د افغانستان له تاریخ څخه دفاع: د خالق لعلزاد د جعلیاتو ته رد /۱
لیکوال: دوکتور نور احمد خالدي - ژباړن: تمهید سیلانی
په دې وروستیو کې خالق لعلزاد یوه کتاب لیکلی دی چې سرلیک یې «پژوهشی در گسترهٔ تاریخ و جغرافیای افغانها و افغانستان» (لندن، می ۲۰۲۴م) دی. په لاندې مقاله کې د لوستونکي د آسانتیا لپاره او د موضوع د اوږدوالي د مخنیوي په موخه، له دې خبرو ډډه شوې ده چې د لعلزاد په دې پڼ کتاب کې چې په سلګونو مواردو کې د افغانستان د پېژندنې، جغرافیې، خلکو، سیاست او تاریخ په اړه چې د لعلزاده لخوا تحریف او جعل شوی دی، اشاره وشي. یوازې به د هغه لخوا د لیکل شویو پایلو په اړه خبرې وکړو، چې عبارت دي له:
لومړی: د افغانستان په نوم یو سیاسي واحد د نړۍ په سیاسي تاریخ کې د عبدالرحمن خان او امان الله خان تر دورې مخکې شتون نه درلود، خو دوی ورته د څو زره کلونو تاریخ جوړ کړی دی… ځکه د دې هېواد جغرافیه د عبدالرحمن خان په وخت کې (۱۸۸۰-۱۹۰۱) رامنځته شوه او خپلواکي یې د امان الله خان په وخت کې (۱۹۱۹) اعلان شوه.(۲.م)
دویم: که د انګلیس دوه جګړې له پارس سره (1838-1857) د هرات د محاصرې او اشغال د خطر له امله نه وای، نن به نه هرات موجود وی او نه به افغانستان! (ص۲)
درېيم: که په ۱۸۷۲ کال په سیستان کې د انګلیسانو لخوا د سرحد ټاکلو پرېکړه او فیصله نه وای، نن به نیمروز او هلمند د افغانستان برخه نه وی! (ص۲)
څلورم: که په ۱۸۷۳ کال د برتانیا او روسیې توافق د آمو سیند پر سر د افغانستان د پولې په توګه نه وی، نن به د هندوکش شمال د افغانستان برخه نه وی! (ص۲)
دغه څلور ټکی تر ټولو ستره سپکاوی دی چې د ((افغان)) او ((افغانستان)) دښمن یې کولی شي (( افغان)) او ((افغانستان)) ته رسوي. په دې مقاله کې لومړی موږ دا څلور موارد په تفصیل سره د مستندو شواهدو په رڼا کې څیړو. وروسته به د لعلزاد د ملي ضد دریځ لاملونه او انګیزې توضیح کړو، چې څنګه یو افغان تبعه، چې د افغان په توګه یې په انګلستان کې د پناه غوښتنه منل شوې ده، د افغانستان په هیواد کې زیږیدلی، له لومړي ټولګي څخه تر لیسانس دورې پورې یې وړیا زده کړې د دولت په مصرف ترلاسه کړي او همدارنګه یې د افغانستان او افغاني هویت په اعتبار یې په شوروي اتحاد کې وړیا لوړې زده کړې ترلاسه کړي دي.
وروسته تر دې یې په افغانستان کې د دولت په ملاتړ هغه داسې مقام او منزلت ته رسیدلی چې نن ځان پروفیسور (!) بولي. سره له دې چې د تاجیک قوم پورې تړاو لري، نه یوازې هغه او د هغه چاپیریال ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی، بلکې د ټولنې په خوشبخته او مطرحو څهرو کې هم شمارل شوی دی. په داسې سپین سترګۍ او نمک حرامۍ پرته له شرمه د خپل ټاټوبي هیواد ته سپکاوی کوي او د دې هېواد لرغونی تاریخ جعل ګڼي او په ښکاره توګه یې تحریفوي او تمسخر ورته کوي.
لومړی د لعلزاد د جعلیاتو او تحریفاتو رد
د افغانستان په نوم یو سیاسي واحد د نړۍ په سیاسي تاریخ کې د عبدالرحمن خان او امان الله خان تر دورې مخکې شتون نه درلود، خو دوی ورته د څو زره کلونو تاریخ جوړ کړی دی… ځکه د دې هېواد جغرافیه د عبدالرحمن خان په وخت کې (۱۸۸۰-۱۹۰۱) رامنځته شوه او خپلواکي یې د امان الله خان په وخت کې (۱۹۱۹) اعلان شوه.(۲.م)
د افغانستان د هیواد او دولت جوړیدل او دوام له اتلسمې پیړۍ څخه را په دې خوا د خپلواک افغاني هویت سره په نړیواله کچه او په سلګونو معتبر و تاریخي کتابونو کې د نړۍ لویو لیکوالانو، سیاست پوهانو، پوهانو، دیپلوماتانو او نامتو جغرافیه پوهانو لخوا ثبت شوي دي. دا پېژندنه دومره پراخه ده چې په ننۍ نړۍ کې په سختۍ سره به یو تعلیم یافته او باخبره شخص وموندل شي چې د افغانستان په اړه د “امپراطوریو هدیره” له نامه څخه نا خبره وي. په داسې حال کې چې په دې هدیره کې د صفوي، افشاري، مغولي، انګلیسي، روسي او په پای کې د امریکایي امپراطوریو جنازې پرتې دي، خو ښاغلی لعلزاد د امیر عبدالرحمن خان څخه مخکې د افغانستان په نوم کوم سیاسي واحد نه مني! راځئ وګورو چې د لعلزاد استدلال څه دی؟
هغه لیکي:« د افغانستان په نوم یو سیاسي واحد د نړۍ په سیاسي تاریخ کې د عبدالرحمن خان او امان الله خان تر دورې مخکې شتون نه درلود، خو دوی ورته د څو زره کلونو تاریخ جوړ کړی دی… ځکه د دې هېواد جغرافیه د عبدالرحمن خان په وخت کې (۱۸۸۰-۱۹۰۱) رامنځته شوه او خپلواکي یې د امان الله خان په وخت کې (۱۹۱۹) اعلان شوه.(۲.م)».
که چېرې دا منطق ومنو، نو د ترکیې تاریخ به د لومړۍ نړیوالې جګړې نه وروسته پیل شي او د عثماني ترکیې تاریخ به پکې شامل نه وي. د دې منطق له مخې، د هند تاریخ به د ۱۹۴۷م کال نه وروسته، کله چې هند له برتانیا څخه خپلواکي ترلاسه کړه، پیل شي او د شپږ زره کلن زاړه هندوستان تاریخ به د نني هند سره هیڅ تړاو ونلري. د المان تاریخ به د دوهمې نړیوالې جګړې نه وروسته پیل شي او د سریلانکا تاریخ به د ۱۹۸۲م کال نه پیل شي کله چې یې نوم له سیلون څخه سریلانکا ته بدل شو. د ایران ننۍ جغرافیه هم هغه وخت رامنځته شوه کله چې یې په نولسمه پېړۍ کې د قفقاز سیمې روسانو ته ورکړې او په ۱۸۷۲م کال کې د سیستان سرحدي تړون لاسلیک کړ او نوم یې هم په ۱۹۳۵م کال کې له فارس څخه ایران ته بدل شو. نو پر همدې اساس د باستاني فارس تاریخ د نننۍ ایران سره تړاو نلري. دا کاملآ څرګنده ده چې دا ډول برداشت د هیوادونو له تاریخ سره سمون نلري او یوازې د داسې کسانو لخوا لکه لعلزاد چې د افغانستان د تاریخ تحریف او جعل کولو او د تاجیکانو د عقاید د ګډوډولو لپاره د لوی ایران د پراختیایي اهدافو په لور کارول کیږي.
ایران پرسته هېواد وال، په ځانګړي ډول خالق لعلزاد، د افغانستان د تاریخ تخریبولو لپاره هڅه کوي چې د افغانستان تاریخ له امیر عبدالرحمن خان څخه وروسته بیان کړي. دا ولې؟ ځکه چې که د افغانستان تاریخ د میرویس خان هوتکي یا احمد شاه ابدالي له وخته ومنل شي، لکه څنګه چې مشهور انګلیسي تاریخپوه جاناتان لي یې بیانوي، نو دوی بیا نشي کولی ووایي چې د افغانستان دولت او هیواد د بریتانیا له استعمار څخه د ایران له بدن څخه جلا شوی دی! ځکه چې په ۱۷۰۹م کال کې، کله چې میرویس خان هوتکي د صفويانو پر وړاندې بریالی پاڅون وکړ او په ۱۷۴۷م کال کې چې احمد شاه ابدالي په دې خاوره کې یو خپلواک هیواد او دولت اعلان کړ، لا انګلیسي استعمار په هندوستان کې شتون نه درلود.
افغانستان د یو خپلواک او مقتدر دولت په توګه د اتلسمې پیړۍ له پیل راهیسې مشهور او پیژندل شوی دی او د هغه وخت لویو پوهانو د دې موجودیت ته اشاره کړې ده. د جورج فورستر سفرنامه (1798م) چې لیکوال یې په 1783م کال کې د تیمورشاه دراني د واکمنۍ پر مهال له پېښور، کابل، کندهار او هرات څخه تېرېږي… پخپله سفرنامه کې د افغانستان نوم له ۲۰نه زیات ځلې یادوي. سره له دې چې د افغانستان حدود نه څرکندوي، خو د خپلو سترګو لید پر بنسټ افغانان د هغو سیمو اوسېدونکيي ګڼي چې د تاتار له غرونو څخه د اندوس تر سیند پورې او د فارس تر پولو پورې پراخې دي. دغه سفرنامه د ختیځ هند کمپنۍ په منځ کې د افغان او افغانستان په اړه د عمومي معلوماتو بنسټ جوړ کړی دی.
په بروکس جغرافیایي فرهنگ (1807م) کې … احمدشاه ابدالي د ابدالي پاچاهۍ بنسټ اېښودونکی بلل شوی او د هغه مربوطه سیمې یې د ابدالي دولت په نوم یادې کړې دي. بروکس په خپل لومړني چاپ (1807م) کې افغانستان هغه هیواد ګڼلی چې د تاتار له غرونو څخه تر د عرب بحیره، اندوس سیند او فارس پورې موقعیت لري… د بروکس جغرافیایي فرهنگ په 1862م کې … لږ تر لږه 18 ځله بیا چاپ شوی دی.
الفونستون په خپل راپور “د کابل سلطنت او د هغې اړوند سیمې په پارس، تاتار او هند کې” (1815م) کې چې په 1809م کال کې د شاه شجاع الملک سره د “شاه کابل” (لوی) په نوم تړون لاسلیکوي، د کابل سلطنت اړوند سیمې یې افغانستان، سیستان، د خراسان یوه برخه، مکران، بلخ، تخارستان، کیلان، کتور، کابل، کندهار، سند، کشمیر، د لاهور یوه برخه او د ملتان لویه برخه ګڼلې دي. کله چې هغه افغانستان جلا له کابل او کندهار څخه یادوي، نو مقصد یې هغه “نوار” دی چې د سليمان غرونو یا “ره” سیمه بلل کيږي.
الفونستون وایي چې هرات، سره له دې چې د دراني واکمنۍ په قلمرو کې شامل دی، خو په هغه وخت کې تقریباً خپلواک و او باید “جلا معامله” وشي. خو سره له دې هغه دا ټول قلمرو د افغانستان په نوم یادوي. الفونستون لیکي: “د کابل سلطنت په اوسني وخت کې له هرات څخه په لویدیځ کې په ۶۲ درجې طول البلد کې پیل کیږي او تر ختیځ کې د کشمیر تر پولو پورې په ۷۷ درجې طول البلد پورې غځیږي، او د سند د سیند له خولې څخه په ۲۴ درجې عرض البلد کې پیل کیږي او د آمو سیند پورې په ۳۷ درجې شمالي عرض البلد کې موقعیت لري.”
الفونستون په خپل کتاب “د کابل سلطنت راپور” کې چې د انګلیسي ژبې لومړی جلد، ۱۱۳م مخ، چاپ ۱۸۳۹م (لندن) کې لیکي: “… ټول افغانستان د سليمان غرونو په لویدیځ کې یوه هواره د مېز په شان ځمکه ده چې د ټولو ګاونډیو ملکونو څخه په لوړه کې موقعیت لري.” د همدې کتاب په ۱۲۴م مخ کې الفونستون همدا راز لیکي: “د افغان د نوم منشأ چې اوس په ټول ملت عام شوی دی… په بشپړه توګه څرګنده نه ده، خو احتمالاً یو مدرن (نو) نوم دی، چې افغانانو ته د فارسي ژبې له لارې معرفي شوی دی.”
دوی خپل ملت ته د “پښتون” نوم کاروي چې جمع یې “پښتانه” دي. درانیان دا نوم “پشتانه” تلفظ کوي، چې احتمالاً له همدې څخه د “پټان” نوم اخیستل شوی دی، هغه نوم چې افغانان په هندوستان کې پرې پېژندل کيږي. عربان دوی ته “سلیماني” وايي… دوی د خپل هېواد لپاره کوم ځانګړی عمومي نوم نلري، خو کله ناکله د افغانستان فارسي نوم کاروي. ډاکټر لیدن د “پښتونخوا” نوم ته اشاره کړې ده، خو ما هېڅکله نه دی اورېدلی… هغه نوم چې په عمومي توګه د ټول هېواد لپاره د اوسېدونکو لخوا کارول کېږي “خراسان” دی، خو دا کارول په څرګنده توګه ناسم دی، ځکه چې له یوې خوا ټول افغان هیواد په خراسان کې نه دی واقع شوی او له بلې خوا په یوه د پام وړ برخه کې یې افغانان نه اوسېږي. (الفونستون، هماغه ص 200-201)
په “د هندوستان سیاسي تاریخ” ملکم (1811م) د زمان شاه تر لاهور پورې په 1796م کال کې د پرمختګ په اړه یادونه کوي، چې د انګلیسانو ژوره اندېښنه یې راپارولې وه. همدا وجه وه چې انګلیسانو ملکم د فارس دربار ته واستاوه ترڅو فارس وهڅوي چې پر افغانستان برید وکړي او د زمان شاه پام له هند څخه واړوي.
په “د ختیځ هند جغرافیایي فرهنگ” کې چې همیلتون په 1815م کال کې لیکلی دی، لاندې معلومات د “افغانستان” تر سرلیک لاندې وړاندې شوي دي. همیلتون، د بروکس په 1807م کال کې په جغرافیایي فرهنگ کې د افغانستان د نوم له یادونې وروسته، دویم کس دی چې د لوی افغانستان حدود په خورا دقیقه توګه یادوي. دا مطلب لعلزاد هم په خپل کتاب کې تائیدوي. (ص 1772).
په “د فارس تاریخ” کې چې ملکم په 1815م کال کې لیکلی دی، د لومړي ځل لپاره د “لوی کابل” نوم په کینر نقشه کې د الفونستون په حواله ښودل شوی دی چې په دې نقشه کې کابل، کندهار او تر هرات/ خراسان پورې پراخه سیمه شامله ده. د دورویل سفرنامه (1819م) هم د خراسان، افغانانو او د فیروزخان حکومت په اړه یې چې هرات کې حکومت درلود معلومات وړاندې کوي او وایي چې هرات د کابل د شاه ملکیت دی.
چارلز ماسون یو ارزښتمن څلور جلدي اثر لري چې د “بلوچستان، افغانستان او قلات په بېلابېلو سفرونو راپور” تر عنوان لاندې په 1842م کال کې په لندن کې خپور شوی دی. په دې کتاب کې د افغانستان نوم هم په سرلیک او هم په متن کې ثبت شوی دی.
ویلیام چې پخپل کتاب “د ملکم ژوند او مذاکرات” (1856م) کې د زمان شاه لخوا هند ته د ورپېښې ګواښ په اړه تفصیل سره لیکلي دي. هغه د ملکم فارس ته د استولو، د مهدي علي خان رول، د فارس په تحریک د محمود بریدونه او د زمان شاه ګواښ له منځه تلل او د هغه زوال په اړه معلومات وړاندې کوي. دا څرګندوي چې انګلیسان څومره د زمان شاه دولت څخه په ویره او ډار کې و. دوی په هغه وخت کې د مستقیمې مقابلې توان نه درلود، نو دسیسې یې جوړې کړې او ایرانیان یې وهڅول چې له لویدیځ څخه پر افغانستان برید وکړي او د زمان شاه حکومت تخریب کړي.
د فیرر سفرنامه کې چې د “په فارس، افغانستان او بلوچستان کې د کارواني سفر او سرګردانۍ” تر عنوان لاندې په 1856م (لندن) کې خپور شوی دی، له دې سره سره چې په نقشه کې یې افغانستان تر کابل، کندهار تر فراه پورې ښودل شوی دی. سره له دې، فیرر وایي چې ریښتینی افغانستان باید د کابل، کندهار او هرات ولایتونو څخه جوړ وي. دا مطلب لعلزاد هم په خپل کتاب کې تائید کړی دی. (لعلزاد، ص 1342).
فیرر په خپل کتاب “د افغانانو تاریخ” (1858م) کې ابدالیان په ټولیزه توګه د هرات او کندهار اوسېدونکي ګڼي او غلزیان یې په ټولیزه توګه د کابل او کندهار اوسېدونکي بللي دي. هغه د هرات، کندهار او کابل ولایتونو نفوس په ټول افغانستان کې د نفوس د شمېرې په توګه ذکر کړي او زیاتوي چې افغانستان د خپلو سردارانو په اندازه خپلواک حکومتونه لري.
مارکس په 1857م کال کې د پاریس تړون په اړه د افغانستان دولت د پان-اسلاو دولت سره معادل ګڼي. فریدریک انگلس هم پخپله مقاله “افغانستان” (1857م) کې وایي چې افغانستان د هند شمال لویدیځ کې موقعیت لري. نو پر همدې اساس، افغانستان د نولسمې پېړۍ په منځ کې د یو مقتدر دولت په توګه مشهور و او د هغه وخت لویو پوهانو د دې موجودیت ته اشاره کړې ده.
د دې روښانه کولو لپاره چې څنګه او په کوم وخت کې د افغانستان د هیواد او دولت نوم په نړیوالو سیاسي رسنیو کې انعکاس وموند، لاندې د افغانستان د نوم د خپرېدو یو لنډ تاریخ وړاندې کوو:
۱- پۀ ۱۷۸۲ ز کال د تیمور شاه د واکمنۍ پر مهال جورج فورستر لۀ افغانستان څخه د تېرېدو پر مهال د افغانستان له هېواد او ملت څخه یادونه کوي.( جورج فورستر، مسافرت از بنګال به انګلستان از طریق شمال هندوستان، افغانستان، فارس و روسیه، چاپ لندن، ۱۷۸۹ م).
۲ – پۀ ۱۷۸۹ ز کال د قاجاري دولت لوی وزیر حاجي ابراهیم، په یو رسمي مکتوب کې د افغانستان لۀ نوم څخه یادونه کوي. ( صدیق فرهنګ، افغانستان در پنج قرن اخیر)
۳- په ۱۷۸۹ ز کال د شاه زمان لوی وزیر وفادار خان، په یو رسمي مکتوب کې د قاجاري دولت د لوی وزیر پۀ ځواب کې د افغانستان لۀ هیواد څخه یادونه ( صدیق فرهنګ، افغانستان در پنج قرن اخیر).
۴ – پۀ ۱۸۸۰ ز کال د قاجاري او انګلیسي دولت په تړون کې د افغانستان لۀ دولت څخه یادونه کوي.( محمود محمود، تاریخ روابط انګلیس با ایران در قرن نزدهم).
۵- په ۱۸۰۹ ز کال الفونستون د افغانستان له هېواد څخه یادونه کوي. ( مونتستوارت الفونستون، ګزارش سلطنت کابل و قلمرو های تابعۀ آن در فارس، کشمیر و تاتاری، چاپ لندن ۱۸۴۲ م).
۶- پۀ ۱۸۳۷ ز کال قاجاري شاه دهرات د کلابند لۀ ماتې او هزیمت وروسته، پۀ خپل منشور کې لۀ افغانستان څخه یادونه کوي.( محمود محمود، تاریخ روابط انګلیس با ایران در قرن نزدهم).
۷- پۀ ۱۸۳۷ ز کال د برطانوي هند وایسرای، د افغان او انګلیس لۀ لومړۍ جګړې وړاندې د افغانستان لۀ دولت او هېواد څخه یادونه کوي.(صدیق فرهنګ، افغانستان در پنج قرن اخیر).
د ۱۸۵۷م کال د مارچ په ۴ کې د پاریس په تړون کې چې د انګلیسانو او ایرانیانو تر منځ لاسلیک شوی و، په شپږمه ماده کې ویل شوي: “… اعلیحضرت همدارنګه ژمنه کوي چې له دې وروسته به د افغانستان په داخلي چارو کې له هر ډول مداخلې څخه ډډه وکړي” (صدیق فرهنګ، افغانستان در پنج قرن اخیر، ۱۳۵۸م، نولسم چاپ، تهران، ص ۳۴۲). دا سند تاییدوي چې د افغانستان د دولت د جوړولو ادعا د یو خپلواک سیاسي واحد په توګه د امیر عبدالرحمن خان په وخت کې کاملاً بې اساسه ده، او ایرانیانو ۲۳ کاله مخکې له دې، د افغانستان د خپلواک دولت موجودیت منلی و.
د لومړۍ برخې پای
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.