(جمع. باټې) [bāṭá] باټه

ډاکټر نجيب الله زاخېلوال/ سويډن

568

باټه [bāṭá] (جمع. باټې)

ډېره موده کيږي چې په فيسبوک کې د پېښور خيبرپښتونخوا يو کس دې هاغه باټې وولي، خو بدبختي داده چې په پښتو ادب کې د باټو د صنعت يا ژانر ځای خالي دي.

زه پدې اند يم چې باټه د زرګونو کالونو راپردېخوا زموږ په ټولنه کې شتون لري  او بيا ددغه باټو څخه جوړ شوي نکلونه موږ ته سينه په سينه هم رارسېدلي دي خو بيا هم زموږ د پښتو ادب څېړونکي دغه صنعت ته هومره پاملرنه نه ده کړې چې څومره ددغه صنعت يا ژانر اړتيا او بډاي توب (غنا) ده.

زه پدغه برخه د خپل پلار خدای بخښلی حاجی خليل الرحمن او د خپلې ادې خدای بخښلې حاج بي بي سلام خېلې منندوی يم چې دا د هغوی خبرې او ويناوې وې چې نن يې زه مجبور کړم چې دغه ورک شوی صنعت ته مې پام شي او پرې دغه ليکنه وکړم. همدا راز پدې برخه کې د دانش خپروندويې ټولنې د مشر دانش لالا هم منندوی يم چې باټو يو ويډيو يې په خپل فيسبوک پاڼه خپره کړې وه او زما پام يې دغه صنعت ته واړوه.

داسې راته ياد شي لکه همدغه شېبه چې پلار به مې په ډيره مينه او خلوص د خپلې زمانې د کوچنيوالی د يو باټي (سورړن) نکل کاوه چې هغه به هر مازيگر د کلي د جومات په خوا کې يا هم په د حجرو په پېنډو کې باټې وهلې او هم به يې د هغه يو باټه د نکل په ډول کوله. ٬٬زموږ کلی څخه لاندې يو داسې لوی ځنگل چې انسانان به پکې ورکېدل يوه ورځ زه دغه ځنگل ته ننوتلم چې پکې ورک شوم لار راڅخه ورکه شوه په ځنگل کې سرگردان گرځېدم چې يو نا څاپه مې په يوه خرس (ايږ) سترگې ولگېدې نو ما هم د خرس پر لور ورمنډې کړې خرس وارخطا شو او ځای پر ځای ودردېده زه هم د خرس ته ورغاړې وتلم خرس زه غېږ کې ونيولم او بيا زه بوی رابوی کړم او خرس راته کړل چکن خولۍ! چکن خولۍ!.. خرس له ما څخه خولۍ واخيسته او په خپل سر يې کړه او زه په خرس راسپور شوم او کلي ته يې راوړم. خرس څخه ما خولۍ بېرته واخيسته. اوس خرس هر مازيگر خرس د ځنگل څخه راوځي او ما پسې په کوڅو کې لالهنده گرځي او همدا يوه خبره کوي ٬٬الله ياره چکن خولۍ! چکن خولۍ!…٬٬

دا وه د الله يار بابا د باټو يوه بېلگه چې وروسته بيا په نکل بدله شوې وه. زموږ په کلي کې د دغه صنعت لپاره د نورو نومونه هم شته چې زه پکې د خدای بخښلي روزي خان بابا نوم هم يادولی شم.

پخوا باټو ته په بده سترگه نه کتل کېدل او نه باټي کس ته چا سپکاوی کولای شو بلکې دغه خلک د احترام وړ خلک وو.  دا مهال په پېښور کې دغه کس چې تازه ورته د ټولنيزه رسنيو پام وراوښتی دی خو ددغه رسنيو چلونکي چې کوم مسلکي خلک نه دي يوازې د دغه ښاغلي باټې د ملنډو او يا هم پررړو په شکل خپروي او اورېدونکې هم پرته له چې دغه صنعت وپيژني ددغه شخص سپکاوی کوي زياتره ورته درواغژن وايي او ان تردې چې د دوزخ د وړتيا پورې ورته ورتېريږي. زموږ د ټولنې بدبختي همدا ده چې موږ په هر څه ډرۍ وهو او يا پرې ملنډې کوو.

دغه شخص د باټو د ژانر يا صنعت ژوندۍ بېلگه ده چې بايد ترې دغه باټې د کمرې په سترگه په ښه ډول ثبت شي  او وساتل شي، که د پېښور پوهنتون د پښتو څانگه دا کار وکړي نو دا به يې په پښتو ژبه او دغه ژانر باندې لوی احسان وي.

خو بدبختانه چې نه په پېښور کې او نه هم په افغانستان کې د پښتو د ادبياتو څانګو دغه خبرې ته پام دی او نه يې ورته کار کړی دی. کټ مټ لکه د افغانانو کاليو او پيزار ته يې چې پام نه دی کړی چې دا مهال د افغانانو کالي د هنديانو او يا هم د پاکستانيانو په نوم پېژندل کيږي او د هغوی د هويت برخه گرځېدلې ده. ويډيو په لاندې لينک کې واورئ.

لا تر اوسه پښتو ژبه د ګرامر او يا هم د ځينو ادبي ژانرونو او صنعتونو  په برخه کې د عربي، پارسي او يا هم د انگريزي د اسارت جغ لاندې څپولکې وهي. که موږ بديع او بيان او يا هم د پښتو ژبې گرامر ولولو نو داسې به وانګيرو چې موږ د عربي ژبې فنون او ژانرونه لولو. خير په هر حال چې خبره راڅخه اوږده نشي نو راځم ار موخې ته!

د باټو په اړه ډول ډول پوښتنې او هم د خلکو تر مينځ غلط اند شتون لري چې  په لاندې ډول يې يو يو څېړو.

۱. ايا باټه ويشتل درواغ ويل دي؟

که په لنډه ډول يې ووايم. نه! باټې ويشتل او درواغ دوه بېل حالاتونه دي. زه د خپلې خبرې لپاره يو بېلگه وړاندې کوم. احمد درواغ وايي/ احمد باټې ولي.

که د دغه بېلگو توپير ته ځير شو نو وينو چې يو ويل او بل ويشتل دي دا توپير د همدې ښکاروندوی کوي چې باټې او درواغ توپير لري. درواغ ويل بد عمل  او ګناه ده. او باټې د پښتو ژبې د کلتور، حجرې او خلکو تر مينځ يو هنر دی چې د کلنو راهيسي په موږ کې شتون لري چې پخوا وختونو کې به هر کلي کې هر مازيگر د کلي په ورشو، حجرو کې باټې وېشتل کېدې او د خلکو ټولنيزه پېنډو او ناستو ته به يې خوشالي وربخښله، نه خو دا عمل چا بد گاڼه او نه باټې يا باټي (سورړن) ته چا په بده سترگه کتل او نه يې پرې د درواغجن نوم اېښوده. په کلی ولس کې باټي ته په درنه سترگه کتل کېدل او په حجره کې به په بر کونج کې ناست و او ټول خلک به يې باټو اورېدو ته څک غوږونه ناست وو.

۲. ايا باټې، لاپې دي؟

نه! باټې او لاپې هم د زمکې او اسمان تر مينځ توپير لري. د بېلگې ډول

لاپه: زه يو کيلو مالټې د پوستکو سره خورم.

باټه: …ما يوه کيلو مالټې د پوستکو سره وخوړلې…

باټه د شرط وهلو په مانا نه ده او نه قيد اېښودلو ته اړتيا لري بلکې يو داسې انځور وړاندې کوي چې اورېدونکی په يو فکر کې اچوي او تخيل ورکوي.

باټې وهوونکې خپله باټه پداسې ډول وهي چې د خبرو تسلسل او هدف يې نه خطا کيږي او اورېدونکی په حيرت کې اچوي. بيا همدغه باټه که بيا په يو پينډه يا هم حجره کې وويشتل شي او پدې باټه باندې وخت تېر شي نو ترې  نکل جوړونکي، نکل جوړوي. چې د نکل راوي د باټې وهوونکي خبره د يو نکل په ډول د دريم شخص مفرد غايب  له ادرسه کوي او خپل ځان پکې ويوونکې ښايي.

بدبختانه چې زموږ په ټولنه کې لکه څنگه چې مې مخکې يادونه وکړه، په بده سترگه کتل کيږي او باټي ته توهين کيږي. همدا لامل دی چې دا مهال باټيان نشته. خو خوشبختانه چې دغه يو کس اوس راپيدا شوی دی چې بايد د پښتو د ادب دغه صنعت او هنر پرې بېرته راژوندی شي او دغه برخه د حجرو، پېنډو او ناستو ولاړو برخه وګرځي.

بله بدبختي داده چې په پښتو ادب کې پدې اړه هيڅ نشته او نه يې چا يادونه کړې ده او نه هم دغه هنر يا صنعت د پښتو ژبې د اديبانو، ليکوالانو او پوهانو تر مينځ د بحث ټکی دی. حال دادی چې دغه برخه زموږ د پښتو ژبې د کلتور او هنر يوه برخه ده. زه وينم چې د پښتو ادبياتو څخه فارغ شوي د پښتو د هاغه ژبې، هنرونو او ژانرونو په اړه چې بېلگې يې زموږ په کليو بانډو کې وي کافي مالومات نه لري. دوی د پښتو ژبې ادبيات د عربي، پارسي او انگريزي ژبو له سترگيو او کړکيو لولي او ويني او هماغه مالومات د خپل علم برخه گرځوي. زه د خپلې خبرې د زبات لپاره ويلی شم. راځئ داسې وکړو چې د پښتو ادبياتو د يو فارغ څخه وپوښتو چې د سترگۍ، کږې، پيچپونډې، ملنډې، ټوکې، ډرسمکې، ډرټې، ډرۍ، سڼ، پرړې، باګې، ساډې، ډوزې، دوړې او غورې ترمينځ څه توپير دی.يا ورڅخه وپوښتئ چې د لاپې او ډرټې ترمينځ توپير څه دی يا هم ټوکه څه ته وايي؟

اوس پوښتنه داده  چې باټې وهل ولې بدنامې شوې؟ يا باټي ته په سپکه کتل کيږي؟

يوازې باټې نه دي چې په سپکه ورته کتل کيږي د پښتنو کلتور، هنر او د ژوند ځواک او ځيني هنرونو  لکه څنگه چې ټپه، يکه زار، ګودر، ناره، سندره، بولله او زمزمه بدنامه شوه او ويونکي ته يې په سپکه سترگه وکتل شول همدغسې باټې او باټي سره هم وشو.

ښه نو دا چا وکړل؟

ددغه پوښتنې ځواب ستونزمن نه دی بلکې حساس دی خو ځواب يې د لمر په څېر روښانه دی. کله چې په ۱۹۷۸ ز کال کې په افغانستان کې غميزه رامينځ ته شوه او امريکا وغوښتل دغه غميزې څخه خپله گټه پورته کړي نو يې د نبراسکا پروژه (جهاد) پيل کړه. دغه جهاد لپاره د سون لرگي يا وسلوال پکار وو چې بايد د امريکا پروژه پرمخ يوسي نو ددغه سون مواد د تيارولو لپاره اړينه وه چې په پاکستان او په ځانگړي ډول د پښتنو په سيمو کې د مدرسو تخم وکري ترڅو لکه د مرخېړيو په څېر مذهبي تندلاري راشنه شي او دغه تندلاري بايد د هر څه څخه لومړی په خپل کلتور، ژبه، هنر وبلوسيږي او تاخت تاز پرې وکړي تر څو د پت، ښېګڼې، تورزن توب، وياړتوب، ننګ څخه خلاص شي او دغه د پښتنو د پېژندلو توري ورته د تندلارۍ د کتاب څخه هاغه وروپېژندل شي چې په اسانه د امريکا ټوپک په اوږه کړي او د خپلو خلکو او ولس سربېره د خپل هېواد، ژبې، هنر، ملي هويت او پېژندنې پر وړاندې داسې جنگ وکړي چې په هاغه جنګ او کړنو او رامينځ ته کېدونکو بدبختيو په هيڅ ډول پښېمانه نشي. چې کټ مټ همدغسې وشول او روان دي.

خو موږ لا ژوندي يو، دا هر څه به داسې زوال ته لاړ شي چې بيا به يې په تاريخ کې د درواغجنو زرينو کرښو پرځای تورې پاڼې وي.

د پښتو ژبې د غوړيدا او د مذهبي سوداگرو د اشغال او ساډيزم د پای په هيله

بس همدومره

د افغاني کاليو په اړه په لاندې لينک کېکاږۍ

https://www.youtube.com/watch?v=yJQVmpSN44o

باټه: ګوتمۍ

https://www.youtube.com/shorts/uPVbdAlB-zs

باټه: قهوه

https://www.youtube.com/shorts/FMNdPxZLsrU

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.