خوشحالي په وړو شیبو کې پیدا کړه

نظیفه دفتانی

452

شاید سبا ته ژوندی نه اوسو…
نو همدا نن هغه څه وکړئ چې د زړه کې مو تل هیله لرله. هغه شیان چې د اخیستلو لیوالتیا مو لرله، خو د نورو د خبرو یا اندیښنو له امله مو ځان ترې محروم کړی، واخلئ.
هغه جامې واغوندئ چې ستاسو زړه غواړي، نه هغه چې نور یې تاسو ته توصیه کوي.
هغه خبره وکړئ چې په زړه کې مو کلونه زړېږي؛ زړه مو سپک کړئ او له زړه څخه یې صاحب ته ووایئ.
د یو ځل لپاره، چتری له ځانه لرې کړئ، اجازه ورکړئ باران ستاسو پر مخ راورېږي او له طبیعت سره دا ساده او په زړه پورې اړیکو څخـه خوند واخلئ.
د پلار لاس ښکل کړئ او ورته ووایئ چې د هغه شتون ستاسو لپاره څومره ارزښتمند دی.

بوټونه مو وباسئ، په لوڅو پښو په شنه چمن کې وګرځئ او د ځمکې له طبیعي احساس سره ځان نښلوئ.
پخواني ملګري ته زنګ ووهئ او ورته ووایئ چې د تېر وختونو یادونه ستاسو په زړه کې تلپاتې دي.
سهار وختي له خوبه پاڅئ او د لمر راختلو هغه جادويي شیبه وګورئ، چې په هره ورځ کې یو نوی پیل دی.
هغه خواړه وخورئ چې له زړه ورسره مینه لرئ، د هغو څخه خوند واخلئ، او په هره شیبه کې خپل ځان ته د خوشالۍ حق ورکړئ.

باور وکړئ، ریښتینې خوشحالي په همدې وړو، خو ژورو شیانو کې پرته ده.
موږ ته له ماشومتوبه را زده کړل شوي چې نیکمرغي یعنې روپۍ، لوی او مفشن کور، او قیمتي موټر دی.
همدا لامل دی چې موږ تل په تمه یو، تل د لا ډېر او لا قیمتي شیانو په لټه کې یو، او له هغه څه چې لرو یې، خوند نشو اخیستلی.
خو که همدا نن، همدا شېبې، د هغو کوچنیو خو ارزښتمنو کارونو لپاره وکاروو، نو ریښتینې خوشالي به ومومو.

د انساني ارادې بریالیتوب

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.