بنت كعب في غزوة أحد، وحين اشتد القتال وتعرض النبي صلى الله عليه وسلم نفسه للهجوم، كانت ضمن الذين يحرسونه ويدافعون عنه، ومعها زوجها وابنها، حتى تلقت 13 طعنة في جسدها، ودعا لها النبي صلى الله عليه وسلم أن تكون من رفاقه في الجنة)).
د کعب لور نسيبې د اُحد په غزا کې برخه اخېستې وه چې زوی او څښتن يې دواړه ورسره ول. له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه يې پخپله سخته دفاع کوله. ان تر دې چې ديارلس سخت ټپونه يې خوړلي وي او ښی لاس يې پرې شوی وو. په جنګ کې خو خامخا خبرې او اوازونه پېښيږي او راپورته کيږي.
د جمل په جنګ کې عائشة أم المؤمنين خپله وتلې وه. مشري او لارښوونه يې کوله. د لښکر لارښوونه خو خبرو او لارښوونو ته اړتيا لري.
همداسې د تبوک په جنګ کې له حضرت عمر رضی الله تعالی عنه سره پينځه دېرش ښځې وتلې وې او هغوی خو هلته په جنګ کې له صحابه وو سره مرسته کوله او د هغوی په تداوۍ کې مرسته کوله.
له مسجد نبوي سره په خوا کې زوړ بازار دی چې له نبوي وخته راپاتې دی او د هغه بازار او مارکېټ لپاره يې د اقتصادي چارو او راکړې ورکړې مديريت يې ښځې ته سپارلی وو او عمر رضی الله عنه به ورسره مهمې مشورې کولې او هغه مبارکه د هغه د اقتصادي چارو د مديريت او مخته وړلو لپاره مشاوره وه.
همداسې معاويه رضی الله تعالی عنه د ننني قبرس د جنګ لپاره صحابه په دې شرط لېږل چې خپله ښځه به له ځان سره وړي او کنه، نو نه به ځي.
همداسې زموږ ډېرو ښځينه علماو او محدثاتو به بخاري تدريسولو او د وخت قاضيان او علماء به ورته ناست ول، لکه،
کريمه المروزية چې صحيح بخاري به يې د حرم په حطيم کې تدريسولو.
فاطمه البطائحيّة چې صحيح بخاري يې په مدينه کې د پېغمبر صلی الله عليه وسلم د قبر سر ته تدريسولو او دېوال ته به يې تکيه وهلې وه.
أُم الدرداء چې صحيح بخاري به يې په بيت الأقصی کې تدريسولو او داسې نورې ډېرې درواخله.
د حديبې په پېښه کې أم سلمة رضی الله تعالی عنها وه چې پېغمبر صلی الله عليه وسلم ته يې د سر خرېيلو لپاره مشوره ورکړه او ورته يې وويل چې ((دا خو اسانه خبره ده، لاړ شه – سلماني راوغواړه چې راشي او سر دې وخروي بس خبره به خلاصه شي.))
*** *** ***
د ګردې نړۍ ننګونې ته اړتيا نشته. د الله تعالی سپارښتنه د احمق او جاهل په باره کې دا ده چې ورته ووايی ((بښنه غوړم))، نو همدا به د دغه سرتنبه او سربداله لپاره بس وي.
نديمګله، ته په حنفي فقه څه پوهېږې؟
خدای خبر چې کوم نيم د حنفي فقهې کتاب به دې لوستی وي او يا نه، خو خپل ځانته دې د فقهې حنفي په نوم يو ليبل label پيدا کړی او خلکو ته يې لربر کوې چې دا کار مه کوه. دا د فقهې حنفي بدنامي او د فقهې حنفي په حق کې ګستاخي او زياتی دی چې کوې يې.
د امام ابوحنيفه رحمه په وخت کې داسې يوه پېچلې مسأله پېښه شوې وه چې دوو وروڼو دوه خويندې په نکاح کړې وې. کله يې چې ځانته را واده کړې او کور ته يې راوستې، نو د شپې مهال په تېروتنه کې يوه خور د بلې خور خاوند ته تللې وې او هېڅوک پرې د شپې پوی شوي نه ول چې تېروتنه شوې ده. تا ته به هم پته وي او که نه وي، نو ختمي شيخ هبت الله، مولوي عبدالحکيم، شيخ دلاور، مولوي عبدالکبير، شيخ نور محمد ثاقب او داسې نورو ډېرو ته پته وي چې زياتره زموږ و ستاسې په دې وطن او کوروکلي کې مور، خور او يا د کورنۍ نور ښځينه غړې ناوې د خاوند کوټې ته مخکې له مخکې نه وړي او هلته يې کېنوي او بيا يې خاوند ته وايې چې ناوې دې کوټه کې په تمه (انتظار) درته ناسته ده او ورشه.
سهار وختي مهال چې ټول سره راپاڅېدل او رڼا شوه، نو پته ولګېده چې يو ورور ته د بل ورور ښځه ورغلې ده او شپه يې سره تېره کړې ده، نو ټوله کورنۍ سره شاک او حيران شول چې دا څه وشول؟
يوځای او بل ځای ګرځېدل او له يو او بل امام نه به يې پوښتنې کولې چې د حل لاره ورته پيدا کړي، خو له يو سره هم د حل لاره نه وه. چا ورته وويل چې امام ابوحنيفه ته ولاړ شئ او کېدای شي چې هغه يې درته يو حل راوباسي او حل يې کړي.
دا مسأله امام أبوحنيفه رحمه الله ته ورسېده. هغه مبارک ته خلکو وويل چې دغسې پېښه شوې ده او اوس ګرځي چې دې پېښې ته د حل لار پيدا کړي. خلکو ورته ته ښوولی يې که ده ته ورشئ کېدای شي چې هغه يې درته يو حل پيدا کړي، کنه بله چاره يې نشته.
هغه ورته وويل چې سمه ده او ورته ووايئ چې را دې شي او زه به يې ورته حل کړم. خلک حيران شو چې هغه به يې څنګه حلوي؟ کله چې امام صاحب ته راغلل او هغه ته يې خپله کيسه وکړه، نو هغه ورته وويل چې بس سمه ده. زه به يې درته حل کړم.
هغه دواړو خويندو او دواړو وروڼو ته وويل چې تاسې د شپې په تېرولو سره هر يو يعنې هره جوړه اوس يو له بل سره خوشاله او خوښ ياست؟
هغوی هر يو ورته وويل چې ((هو، موږ له يو بل سره خوشاله او خوښ يو.))
نو هر يو خپله ښځه طلاقه او بيرته يې ورته له سره نکاحوې وتړلې او رخصت يې کړل. هغه عدت ته هم پکې اړتيا پاتې نه شوه. خبره خلاصه شوه او له شرعي سزا هم بچ شول.
د الله تعالی سرزوريه،
که اوس امام ابوحنيفه رحمه الله ژوندی وای او زموږ د نجونو له زده کړو او د ښځو د کار د خنډ او مخنيوۍ نه خبر شوی وای، نو څه حکم او فتوی به يې ورکړی وای. زما په اند ته او حنفي دواړه به يې د محکمې له ليارې تر هغې په زندان کې اچولی وای چې عقل مو ځای ته راغلی وای او دغه مذهبي جنون او فرعون کړه وړه مو لارې ته راغلی وی.
نديمه، ته څه سوچ کوې؟
که اوس امام ابوحنيفه رحمه الله زموږ ترمينځ ژوندی وای او د نجونو د ښوونځيو او د زده کړو مسأله او ستونزه پېښه شوی وای، نو هغه مبارک به درې کاله ځنډولې پرېښی وای؟
ته، حنفي او يو څو تنه نور د نجونو د زده کړو سرسخت مخالف او له ښځينه قشر سره مو سرسخته دښمي ده او دا سرسخته نامشروع دښمني مو ورځ تر بلی زياتيږي او د وحشت او بربريت لور ته درومي.
ته په فقه حنفي څه پوهېږې؟
څه شی دې لوستی؟
له چا دې لوستی؟
چېرته دې لوستی؟
که احيانًا څه شی دې لوستی وي، نو بيا فهم و ادراک توپير کوي چې ستا فهم و ادراک تر پوښتنې لاندې دی. د پنجاب په نامعلومه مدرسو او نامعلومه ادرسونو کې چې چا زده کړې کړې وي او بيا په پټو استخباراتي سوړو کې لوبېدلی وي، نو هغه ختمي مغز پرېمينځل شوي وي او کړنې يې هم د هېواد د ملي – اسلامي ګټو پر ضد وي.
مستند از تجاوز جنسي بالای نظاميان زن در افغانستان
https://www.youtube.com/watch?v=c8H62iaoqZ4&t=42s
نديمګله،
الله تعالی خو ادم ته اسامي د ټولو اشياو وکړه او هغو خو له دنيا سره تعلق لرلو. بيا يې ورته د اوسېدو خبره وکړه، خو د حواء د اوسېدو حق يې مستقل ياد کړ او د ژوند نورې لارې يې هم وروښوولې، خو له جنت نه چې ځمکې ته راکښته شول د هدايت خبره هم ورته راغله. د هدايت لپاره خو پوهه اړينه ده او پوهه خو پر زده کړه ترلاسه کيږي. که زده کړه نه وي، نو پوهه به له کومه شي او چې پوهه نه وي، نو انسان به د هدايت پر مفهوم او ارزښت او همداسې د الله تعالی پر وجود او واحدانيت څنګه پوه شي؟ نو ځکه خو د انبياو دنده د خپلو خلکو او امتونو ښوونه او ورزده کول ول. له جاهل سره بحث کوم ګټه نه کوي.
طالبي لنډۍ
په لنګوټۍ دې شوم غلطه
چې کور ته دې درغلم مور دې لنګ وهلی وو نه
الآن جئت بالحق …
الآن وقد عصيت وکنت من المفسدين
د نديم څرګندونې
- له دې څخه وروسته تر امر ثاني په دې پوښتنه هم بنديز دی چې نجونو تعليم به کله خلاصيږي؟
- کله چې د ښځو ورځ راشي، نو زموږ مخالفين شور جوړ کړي او د ښځو تعليم د فرض تر درجې ورسوي. ټول دې په دې مسايلو کې له ځانه مفتي نه جوړوي.
- موږ چې هر حکم راوړی دی، هغه د اسلام او شريعت مطابق دی. موږ پر خلکو کوم ظلم نه دی کړی.
- دا مسأله حساسه ده، په دې کې عاجل تصميم نه نيول کيږي چې په ورځو او مياشتو کې دې په دې اړه تصميم ونيول شي او دا ضمانت هم نه شو درکولی چې سل په سلو به د ښځو تعليم شروع کيږي.
- د علماو تحقيق جريان لري. که د هغو په تحقيق کې ثابته شوه چې دا جواز لري، نو بيا به خلاص کړی شي او که تحقيقات دا وو چې په شريعت کې جواز نه وو، نو همداسې تړلي به پاتې وي.
- د افغانستان ټولو وګړو ته دا وايو چې موږ هر کار کوو هغه د شريعت مطابق تر سره کوو.
- که هر څوک له حنفي فقهې موږ ته څخه د نجونو تعليم روا کولی شي، نو په ميډيا دې نارې نه وهي. وزارت ته دې راشي او موږ ته دې قناعت راکړي.
- هر څوک چې موږ ته کوم اياتونه او حديثونه يادوي هغه د عصري تعليم اړوند نه دي.
- هغه رشتې چې په هېواد کې تدريس کيږي د هغو لپاره بايد محصلين بل هېواد ته ولاړ نه شي.
- که کومه داسې رشته وي چې هغه په هېواد کې نه تدريس کيږي او محصل وغواړي چې بل هېواد ته د زده کړو لپاره ولاړ شي، نو هغه به موږ ته هم دا ضمانت راکوي چې په هغه هېواد کې د محصل فکر، صورت او سيرت نه خرابيږي، نو بيا به موږ محصل ته بل هېواد ته د تعليم لپاره اجازه ورکړو.
ملا نديم : که ثابته شوه د نجونو تعليم روا دی، اجازه به ورکړو
ګرانه نديمګله،
ما او مولوي صاحب عبدالکبير يوځای د باړې په هاشميه کې له شيخ صاحب نورمحمد ثاقب درس ويلی او شيخ صاحب ثاقب زموږ د دواړو ګډ استاذ دی. شيخ صاحب عبدالحکيم او شيخ صاحب دلاور به دواړه هاشميه ته وخت ناوخت تلل او راتلل چې هغوی ته ښه پته ده، خو نه پوهېږم چې تاسې د اينځرګل له کومه خړوبه شوي ياست؟
نديمګله،
زه باور لرم چې د قرآن مخ دې نه دی کتلی کنه، که تا کله ناکله تلاوت کولی، نو ختمي به دې د موسی عليه السلام چې زلمی وو او قبطي يې په څپېړه ووهلو، نو يو خيرخواه يې ورته وويل چې له دې ځايه ولاړ شه، کنه، نو فرعون پوليسو ته امر کړی دی چې ويې نيسئ، خو هغه ترې وتلی وو او مدين ته د شعيب عليه السلام ټاټوبي ته تللی وو او په نيولو يې ونه توانېدل.
هلته يې د شعيب عليه السلام لوڼو سره د مال په اوبو کې مرسته وکړه چې نورو خلکو نه پرېښوولې چې مال اوبه کړي، نو موسی عليه السلام دا سرښندنه وکړه او هغه نور ټول يې يوې خوا ته او د هغه نجونو مالونه (حيوانات) يې اوبه کړل او بيا يې نورو ته مخه ورکړه چې خپل مالونه اوبه کړي. دې ترې بيرته هغه ونې ته راستون شو چې ورلاندې د دمې لپاره پروت يا ناست وو او نجونې کور ته ولاړې او خپل پلار شعيب عليه السلام ته يې دا کيسه وکړه، نو هغه ورپسې خپله يوه لور بيرته راولېږله نه دواړه، نو قرآن دلته موږ ته د هغه وخت دا کلتور راپېژني چې اړينه نه ده چې د يو کس پسې ټول اولادونه ولېږې، نو خير دی که نديم په څه نه پوهيږي، خو زه باور لرم چې د ده خور و مور او مېرمن او د کورنۍ نور غړي به خامخا په دې پوهيږي چې څوک د چا پسې خپل ټول اولادونه په کور کلي او مهلت کې نه ورلېږي، نو شعيب عليه السلام هم خپله يوه لور ورولېږله چې ورشه او ورته ووايه چې پلار مې دې غواړي، نو هغه هم ورسره سملاسي روان شو.
شعيب عليه السلام چې بيرته ونې ته ورغی او کېناست، نو دا دوعا يې وکړه چې ((رب اني لما انزلت الی من خير فقير)). دا يوه دوعا وه، خو نره دوعا وه چې هم يې ورته د اوسېدو ځای ځايګی برابر شو او په امن شو (۱)، هم ورته ښځه پيدا شوه او د کور محرم شو (۲) او هم ورته کار او مزدوري پيدا شوه او د خپل خُسر مال به يې څرولو (۳) او دا ځکه چې دې اړونده شيانو ته اړتيا لرله، نو الله تعالی ورته دا ټول مهيا کړل.
دا چې تاسې د ښځو د غږ د عورت خبره کوئ او ناجايز دی، نو دا به څنګه شي چې د پېغمبر په کور کې د پېغمبر لور د موسی عليه السلام چې يو نااشنا مسافر زلمی وو او پېژندګلوي يې هم ورسره نه لرله او کور ته يې راوغوښت او يوې يې خپل پلار ته سپارښتنه وکړه چې د خپلې رمې يا مالونو د ساتنې لپاره يې وګوماري او ښه مزدوري ورته ورکړي، نو سپارښتنه يې هم د ده د ګومارلو وکړه او د ښې تنخوا (معاش) ورکولو وړانديز او سپارښتنه يې هم د ده وکړه چې بيا يې ورته وړانديز هم وکړ او ترې ويې غوښتل چې ورسره شپون شي او د ده د مالونو پسې به ګوري او پالنه به يې کوي، نو که د ښځې غږ عورت وي، نو په پيل کې وې ورته راغله او ورته يې چې زما پلار دې غواړي او کور ته راسره لاړ شه، نو هغه ورسره پورته شو او ولاړ. بيا همدې جنۍ او يا يو له دې دواړو خپل پلار ته وويل چې د خپلو مالونو (رمې) لپاره يې وګوماره او ښه مزد (معاش) ورته ورکړه يعنې ښه معاش هم ورته کوه، نو دا خو د جنۍ خبرې دي چې قرآن راخېستې دي، نو که مطلق اواز حرام او عورت وي، نو بيا خو د پېغمبر لور ولې ورپسې ولاړه او ولې يې ورته وويل چې راشه او پلار مې دې غواړي؟ بيا د شعيب عليه السلام په مخ کې لور يې سپارښتنه وکړه، که عورت وای، نو بيا خو خدای مه کړه چې شعيب عليه السلام د الله تعالی د حکم په تعميل ناغېړي کړې ده او بيا الله تعالی ولې دې کيسې ته پخپل احکم الکتاب کې ولې ورته ځای ورکړی دی او خدای مه کړه چې موږ اوس پر الله تعالی نيوکه وکړو؟
نديم، حنفي او هبت الله يې لکه خپل ځانونه له الله تعالی او له شعيب عليه السلام په تقدس او تزکيه کې ځانونه پورته بولي که څنګه؟
نديمګله،
دا په ياد ولره چې د الله تعالی رسول صلی الله عليه وسلم له خپل وفات وروسته له نارينه وو او ښځينه وو يوه پوه او روزل شوې ټولنه پرېښووه چې په نارينه وو او ښځينه وو دواړو کې ښه ښه مفتيان او مفتيانې وې او فتواوې به يې ورکولې او ټولو به د ښځې فتوا منله او عمل به يې پرې کولو.
نو يو څوک چې د فتوی او تدريس درجې او منزلت ته رسيږي، نو هغه خامخا زده کړه غواړي او زده کړه به ورته رسول الله صلی الله عليه وسلم ورکوله او د ښځو د زده کړې او پوښتنو د حل لپاره يې ورته ځانته جلا زده کړه هم ورکوله، نو ښځو دوه ځايه زده کړه کوله. له نارينه صحابه وو سره به په جومات کې د تدريس په وخت کې ناستې وې او هلته به بېلابېلې پوښتنې راولاړېدې او د ښځو پوښتنې به نارينه صحابه وو اورېدلې، نو نديمګله ځانته درته له صحابه وو او له رسول صلی الله عليه وسلم زيات پوه او غيرتي بولې که څڼګه؟ نو که د ښځې اواز عورت وي، نو بيا خو خدای مه وکړه صحابه او د الله تعالی رسول صلی الله عليه وسلم د الله تعالی د دغه حکم پر وړاندې بې اتفاته ول که څنګه؟ تاسې دا څنګه توجيه کوئ؟
حال دا نارينه او ښځينه صحابه وو به دا زده کړه په مسجد نبوي کې کولې، نو دا به څنګه شي چې د الله تعالی د يو حکم په مقابل کې يې ناغېړي کوله، نو ته او همنظره دې لکه ځانونه له صحابه وو او له رسول صلی الله عليه وسلم او ان له الله تعالی هم زيات غيرتي او پوه بولئ که څنګه؟
نديمګله،
دا به څنګه چې ((فسألوا اهل الذکر ان کنتم لاتعلمون))
دلته خو ترې موخه عالمان (پوهان) دي چې پخپلو اړونده مسلکونو او رشتو کې ځانګړې زده کړې او تخصص لري او په دې کې نارينه او ښځينه دواړه راځي. که داسې نه وای، نو خدای مه کړه پېغمبر عليه السلام ولې له ځانه وروسته له نارينه او ښځو دواړو يوه پر زده کړو سنباله او روزل شوې او تجربه ناکه پوه ټولنه پرېښووله. که موږ وګورو، نو د الله تعالی د رسول صلی الله عليه وسلم تر ټولو اوږده احاديث مبارک د ښځو له لورې روايت شوي – نه د نارينه وو نه.
که زده کړه يې ورکړی نه وای، نو زموږ د اسلامي شريعت يو پر درې برخې نګه احاديث د ښځو له لورې روايت شوي او په پاتې نورو کې هم راسره شريکې دي.
نديمګله او حنفي،
تاسې دواړو ته دې الله تعالی هدايت وکړي چې ته دومره ناپوه او عنادي او په توپيري چلند کې ښکېل او ننوتی يې او دېته دې هډو پام نشته چې موږ خو په ښځينه راويانو کې مدلسه نه لرو او په نارينه وو کې بيا ډېر مدلسين لرو.
تا ته تر اوسه لا پته نشته چې پېغمبر صلی الله عليه وسلم به ان د اختر پر ورځ ښځې تشويقولې چې له نورو ښځينه وو نه جلباب پور کړي او وعظ ته لاړې شي او پر مسايلو او احکامو باندې ځان پوه کړي چې دا د زده کړې تشويق وو او ان تر دې چې ځينې به په مياشتېني عادت کې هم وې.
تاسې، حنفي او نور معاندين مو دومره احمقان ياست چې د فريضة نه موخه اړين دي. د بېلګې په توګه که لور، مېرمن او يا دې مور ناروغه وي او يو دوست ته دې حال ووايې، نو هغه به خامخا درته ووايی چې ((ختمي يې ډاکټر او يا روغتون ته يوسه))، نو دا خو د دې مانا نه ورکوي چې د هغې وړل پر تا د لمانځه په شان فرض عين دي، بلکې دا دې مکلفيت دی او ان په ځينو مواردو کې که د هغې ژوند د مرګ له خطره ژغوري، نو پر ولاړ لمانځّه وتلی شې او د هغوی ژوند اولويت اړين دی. ځکه چې ژوند بيا راګرځولی نه شې او د لمونځ خو اعاده او ان د دوو لمونځونو يوځای کولی شې.
نديمګله،
د واقعيت او د عقل ترمينځ محدود توپير دی او واقعيت له عقله بيل دی. ځکه چې په عقل کې دا امکان شته چې هر شي ته ټوپ کړي، خو واقعيت بيا بل شی دی. عقل هر چېرته ټوپ وهلی شي، بلکې واقعيت ډېر جلا دی.
- هرکله چې يو څه شی لولې، نو له نورو مراجعو سره يې پرتله کوه. که کوم ځای کې لږ توپير وي چې ته پرې بايد پوهېږې.
- کله چې پېغمبر صلی الله عليه وسلم څه وايی، نو هغه به تر هغه محتوی پورې اړوند وي او ته بايد پر هغه محتوی باندې پوهېږې.
په اسلام کې چې څنګه نارينه زده کړه او تدريس کولی شي، همداسې يې ښځې کولی شي. همداسې چې نارينه فتوی ورکولی، نو ښځه يې هم ورکولی شي. همداسې چې نارينه مشوره ورکولی شي، نو ښځه يې هم ورکولی شي. د حديبې په پېښه کې خو پېغمبر صلی الله عليه وسلم له خپلې يوې مېرمنې ابوسلمة سره مشوره وکړه. کله چې هغې وپوښته چې څنګه داسې هر ساعت او خپه خېمې ته راننوځې خير خو دی؟ نو هغه ورته حال ووايه چې هغې ورته وويل چې دا خو ډېره اسانه خبره ده. ورشه او سلماني راوغواړه او خپل سر دې وخريه او خبره به خلاصه شي او همغسې يې وکړل. په ټوله کې د ښځې او نارينه ترمينځ هېڅ توپير نشته، بلکې يو توپير دی چې هغه د کورنۍ جوړولو يعنې اولادونو د راوړلو موخه ده او ښځه به مور وي.
نه پوهېږم د پنجاب د استخباراتي سوړو روزل شويه او ګومارل شويه چې پر تا، حنفي او پر نورو مذهبي لېونيانو څه شوي دي؟
نديمګله،
ته او ملګري دې داسې انګيرئ چې ښځه د ټولنې لپاره ستونزه ده، بلکې داسې نه ده او واقعيت دا دی چې ته او ډله دې يا په نورو ټکو اسلامي اسارت دې د ټولنې لپاره بنسټيز مشکل او ستونزه ده چې دا ستاسې ذهني کمزورتيا او سخته ناروغي ده. ښه دا ده چې تاسې د خپلې ذهني او رواني ناروغتيا تداوي وکړئ.
ګرانه، د ښځې اواز عورت نه، بلکې دا ستا خپله ذهني کمزورتيا او ناروغي ده. دا هغه ناروغي ده چې د پنجاب په نظامي او استخباراتي سوړو کې رالوی شوی يې، نو له ذهني پلوه يې ښه پرېمينځلی يې او بيا يې دلته په هېواد کې د خپلو موخو د ترسره کولو لپاره ګومارلی يې.
ګرانه، خلک ستاسې له څرګندونو او له فرمانونو مو تېری سخت تنګ او پزې ته راغلي دي او اسلامي اسارت مو د هېواد له نبض سره جوړ نه دی او هم د هېواد له ملي – اسلامي ګټو سره سر نه خوري، نو ولس چېرته لاړ شي؟ خلک خو چېرته تللی نه شي، نو ښه دا ده چې تاسې نور له ټولنې لاړ شئ. په دې ټولنه کې نور تا ته ځای نشته.
ګرانه نديمګله،
نړۍ مه ننګوه، بلکې ښه به درته دا وي چې خپل چال چلند، خوي بوي، سلوک او کړنې مو سمې کړه.
تا او ستا د ډلې ټپلې اړونده مشرانو ته ښه پته ده چې که انسان اخلاق له لاسه ورکړل، نو هغه هر څه له لاسه ورکړل، نو د نړيوالو د ننګونې نه به درته دا ښه وي چې پخپلو کړووړو دې له سره غور وکړه او ځان دې سم (اصلاح) کړه. له بده مرغه چې تاسې.
د اخلاقو په له لاسه ورکولو سره مو هر څه له لاسه ورکړي دي، نو په کوم معيار له تاسې سره سړی بحث وکړي؟
سعدي
حکايت
جالينوس ابلهی را ديد دست در گريبان دانشمندی زده و بیحرمتی همیکرد. گفت: اگر اين نادان نبودی کار وی با نادانان بدينجا نرسيدی.
دو عاقل را نباشد کين و پيکار
نه دانایی ستيزد با سبکسار
اگر نادان به وحشت سخت گويد
خردمندش به نرمی دل بجويد
دو صاحبدل نگه دارند مويی
هميدون سرکشی و آزرمجويی
و گر بر هر دو جانب جاهلانند
اگر زنجير باشد بگسلانند
يکی را زشتخويی، داد دشنام
تحمل کرد و گفت: ای خوب فرجام
بتر زآنم ، که خواهی گفتن آنی
که دانم ،عيب من، چون من، ندانی
پاملرنه
له نادان سره بحث ګټه نه کوي. نړيوالو ننګونه خو لا څه ان چې په کور دننه ننګونې ته اړتيا نشته. زما مشوره خو درته دا ده چې اخلاق دې سم او سړيتوب ته مخه کړه.
په درنښت
سيد حسين پاچا
تازه خبر طالب وزيرانو د نړۍ ملايانو ته چلينج ورکړ
https://www.youtube.com/watch?v=iCy2jfKSWSE
طالبانو ټولو افغانانو ته چلينج ورکړ چې د ښځو تعليم دې روا ثابت کړي، پر محصلينو باندې خارج ته بنديز
https://www.youtube.com/watch?v=E2tRWdvnSGA
يوناما: د طالبانو د امر بالمعروف په قانون اندېښمن يو؛ د خلکو فردي چلند محدودوي
https://dawatmedia24.com/?p=168659
د امر بالمعروف نوي قانون ته غبرګونونه؛ پر ښځو محدوديت او د هغوی له حقونو سرغړونه بلل شوې
https://dawatmedia24.com/?p=168650
د طالبانو د امر بالمعروف قانون؛ ملګري ملتونه: دا ډول پرېکړې د افغانستان د پرمختګ مخه نيسي
https://dawatmedia24.com/?p=168638
مولوي نديم : د علماو څېړنې روانې دي چې ښځينه زده کړو ته پرېښودل شي او که نه؟
https://www.bbc.com/pashto/articles/c4gvp1p1xy6o
د طالبانو د مشر نوی قانون او د مېرمنو او ځوانانو په ورځني ژوند يې اغېزې
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.