د وينې فشار پیژندل او اندازه کول

156

تعريف: د ويني په واسطه پر رګونو(شيريانونو) باندې وارد شوی فشار د وينې د فشار په نامه ياديږي.
يا: دا هغه فشار دی چې د ويني په واسطه د رګونو په ديوالونو باندې وارديږي.

★:د وینې فشار په دوه ډوله دی:
(①)- لوړ فشار【systolic blood pressure】:
※:سيستوليک د وينې فشار: هغه فشار دی چې د هغه په واسطه وينه رګونو ته رسوی ، يعني کله چې زړه رګونو ته وينه پمپ کوي په دې وخت کې چې د رګونو په ديوال کوم فشار منځته راځي د systolic blood pressure په نوم ياديږي __چې نورماله کچه يې【 100__120 mm Hg】ده.

*__د ويني لوړفشار هغه وخت رامنځ ته کېږي کله چې د وينې دپرېشر اندازه【120-140 mm Hg】 ته ورسېږي ځکه خو د لوړ فشار نوم هم ورکړل شوی دی.

※:لوړ فشار د زړه د انقباض (تنګيدو) په وخت کې پر رګونو باندې وارد شوی فشار د وينې لوړ فشار په نوم ياديږي.
_يا: لوړ فشار هغه فشار دی چې په رګونو باندې د زړه د راټولېدو له امله رامنځ ته کېږي.
※: يا: دا د وينې هغه فشار دی چې د زړه د تنګيدو په وخت کې پر رګونو باندې وارديږي.
_همدارنګه فشار چې تر خپل نورمالې کچې لوړ شي د لوړ فشار په نوم ياديږي.

__ځينې وختونه د راز راز روغتيايې لاملونو له کبله د وينې فشار له منځني کچې څخه لوړېږي دې حالت ته په طبې اصطلاح کې د وينې لوړ فشار (هايپرټينشن) وايې.

که د ويني لوړ فشار ژر کنترول نشي او درملنه يې په خپل وخت کې ترسره نه شي،نو د زړه ناروغیو او عصبي رګونو له منځه تللو سبب ګرځي کوم چې انسان د مرګ لامل هم کیدی شي.

(②)- ټيټ فشار【Diastolic blood pressure】:
※:ديا ستوليک د وينې فشار: کله چې زړه وينه په يوه پمپ سره پمپ کړي د دې نه پس يوه کمه شيبه ارام کوي، د زړه دا د استراحت حالت فشار د Diastolic blood pressure په نوم ياديږي.
__چې نورماله کچه يې 【60__80 mmHg】 ده.

*__د وينې ټيټ فشار هغه وخت رامنځته کيږي کله چې د وينې د پرېشر اندازه د【80/ mmHg120 】څخه ښکته شې.
ځکه خو د ټيټ فشار نوم هم ورکړل شوی دی.

ټيټ فشار د زړه د انبساط (پراخيدو) په وخت کې پر رګونو باندې وارديږي.
_يا: دا هغه فشار دی چې د زړه د خلاصېدو په وخت کې په رګونو باندې راځي يا وارديږي.
_يا: دا د وينې هغه فشار دی چې د زړه د پراخيدو په وخت کې په رګونو باندې وارديږي.
_همدارنګه که فشار تر خپلې نورمالې کچې ټيټ شي د ټيټ فشار په نامه ياديږي.

★:څنګه کولی شو د وينې فشار معلوم کړو؟

–د وينې د فشار د اندازه کولو مخکې بايد لاندې ټکي په نظر کې ولرو:
_ناروغ بايد په راحت شکل ناست وي په داسې ډول چې د لاسو بازوګان يې له زړه سره په سطحه کې ليول (برابر) وي.

_تر اندازه کولو نيم ساعت مخکې بايد سګريټ، چای، قهوه داسې شيان استعمال نه کړي، ځکه یاد شوي شيان يو اندازه فشار لوړوي.
_تر اندازه کولومخکې بايد پنځه دقيقي استراحت وکړي.

په یاد ولرئ، د وينې فشار په ډېر عمر لرونکو کسانو، چاغو خلکو، د شکر په ناروغانو، تشويش لرونکو او هغه کسانو کې چې الکول (شراب) څښي، لوړ وي.

★: اوس راځو د وينې د فشار معلومولو عملي طريقې ته:
د دې په خاطر باندې چې د وينې فشار د معلومولو عملي طريقه زده کړو نو لومړۍ اړينه ده چې د وينې د فشار د اندازه کولو الې مهمې برخې وپيژنو:
عموماً د وينې فشار د اندازه کولو آله لاندې مهمې برخې لري:

1-Inflates rubber cuff(هوا ورکوونکی)
2-Inflatable rubber cuff( هوا اخيستونکی يا خلطه)
3-Rubber tube(ربړي نل)
4-Air Valve(د هوا وال)
5-Chest piece(د سينې برخه)
6-Ear frame(د غوږونو چوکاټ)

اوس راځو د وينې د فشار د اندازه کولو عملي طريقه زده کوو:
(1):- لومړۍ دوينې د فشار آلې د خلطې برخه يا Inflatable rubber cuff داسې را اخلو چې د Inflatable rubber cuff زيګ طرف په ښي لاس باندې راشي او هغه بيا په ښي او يا چپ لاس باندې په داسې ډول تړو چې:
※: بايد Inflatable rubber cuff د څنګلې د بند څخه 2.5cm(يا دوه ګوتې پورته)په داسې ډول وتړل شي چې دوه نلونه يې بايدAnteriorبرخه کې واقع وي او لږ بايد Medial خواته وي.

(2):- وروسته په دوهم قدم کې نفس (pulse)ګورو–(په يوه لاس باندې pulse ګورو دBrachial Pulse Sites ساحه کې او بل لاس باندې Inflates rubber cuff باندې هوا ورکوو چې په نتيجه کېInflatable rubber cuff هوا اخلي)– هوا تر هغه ورکوو چې pulse ورک شي–کله چې pulse ورک شو نو د هغې نه وروسته به30عدده يا 30mm هوا يا فشار نور هم ورکړو.

※:کله مو چې30mm نوره هوا هم ورکړه نو– سمدلاسه د ستاتسکوپ Ear frame برخه غوږونو ته اچوو او د ستاتسکوپ Chest piece برخه د ناروغ په شيريان(هغه ځای چې مخکې مو pulseپکې معلوم کړی وو يعني Brachial Pulse Sites) باندې کيږدو.

※:بيا به هوا ورو ورو کموو(ورو ورو د پمپ وال خلاصوو)کله چې د لومړي ځل لپاره پهEar frame کې اواز واوريدل شو(د زړه ضربان واوريدل شو)،نو دا د ناروغ لوړ فشار (systolic blood pressure) دی— هوا نوره هم ورو ورو کموو کله چې همدا اواز کمزوری(slow) او ورک شو، نو دا د وينې ټيټ فشار(Diastolic blood pressure) شو.

★: وینې د لوړ فشار له څه نه پیدا کیږي؟
روغتیا پالان وايي چې د وینې د لوړ فشار لاملونه عبارت دي:
– په غذايي رژیم کې د مالګې او ترشې ډیر استعمال
– د الکولي مشروباتو استعمال
– غوړ لرونکو خوړو خوړل
– د وینې د رګونو ناروغۍ
– عصبی او روانی تشویشونه
– سگریټ څښل
– ارثيت
– عمر زیاوالی
– وزن زیاتوالی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.