لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
۲۸۸مه برخه
د ۲۰۲۴ ام کال د جولای په گرمۍ کې له پلان پرته لندن ته لاړم. هلته مې کشرې ورور (شاهمحمود بهاند او کورنۍ یې) ښه ونازولم. د موزیمونو او تاریخي ځایونو لیدل او په پارکونو کې چکرونه مو ورځنۍ بوختـتیا وه. په فارغ وخت کې به مې لپټاپ راواخست یاداښتونه به مې لیکل، خبرونه به مې له نظره تېرول او په افغان جرمن پورتال کې به مې د انلاین کېدو له پاره مطالب هم ایدت کول، کله ــ کله به مې فیسبوک ته هم سر ورښکاره کاوه.
له فیسبوک او په عام ډول له میډیا نه زه نوې لنډۍ راخوندي کوم. د ۲۰۲۴ ام کال د جولای په ۲۶ مه نېټه په فیسبوک کې په یوې داسې لنډۍ ورپېښ شوم چې بیخي راته نوې وه:
تاوان د دواړو برابر دی
ما ته بایللی یې، تا زه بایللې یمه
ژر مې خوندي کړه او بیا له لنډۍ نه لاندې راغلی متن په لوستلو بوخت شوم؛ که گورم چې دا د دوو مینانو تر منځ دیالوگ دی او د دیالوگ په متن کې څو نورې راغلې لنډۍ هم راته نوې وې، نو مې ټولې راخوندي کړې.
د دوو مینانو په منځ کې یاد دیالوگ ډېر خوږ و، خو زه یې له دیالوگ سره ځکه کار نه لرم چې د خلکو خصوصي حریم ته ننوتل ښه نه راته ایسي، مگر د هغه دوو مینانو د دیالوگ په ترڅ کې چې کومې لنډۍ د سوال ــ ځواب په ډول راوړل شوې وې، هغه به ټولې له تاسو درنو لوستونکو سره شریکې کړم:
تاوان د دواړو برابر دی
ما ته بایللی یې، تا زه بایللې یمه
ستا په کتو خاورې زر کېـږي
که راته وگورې، د سرو زرو به شمه
زړه کې مې یو، خوا کې مې بل دی
خدایه! عجبه دې جوړ کــړي قـسـمـتـونه
چې ما او تا سره جدا یو
په اور دې وسوځي د دواړو قسمتونه
حال مې تر بدو نه بدتر دی
ستا د بېلتون پیټي پر خپلو اوږو وړمه
دا څو نورې لنډۍ مې لکه تل د ښاغلي ډاکتر حنیف حیران له فیسبوکپاڼې څخه رااخیستې دي چې له هغه نه په مننې سره یې دلته خپروم:
د مور ملوکې سرې دې نوکې
چې ځای جارو کې په کې واخلې قدمونه
د مور ملوکې سرې دې نوکې
چې انګار پوکې خال دې شنه رڼا کوینه
د مور ملوکې سرې دې نوکې
پاس په تالو کې دې خندا مزه کوینه
د مور ملوکې، سرې دې نوکې
په سور سالو کې ګرځېدې مَېن دې کړمه
د مور ملوکې، سرې دې نوکې
چې ناړې توکې نو ژېړي ګلونه شينه
د مور ملوکې، سرې دې نوکې
د زلفو څوکې دې په مخ خولې لګوينه
د مور ملوکې سرې دې نوکې
په سورسالو کې په ناز اخلې قدمونه
د مور ملوکې سرې دي نوکې
د زلفو څوکې دې طلا ته ورته دینه
د مور ملوکې سرې دې نوکې
د زلفو څوکې دې په جېب کې ګرځومه
د مور ملوکې سرې دې نوکې
مابه لاهو کې په نوښار به وخیژمه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.