اروپایي ټولنه وایي، د طالبانو د امر باالمعروف او نهي عنالمنکر قانون به د نړیوالو لهخوا د افغانستان د اوسنیو واکمنانو رسمیت پېژندل نور هم سخت کړي.
د طالبانو د امر باالمعروف او نهي عنالمنکر د قانون له توشیح کېدو دا دی یوه اوونۍ ووته، خو هره ورځ د دغه قانون په وړاندې نوي کورني او نړیوال غبرګونونه راپورته کېږي.
د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي تګلارې د استازي جوزیپ بورل ویاندې نبیله مسرالي ویلي، د طالبانو دغه قانون افغانان له ډېرو لومړنیو حقونو بېبرخې کړي او له ښځو نه یې د بیان د ازادۍ حق اخیستی دی.
مېرمن مسرالي د سهشنبې په ورځ په بروکسل کې خبریالانو ته وویل، اروپایي ټولنه د طالبانو په دغه قانون سره هکه پکه شوې ده.
هغه وايي: “دغه فرمان له طالبانو سره د اړیکو عادي کېدو او د نړیوالې ټولنې لهخوا د هغوی د رسمیت پېژندنې په وړاندې یو بل خنډ رامنځته کوي، دا رسمیت پېژندل هغه څه دي چې طالبان یې په عام ډول په لټه کې دي.”
د طالبانو د عدلیې وزارت د تېرې چهارشنبې په ورځ وویل، د امر باالمعروف او نهي عنالمنکر قانون یې د لومړي ځل لپاره په څلورو څپرکو او ۳۵ مادو کې توشیح او په رسمي جریده کې چاپ کړی دی.
په دغه قانون کې ګڼ شمېر مسئلو ته اشاره شوې، له هغې ډلې د ښځو حجاب او د مخ پټېدل اجباري بلل شوي او په عام محضر کې د ښځو غږ هم سَتر بلل شوی دی.
نبیله مسرالي وایي، طالبان باید سملاسي دغه قانون بېرته لغوه کړي.
نوموړې وايي: “موږ پر طالبانو غږ کوو چې د افغان ښځو په وړاندې دغو سیستماتیکو محدودیتونو ته پای ورکړي، دا د جنسیتي نابرابرۍ په ډله کې ممکن حساب شي چې دا بیا د نړیوالې جنایي محکمې د روم د اساس نامې پر بنسټ چې افغانستان یې هم غړی دی، د بشر ضد جنایت ګڼل کېږي.”
“طالبان اصلًا یوه حاکمه، مستبده ډله ده، د دوی فرمانونه او قوانین چې وضع کوي، دا افغانانو او نړۍ ته حقوقي اهمیت نهلريشاه محمود مياخېل
د ملګروملتونو د بشري حقونو کمشنر وولکر تورک، په افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولۍ یوناما، یوشمېر ډيپلوماتانو او نړیوالو بشري بنسټونو پهدې وروستیو ورځو کې د طالبانو پر نوي قانون خپل غبرګونونه څرګند کړي دي.
د چارو کتونکي هم پهدې باور دي چې دا ډول قوانین د طالبانو رسمیت پېژندنه سختوي.
د دوی له ډلې شا محمود میاخېل وایي، د طالبانو دا ډول قوانین نړۍ ته حقوقي ارزښت نهلري.
هغه وايي: “طالبان اصلًا یوه حاکمه، مستبده ډله ده، د دوی فرمانونه او قوانین چې وضع کوي، دا افغانانو او نړۍ ته حقوقي اهمیت نهلري، ځکه داسې نظام دی چې خپله ولسي مشروعیت او اساسي قانون نهلري، دغه ډول فرمانونه دا معنا لري چې دوی غواړي افغانستان او افغانان نور هم تجرید کړي.”
خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د امر باالمعروف او نهي عنالمنکر پر قانون باندې د نړیوالو اندېښنې بېاساسه او سپکونکې بللې دي.
ښاغلي مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، غیرمسلمانان دې لومړی پر اسلامي قوانینو ځان پوه او درناوی دې ورته وکړي.
نوموړي ویلي چې، د بېلابېلو اړخونو دغه ډول بېځایه اندېښنې د دوی په دریځ اغېز نهشي کولای.
ازادی رادیو
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.