د افغانستان تاریخ دا څرګندوی چی دی هیواد د خپل جوړښت نه تر دی مهاله، د اسیا په سطح باندی د پیاوړو سیاسی او ټولینیزو شخصیتونو او زعیمانو او اتلانو ځانګوپاتی شوی ده.
د ستر خوشحال بابا، ایمل خان مومند، دریا خان اپریدی، میرویس نیکه، ستر احمد شاه بابا، امیرشیرعلی خان، غازی اکبر خان، غازی ایوب خان د میوند د جګړی فاتح، غازی امان الله خان او غازی محمد نادرخان د اسقلال او د وطن او ملت د نجات د جګړو اتل، پاچا خان عبدالغفارخان، عبدالصمد خان اڅکزی بابا، په لړ کی زموږ پښتانه وطنوال ځانونه بختور بولی چی د دی زمانی په دوهم خوشحال بابا یعنی سترملی مفکر، ادیب او لیکوال، حکومت پوه، سیاسی مشر او د پښتو او پښتونولۍ د کاروان څاروان او قافله سالار محمد ګل مومند باندی د ویاړاو افتخارڅرګندونه وکړی.
محمد ګل مومند د خوشحال بابا په څیر د قلم، توری، سیاست، ملی زعامت او ملی تفکر خاوند، او برسره پردی د حکومت کولو د فکری او عملی پوهی، یو پرتمینه څیره وه.
پوهاند رشتین چی د پښتو ژبی او ادب یو روښانه او څلیدونکی ستوری وه، د محمد ګل مومند په مزار باندی وویل :« چی محمد ګل مومند د خپلی زمانی خوشحال خټک وه»
لوی استاد رشتین په خپله وینا کی د میرزا حنان، هغه بیت تضمین کړ چی هغه د خوشحال بابا د مړنی په مناسبت ویلی وه:
چی چراغ د هنر زمکی پوشیده کړ
که یی زه په اوښکو ډوبه کړم سزا ده
د مرحوم پاچا خانصاحب د خولی وینا ده چی یی ویلی وه: ( زه په افغانستان کی یو ملګری لرم او هغه محمد ګل خان مومند دی)
استاد عبدالرؤف بینوا، هغه د پښتنو د یوه ستر مشر او مبتکرلیوال او مفکر په توګه را پیژنی او د اوسنی لیکوال په کتاب کی یی پیژندنه په داسی توګه کوی.
(… خو دلته محمد ګل مومند د وزیر یا تنظمیه رئیس په حیث نه معرفی کوو، بلکه ده ته د پښتنو، پښتو ژبی او پښتونوالی د یوه لیوال مشر او مبتکر لیکوال په سترګه ګورو.
مبتکر یی ځکه بولو چی ده د پښتو ژبی د لیکنی او ګرامرلپاره له ځانه د پښتو ژبی د تورو نوی شکلونه او نوی تعبیرونه مینځ ته را ایستلی وو، چی نن دده ځینی آثار په همدی اشکالو چاپ شوی هم دی)
د پښتونستان نومی کتاب لیکوال، عبدالمنان دردمند یی د پښتنو د نومیالی مشر په توګه را پيژنی.
د (زموږ غازیان) د کتاب مؤلف ښاغلی محمد ولی مندوزی یی د ملی مشر، ستر خدمتګار، د پښتو ژبی د پالونکی او غازی په توګه معرفی کوی.
شاغلی محمد آصف صمیم یی د یوه بشپړ پښتون کرکټر او د خپلو ایډیالونو د اتل (زما اتل) په توګه راپیژنی.
پوهاند استاد اسمعیل یون لیکی:(خو څرنګه چی په عمومی ډول افغانی ټولنه، له لیک لوست څخه بی برخی ده، نو هومره چی زموږ اتلانو په باب زموږ د ولس په زړونو او فکرونو کی یادونه پراته دی هغومره ندی لیکل شوی، د داسی ډیرو اتلانو، یادونه او خاطرات زموږ د شفاهی ادب یوه برخه ګرځیدلی ده.
په ولس کی محمد ګل مومند ته د (بابا) او پلار (دادا) خطابونه ورکړل شوی دی او دا هغه خطابونه دی چی پښتنی ولس یی خپلو سترو مشرانو او د وطن او ملت خدمتګارانو ته د هغوی د لویو قربانیو په بدل کی ورکوی، او هر څوک (بابا) او (دادا) کیدای نشی.
د ویښ زلمیانو د نهضت ستر مشر محمد رسول خان پښتون چی د محمد ګل مومند په عسکری کرکټراو تيپ سخت مین وه، هغه د فیلد مارشال (اړون ایګوان رومل) سره مقایسه کاوه.
دلته د تذکر وړده چی څه مهال محمد ګل مومند د ارادتمندانو په مشوره د صحی تکالیفو د تداوی دپاره شوروی اتحاد ته د مسافرت تکل وکړ، د شوروی دولت محمد ګل بابا ته د ویزی د ورکولو نه ډډه وکړه.
د سردار محمد داؤد خان صدراعظم په امر د هیواد د بهرنیو چارو وزارت، د شوروی دولت په نامه یو رسمی مکتوب ولیږه او په هغه مکتوب کی ولیکل شول :«دا چی شوروی حکومت محمد ګل مومند ته شوروی اتحاد ته د تداوی په منظور د مسافرت ویزه ورکوی یا نه، دا ستاسی د تصمیم پوری اړه لری ولی تاسی ته باید څرګنده شی چی محمد ګل مومند د افغانستان یو ملی زعیم دی.»
ددی مکتوب په رسیدو سره متصل، د شوروی اتحاد حکومت محمد ګل مومند ته هغه هیواد ته د رسمی سفر ویزه ورکړه او خروسچف یی د لیدو او عیادت دپاره شفاخانی ته هم ورغلی وه.
دده تداوی په شوروی اتحاد کی د صدراعظم سردار داؤد خان د مکتوب له برکته، د شوروی حکومت لخوا په مجانی صورت سره وکړه.
مرحوم عبدالطیف جلالی د رادیو کابل رئیس، د افغانستان د حکومت لخوا د محمد ګل مومند د ملمه پال په توګه تعیین شوی وه.
د مفکر محمد ګل بابا د رحلت په کال، په غازی ستدیوم کی د پښتونستان د ورځی د تجلیل په مراسمو کی، د معمول په توګه د پښتونخوا یوه مخور سیاسی او ادبی شخصیت مرحوم خان محمد ایوب خان اڅکزی به وینا اوروله، په همدی کال محمد ایوب خان اڅکزی د محمد ګل مومند د شخصیت او مړنی په مناسبت په خپله وینا کی وویل چی :«محمد ګل مومند د پښتنو په تاریخ کی یو داسی بی ساری شخصیت وه، چی بیا به یی، ثانی په راتلونکی کی پیدا نشی.»
پاتی په دوهمه برخه کی
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.