د ښاغلي سيد بلال فاطمي د پاموړ :
په اماني زوړ برتانوي او روسي پيرونو کې مو په کور دننه او بهر نړيوال ملاتړ وشو، خو په امريکايي غوبل کې بيا ونه شو
په اماني پير کې مو فتوی خپله او ملاتړ مو کورنی وو، نو ځګه ګټور وو، خو په جهادي پير کې بيا کورنی او بهرنی ملاتړ هم وو، خو موخې يې ناولې وې، نو ځکه مو د جهاد ثمره هم خوندوره نه وه او په اوسني طالبي پير کې بيا خبره لا پسې خرابه شوه. د خپلواکۍ حق خو رانه په جهادي پير کې د حکمتيار د ناپوهۍ او سرتنبه ګۍ له لاسه واخېستل شو، خو په طالبي پير کې د زده کړې حق رانه د هبت الله په غيابت او د نديم له سرزورۍ واخېستل شو. زموږ سياسي خپلواکي او تعليمي حق دواړه رانه پنجاب اخېستي او نه يې راکوي
افغانستان د طالب او مجاهد له لاسه عملاً د پاکستان منګولو ته ورغلی دی. که د امريکا پر وړاندې مو سرښندنه جهاد بولو، نو بيا خو تر ټولو غوره او مفتی به دا ده چې د پروني او ننني پنجابي استعمار پر وړاندې يې هم برحق وبولو
جهادي فتوی :
له روسانو سره روغبړ څه ان چې د جامو (لباس) لګېدل ورسره حرام (ناروا) وو. که د جامه ورسره ولګيږي، نو هغه جامه دې غوسه شي. خو نن طالبان وجهاديان ورسره دوستان شول، نو اوس به څه چل کيږي؟
مولانا محمد خان شيراني :
د پاکستان په ښوونيز ((تعليمي)) نصاب کې د قرآن کريم د جهاد په باره کې اياتونه د امريکا د ډاډمنتيا لپاره شامل کړل شوي وو، چې د کمونېزم پر خلاف خلک جنګ ته چمتو کړای شي.
مولانا سميع الحق :
د امريکې د ماتې په خاطر له روسانو پيسې او وسلې اخېستل روا دي.
پوښتنه :
کله چې زموږ ګاونډيان د خپلو ملي – سياسي، اقتصادي او ستراتيژيکو ګټو لپاره کاروي، نو موږ يې ولې نه شو کارولی؟
هېښنده لا دا چې استاذ يې فتوی ورکوي چې له روسانو پيسې او وسلې اخېستل روا دي، خو چڼي او شاګردان يې بيا منکر دي. دلته خو په زغرده معلوميږي چې طالبان له چين سره سره پر روسيه هم پلورل شوي دي، نو دغه درې ګونې لوبه څنګه توجيه کړو؟
علماء يعنې محدثين او فقهاء دا وايې چې فتوی بايد له پارلمان تصويب او اعلان شي، نه د يو عالم له لورې په انفرادي توګه، ځکه چې ملا يوازې د ځان استازولي کوي چې يا به درست وي او يا نه يعنې احساساتي فتوی نه وي او په پارلمان کې ناست منتخب استازي د ملت او د خلکو رسمي استازولي کوي، نو هر هغه فتوی چې د پارلمان له لورې تصويب شوي او اعلان شوي نه وي، نو هغه د اعتبار وړ نه ده. ځکه يوازې پارلمان دا حق لري چې د يو هېواد پر وړاندې د جنګ اعلان او تاييد وکړي او حکومت ته مشوره او ملاتړ يې وکړي. که د يو هېواد پارلمان فتوی او يا د جنګ اعلان په ښکاره تصويب او تاييد کړی نه وي، نو دا بيا لاسوهنه ده او لاسوهنه بيا جهاد بلل کېدای نه شي.
شعوري اسلامپال :
قاضي حسين احمد د امريکا سفير ته :
زه ستاسې ملګری يم ستاسې پر ضد څرګندونې د عامو خلکو ارامولو لپاره دی.
حوت ۱۳۶۶ : [د حزب خپله ګڼه ”شهادت“]
حکمتيار : ((اګر در هر دو کشور نظام اسلامي حاکم باشد ما تصميم ميګيريم که مرز از ميان ما برداشته شود و هر دو کشور به يک کشور بدل ګردد)).
((که چېرې په دواړو هېوادونو (افغانستان وپاکستان) کې اسلامي نظام شتون ولري، نو موږ پرېکړه کوو چې زموږ ترمينځ دا سرحد ((خيالي کرښه)) لېرې او دواړه يو هېواد شي)).
حکمتيار د عصمت قانع د پوښتنې په ځواب کې :
د پاکستان مجاهد پوځ (؟!) او د پاکستان د ديپلوماسۍ دستګاه په مهارت سره کولای شي د افغان جهاد مفاد او منفعت وساتي.
ښاغلی حکمتيار د افغان جهاد مفاد او منفعت څنګه تعريفوي؟
جنرل اور معصوم مُلا
خواجه ضياء الدين بټ
((ملا عمر نے کہا کہ دیکھو یہ امریکہ والے مجھے ٹورسٹ کہتے ہیں، میں نے اسے بتایا تمہیں ٹورسٹ نہیں ٹیررسٹ کہتے ہیں، وہ بڑی خطرناک چیز ہوتی ہے۔ دیکھیں ملا عمر تو اتنا سیدھا آدمی تھا کہ اسے یہ فرق بھی نہیں پتہ)).
Mullah Omar said,” Look, these Americans call me Tourist, I told him that you do not call Tourist, it is a very dangerous thing. ” See Mullah Omar was so straightforward man that he did not even know that difference.
ملا عمر وويل ، وګورئ چې ((امريکايان ما ته سيلاني وايی)). ما ورته وويل چې ((هغوی تاسې ته سيلاني نه، بلکې تروريست (ترهګر) وايی)) چې ډېر يو خطرناک شی دی. وګورئ چې هغه دومره يو ساده سړی وو چې د سيلاني و ترهګر توپير يې نه شو کولی.
خواجه محمد آصف :
د امريکا په مشرۍ د ترهګرۍ ضد په نوم جګړه ((زموږ نه وه، بلکې موږ پردۍ جګړه او جعلي جهاد کړی دی
شيري رحمان :
کابل کې هر حکومت بايد د پاکستان پلوي وي . د پاکستان له پلويتوب پرته د افغانستان په نوم هېواد ځای نه لري.
ميرزا اسلم بيګ :
((بېنظيرې موږ ته وويل چې جلال اباد ونيسئ او کابل وسېځئ!)).
جنرال حميدګل : ((سمه ده چې جهاد به افغانانو کړی وي، خو لارښوونه يې زما وه)).
قريشي :
د افغانستان او کشمير مسألې و له بل سره تړلې دي.
مشاهد حسين وايی :
هغه وخت خو زموږ پلان او فکر دا وو چې په افغانستان کې يو اسلامي دولت د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ رامينځته او له هغې وروسته منځنۍ اسيا هم فتحه کړو
مشاهد حسين وايی بيا ما جنرال حميد ګل ته چې هغه مهال د آی ايس آی ISI مشر وو، وويل. دا ډېره ښه موقع ده. راځئ چې د ډيورنډلاين Durand-line په رسمي توګه د سرحد کولو لپاره کار پيل کړو. هغه راته کړل چې ((زموږ سرحد خو د آمو سيند دی)).
سراج الحق :
پاکستان دې په افغانستان کې امن راوستل په کشمير کې امن راوستلو پورې وتړي.
کشميری سردار عبدالقيوم پروېز مشرف ته :
امريکايان بايد داسې بريدونه وکړي چې د کابل دوړې موږ په اسلام اباد کې ووينو.
شهباز شريف :
د کشمير په قيمت په کابل کې سوله نه غواړو او د کشمير لپاره بايد کابل په اور کې وسوځي.
ضياء الحق :
پاکستان په خپل ګاونډ کې خپلسري او د پاکستان د ارزوګانو مخالف افغانستان د زغملو وړ نه بولي.
افغانان نه شي کولای چې د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي.
ضياءالحق :
Making the water boil in Afghanistan
must boil at the right temperature
په افغانستان کې بايد په يو مناسب حرارت اوبه ووېشل شي چې نه سړيږي. مانا دا چې د دوامداره جګړه چې سړښت يې نه، خو سوخت او درد يې د تل لپاره وي. [خپلواکي ګڼه]
General Akhter Abdur Rehman:
General Akhter Abdur Rehman who was the head of ISI during Zia ul Haq era, once said KABUL MUST BURN.
کرنيل امام :
څنګه يو اوږد مهاله جګړه په لږ لګښت مخته يووړل شي؟
سرتاج عزيز په قول : ((طالبان د اوږدې جګړې توان لري)).
مولانا محمد خان شيراني :
د پاکستان په ښوونيز ((تعليمي)) نصاب کې د قرآن کريم د جهاد په باره کې اياتونه د امريکا د ډاډمنتيا لپاره شامل کړل شوي وو، چې د کمونېزم پر خلاف خلک جنګ ته چمتو کړای شي.
د مولانا محمد خان شيراني خبرې ((کرايي قاتلان)) :
ډېر وختي مې هم دا ويلي وو چې دا پاکستان د مزدورانو يو بين الاقوامي چوک دی. دلته :
- ملا د کرايې لپاره پکې موندای شې (۱).
- دلته ليډر (مشر) د قوم (ملت) د غولولو لپاره په کرايه موندای شې (۲).
- دلته جنرالان هم د پوځ د استعمالولو (کارولو) لپاره پکې په کرايه موندای شې (۳)
- ميډيا د پروپاګندې لپاره هم د کرايې لپاره پکې موندای شې (۴).
- د کرايې قاتلان هم موندای شې (۵).
https://www.youtube.com/watch?v=8m7TkwAncBU&t=61s
Maulana Muhammad Khan Sherani part 5 مولانا محمد خان شیرانی
مولانا فضل الرحمان :
مولانا فضل الرحمان د ښاغلي کرزي په وخت کې ويلي وو چې که افغانستان له موږ ((پاکستان)) سره د سرحد ستونزه ومني موږ به يې د امنيت تضمين وکړو.
مشاهد حسين او طلعت حسين :
د افغانستان مسأله له کشمير سره تړاو لري يا د کشمير پورې تړلې ده.
د مفتي عبدالشکور څرګندونې
- طالبان د پاکستان مدافعين بللي،
- د طالبانو واکمني د پاکستان په ګټه ده،
- طالبان د پاکستان لپاره حفاظتي دېوال حيثيت لري.
- د طالبانو جګړه يې په افغانستان کې د پاکستان د دفاع جګړه بللې ده او دوی يې د پاکستان ښه ملګري بللي دي.
د ځېنو پاکستاني واکمنانو زړې څرګندونې ((زړه تګلاره))
د دين و د سياست يا په بله مانا د اقتصادي ونظامي پراختيا غوښتنو پرتله :
- جهاد افغانستان دفاع پاکستان.
- مشاهد حسين وايی بيا ما جنرال حميد ګل ته چې هغه مهال د آی ايس آیISI مشر وو، وويل. دا ډېره ښه موقع ده. راځئ چې د ډيورنډلاين Durand-line په رسمي توګه د سرحد کولو لپاره کار پيل کړو. هغه راته کړل چې ((زموږ سرحد خو د آمو سيند دی)).
هغه وخت خو زموږ پلان او فکر دا وو چې په افغانستان کې يو اسلامي دولت د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ رامينځته او له هغې وروسته منځنۍ اسيا هم فتحه کړو.
Ø مونږ ډېر کوشش وکړ چې د جمعيت اسلامي او حزب اسلامي په مشرۍ افغانستان يو سياسي حکومت جوړ کړي، خو ددوی ترمنځ اختلاف، جنګونو او شخړو مونږ په يو بل فکر مجبور کړو او دا مو د ځان له پاره يوه ښه لاره وبلله چې د طالبانو ملاتړ وکړو او يوه سيمه د ځان له پاره خوندي پيدا کړو.
نوټ : د پاکستان نوې تګلاره ((پاليسي)) لا تر اوسه بدله شوې نه ده. هماغه زړه تګلاره ((پاليسي)) ده. ديني و نظامي طبقه لا له يو مورچله (سنګره)) ډزيږي او خپله ناولې جګړه د اسلام تر پوښښ لاندې مخته وړي.
ميجر عامر :
موږ د امريکې ډېر خدمت کړی. د طالبانو حکومت مو ړنګ کړ. شپږ سوه کسان مو وروسپارل او ملا ضعيف مو بېعزته کړ.
https://www.facebook.com/pshtonistan/videos/795873230759545/
ډاکټر اسرار احمد مشرف ته خبرداری ورکړی وو، خو هغه نه وو منلی
I warned Musharraf but He denied – Dr. Israr Ahmed (29 Nov 2011)
https://www.youtube.com/watch?v=lvbd7tg1W18
The Five Evils who destroyed Afghanistan:
Former interior minister of Pakistan, General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:
Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Ali Bhutto. He (Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.
Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar, Ahmad Shah Mahsood, Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan. I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus, we started “to destabilize” and “burn Afghanistan”.
Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.
General Akhter Abdur Rehman:
General Akhter Abdur Rehman who was the head of ISI during Zia ul Haq era, once said KABUL MUST BURN.
بېځايه جګړه ناسم دښمن
کرلوته ګال : پاکستان چې په ښکاره د امريکا دوست بلل کېده، خو په حقيقت کې ناژمن ((بې وفا)) ثابت شو
د The Wrong Enemy کتاب ليکوال Carlotta Gall د خپلې سريزې foreword په وروستۍ برخه کې داسې وايی :
The war has been a tragedy costing untold thousands of lives and lasting far too long. The Afghans were never advocating of terrorism, yet they bore the brunt of the punishment for 9/11. Pakistan, supposedly an ally, has proved to be perfidious, driving the violence in Afghanistan for its own cynical, hegemonic reasons. Pakistan’s generals and mullahs have done great harm to their own people as well as their Afghan neighbours and NATO allies. Pakistan, not Afghanistan, has been the true enemy.
*** *** ***
کله چې په ۲۰۰۱ ز کال کې د سېپټېمبر پېښه وشوه، نو زه د کراچۍ په قول اردو کې وم چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير کولن پاول راته زنګ ووهلو او ويې ويل :
يا له موږ سره شه او يا زموږ له دښمنانو سره؟
پروېز مشرف وړاندې ليکلي چې زما لپاره دا ډېره سخته وه چې طالبان له ځانه خپه کړم، خو تر هغه زياته ډېره سخته دا وه چې يو کمزوری پاکستان دې د نړۍ له يو زبرځواک سره مخامخ شي. نو پرېکړه مې وکړه چې له طالبانو سره يارانه پرې کړم او د امريکايي ائتلاف برخه وګرځو. ځکه چې د پاکستان ملي ګټو همدا ايجابوله.
هغه د خپل کتاب په يوه بله برخه کې دا ليکلي چې کله امريکا غوښتل پر افغانستان د طالبانو د حکومت د پرځولو لپاره بريد وکړي. له موږ څخه يې د همکارۍ غوښتنه وکړه او له موږ څخه يې اووه (۷) غوښتنې وکړې چې يو له هغې نه په پاکستان کې د طالب مشرانو دوی ته سپارل وو.
مشرف وايی موږ د هغوی غوښتنه ومنله او څه د پاسه څلور سوه (۴۰۰) لوړپوړي (جګپوړي) او ټيټپوړي طالبان مو امريکا ته وسپارل چې د هغې په بدل کې يې موږ [پاکستان] ته ډېر ډالر ورکړل.
هغه وايی کله چې مو د ناټو او امريکا ګډو ځواکونو ته خپلې نظامي هډې ورکړې او همدارنګه د افغانستان يو شمېر مهمې برخې مو ورته وښوولې تر څو له دې هډو پر افغانستان بريدونه وکړي او هر ځای په اسانه په نښه کړي.
مشرف وايی امريکا پينځه څلوېښت زره (۴۵۰۰۰) حملې زموږ له خاورې څخه پر افغانستان وکړې.
مشرف وايی موږ ته د افغانانو وينې نه، بلکې خپل هېواد ارزښت درولود. موږ ته خپلو ګټو لومړيتوب درلود. افغانان خو موږ د دې لپاره وځورول او يو له بل سره مو د دې لپاره وجنګول چې ترڅو پاکستان ارام او باثباته اوسي.
مشرف زياتوي افغانان مو داسې وځورول چې هر چا به د حورو او جنت په فکر هر څه کولو ته چمتو ول. يو بل به يې ښه په شوق سره وژل، خو موږ ته د پاکستان بقا ارزښتمنه وه. هغه وايی : موږ په دې باور وو چې امريکا به د پاکستان دا مرسته هېڅکله هېره نه کړي. هغه وايی امريکا غوښتل افغانستان کې د ځان ساتلو لپاره د شورای نظار او په خاصه توګه د دوستم او خليلي ځواکونه په پيسو واخلي او اکمال يې کړي. ترڅو راتلونکې کې د بل چا لاس ته ونه لويږي او د دوی پر ضد استعمال نه شي.
مشرف وايی موږ هم له امريکا سره په دې کار کې راضي (خوښ) وو او ځينې نورې ډلې د حزب اسلامي په ګډون چې زموږ هر امر او غوښتنې ته تابع ول له امريکا سره مو مخ کړل.
هغه وايی بدبختانه چې د افغانستان ځينې روشنفکره افغانانو امريکا ته مشوره ورکړه چې افغانستان ملېشه ځواکونو ته نه، بلکې پوځ ته اړتيا لري. نو هماغه وو چې زموږ په لاس د افغانستان د ړنګول شوې اردو په جوړېدو بيا کار پيل شو چې د افغانستان ځينې منصبداران د پخوا په پرتله په ډېر زيات شوق د اردو يې ملي، امنيت يې ملي او ځانګړو ځواکونو ته د خدمت په موخه راودانګل.
مشرف وايی ما هماغه وخت د امريکا ولسمشر بُش ته ليک واستولو چې امريکا بايد په افغانستان کې ملي اردو او ځانګړي ځواکونه جوړ نه کړي. ځکه موږ له افغانستان سره يو شمېر ستونزې لرو او هلته د پوځ جوړول پاکستان ته د خطر په مانا ده. هغه وايی زموږ د تمې خلاف په افغانستان کې ملي اردو ته هره ورځ زرګونه ځوانان ورتلل. هغه وايی موږ د امريکا لپاره پخپل لاس جوړه شوې ترهګره ډله طالبان خپه کړل، خو امريکا زموږ د غوښتنو خلاف افغانستان کې داسې پوځ جوړ کړ چې پاکستان ته هم کمه نه وايی او د امريکا په کيسه کې هم نه ده.
کرنيل امام
د روس له ماتې وروسته امريکا له افغانستانه سترګې واړولې او ټولې لانجې او ستونزې يې پاکستان ته پرېښودې چې پاکستان په کې خپل دوستان هم له لاسه ورکړل او په داخل د پاکستان کې هم بلا شی ستونزې وزږېدلې. مجاهدین د يو اسلامي نظام په جوړولو کې پاتې راغلل، خپل منځي اختلافات د دې سبب شول چې د جهادي تنظيمونو سوچ د پاکستان په اړه خراب شي او د پاکستان مخالفو قوتونو ته د ګوتې کېښودو ځای پيدا شو.
هغه ډول چې مونږ غوښتل د مجاهدينو حکومت هغسې جوړ نه شو، مونږ خو دا ګڼله چې افغانستان به د پاکستان لکه د پنځمې صوبې په شکل وي.
مونږ به د يو ښه ګاونډي هېواد په توګه له دې سيمې هر ډول ګټه اخېستلای شو او دا جعرافيه به کله هم زمونږ په خلاف بيا استعماله نه شي او نه به هم د پاکستان دښمن دلته د پښې کېښودو د ځای پيدا کولو جوګه شي خو دا هرڅه يو خوب شول او مونږ په تش ميدان پاتې شوو.
مونږ ډېر کوشش وکړ چې د جمعيت اسلامي او حزب اسلامي په مشرۍ افغانستان يو سياسي حکومت جوړ کړي، خو د دوی ترمنځ اختلاف، جنګونو او شخړو مونږ په يو بل فکر مجبور کړو او دا مو د ځان له پاره يوه ښه لاره وبلله چې د طالبانو ملاتړ وکړو او يوه سيمه د ځان له پاره خوندي پيدا کړو.
هم هغه وو چې د مجاهدينو ترمنځ له يو اوږد څو کلن جنګ وروسته طالبان دخلکو له پاره د سولې د فرشتو په توګه را پيدا شول او په ټول افغانستان يې قبضه وکړه او مونږ ته يې د پاکستان د خونديتوب يو نوی فرصت په لاس راکړ.
۴۳ او ۴۴ مخونه
=-=-=
د پاکستان پوځ چې د خپل وطن دفاع له پاره د روسيې غوندې يو سوپر پوځ ته ماتې ورکولای شي، نو امريکا به هم ډېر ژر داسې څه وویني چې ياد به يې ساتي.
د پاکستان پوځ داسې مېړني ځوانان او سرتيري لري چې ډېر ژر به افغانستان دوی ته په يو جهنم بدل کړي او ورته به ورښکاره کړي چې د پاکستان په خلاف سازش څه تاوانونه لري.
مونږ په دې شرارتونو لا هم هغه ۱۹۹۳ ز کلونو کې پوهېدلي وو، خو له بده مرغه زمونږ ځينې بزدله جنرالان خرڅ شول او مونږ يې له ستونزو سره مخ کړو. مونږ د دې له پاره قربانۍ نه وې ورکړې چې امريکا دې خپلې ګټې خوندي کړي او بله ورځ دې بيرته په پاکستان مخ را واړوي.
امريکا لا هم هغه وخت نه غوښتل د روسيې پر وړاندې ځان د خبرې سر کړي خو دا پاکستان وو چې هرڅه يې پر ځان ومنل او يو سخت دشمن سره مخ شو، نو د امريکا ارادې په وروستيو کې خرابې وې هغه کارونه چې مونږ د افغان جهاد کې له ګډونه بايد د پاکستان له پاره کړی وی نه وو شوي، د شوروي په خلاف جګړه کې بايد مونږ ته زمونږ حق راکړی شوی وی خو مونږ چې ليدل په کابل کې د مجاهدينو له حکومت جوړېدو وروسته هرڅه زمونږ له لاسه ووځي.
۵۶ مخ
=-=-=
دا زموږ خپل جنګ وو
او د خپل کتاب په يو بل ځای کې بيا وايی چې دا زموږ خپل جنګ وو، موږ د بل چا لپاره جنګ نه دی کړی. موږ بايد دې جنګ ته ورننوتی او دا بايد موږ کړی وی، نو په دغسې دوه اړخه پېچلو دعوو کې چې طالب يې جهاد بولي او پاکستان يې خپل جنګ بولي او دا جنګ يې هم د طالب په لاس کړی دی، نو طالب خو د پاکستان د يوې مزدورې حکم رانغاړي، نو ايا احتياط به پکې اولی نه وي؟
که دا زموږ جنګ وای، نو حميدګل او کرنيل امام يې په کوم صلاحيت لارښوونې او اعتبار خپله ځانته خپله د پاکستان لپاره اخلي؟ حال دا چې د دوی څرګندونې خو لا تر اوسه پورې نه حکمتيار خپله او نه طالبانو رد کړي دي. که دا رښتيا زموږ جنګ وای، خو ثمره يې هم بايد چې موږ اخېستی وای نه پاکستان او حال دا چې ګټه خو ټوله پاکستان وکړه او نن هغه دی چې ټول افغانستان د طالب په لاس د پاکستان په ولکه کې دی، نو طالبي جهادي اړخ او دعوه ټکنۍ کوي. دا يو علمي ژور بحث دی او پراخې هر اړخيزې ديني څېړنې ته اړتيا لري، نه د يو څو کسانو طالبي شيخانو او د بېګانه استخباراتي سوړو او چينلونو اړوند سياسي ملايان چې هغوی خو د پنجاب استازولي کوي او هغه د پاکستان ګټې رانغاړي نه زموږ ملي – اسلامي ګټې.
پاملرنه
سمه ده چې ښاغلی سيد بلال فاطمي د پېښور له پوهنتون سياسي علوم حقوق نړيوالې اړيکې لوستي دي، خو ديني عالم نه دی او دينپوهنه يې اړوند مسلک نه دی. سمه ده چې ډېره مطالعه لري، خو زموږ ستونزه بېلابېل هر اړخيز اړخونه لري چې دين او سياست له ناولو هر اړخيزو او بېلابېلو موخو سره غوټه خوړلې چې تفکيک يې خورا ګران او پېچلی کړی او تر پوښتنې لاندې يې راوستی دی، نو بناءً په برتانوي، روسي او اوسني امريکايي لوبه کې دې له مسلکي اړخه سوچ او ځان ښه پوه کړي.
د بېګانه وو څارګري سوړو او چينلونو پورې اړوند سياسي ملايانو فتواوی زموږ لپاره د منلو وړ نه دي او هغه وخت زموږ د ټولو سياسي – اسلامي شعور او پوهه نيمګړې وه، خو لله الحمد چې اوس تر ډېره د خلکو پوهه لوړه شوې او په مختلطو پېچلو اړخونو کې له لا زيات احتياطه کار اخلي.
ښاغلی فاطمي خو د ارواښاد پوهاند سيد بهاوالدين مجروح او د ارواښاد همېش خليل له کورنيو سره نژدې پاتې شوی، نو دېته دې هم ښه سوچ وکړي چې نه الله تعالی دوکه مار (فرېبکار)، نه انبياء عليهم الصلوة والسلام، راشده خلفاء او نه صحابه کرام، فقهاء او محدثين فرېبکاره ول، نو دلته خو له يوې څلمې له ملايانو نيولې تر سياستوالو او نظاميان + استخبارات يې دغه پورته ټول ښاغلي يو هم په پوست کې پاک نه دی، نو يو شی چې په غلطه او پر فساد ولاړ وي، نو هغه تر پايه بيا همغسې غلط او خراب وي، نو زموږ جهاد او طالبي غوبل له پيله نادرست شروع شوی، نو تر پايه نادرست او ناسم پاتې شو.
ښاغلی فاطمي دې دېته او دېته ورته نورو خبرو او څرګندونو او کړنلارو ته چې په بېلابېلو کتابونو او مجالسو او ورځپانو کې د پاکستان له نظامي بنسټ او د هغوی له بېلابېلو حکومتونو، سياستوالو،ملايانو او ان د کرکټ تر لوبغاړو چې ښاغلي عمرانخان هم پکې له ځانه مفتي جوړ کړی وو او د مفتي له دريځه غږېده چې په دې ډول کړنو او خبرو او بېلابېلو دريځونو سره چې جهادي او طالبي غوبلونه تر پوښتنې لاندې راولي او جهادي مشروعيت ټکنی کوي.
موږ خو به ورته د نورو پر خولې جهاد وايو، خو کاشکې چې هغوی خو جهاد بللی او زموږ ملاتړ يې واقعًا د لله في الله جهاد لپاره کولی. ښاغلی فاطمي دې په سړه سينه او سوړ دماغ دغو ټولو بېلګو ته وګوري او بيا دې پرې خپل منصفانه قضاوت وکړي.
https://www.youtube.com/watch?v=Fqhgq_lGMf0
افشاسازی بی سابقه ی بلال احمد فاطمی از حکومت طالبان:عبدالکبير معاون سياسی طالبان مهره ی پاکستان است
https://www.youtube.com/watch?v=N7x_e6t3Mqo
بلال فاطمی: تمام وعده های طالبان دروغ است/قوانين امر به معروف مانع به رسميت شناختن طالب است
https://www.youtube.com/watch?v=11BuAkpuGL0
بلال فاطمی:افغانستان در کنترل کامل استخبا/رات پاکستان است، آنها تلاش دارند تا ما را بدنام بسازند
نوټ :
زه ښاغلي فاطمي ډېر درناوی لرم او هم يې مرکې تعقيبوم او ستايم يې چې ښه سپينې او په زغرده خبرې کوي او دا يې د ښې زړه ورتيا ښوونه کوي.
له شک پرته چې په اماني پير کې د امان الله خان تر شا ملت ولاړ او له ملته فتوی وه او پايله يې هم ښه وه. له روسانو سره فتوی هم اګر چې تر شا يې انګلستان، امريکا او ناټو او ټوله نړۍ ولاړه وه او عربو او عجمو يې ټول ملاتړ وکړ، خو له بده مرغه چې د امريکا پر وړاندې بيا هغسې ملاتړ او غږ راپورته نه شو او نه چا د امريکا پر وړاندې د جهاد غږ او فتوی چا زمزمه نه کړه او نړۍ پوهېدله چې يوه پټه او ګونګه لوبه روانه ده.
ښاغلی فاطمي صاحب دې د اغا شاهي هر خبرو ته هم پام وکړي چې ضياء الحق له امريکا سره په پيل کې د مجاهدينو د ملاتړ په بدل کې داسې تړون وکړی چې،
- وسله به موږ ته راکول کيږي،
- وېش به يې موږ کوو چې چا ته يې ورکوو او يا نه؟ لږه ورکوو او يا ډېره، خو ستاسې به پکې غرض نه وي.
- درېم دا چې کله روسان وځي، نو افغانستان به موږ ته راخوشې کيږي چې موږ پوی شه او دوی چې څنګه يې اداره کوو.
اميد دی چې زما دروند قومي او سيّد چې وينه مو سره يوه او شريکه ده، دغسې ناولو موخو او پرېکړو ته چې موږ پکې هډو دخيل او پوښتل شوي هم نه يو او نه خبر وو تر هغې چې اغا شاهي له رسنيو سره خبره ډاګيزه کړه. ضياءالحق زموږ پر سر له امريکا سره ډېرې پټې معاملې او همدغسې امريکا ورسره پټې ژمنې کړي دي او بيا لا دا چې هغوی به ښکاره ويل چې ((جهاد افغانستان دفاع پاکستان))، نو خبره حل ده چې موږ د ځان په ګټه جهاد کړی دی او که د نورو د ګټو لپاره مو نيابتي جګړه کړې ده؟
زما د ارواښاد باچا خان خبره ډېره خوښيږي چې هغه ته چا وويل چې،
باچا خانه ته خو هغه دی ښه مسلمان يې او پينځه وخته لمونځ هم کوې، خو بيا هم تاسې ته څوک مسلمان نه وايی چې دا ولې؟
نو هغه ورته ويلي وو چې ((هو)) زه پوهېږم چې د هغې وجه څه ده؟
وجه يې دا ده چې پر ما باندې داسې چا د کفر فتوی لګولې چې هغه د ټولې دنيا مفتي دی او د هغه د پاسه بل مفتي نشته او هغه انګرېز دی. پر ما باندې انګرېز فتوی لګولې ده او د هغه فتوی کله هم څوک ماتولی نه شي.
https://www.youtube.com/watch?v=cqfPsCUzhoI&t=144s
Zia ul Haq aw Islam | Historical Speech of Khan Abdul Wali Khan
https://www.youtube.com/watch?v=o34oP7NpFhQ
ANP Former President Khan Abdul Wali Khan exposing Maulvis by issuing FATWA against Bacha Khan
الله تعالی دې ټول هغه شهيدان وبښي چې د هر بهرني پر وړاندې راپورته شوی او سرښندنه يې کړې ده، خو هغه چا چې موږ يې په جهادي او طالبي غوبل کې په ناپاکه نيت او د خپلو ناپاکو موخو لپاره قرباني کړي يو د خپلو کړو سزا ورکړي او له بل اړخه زموږ جهادي او طالب چارواکي په رښتينې توګه په پوست کې پاک نه دي، بلکې الله تعالی دې پر موږ ټولو ورحميږي چې ډېر بېځايه د خپلو ګاونډيانو، نورو سيمه ييزو لوبغاړو او د نړيوالو استخباراتي او د بېلابېلو موخو لپاره د خپلو مسلمانو ګاونډيو په نغوته وجنګېدو چې هر ډول فزيکي او مالي تاوان يې موږ پرې کړ او ګټه يې نورو وکړه او نن يې مستعمره هم کړو، نو په دغه وروستيو دواړو لوبو کې لږ احتياط په کار دی. موږ خو لويه سرښندنه وکړه، خو دا چې د چا په لارښوونې مو وکړې او اعتبار يې څوک ځانته منسوبوي، نو بيا خو ګواکې موږ د نورو لپاره بلهاري ورکړې ده نه د ځان لپاره.
که يې سپينه سره ووايو، نو موږ ټول دا څلور لسيزې په بيستو کې ووهل شو چې له ځانه خبر هم نه او زموږ پر سر لکه د قربانۍ ګډوري نورو له نورو سره بېخونده او ناولې معاملې کړي دي او پر موږ يې د دين او مذهب پر نوم راتاوان او راتپلي دي. نو فاعتبروا يا اولی الأبصار.
د رب العالمين تضمين
ان الله لايضيع اجر المحسنين
که موږ رښتيني وای، نو الله تعالی به زموږ سرښندنه هدر کړی نه وای. طالب مخکې او همدا اوس هم د بل چا په لاس کې لوبيږي او هېڅ واک واختيار نه لري، بلکې بونګه او برمته دي، نو د يو بونګه او برمته شوي خبره او پرېکړه مدار د اعتبار نه ده. پاکستان په تمامه مانا ځانته دا حق ورکوي او همدا اوس د طالبانو ټولې پرېکړې له ګاونديو سره د پاکستان په لاس کيږي، نو موږ چېرته خپلواکي لرو؟
په درنښت
سيد حسين پاچا
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.