په ماشومانو کې د ډيرې ژړا لاملونه څه دي؟

119

په ماشومانو کې د ډيرې ژړا لاملونه څه دي؟
ميندې څنګه پوهه شي چې ماشوم يي ولی ډير ژاړي لامل يی څه شی دی؟

پداسې حال کې چې ځینې ميندې ممکن د خپل ماشوم د ژړا په ځينو لاملونو پوهه وي مګر اکثره ميندی يي بيا داسې دي چې هيڅ نه پوهيږي چې ماشوم يي ولی بار بار ژاړي او څه بايد وکړي چې د ماشوم ژړا ارامه شي

ماشومان د مختلفو اړتیاوو یا احساساتو څرګندولو لپاره مختلفه ژړا کوي.

دلته ځینې لاملونه دي که يی تاسو په نښه کړئ ممکن تاسې سره ستاسې د ماشوم د ژړا لامل په پيژندلو کې يو څه مرسته وکړي چې ستاسو ماشوم ولی ژاړي څه غواړي او څه وایي
1.کله چې ماشوم په لوږه وي نو ماشوم خپل لاسونه په خله کې وهي او ورسره همهاله ژړا کوي نو که په دې وخت کې ماشوم ته شيدې ورکړل شي ماشوم اراميږي.

2. ماشومان د ژوند په لومړيو درې مياشتو کې تقريباً 16 ساعته خوب کوي نو پکار ده چې ماشوم ته د خوب لپاره ارامه ماحول برابر شي کله چې د ماشوم خوب پوره نه وي هم نارامه وي او ژاړي
3.هغه ميندی چې خپلو ماشومانو ته پمپر استفاده کوي پکار ده چې د دريو څخه څلور ساعتو کې د ماشوم پمپر اوګوري او که مصرف شوی وي ورته بدل يي کړي.

4.اکثره ماشومان د ګرمۍ او يخنی له امله هم ډيره ژړا کوي نو پکار ده چې ماشوم ته د موسمونو سره سم کالي استفاده شي
5.کله کله ماشومانو ته د غوږ درد پيدا کيږي چې په دغه وخت کې ماشومان ډيره او په لوړ غږ ژړا کوي.

6.په ماشومانو کې د ژړا عمده لامل اکثره وخت د ماشومانو د خيټې دردونو لا امله وي چې مختلف لاملونه لري او په دې حالت کې ماشوم په بستره کې اوړي راوړي او په وقفوي ډول ژړا کوي
7.د پورته لاملونو نه علاوه که په ماشومانو کې مو د ځينو ناروغيو اعراض وعلايم لکه بار بار کانګې کول،تبه اسهالات او داسې نور وليدل نو په داسې حالت کې ماشوم مو ناروغ دی عاجلی تداوی ته اړتيا لري په اړه يي ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.