د ملا نديم او حنفي د پاموړ :
ملا نديم : که ثابته شوه د نجونو تعليم روا دی، اجازه به ورکړو
که تا جوته کړه چې ناجايز دی، نو موږ به يې هم درسره ومنو
له دې اسلام او حنفي فقهې مو څه شی جوړ کړی دی؟ امام ابوحنيفه (رح) که اوس ژوندی وای، نو هغه به هېڅکله ښوونځي بند کړی نه وای، بلکې خلک به يې لا پسې هڅولی وای او تاسې، حنفي او ستا نور اندلوري به يې تر هغې په زندان کې اچولی وای چې عقل مو سر ته راغلی وای او له دې سرتنبه ګۍ توبه ګار شوی وای
نديم او حنفي تاسې دواړه يې له مولوي شهاب الدين دلاور سره سپينه کړئ چې په تاسې کې کوم يو درست او په حقه دی؟
مولوي شهاب الدين : د پوهنتون علم داسې فرض دی لکه موږ چې د ماسپښين لمونځ کوو
https://www.facebook.com/100095219360311/videos/1073040834136817/
ګرانه،
که اوس امام ابوحنيفه رحمه الله زموږ ترمينځ ژوندی وای او د نجونو د ښوونځيو او د زده کړو مسأله او ستونزه پېښه شوی وای، نو هغه مبارک به درې کاله ځنډولې پرېښی وای؟
- له دې څخه وروسته تر امر ثاني په دې پوښتنه هم بنديز دی چې نجونو تعليم به کله خلاصيږي؟
- کله چې د ښځو ورځ راشي، نو زموږ مخالفين شور جوړ کړي او د ښځو تعليم د فرض تر درجې ورسوي. ټول دې په دې مسايلو کې له ځانه مفتي نه جوړوي.
- موږ چې هر حکم راوړی دی، هغه د اسلام او شريعت مطابق دی. موږ پر خلکو کوم ظلم نه دی کړی.
- دا مسأله حساسه ده، په دې کې عاجل تصميم نه نيول کيږي چې په ورځو او مياشتو کې دې په دې اړه تصميم ونيول شي او دا ضمانت هم نه شو درکولی چې سل په سلو به د ښځو تعليم شروع کيږي.
- د علماو تحقيق جريان لري. که د هغو په تحقيق کې ثابته شوه چې دا جواز لري، نو بيا به خلاص کړی شي او که تحقيقات دا وو چې په شريعت کې جواز نه وو، نو همداسې تړلي به پاتې وي.
- د افغانستان ټولو وګړو ته دا وايو چې موږ هر کار کوو هغه د شريعت مطابق تر سره کوو.
- که هر څوک له حنفي فقهې موږ ته څخه د نجونو تعليم روا کولی شي، نو په ميډيا دې نارې نه وهي. وزارت ته دې راشي او موږ ته دې قناعت راکړي.
- هر څوک چې موږ ته کوم اياتونه او حديثونه يادوي هغه د عصري تعليم اړوند نه دي.
- هغه رشتې چې په هېواد کې تدريس کيږي د هغو لپاره بايد محصلين بل هېواد ته ولاړ نه شي.
- که کومه داسې رشته وي چې هغه په هېواد کې نه تدريس کيږي او محصل وغواړي چې بل هېواد ته د زده کړو لپاره ولاړ شي، نو هغه به موږ ته هم دا ضمانت راکوي چې په هغه هېواد کې د محصل فکر، صورت او سيرت نه خرابيږي، نو بيا به موږ محصل ته بل هېواد ته د تعليم لپاره اجازه ورکړو.
https://www.youtube.com/watch?v=kyRQI67yaJ4
Learning Arrangements for Women | Shaykh Akram Nadwi
https://www.youtube.com/watch?v=dHs47Ub2HRo&t=437s
Are Men and Women equal in Islam? | Shaykh Akram Nadwi
https://www.youtube.com/watch?v=FRvxE75Vl98
Shaykh Akram Nadwi on the ‘Awrah of the voice
د نديم، حنفي او داسې سرتنبه ګانو لپاره د يوې بېلګې په توګه :
Cervical Screening “smear test”.
Cervical screening, which used to be called smear test, is a test to check the health of the cervix and help prevent cervical cancer. It’s offered to women and people with a cervix aged 25 to 64.
https://www.nhs.uk/conditions/cervical-screening/
د رحِم سرطان / کينسر
د رحِم معاينه کول
د رحِم معاينه کول، چې د سمير ټيسټ په نوم کارول کيږي، د رحِم د روغتيا معاينه کولو او د رحم د سرطان مخنيوي کې مرسته کوي. دا له 25 کلنۍ څخه تر 64 کلنۍ پورې مېرمنو او د رحِم سره خلکو ته وړيا وړانديز کيږي.
دلته په بهرنۍ نړۍ کې دا ټيسټ وړيا او اختياري ده چې څوک يې کوي او څوک يې نه. که څوک د خپلې روغتيا پاملرنه کوي، نو دا ښه ده چې د سرطان مخنيوی په اوايلو کې وشي او په بدن کې له خپرېدو يې مخنيوی وشي.
جاء في الجوهرة من كتب الحنفية: “… أما إذا كان المرض في سائر بدنها غير الفَرْجِ، فإنه يجوز له النظر إليه عند الدواء؛ لأنه موضع ضرورة وإن كان في موضع الفرج، فينبغي أن يُعلِّم امرأةً تداويها”[4]؛ قال ابن عابدين: “والظاهر أن (ينبغي) هنا للوجوب”[5].
د حنفي فقهې اړوند کتاب په الجوهره راغلي :
که د ښځې له شرمګاه پرته مرض د بدن په نورو برخو کې وو، د معاينې او تداوۍ په وخت کې ورته کتل روا دي، ځکه چې دا اړتيا (ضرورت) دی او که په شرمګاه کې وو، نو په کار يعنې ښه دا ده چې ښځينه ډاکټره يې تداوي وکړي او هغه يې ورته وښيي. عابدين دا خبره راخېستې ده او دلته له واجباتو يعنې له اړينو اړتياو نه ده.
ولعله يُستأنس لهذا القول بأنه في عصر النبوة وُجدت نساء “قابلات” يقُمْنَ بمساعدة النساء في الولادة، وأخريات “خافضات” يقُمن بختان الإناث؛ فيكون تعلم علوم الطب المتعلقة بالنساء من الفرض الكفائي على النساء من هذه الجهة المذكورة؛ ذلك أن الفقهاء حين قالوا: إن ما كان من العلوم والحرف لها منافع دنيوية وتعلمه فرض، أرادوا بهذا وجود من يعرفها في المجتمع الإسلامي، دون تحديد أن يكون متعلموها هم الذكور[6].
په نبوي دور کې هم ښځينه نرسانې (قابلې) وې چې له مېرمنو سره به يې د هغوی د ولادت په وخت کې مرسته کوله او لاسرسی کولو. نورې هغه نرسانې (قابلې) هم وې چې هغوی به ښځې سنتولې چې نن يې ډاکټران تر سره کوي او په ليريو کليو او بانډو کې لا تر اوسه د کورکلي او د ولس ناهي (سلماني) دا کار کوي. له دې امله ښځو ته د نرسينګ (قابلتوب) زده کړه کفايي فرض يعنې مکلفيت وو. ځکه خو فقهاو ويلي چې ((هر هغه علوم او فنون چې دنيوي ګټې يعنې ښېګڼې لري زده کړه يې فرض ده يعنې مکلفيت دی. هغه وخت په اسلامي ټولنه کې د هغه پوهانو شتون وو پرته له دې چې دا مشخص شي/کړي چې زده کوونکي يې نارينه وي.
وفي إحدى فتاوى علماء اللجنة الدائمة: “تعلم علوم الطب واجب وجوبًا كفائيًّا على المسلمين رجالًا ونساءً؛ لحاجتهم إلى ذلك في علاج الرجال والنساء … وخاصة ما يتعلق بالنساء والأطفال، فإن الأمة في حاجة مُلِحَّة إلى طبيبات من النساء؛ حتى لا تضطر المرأة أن يكشف عليها الرجال ويطلعوا على عورتها لتوليدها، أو تشخيص مرضها، وإذا حسنت نيتها في تعلمها وأداء مهمتها، كان لها أجر عظيم، فلتحتسب ولتحسن قصدها، ولتمضِ في علم الطب على بركة الله”[7].
د تلپاتې يعنې د دايمي کومېټې په يوه فتوی کې راغلي دي چې :
د دطبي علومو زده کړه د نارينه او ښځينه يا په نورو ټکو د هلکانو او نجونو دواړو فرض او فرض کفايي ده. ځکه چې د نارينه وو او ښځينه وو په تداوۍ او درملنه کې ورته اړتيا ده. په تېره بيا د ماشومانو او د ښځو لپاره ورته اړينه اړتيا ده. ځکه چې امت يعنې ټولنه ورته په سملاسي (عاجله) توګه اړتيا لري چې د ښځې د نسايي او زېږون په وخت دېته اړ نه شي چې د خپلو شرمګاه د معاينه کولو لپاره نارينه ډاکټرانو ته لاړې شي او ناروغي يې تشخيص کړي. او که د هغې په زده کړې کې ښه نيت ولري د هغې به ورته الله تعالی ډېر اجر (ثواب) ورکړي او همداسې که څوک د خپلې دندې په ترسره کولو مخلص وي، نو د هغې به هم ورته الله تعالی ستر اجر ورکړي. د الله تعالی په فضل او امداد سره په کار ده چې د طبي علومو زده کړې وکړئ چې د خپلې ټولنې د لا چوپړ مصدر وګرځئ.
وأما تعلم الحياكة والتطريز، فقد وقعت الإشارة إليه في كلام ابن عابدين الحنفي في مسألة إلزام الأب بنفقة ابنته، فكان مما ذكره أن للأب تسليم ابنته “لامرأة تعلمها حرفة كتطريز وخياطة مثلًا”[8]
د ابن عابدين حنفي په اند باندې د اوبدلو او ګنډلو (خياطۍ) د زده کړې لپاره دا د پلار مکلفيت دی چې خپله لور هغه ښځينه استاذې او د خياطۍ او قالين اوبدلو مؤسسې ته وسپاري چې اوبدل او ګنډل ورښيي چې اوبدل او ګنډل ترې ياد کړي. لکه په اوسني وخت چې نجونې د پوهنتون او نورو اړونده ښونيزو بنسټونو کې په ليليه کې اوسيږي.
*** *** ***
په دې کې د فقهاوو تر منځ هډو اختلاف نشته چې ښځې د ټولو هغه زده کړو حق لري چې د شريعت او د قانون له مخې ورته اشاره شوې ده. د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وينا پر بنسټ : ((العلم فريضة علی کل مسلم)) [ابن ماجه، حديث حسن] د علم زده کړه پر هر مسلمان فرض ده. او د “مسلم” کلمه په نارينه او ښځينه دواړو باندې پلې کيږي.
په صحيح مسلم کې جوته ده چې د انصارو يوې ښځې وويل :
((ای د خدای رسوله، سړي خو له تاسې حديث زده کوي، نو زموږ لپاره هم يوه ورځ وټاکه چې موږ به هم تاسې ته راټوليږو او هغه څه راښيه چې الله تعالی تاسې ته در ښوولي دي.))
ويلې سمه ده :
په پلانۍ او پلانۍ ورځ راغونډېږئ، نو دوی به راغونډېدل او هغه مبارک به ورته او هغوی ته به يې هغه څه ور وښوول چې خدای تعالی ورته ورښوولي وو.
رسول الله صلى الله عليه وسلم دوی د علم حاصلولو لپاره له كورونو نه وې منعه کړې او ان له نارينه وو سره به يې په ګټورو درسونو او خطبو كې ګډون کولو. البته له كوره د علم ترلاسه كولو لپاره بايد ښځې د شرعي (اسلامي) احکامو په دايره كې وي. د شرعي احکامو له جملې څخه يو دا دی چې هغوی بايد له نارينه وو سره په نامشروع توګه يوځای نشي، او بېځايه تبرج يعنې لوڅوالی به نه کوي چې ((ولاتبرّجن تبرّج الجاهليّة الأولی)) د اسلام له زمانې مخکې د جاهليت دور هغسې ښکلا يعنې ډول او سينګار به نه کوي [الاحزاب : 33].
همداسې ((فلا تخضعن بالقول فيطمع الذي في قلبه مرض)) [الاحزاب : 32]
هغه زده کړې چې د ښځو له طبيعت سره جوړې او اړونده يعنې مناسبې وي چې دا خو په خپل اصل (ذات) کې روا دي او بله دا چې د کورنۍ او د څښتن په خوښه (اجازه) بهر وتلی شي.
که دا شرطونه پوره شي، نو په پوهنتون يا بل ځای کې د يوې ښځې يا جنۍ په زده کړه کې هېڅ ګناه نشته.
والله اعلم بالصوب
ګرانه،
د ګردې نړۍ ننګونې ته اړتيا نشته.
ولس او ګرده نړۍ په دې ښه پوی ده چې د اسلامي او عصري علومو زده کړې د هر چا يعنې د هر نارينه او ښځينه لپاره اوس د وخت غوښتنه او اړتيا ده چې په ځينو مواردو کې فرض عين، په ځينو کې واجب په ځينو کې فرض کفايي، مستحب (مندوب) او په ځينو کې مباح ده.
نجونې تا له زده کې منعه کړي دي او هره ورځ ورته په ډېره سپين سترګۍ نګه سپين دروغ وايی چې هېڅ حيا او شرم خو درته د يو انسان په توګه نه درځي، بلکې لا زياتي ولس او نړيوال هم ننګوې چې دا دې سخته ناپوهي او سرتنبه توب دی چې دا مه کوه.
خلک او هېوادوال ټول نارينه او ښځينه د زده کړو او پوهې پر ارزښت او اړتيا پوهيږي، خو ته، حنفي او نور ستا اندلوري نه پوهېږئ چې زده کړه څومره اړينه ده، نو اقدام تا کړی دی او ننګونه هم تا ته کړې ده، نو دا په حقيقت کې ستا مکلفيت او مسؤوليت دی چې ته يې د منعه والي او د حرمت دلايل او مدارک راوړاندې کړې چې په دې دک و دليل ناروا دي او نه يې پرېږدو. ته خو ډېر بې حيا او بې شرمه انسان يې او دومره زرنګ او چالاکه يې چې اوس خپله پړه هم پر خلکو اچوې چې دا دې لا حيثيت ته صدمه رسوي. دا چې د ملا هبت الله ځاص باوري کس يې، نو اوس له دې واک واختياره د الوهيت دعوه کوې که څنګه؟
خلک خو د الله تعالی پيدا دي او د هغه مخلوق دی، نه د ستا، حنفي، ملا هبت الله او نورو.
تاسې د نجونو د زده کړو په تړاو ويلي دي :
که ثابته شوه چې د نجونو زده کړه روا ده، نو موږ به ورته اجازه ورکړو او که ثابته نه شوه، نو همداسې به بندې پاتې وي او بله دې دا خبره هم کړې ده چې د ښوونځيو د خلاصون په باره کې څوک پوښتنه هومره نه شي کولی.
ګرانه،
د امام ابوحنيفه رحمه په وخت کې داسې يوه پېچلې مسأله پېښه شوې وه چې دوو وروڼو دوه خويندې په نکاح کړې وې. کله يې چې ځانته را واده کړې او کور ته يې راوستې، نو د شپې مهال په تېروتنه کې يوه خور د بلې خور خاوند ته تللې وې او هېڅوک پرې د شپې پوی شوي نه ول چې تېروتنه شوې ده. تا ته به هم پته وي او که نه وي، نو ختمي شيخ هبت الله، مولوي عبدالحکيم، شيخ دلاور، مولوي عبدالکبير، شيخ نور محمد ثاقب او داسې نورو ډېرو ته پته وي چې زياتره زموږ و ستاسې په دې وطن او کوروکلي کې مور، خور او يا د کورنۍ نور ښځينه غړې ناوې د خاوند کوټې ته مخکې له مخکې نه وړي او هلته يې کېنوي او بيا يې خاوند ته وايې چې ناوې دې کوټه کې په تمه (انتظار) درته ناسته ده او ورشه.
سهار وختي مهال چې ټول سره راپاڅېدل او رڼا شوه، نو پته ولګېده چې يو ورور ته د بل ورور ښځه ورغلې ده او شپه يې سره تېره کړې ده، نو ټوله کورنۍ سره شاک او حيران شول چې دا څه وشول؟
يوځای او بل ځای ګرځېدل او له يو او بل امام نه به يې پوښتنې کولې چې د حل لاره ورته پيدا کړي، خو له يو سره هم د حل لاره نه وه. چا ورته وويل چې امام ابوحنيفه ته ولاړ شئ او کېدای شي چې هغه يې درته يو حل راوباسي او حل يې کړي.
دا مسأله امام أبوحنيفه رحمه الله ته ورسېده. هغه مبارک ته خلکو وويل چې دغسې پېښه شوې ده او اوس ګرځي چې دې پېښې ته د حل لار پيدا کړي. خلکو ورته ته ښوولی يې که ده ته ورشئ کېدای شي چې هغه يې درته يو حل پيدا کړي، کنه بله چاره يې نشته.
ورته وويل چې سمه ده او ورته ووايئ چې را دې شي او زه به يې ورته حل کړم. خلک حيران شو چې هغه به يې څنګه حلوي؟
کله چې امام صاحب ته راغلل او هغه ته يې خپله کيسه وکړه، نو هغه ورته وويل چې بس سمه ده. زه به يې درته حل کړم.
هغه دواړو خويندو او دواړو وروڼو ته وويل څه مو چې د شپې وکړل او يو له بل سره د شپې په تېرولو سره خوشال ياست؟
هغوی هر يو ورته وويل چې ((هو، موږ له يو بل سره خوشاله او راضي يو.))
نو هر يو خپله ښځه طلاقه کړه او بيرته يې ورته له سره نکاحوې وتړلې او رخصت يې کړل.
خبره خلاصه شوه او له شرعي سزا هم بچ شول.
زه د هېواد پر ټولو سرتاسري علماو غږ کوم چې د خپل دنيوي او اخروي مسؤوليت له مخې راپورته شئ او يو مشترک کميسيون ورته جوړ او نديم، حنفي او اندلوري يې راوغواړئ او په کور دننه او نورو نړيوالو تصويري رسنيو پر وړاندې ورسره بحث وکړئ او قناعت ورکړئ او که نه، نو دا بيا همدغسې روږدی کيږي او سبا وماښام به تاسې او نړيوال بيا ننګوي.
په درنښت
سيد حسين پاچا
تازه خبر طالب وزيرانو د نړۍ ملايانو ته چلينج ورکړ
https://www.youtube.com/watch?v=iCy2jfKSWSE
مولوي نديم : د علماو څېړنې روانې دي چې ښځينه زده کړو ته پرېښودل شي او که نه؟
https://www.bbc.com/pashto/articles/c4gvp1p1xy6o
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.